مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د موسيقۍ د حرمت د پلويانو دلا يل


1_ د موسيقۍ د حرمت پلويان په هغه روايت استناد كوي، چې حضرت عبدالله ابن عباس، حضرت عبدالله ابن مسعود، امام مجاهد ، عکرمه او ځينو نورو صحابه و رضي الله عنهم ته منسوب شوي او دعوه كوي، چې الله جل جلاله په دې ايت كې موسيقي حرامه ګرځولې ده."و من الناس من يشترى لهوالحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم و يتخذها هزوا اولئك لهم عذاب مهين." يعنې "په خلكو كې داسې كسان هم شته، چې بې ګټې او چټي خبرې اخلي، چې بيا په دې خبرو سره د الله جل جلاله بنده ګان په ناپوهۍ سره له حقې لارې واړوي او هغه آيتونه ريشخند كړي. دوى ته رسوا كوونكى او ذليلوونكى عذاب دى." (لقمان 6)
دوى د لهوالحديث معنا سندرې اخيستې دي.
دوى وايي چې ابن شعبان له حضرت عبدالله ابن عباس څخه روايت کوي چې هغه به په دې آيت کې له لهو څخه غرض موسيقي بلله ، خو عماره وايي چې دابن شعبان ټول روايات دله منځه وړلو وړ دي.
ابن حزم وايي، چې د دوى دا وينا د څو لاملونو له مخې د منلو وړ نه ده، يو خو دا چې له دې آيت څخه دا ډول تفسير نه له حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم څخه ثابت دى او نه له صحابه و څخه ، بلکې د ځينو مفسرينو وينا ده چې حجت پرې نه شي کېدلى ځکه له الله جل جلاله اوله رسول الله صلى الله عليه وسلم پرته د هېچا وينا حجت نه ده. دوهم دا چې دا وينا او دا تفسير د نورو صحابه و او تابعينو له وينا سره مخالف دى . دريم دا چې په خپله همدا آيت په دې آيت باندې د دوى استدلال ردوي، ځكه چې دا آيت وايي، چې "په خلكو كې داسې كسان هم شته چې بې ګټې او چټي خبرې اخلي، چې بيا په دې خبرو سره (د الله جل جلاله بنده ګان) په ناپوهۍ سره له حقې لارې واړوي او هغه ريشخند كړي." دا خو داسې يو صفت دى، چې كه په هر چا كې وي، نو هغه كافر دى، ځكه چې د الله جل جلاله لاره يې ريشخند كړې ده.
ابن حزم وايي:"كه څوك كوم كتاب واخلي، چې خلك پرې له حقې لارې واړوي، نو كافر دى ځكه چې الله جل جلاله هغه غندلى دى. خو الله جل جلاله هېڅكله هغه كسان نه دي غندلي، چې بې ګټي او چټي خبرې د ساعت تېرۍ لپاره اخلي. ددې لپاره نه چې خلك پرې له حقې لارې واړوي، نو له همدې لامله يې په دې آيت استناد باطل او بې ځايه دى. همدا ډول هغه خلك، چې په قصدي ډول د قرآن په تلاوت سره فرض لمونځ پرېږدي يا هغه څوك چې د نفلو په کولو سره فرض يا واجب لمونځ نه كوي يا د سندرو او ترانو په اورېدلو سره كوم فرض كار پرېږدي، نو دا شخص فاسق او ګناهګار دى، خو كه څوك ددې كارونو په كولو سره فرض نه پرېږدي، نو دا خو يې بد کار ندى كړ ى .
(المحلي لابن حزم 9/60)
امام قرطبي ( ٦٧١ هجري ١٢٧٣ م ) په جامع الاحکام القران کې ددې آيت په تفسيرکې ډېر بحث کړيدى او وايي چې دلته چې کوم لهو نا وړه ښودل شوې هغه ښه هنري غږ نه دى، بلکې هدف هغه غږ دى چې په انسان کې شهواني او حيواني غرايز تحريکوي يا هغه غږ هدف دى چې خلک له ايمان څخه اړوي ، لکه د مکې د مشرکانو يو مشر ( نصر بن الحارث بن علقمه ) ٢ هجري _ ٦٢٤م ) چې کول ، نوموړى د قريشو له شيطانانو او د بدر په غزا کې د هغوى د بيرغ له لېږدوونکيو څخه و ، هغه به د ناعربو کتابونه او وينځې پېرلې چې په هغوى سره خلک بې ايمانه کړي يعنې هغه به د وينځو په سندرو او ددې کتابونو په ويلو خلک د قرآن له اورېدلو اوله اسلام راوړلو منحرفول او ګمراه کول .
دلته هم موخه همدا ډول لهو ده چې د خداى جل جلاله د بنده ګانو له ګمراه کولو پرته بله موخه نلري .
قرطبي همداراز وايي چې د حسن بصري ( ٦٤٣ _ ٧٢٨ م )په اند دلته له لهو څخه غرض ( کفر او شرک ) دى .
مفسرين وايي چې نصر بن الحارث د رستم او اسفنديار او د ايراني پاچايانو د کيسو کتابونه پېرل او بيا به چې په مکه کې چا وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم دا ډول وايي نو ده به هغوى ريشخند کړل او د ايرانيو پاچايانو کيسې به يې ورته کولې او وېلې به يې چې زما خبرې د محمد صلى الله عليه وسلم له خبرو غوره دي . همدا راز نصر بن حارث به وينځې پېرلې او چې چا به غوښتل مسلمان شي نو هغه به يې خپلو سندرغاړو وينځو ته وروست ، ښه خوراک او څښاک به يې پرې وکړ او بيا به يې ورته وويل چې دا درته له لمانځه او روژې څخه چې محمدصلى الله عليه وسلم يې درڅخه غواړي. او دا چې د محمدصلى الله عليه وسلم لپاره وجنګېږې غوره دي نو بيا دا آيت نازل شو .
نو دلته له لهو څخه موخه دا ډول لهوده چې الله جل جلاله وغندله .
علامه الوسي وايي چې ددې ايت ښه تفسير هغه دى چې حسن روايت کړى دى . : کل ماشغلک عن عبادة الله وذکره من السمروالاضاحيک والخرافات والغناء ونحوها)
يعنې : هرهغه څه چې انسا ن دالله ج له عبادت او له ياد څخه مشغول څخه ساتي هغه که ټوکې وي ،که نکلونه وي او که سندرې او که داسې نور ټول لهوالحديث ده . ٢٤ ټوک ٩١ مخ
جلالين تفسير ددې ايت( واستفزز من استطعت منهم بصوتک ) الاسراء٦٤
يعنې : (( او له هغوى څخه دې چې په چا وس رسېږي نو په خپل غږ يې سپک ( ذليل ) کړه .))
په تفسير کې وايي چې مجاهد وايي چې دشيطان غږ خوشې خبرې او لوبې دي .او عبدالله ابن عباس وا يي چې دشيطان غږ هره هغه وينا ده چې خلک ګناه ته بولي
شهيد آيت الله ډاکټر بهشتي هم موسيقۍ ته اشاره کړېده چې موږ د هغه د نظر لنډيز له www.hmazaheri.com/book ويب سايټ څخه رالېږدوو: (( هغه ددې په تفسيرکې وايي چې کله به رسول اکرم صلى الله عليه واله وسلم د جمعې په ورځ پر منبر خطبه اوروله، سوداګريز کاروان به راغى او خلکو به د کاروان مخې ته د خوښۍ د ښکارولو لپاره ډول او دريا وهله نو په مسجد کې له رسول الله صلى الله عليه واله وسلم سره ناستو ځينو د کمزوري ايمان خاوندانو به لمونځ او مسجد پرېښود او د ډول او دريا خواته به يې منډه کړه چې الله جل جلاله ددوى په دې کار نيوکه وکړه او ويې غنده: (( قل ما عندالله خير من اللهو ومن التجاره )) يعنى: (( هغه څه چې له الله جل جلاله سره دي له لهو او سوداګرۍ څخه ډېر غوره دي . ))
ډاکټر بهشتي همداراز زياتوي چې ډېرو داسې ويلي دي چې په دې ځاى کې له لهو څخه غرض هماغه د شپېلۍ، نغارې او طبلې غږ دى چې له بهر څخه ښار ته راننوتونکي سوداګريز کاروان به ددې لپاره غږاوه چې خلک خبر شي او د پلورلو او پېرودلو لپاره ورته ورشي، نو کله به چې په مسجد کې د کمزوري ايمان خاوندانو داسې غږ واورېد نو يا به ددې غږ د اورېدلو لپاره او يا به د سوداګريزې معاملې لپاره له مسجد څخه په وتلو شول او رسول صلى الله عليه واله وسلم به يې پر منبر ناست پرېښود، چې الله جل جلاله د دوى د ا کار وغنده. خو دا سمه نه ده چې له دې ايت څخه د موسيقۍ د حرمت لپاره کار واخيستل شي، لکه څنګه چې له دې ايت څخه د سوداګرۍ د حرمت لپاره کار نه شو اخيستلى .
څو ځايه په قرآن کې د لغو کلمه هم راغلې ده او ځينو فقهاوو لغو هم لهو معنى کړېده او لغو ښه نه ده ګڼل شوې، خو بيا هم د لهو په حرمت دلالت نه شي کولى.

امام غزالي د يو چا په ځواب كې، چې ويلي يې وو "سندرې لهو، بې ګټې او د ساعت تېرۍ شى دى" ويلي دي:"هو همداسې ده، خو خبره دا ده چې دا دنيا ټوله بې ګټې او لهو ده... له ښځو سره له هغه يوځاى والي پرته، چې د اولاد زېږولو لامل وګرځي، نور هر ډول يوځاى والى، مستي او لوبې بې ګټې دي (خو خلك يې كوي، ځكه چې نفس يې غواړي) هر لهو آن د حبشي غلامانو لوبو ته د بي بي عايشې كتل او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هڅول ټول روا او په نص ثابت دي... لهو زړونه تازه كوي، اروا تاندوي، فكري ستومانتيا له منځه وړي او زړونه، چې له تازه ګۍ او نشاطت څخه لېرې وساتل شي، نو مړاوي او وژل كېږي... نو موسيقي روحي درمل ده، چې د ستړتيا او مړاويتوب د ناروغيو علاج كوي، خو بايد په اورېدلو كې يې افراط ونه شي. لكه چې د دوا او درملو په خوړلو كې افراط په كار نه دى. په همدې خاطر لهو په دې نيت د قربت ( الله جل جلاله ته د نږدېوالي) لامل ګرځي". (احياء العلوم 1152)
2_ د موسيقۍ د حرمت پلويان په دې آيت، چې د نيكو مؤمنانو په ستاينه كې راغلى استدلال كوي:"و اذاسمعوا اللغواعرضوا عنه" يعنې "كله چې چټي خبرې واوري، نو مخ ترې اړوي." (قصص 55)
دوى وايي، چې سندرې هم په لغو او چټي خبرو كې راځي، نو ځان ساتل ترې واجب دي.
شېخ قرضاوي ځواب وركوي، چې له دې آيت څخه چې څه څرګندېږي، هغه دا دي چې لغو عبارت دى له بدې وينا، كم عقلې خبرې، ترخې وينا او نورو څخه او دا آيت هم په همدې خبره شاهد دى:"واذاسمعوا اللغو اعراضواعنه و قالوا لنا اعمالنا و لكم اعمالكم سلام عليكم لا نبغي الجهلين". يعنې "او كله چې بې ګټې خبرې واوري، نو مخ ترې اړوي او ورته وايي، چې زموږ كارونه زموږ او ستاسې كارونه ستاسو دي، [زموږ خپل كار او ستاسو خپل كار دى] د خداى جل جلاله په امان موږ ناپوهان نه غواړو." (قصص 55)
او دا د عبادالرحمن (د خداى جل جلاله د بنده ګانو) په صفت كې د الله جل جلاله ددې ستاين ډوله وينا په څېر ده، چې فرمايي:"... و اذا خاطبهم الجهلون قالوا سلما" يعنې "او كله چې ورته ناپوهان څه ووايي، نو دوى ورڅخه د سلام په ويلو (سالمې خبرې) ځان خلاصوي." (فرقان 63)
كه ومنو، چې په دې ايت كې يادې شوې لغو كې سندرې هم راځي، نو بايد چې داسې څه په كې راغلي واى، چې د سندرو نه اورېدل يې ستايلي واى او ښه كار يې ګڼلى واى په داسې حال كې چې دلته داسې څه نه وينو.
د لغو كلمه د باطل د كلمې په څېر هر هغه شي ته وايي، چې ګټه په كې نه وي او داسې شي ته غوږ ايښودل يا يې كول چې ګټه په كې نه وي، تر هغې بد نه دي، چې د بل چا حق ضايع نه كړي او يا د فرضو او اړينو كارونو مخه ونه نيسي. له ابن جريح څخه روايت شوى دى، چې هغه سماع (روحاني موسيقي) اورېدل جاېز بلل، چا ترې وپوښتل، چې آيا دا كار به دې د قيامت ورځ په نيكو كارونو كې وشمېرل شي او كه په بدو كارو كې؟ هغه ځواب وركړ: نه په نيكو كارونو كې او نه په بدو كارونو كې دا د لغو په څېر ده او الله جل جلاله فرمايي:"لايواخذكم الله باللغو فى ايمانكم" يعنې " الله جل جلاله مو په هغو سوګندونو نه نيسي، چې په ناپامۍ كې يې يادوئ"
(بقره 225، مائده 89)
امام قرطبي ( ٦٧١ هجري ١٢٧٣ م ) په جامع الاحکام القران کې ددې آيت په تفسيرکې ډېر بحث کړيدى او وايي چې دلته چې کوم لهو نا وړه ښودل شوې هغه ښه هنري غږ نه دى، بلکې هدف هغه غږ دى چې په انسان کې شهواني او حيواني غرايز تحريکوي معنى خبرې يا کار دى چې هېڅ ديني يا دنيوي ګټه پکې نه وي .
معارف القران ١٨ ټوک ٩ مخ
امام غزالي فرمايي "كه له تصميم او هوډ پرته په ناپامۍ كې قسم يا د خداى جل جلاله نوم يادول دا خو پرېږده، چې فاېده نه لري، مواخذه يا د خداى جل جلاله له خوا نيونه هم نه لري، نو شعر او نڅا به څرنګه ګناه او دهغه جل جلاله لخوا نيونه ولري!"
(احياء العلوم، كتاب السماع)
نو له همدې كبله موږ وايو، چې هره سندره لغو نه ده، بلكې په دې كې د ويونكي او يا اورېدونكي نيت او غرض ډېر مهم دى، ښه نيت لهو او ټوكه د خداى جل جلاله د نږديكت او قربت لامل ګرځوي او ناوړه نيت آ ن هغه عملونه هم، چې په ظاهره ښه دي او عبادت بلل كېږي په حقيقت كې باطلوي.
حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:"ان الله لاينظر الى صوركم و اموالكم ولكن ينظر الى قلوبكم و اعمالكم" يعنې " الله جل جلاله ستاسو ظاهر (ښكاره بدن) او شتمنيو ته نه ګوري، بلكې ستاسو زړونو او كارونو ته ګوري." (مسلم)
ډاکتر عماره او شېخ قرضاوي په دې ځاى كې د ابن حزم هغه ګټوره وينا رالېږدوي، چې د سندرو د مخالفينو په ځواب كې يې ليكي: "هغوى پوښتي چې سندرې روا دي او كه ناروا؟ او په دې باور دي، چې په دې اړه دريمه لاره يا دريم حكم نشته، ځكه چې الله جل جلاله فرمايي:"فماذا بعدالحق الاالضلال" يعنې "آيا له حق وروسته له ګمراهۍ پرته بل څه شته(؟)". خو دوى ته زموږ ځواب دا دى، چې حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:"انما الاعمال بالنيات و انمالكل امرء مانوى" يعنې "د اعمالو د ښه والي او بدوالي معيار نيت دى او هر انسان ته د هغه د نيت جزا ده".
دا يوه قاعده ده، هر شي ته د همدې معيار له مخې كتل كېږي. هر څوك، چې سندرې په دې نيت اوري، چې زړه يې ژوندى او روح يې تازه شي، سستي او تنبلي ترې كډې بار كړي او د الله جل جلاله بنده ګي په خپل ډول وكولى شي، ښو كارونو ته وهڅول شي، نو له شك پرته، چې ښه كار يې كړى دى او كه د چا نيت نه ثواب او نه ګناه وي، نو دده دا كار لغوه ده، چې نه ګناه لري او نه ثواب، لكه بڼونو ته تلل، د ساعت تېرۍ لپاره د خپل كور په مخ كې ګرځېدل، له خپل ذوق سره سم د رنګونو ټاكل او ..." (المحلى 9/60)
شهيد آيت الله ډاکټر بهشتي ددې ايت : (( و اذ سمعوا اللغو اعرضوا عنه)) يعنى: (( کله چې لغو واوري نو ځان ترې ژغوري .)) په تفسير کې وايي چې که لغو د لهو په معنى وي او که په بله ځانګړې معنى، د آيت ښکاره غرض دادى چې له دې آيت څخه د موسيقۍ د حرمت لپاره کار نه شي اخيستل کېداى، نو پر دې بنسټ ويلى شو چې په قرآن کې داسې آيت نه شو موندلى چې هغه دې د موسيقۍ په حرمت او آن په ټوليز ډول د لهو او لغو په حرمت دلالت وکړي .
3_ د حرمت پلويان په دې حديث استناد كوي:" د مؤمن له خوا چې هره لهو ترسره كېږي، نو باطله ده مګر له خپلې
مېرمنې سره لوبې، د آسونو پالنه اوروزنه او غشي ويشتل" .(اصحاب السنن)
دوى وايي چې په دې ځاى كې سندرې نه دي يادې شوي، نو اورېدل يې روا نه دي.
خو د روا والي پلويان بيا ځواب وركوي، چې دا حديث ضعيف (كمزورى) دى او استدلال پرې نه كېږي او كه داومنو، چې صحيح دى، نو دا خو بيا هم د حرمت معنى نه وركوي، بلكې په بې ګټې توب دلالت كوي.
دا حديث دوه ډوله سند لري په يوه کې يې عبدالله ابن زيدبن ازرق دى او په بل کې يې خالد بن زيد دى او ډاکټرمحمد عماره وايي چې دحديثو دپوهانو په نظر دواړه مجهول دي
له حضرت ابو درداء څخه رانقل شوي دي چې وايي:" زه چې څومره كولى شم، نو باطل كارونه كوم، ددې لپاره چې د حق د پلويتوب قوت مې ډېر شي." (الاسلام والفن)
دكتور قرضاوي وايي، چې كه پورتنى حديث صحيح هم وي، نو غرض يې دا نه دى، چې ګوندې يواځې هم دا درې لوبې روا دي يعنې دا انحصاري حديث نه دى كه داسې واى، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به په نبوي مسجد كې حبشو ته د لوبې _ چې دى هم د دوى لوبې نڅا بولي _ اجازه نه وه وركړې، نه به يې خپله ددې لوبو ننداره كړې وه او نه به يې حضرت عايشې رضي الله عنها ته ددې لوبو د نندارې اجازه وركړې وه. په بڼونو، ګلكڅونو... كې ګرځېدل، د الوتونكيو خواږه غږونه اورېدل... كه څه هم باطل او بې ګټې دي، خو حرام نه دي.
همداسې دوه نور روايتونه هم شته دي لکه : (( ليس لهو المؤمن الا ثلاث: رمى الرجل بقوسه او تاُديبه فرسه او ملاعبته امراته )) يعنې: (( مؤمن له دې درې ساعت تېريو پرته د نورو اجازه نلري : غشي ويشتل ، د اسونو روزنه او له خپلې مېرمنې سره لوبې . ))
ددې حديث په سند کې هم خالد بن زيد دى چې مجهول دى .
يو بل روايت کې د عطاء ابن ابي رباح له خولې ويل شوي چې جابر بن عبدالله انصاري او جابر بن عبيد انصاري مې وليدل چې غشي يې اورول ، له دې دواړو څخه يوه بل ته وويل چې آيا تا نه دي اورېدلي چې د خداى جل جلاله پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي:(( کل شى ليس من ذکرالله فهولعب لايکون اربعه : ملا عبة الرجل امراته و تاديب الرجل فرسه و مشي الرجل بين الغر ضين و تعليم الرجل السباحة )) يعنې : (( هر شى چې د خداى جل جلاله ياد په کې نه وي اوله دې څلورو شيانو هم نه وي نو لوبې دي ،هغه له خپلې مېرمنې سره لوبې ، د خپل آس روزنه ، د دوه درو تر منځ پلى تګ او لامبو يادول دي . ))
ابن حزم وايي چې دا روايت جعلي دى او په اسنادو کې يې په ناوړه ډول تدليس کړى دى ، ( يعنى چې څوک له خپل هم مهالي څخه داسې څه روايت کړي چې ترې اورېدلي يې نه وي يا خپل شيخ_ هغه څوک چې ترې روايت کوي_ ، په داسې نوم ياد کړي چې پرې مشهور نه وي ) ځکه چې ددې حديث په سند کې چې کوم زهري دى دا هماغه نوموتى او مشهور ابن شهاب زهري ندى ، بلکې دا بل نا پېژندل شوى او مجهول زهري دى چې عبدالرحيم نومېږي او خالد بن ابي زيد يې هم په سند کې دى چې هغه هم مجهول دى .
4_ د موسيقۍ د حرمت پلويان په دې روايت هم استناد كوي، چې بخاري يې له ابو مالك او ابوعامر اشعري څخه رانقلوي:"ليكونن قوم من امتى يستحلون الحر و الحرير والخمر و المعازف" يعنې "زما په امت كې به داسې خلك پيدا شي، چې زنا حلالوي، د ورېښمو ټوټي، شراب او معازف مباح بولي." (بخاري).
دکتور محمد عماره وايي چې بخاري دې روايت ته کوم سند نه دى وړاندې کړى يواځې دومره يې وېلي چې هشام بن عمار له عامر څخه روايت کوي او ابوعامر خپله مجهول دى.
ددې روايت دراويانوژوند ليک په تهذيب التهذيب کې ښه روښانه شوى دى
خو ابن قيم جوزي په روضة المحبين کې دابن حزم وينا ننګوي او وايي چې داخبره له ابن حزم څخه پټه پاتې ده چې بخاري چې له چا څخه روايت کړى دى هغه هشام بن عمار دى او هغه يې ليدلى دى او له بخاري پرته دحديثو نورو امامانو ورته سند ورکړى دى
په الاسلام والفن كې ددې روايت په اړه ليكي: دا حديث كه څه هم بخاري رانقل كړى دى، خو دا د معلقو حديثو له ډلې څخه دى او مسند متصل نه دى. همدا لامل دى، چې امام ابن حزم يې د سند د منقطع كېدلو (تر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم پورې د راويانو د لړۍ نه رسېدل) له كبله ردوي او نه يې مني، له معلق والي پرته نورو هم وېلي دي، چې په سند او متن دواړو كې يې نيمګړتيا شته ده.
امام حافظ ابن حجر عسقلاني كوښښ كړى دى، چې ددې روايت سند متصل كړي او دې كار ته يې له نهو لارو هڅه كړې ده، خو دا ټولې لارې هماغه راوي ته ورګرځي، چې د حديثو امامان او نقادان پرې نيوكې لري. دا شخص د عمار زوى هشام دى.
(تعليق التعليق د حافظ ابن حجر)
نوموړى كه څه هم د دمشق خطيب، محدث او عالم وو او ابن معين او عجلي يې ثقه بولي، خو امام ابو داؤد د هغه په اړه وايي:" څلور سوه حديثونه يې روايت كړي دي، چې هېڅ اصل او بنسټ نه لري." ابو حاتم يې په اړه وايي :"رښتيا ويونكى دى، خو تل نه، څه يې چې لاس ته ورغلل، خلكو ته يې وويل، څه چې ورته ورښودل شوي دي، خلكو ته يې [بې له پلټنې] وړاندې كړي دي."
حضرت امام احمد يې په اړه وايي:"بې مغزه او كم عقل دى."
نسايي يې په اړه وايي:"هغه ته بايد هېڅ توجه ونه شي" يعنې [هېڅ ثقه نه دى].
حافظ ذهبي كه څه هم له نوموړي څخه دفاع كړې ده، خو وايي چې "هشام رښتيا ويونكى دى، خو ډېرې خبرې كوي او داسې اقوال لري، چې كولى شو رد يې كړو... په اختلافي او هغو مسايلو كې چې د ټولو په ژوند پورې اړه لري، د دا ډول خلكو روايت نه منل كېږي."
ددې حديث په اصل متن او سند كې له خبرو سربېره ددې حديث په دلالت او محتوى (منځپانګه) كې هم څه خبرې او اختلاف شته دى. په صحيح او دقيق ډول معلومه نه ده، چې له معازف څخه غرض څه دى؟ معازف يعنې څه؟ ځينې وايي د لهو او ساعت تېرۍ وساېل ترې غرض دي، دا هم ويل شوي دي چې معازف يعنې د سندرو او موسيقۍ سامان. كه بيا هم دا ومنو، چې دلته له معازف څخه هدف د موسيقۍ وسايل دي، نو د حديث لفظ چې په بخاري كې په معلق ډول راغلى د معازفو د تحريم ښكاره څرګندوى نه دى، ځكه چې [د حلال بولي] لفظ لكه څنګه يې چې ابن عربي وايي دوه معناوې لري، يوه معنا دا چې د هغوى په حلالوالي عقيده او باور لري او دوهمه يې مجازي معنا ده، چې په استعمال كې يې اسانۍ او سطحي نظر ته وايي. دلته كه لومړى معنا مراد واى يعنې د لفظ حقيقي معنا، چې هغه په حلالو د حرامو بدلول دي، نو دا خو كفر ګڼل كېږي، ځكه هغه څه حلال بلل، چې حرمت يې قطعي وي لكه زنا، شراب... نو دا خو د ټولو په اتفاق كفر ده.
كه ومنو، چې حديث دلته په حراموالي دلالت كوي، نو آيا هدف دا دى چې دا څه شيان چې په دې حديث كې ياد شوي [زنا، شراب، ورېښم او موسيقي] دا ټول يوځاى كول حرام دي او كه هر يو يې بېل بېل ترسره كول حرام دي؟ دلته لومړى قول [يوځاى كول] قوي برېښي، ځكه دا حديث هغه خلك غندي او د هغو خلكو اخلاقو ته اشاره كوي، چې په زنا، شراب څښلو، شپې ناستې ]شب نشينئ] له كاره وتي، ټوله مخه او ټول سر او كار يې له نجونو، شرابو، كبابو، سروزرو، ورېښمو او ټنګ ټكور سره دى.
ابن ماجه دا حديث له ابو مالك اشعري څخه په دې ډول روايت كوي:" زما له امت څخه به ځينې كسان شراب څښي، خو بل نوم به ورته ږدي، په مېلو او د سندرو غاړو ښځو په غېږه كې به پروت وي. الله جل جلاله به يې په ځمكه خښ كړي او خنزيران او بيزوګان به ترې جوړ كړي." همدا راز ابن حبان په خپل (صحيح) كې او بخاري په خپل تاريخ كې دا روايت كړى دى، خو هر چا چې له هشام پرته له بل چا روايت كړى دى، تاكېد يې پر شرابو كړى دى او سندرې او موسيقي يې د زنا او شرابو د مجلس د متمم (پوره كوونكي) او تابع غوندې ياد كړي دي.
نو دلته د خبرې فوكس شراب دي يعنې په اصل كې همدا حرام دي.
5_ د تحريم مدافعين د حضرت عاېشې رضي الله عنها دا حديث دليل نيسي:" الله جل جلاله د سندرغاړو ښځو، پلورل، بيه... حرام ګرځولي دي."
ترمذي او تلبيس ابليس
ځواب دا دى، چې دا حديث او د سندرغاړو وينځو د پلورلو د حرمت په اړه، چې نور څومره احاديث دي، ټول ضعيف [كمزوري] دي. (المحلى 9/56)
ابن حزم وايي: ددې روايت په راويانو کې سعيد ابن رزين دى چې له خپل ورور څخه روايت کوي او هېڅوک هم دادواړه نه پېژني . په لسان الميزان کې يې همداروايت له خپل پلار څخه کړى امام ذهبي او امام ابن حجر هم دسعيد په اړه دابن حزم نظر تائيدوي .
وګوري دابن حجر لسا ن٣:٢٩ او دذهبي ميزان ٢:١٣٦
همداراز ددې حديث په راويانو کې ليث هم دى چې ضعيف دى. طبراني په الاوسط کې په کمزوري سند روايت کړى او بيهقي وايي چې:(( محفوظ ندى ))
بل دا چې امام غزالي وايي دلته له سندرغاړو وينځو څخه غرض هغه وينځې دي، چې د شرابو په محفلو، مېكدو او عشرتكدو كې پرديو، فاسقو نارينه و ته سندرې وايي او د ښځو له خوا پرديو فاسقو نارينه و او هر هغه چا ته، چې د فساد وېره ترې وي، سندرې ويل حرام دي، خو خپل مالك [ د وينځې بادار] ته سندرې ويل په دې حديث كې حرامې شوې نه دي. آن دپرديو پر وړاندې هم هغه وخت وينځو ته سندرې ويل روا دي چې دفتنې وېره نه وي .لكه په لاندې حديث كې، چې راغلي دي او صحيحينو (بخاري او مسلم) يې روايت كړي دي. هغه داسې، چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم د دوو وينځو د سندرو غږ واورېد، خو هغه يې منع نه كړلې او ابوبكررضي الله عنه ته يې وفرمايل:" دا دواړه پرېږده (چې خپلې سندرې وايي)".
صحابه و سندرغاړې وينځې پلورلې او پېرلې دي لكه وروسته به چې د ابن عمر او ابن جعفر معامله ولولو، نو كه د سندرغاړو وينځو پلورل او پېرل چور حرام واى، نو دوى ولې پلورلې او يا پېرلې؟.
بل دا چې اسلام، چې د سندرغاړو وينځو پلورل حرام بللي دي لامل دا دى، چې اسلام غوښتل او غواړي، چې د وينځو او مرييتوب دود دې له اسلامي ټولنې څخه ورو ورو كډه وكړي او په دې ډول چې يو دې وينځه په يوه او بل دې يې په بل پلوري دا كار ښه نه عملي كېږي، دلته حكمت او د اسلام غېر امريه غوښتنه (د خلكو هڅونه) دا ده، چې سندرغاړې وينځه مه پلوره، بلكې ښه دا ده چې مخه يې ورته خلاصه او ازاده يې كړې.
6_ دوى بل د نافع دا روايت دليل نيسي :"كله چې ابن عمر رضي الله عنه د يوه شپانه د شپېلۍ غږ واورېد، نو په دواړو غوږونو يې ګوتې كېښودې، لاره يې بدله كړه او له نافع رضي الله عنه څخه يې وپوښتل، چې اى نافع رضي الله عنه ته دا غږ اورې. ما ورته وويل، چې هو! ده همداسې پوښتل، چې غږ اورې؟ او ما ورته ويل چې هو. تر دې چې نور ما هم د شپېلۍ غږ نه اورېده او هغه ته مې وويل، چې نه، نور يې نه اورم. له هغې وروسته ابن عمر رضي الله عنه له غوږو ګوتې لېرې كړې او خپله سورلۍ يې اصلي لارې ته برابره كړه او ويې ويل:"راْيت رسول اللهصلى الله عليه وسلم يسمع زمارة راع فصنع مثل هذا" يعنې "رسول اللهصلى الله عليه وسلم مې وليد په داسې حال كې، چې هغه د شپانه د شپېلۍ غږ اورېد، نو هغهصلى الله عليه وسلم همداسې وكړل."
(احمد، ابو داؤد، ابن ماجه)
حضرت ابو داؤد ددې حديث په اړه وايي، چې دا حديث موضوعي دى ابو علي الؤلؤي وايي چې له ابوداؤد څخه مې اورېدلي دي چې ويل يې داحديث منکر دى او كه صحيح هم شي، نو دا خو د موسيقۍ د رواوالي د پلويانو دليل دى، نه يې د مخالفينو. دا ځكه چې كه د شپېلۍ اورېدل حرام واى، نو رسول اللهصلى الله عليه وسلم به ابن عمر رضي الله عنه ته مباح نه بلله او ابن عمررضي الله عنهما به نافع رضي الله عنه ته مباح نه بلله او هغوى ته به يې هم امر كړى واى، چې تاسو يې هم مه اورئ. دا چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم ابن عمر رضي الله عنه پرېښود، چې وايې وري او ابن عمر رضي الله عنه بيا نافع رضي الله عنه پرېښود دا په خپله د رواوالي دليل دى، ځكه چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم يې يواځې په خپله له اورېدلو ډډه وكړه. رسول الله صلى الله عليه وسلم يواځې له شپېلۍ څخه نه، بلكې له ډېرو نورو مباحو دنيوي چارو څخه په خپل طبيعت ډډه كوله. د بېلګې په ډول په شريعت كې په ډډې يا تكيې لګولو خوراك روا دى، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم هېڅكله هم په ډډې خوراك نه كاوه او يا دا چې هغه صلى الله عليه وسلم به د شپې په داسې حال كې ويده كېده، چې هېڅ درهم او دينار يا سره او سپين زر به يې ذخيره نه درلودل او خيراتول به يې، خو نور خلك بيا په دې كار مكلف نه دي. دا د هغهصلى الله عليه وسلم ځانګړنه وه، همدا ډول دلته د شپېلۍ حكم هم همداسې دى.
7_ دوى په دې روايت هم استناد كوي:"رښتيا ده، چې موسيقي په زړونو كې نفاق زرغونوي."ابوداؤد
ددې روايت په راويانو کې عبدالرحمن بن عبدالله عمري دى امام احمد دده په اړه وايي : ((دده يوحديث هم صحيح ندى)) ،(( دده حديث مو حذف کړ، حديثونه يې منکر دي دروغجن و )) السماع
همدارازددې حديث په سند کې سلام بن مسکين له يو بې نومه بوډا څخه روايت کوي چې دابن حزم په وينا، رښتيا هم حيرانوونکى دى.
دا نه ده ثابته ده، چې دا دې د رسول اللهصلى الله عليه وسلم چې معصوم دى وينا وي ، بلكې د يو چا نظر دى، چې نور ورسره مخالفت لري. په ځانګړي ډول قدرمن صوفيان. دوى وايي، چې سندرې زړونه نرموي او له ګناه څخه د پښېمانۍ او توبې او بخښنې غوښتلو لامل ګرځي. همدا لامل دى، چې صوفيان خپل روحونه په موسيقۍ تازه او ژوندي كوي او خداى جل جلاله ته پرې ځان نږدې كوي، خپل هوډ او قصد پرې وږمن او خوشبو كوي او دا يو داسې حالت دى، چې له تجربې، څَكلو او تمرين پرته پرې څوك نه پوهېږي او هر چا چې دا حال وڅَكه نو رښتوني شناخت ته ورسېد او (شنيدن كى بود، مانند ديدن).
امام غزالي وايي:"دا حكم د اورېدونكي په اړه نه، بلكې په هغه سندرغاړي تطبيقېږي، چې سندرې يې د زړه له تل څخه نه وي، په مصنوعي اكتونو د خلكو پام ځانته راواړوي، خپله دومره اغېزمن نه وي، خو په دروغو ځان ډېر اغېزمن ښيي. ددې لپاره، چې خلك يې خوښ كړي، له هغوى سره منافقانه او دوه مخى چلند كوي، خو غزالي زياتوي:"او دا كار د تحريم لامل نه ګرځي، ځكه چې ډېر شيان او كارونه د نفاق د را زرغونېدلو لامل ګرځي، خو حرام نه دي. لكه د ښو جامو اغوستل، په ښه سپرلۍ (اوس په ښه موټر كې) ګرځېدل، نور د وياړ سامانونه كارول، نو له همدې كبله د نفاق د ظهور او زرغونېدلو د علتونو او لاملونو كارول ګناه نه ده.
8_ د موسيقۍ د حرمت پلويان په هغه څه، چې د شايعي په ډول په خلكو كې خپاره شوي، چې ګويا د ښځې غږ عورت دى استدلال كوي، خو د ښځې غږ عورت نه دى. علامه دكتور يوسف قرضاوي وايي، چې د خداى جل جلاله په دين كې هېڅ داسې دليل او يا شبه دليل (دليل ته ورته سند) نشته، چې وښيي چې د ښځې غږ عورت دى. ډېرو ښځو به له رسول اكرمصلى الله عليه وسلم څخه پوښتنې كولې، ډېرو صحابه و له سپېڅلو بيبيانو پوښتنې كولې او هغوى به ځوابونه وركول، خو هېچا ونه ويل چې دا حديث چې عاېشې يا بلې صحابېې روايت كړى او يا دا فتوى چې فلانۍ صحابيې وركړې ده، دا د عورت [د ښځو د غږ] لوڅېدل دي، چې پټول ېي فرض دي. سره له دې، چې د نورو مسلمانو مېرمنو په پرتله امهات المومنين ته شراېط تنګ او سخت وو او ځينې داسې قيودات پرې ايښودل شوي وو، چې پر نورو مسلمانو مېرمنو نه دي ايښودل شوي.
[د ښځو د غږ د حكم په اړه زما په بل كتاب [ښځه او اسلام] كې اوږده څېړنه شوې ده. د معلوماتو د زياتوالي لپاره يې كتلى شئ].
كه څوك ووايي، چې دا په عادي ژوند پورې اړوند دي، نو زموږ ځواب ورته دا دى، چې حضرت رسول اكرمصلى الله عليه وسلم د دوه و وينځو له خولو سندرې واورېدې، نو هغه يې منع نه كړلې او حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه ته يې هم وويل، چې له دوى سره كار مه لره.
ابو جعفررضي الله عنه ، نورو صحابه و او تابعينو به له وينځو څخه سندرې اورېدلې.
9_ د موسيقۍ دښمنان په هغه روايت هم استدلال كوي، چې ترمذي په مرفوع ډول له حضرت عليرضي الله عنه څخه روايت كړى دى:"هر كله چې زما امت دا پنځلس كارونه وكړي، نو په بلا به اخته شي" په دوى كې له سندرغاړو وينځو او د موسيقۍ له وساېلو څخه ګټه اخيستل هم ښودل شوي دي، خو قرضاوي وايي، چي د ټولو په اتفاق سره دا حديث ضعيف دى، نو ځكه نشو كولى چې پرې استناد وكړو.
ابن حزم وايي چې تر يحيى ابن سعيد پورې ددې روايت راويان ټول مجهول خلک دي او يحيى ابن سعيد له محمد څخه يوه کلمه هم نده روايت کړې ځکه چې دهغه هممهاله نه و .ددې
روايت په سندکې فرج بن فضاله هم دى او امام احمد دده په اړه وايي چې هغه له يحيى څخه منکر حديث روايت کړى دى . ده به باوري خلکو ته منکر احاديث منسوبول ، ابن حبان وايي چې فرج بن فضاله داحاديثو باوري سندونه جوړ او ترتيب کړل او بيا به يې بېهوده متنونه ورپورې وتړل يعنې صحيح او متصل سند پسې به يې بېهوده او چټي متن تاړه چې په دې ډول متنونو استدلال صحيح ندى .
الاسلام والفنون الجميلة نقل له السماع ٨٥ مخ څخه
١٠- دوى د ابو امامه په دې روايت هم استناد کوي چې وايي له رسول اکرم صلى الله عليه وسلم څخه مې واورېدل :((لايحل تعليم المغنيات ولاشرا وُهن ولا بيعهن ولا اتخاذهن و ثمنهن حرام و قد انزل الله ذالک في کتابه : ( ومن الناس من يشتري لهوالحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم ) ، و الذي نفسي بيده مارفع رجل عقيرته بالغناء الا ارتدفه شيطانان يضربان بارجلهما صدره و ظهره حتى يسکت ) ، يعنې: (( د سندر غاړو ښځو روزنه ، پېرل او پلورل او کارته نيول روانه دي ، د هغوى بيه حرامه ده او الله جل جلاله دا په قرآن کې نازل کړي دي .( او په خلکو کې داسې کسان هم شته چې بې ګټې او چټي خبرې اخلي چې بيا په دې خبرو د الله جل جلاله بنده ګان په ناپوهۍ سره له حقې لارې واړوي ) ، په هغه ذات سوګند چې زما روح يې په واک کې دى ، هېڅوک سندرې نه وايي مګر دا چې دوه شيطانان ورپسې شي او پر پښو پر سينه او پر ملا يې تر هغې وهي تر څو چپ شي . ))
ددې حديث په روايت کوونکيو کې اسماعيل بن عياش او قاسم دي چې محدثين دواړه ضعيف بولي . که څه هم ابن حجر ترې دفاع کړېده خو ابن حزم يې کمزوري بولي او (منکر له )حديث يې بولي ، اسماعيل ابن عباس د التهذيب )) په اړه وايي چې ځينې پرې باورکوي او ځينې پرې نيوکې لري ، کله چې د نوموړي په اړه له يحيى ابن معين څخه و پوښتل شول نو ويې ويل: (( د شام له اوسېدونکيو سره ستونزه نلري خو عراقيان يې روايات ( حديثونه ) نه مني .
ددې روايت په سند کې عبدالملک بن حبيب هم دى او لکه چې لاندې يې لولو ، محدثين پرې باور نه لري .
١١-عبدالملک بن حبيب دوه روايته لري ، يو داچې رسول الله صلىالله عليه وسلم فرمايي: (( ان المغني اذنه بيد شيطان يرعشه حتى يسکت . ))
يعنې : (( د سندرغاړي غوږونه د شيطان په واک کې دي تر هغې يې خوځوي تر څو چپ شي . ))
ددې حديث يو راوي عبدالملک دى چې علما پرې باور نه کوي او بل يې عمري صغير دى ، چې علما يې ضعيف بولي .
دوهم دا چې رسول الله صلىالله عليه وسلم فرمايي : (( ان الله حرم تعليم المغنيات و شراء هم و بيعهن و اکل اثمانهن . )) يعنې : (( رښتيا چې الله جل جلاله د سندرغاړو ښځو روزل ،پېرل او پلورل او د هغوى بيې خوړل حرام ګرځولي دي . ))
محمد عماره وايي چې: (( د عبدالملک بن حبيب ټول حديثونه د ورکولو وړ دي . ))
دې روايت ته د ګوتې نيولو وړ يو بل ټکى دادى بې له دې چې د وينځو اواصيلو ( ازادو ) ښځو توپير وشي ، په ټوليز ډول وېل شوي چې د سندر غاړو ښځو پلورل او پېرل او بيه حرامه ده . په اسلامي فقه کې د وينځو د پلورلو او پېرلو اجازه شته خو د ازادو ښځو پلورل او پېرل هېڅکله هم روا نه دي او په دې کې ښځې په مطلق ډول ( د وينځو او ازادو له توپير پرته ) يادې شوې دي او داسې برداشت ترې کېږي چې که اصيله او ازاده ښځه سندرغاړې نه وي نو پلورل ، پېرل او د بيې خوړل هر څه يې روا دي . چې دا د الله جل جلاله د احکامو او نبوي ارشاداتو مخالفه خبره ده او په احاديثو کې دومره تېروتنه او تعارض هيڅکله نه وي چې دا په خپله ددې روايت کمزوري په ګوته کوي .
بله دا چې دا له نورو موثقو رواياتو سره ښکاره ټکر لري موږ وينو چې د رسول الله صلىالله عليه وسلم صحابه و سندرغاړې وينځې پلورلې او پېرلې دي چې بېلګې يې دلته هم لولو .
ابن الفرضي د عبدالملک بن حبيب (٢٣٨ هجري _ ٨٥٢ م) په اړه وايي چې هغه حديث پېژندونکى نه دى ، با جني او ابن حزم يې په اړه وايي:(( ابو عمر بن عبدالبر به هغه دروغجن باله . ))
١٢- حضرت انس ( رضي الله عنه ) وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (( من جلس الى قنية صب فى اذنيه الانک يوم القيامة . )) يعنى : (( څوک چې د سندرغاړې سندروته کېني نو د قيامت په ورځ به يې په غوږونو کې سرپ واچول شي . ))
ابن حزم وايي چې انس رضي الله عنه ته منسوب دا حديث بدمرغي راټوکوي ځکه چې نا پېژندل شويو کسانو روايت کړيدى او يو د باور وړ شخص هم په دې اړه له مالک څخه روايت نه دى کړى .
دوهم دا چې په دې روايت کې مکحول له عايشې رضي الله عنها څخه روايت کوي په داسې حال کې چې هغه هېڅکله هم عايشه رضي الله عنها نه ده ليدلې او نه يې هممهاله وو . همداراز په دې روايت کې د هاشم بن ناصح او عمر بن موسى غوندې مجهول خلک دي ، دا حديث منقطع هم دى او په دې روايت کې له ابو عبدالله څخه هم روايت شوى دى چې هېڅوک يې نه پېژني .
ددې روايت په رواياتو کې ابو نعيم _ عبيد بن هاشم _ هم دى چې ابن قيسر يې په اړه وايي : (( هغه ضعيف دى او حديث يې له ابن مبارک څخه نه دى راخيستى او له مالک څخه ډېر منکر دي ، بلکې له ابن منکدر څخه يې په مرسل ډول روايت کړى دى . ))
الاسلام والفنون الجميلة ) .
١٣ د ابو مالک اشعري رضي الله عنه روايت چې وايي له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي دي ( يشرب الناس من امتي الخمر يسمونها بغير اسمها تضرب على رؤسهم المعازف و القنيات يخسف بهم الله الارض . )) يعنى: (( زما په امت کې به ځينې خلک شراب څښي خو بل نوم به پرې ږدي او په مخکې به يې موسيقي غږېږي او سندرغاړې ښځې به سندرې وايي ، الله جل جلاله به يې په ځمکه ننباسي ))
ابن ماجه او تاريخ بخاري .
دا د ابن ابي شيبه روايت دى چې معاويه بن صالح پکې دى چې کمزورى يې بولي او بل په کې مالک ابن ابي مريم دى چې څوک يې نه پېژني .
امام ذهبي هم وايي: (( ابن معين د معاويه بن صالح په اړه وايي: د خوښې ، او باور ، وړ شخص نه دى . ))

١٤- په يو حديث کې راغلي چې : (( ان الله تعالى نهى عن صوتين ملعونين : صوت نائحه و صوت مغنية )) يعنى (( الله جل جلاله دوه رټل شوي غږونه منع کړيدي: د نوحه کوونکې ( په مړي په اجوره يا بې اجورې په ډېر لوړ غږ او له حد څخه په وتلي انداز يا په مکر ژړېدونکې ښځې ) او د سندرغاړې ښځې غږونه . ))
ابن حزم وايي: دا معلومه نده چې ددې روايت راوي څوک دى . دې ته د قدسي حديث نسبت شوى چې هېڅ سند نه لري او مطلق په پورتني ډول روايت شوى دى .
ډاکټر عماره د السماع په حواله وايي چې ددې روايت راوي جابر دى او ابن حبان د هغه په اړه وايي چې هغه حافظه نه لري ، ډېرې سهوې کوي ، توهم پرسته دى . د وهم او ګومان له مخې به يې روايتونه کول ، يو خيال پلوه (خيال پالونکى )شخص دى ، ډېر زيات منکر احاديث لري نو د پرېښودلو وړ دى او احمد بن حنبل او يحيى بن معين هغه پرېښى دى ، هغه په دروغ ويلو او له ځانه د جوړو احاديثو په خپرولو او د صحيحو احاديثو په پټولو کې ځانګړى شهرت لري .
او ددې حديث په دوهم روايت کې محمد بن يزيد طحان يشکري دى چې هغه هم ناوړه او له ځانه د حديثو جوړوونکى شخص وو .
السماع ٨٣_٨٥
١٥- حضرت عايشې رضي الله عنها ته منسوب روايت:(( من مات و عنده جارية مغنية فلا تصلوا عليه. )) يعنې :(( هر څوک چې مړ شي او سندرغاړې وينځه ولري نو په هغه ( د جنازې ) لمونځ مه کوئ . ))
ددې روايت دوه راويان هاشم او عمر مجهوله خلک دي او مکحول له سره عايشه رضي الله عنها ليدلې نه ده نو څنګه له هغې رضي الله عنها څخه روايت کوي .
١٦- عبدالله ابن عمر ته منسوب روايت چې وايي: (( يو سړي د خداى رسول ته وويل چې زه اوښ لرم آيا حُدا ورته ويلى شم ؟ هغه صلىالله عليه وسلم ورته وفرمايل هو ، هغه بيا وپوښتل چې آيا سندرې ورته ويلى شم ؟ هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ، پوهـ شه چې د سندرغاړي غوږونه د شيطان په واک کې دي ، سپکوي يې تر څو چې چپ شي . ))
ددې روايت په راويانو کې يو عبدالملک دى چې د باور وړ ندى او بل عمر صغير دى چې محدثين يې ضعيف بولي . ابن حزم عبدا لملک ته د نا باوره او هلاکوونکي الفاظ کارولي دي .
لکه وړاندې مو چې وويل حُدا د ( ح ) په پېښ سره هغه غږ او سندروته وايي چې اوښان پرې مستوي او ګړندى تګ پرې کوي .
١٧- دسعيد ابن منصور له لارې له ابو داؤد له سليم بن سالم بصري ، له حسان بن ابي سنان ، بيا د يو سړي پواسطه له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت شوى دى چې رسول الله صلىالله عليه وسلم فرمايي: (( يمسخ قوم من امتي فى اخرالزمان قردة و خنازير قالوا : يا رسول الله و يشهدون ان لااله الا الله و انک رسول الله : قال نعم ويصلون و يصومون و يحجون قالوا : فما بالهم يا رسول الله ؟ قال : اتخذوا المعازف والقنيات والدفوف و يشربون هذه الاشربة فباتوا ( ١ ) على لهو هم و شرابهم فاصبحوا قردة و خنازير . ))
(١)په بل روايت کې فيباتون راغلي دي
يعنې : (( په وروستۍ زمانه کې به زما د امت يوه ډله د بيزوګانو ( شاديانو) او خوګانو په بڼې مسخ شي ، ويې ويل: اى د خداى جل جلاله رسوله !او هغوى شهادت ورکوي چې له يو الله جل جلاله پرته بل معبود نشته اوته په حقه د الله استازى يې (( هغه صلىالله عليه وسلم وفرمايل هو او لمونځ به هم کوي ، روژه به هم نيسي او حج به هم کوي . هغوى وويل اى د خداى جل جلاله رسوله ! خير په هغوى څه شويدي ؟ هغه صلىالله عليه وسلم وفرمايل : ساز او سرودبه غږوي ، سندرغاړې ښځې او درياګانې به کاروي او شراب به څښي او شپه په لهو او شراب څښلو سبا کوي او په دې وخت کې به د بيزو ګانو او خوګانو په بڼه واوړي . ))
دا روايت دداسې چا لخواشوى چې نه نوم لري اونه يې څوک پېژني .
شهيد آيت الله ډاکټر بهشتي وايي چې په رواياتو کې ساز، طنبور وهلو او دا دول نورو شيانو ته اشاره شوېده چې د ځان خوښ ساتلو او لهو الات ورته ويل کېږي، د شيعه ګانو او سنيانو په کتابونو کې داسې روايات ( احاديث ) هم شته چې غواړي چې څه نا څه ددې وسايطو د استعمال په حرمت دلالت وکړي .
ځيني فقهاوو دا ډول استنباط کړى دى چې نه غواړي موسيقۍ ته په ټوليزه توګه حرامه ووايي، بلکې پدې اړه راغلي روايات غواړي چې ووايي هغه مجلسونه او د لهو او لعب هغه محفلونه حرام دي چې د شتمنو، اشرافو او بډايانو په کورونو او د هغوى په استوګنځايونو کې به جوړېدل، ټوله شپه به عياشي فحاشي کېده، زنا به وه، فسق او فجور به و ، له فحشاډکې او بربنډې سندرې به وې، ښځې او نارينه به ګډ نڅېدل او موسيقي به په دا ډول مجلسونو کې، په اوړو کې د مالګې په اندازه وه، او نورو ګناهونو ته د هڅولو په غرض غږول کېده .
نو پر همدې بنسټ په لنډه توګه ويلى شو چې هره سندره او هره موسيقي حرامه نه ده، هغه موسيقي حرامه ده، چې خلک ګناه او فحشا ته هڅوي، د ايمان سپېڅلتيا يې زيانمنوي ، اخلاق يې کمزوري کوي .
خو که کومه موسيقي دا ډول اغېز ونلري، نو غږول يې حرام ندي.
١٨-همداراز د سعيدمنصور له لارې له حارث بن شهاب ، له فرقد سبخي له عاصم بن عمر اوله ابو دمامه رضي الله عنه څخه روايت شوى چې وايي پيغمبر صلىالله عليه وسلم فرمايي: (( تبيت طائفه من امتي على لهو و لعب ، و اکل و شرب فيصبحوا قردة و خنازير يکون فيها خسف و قذف ، و يبعث على حى من احيائهم ريح فتنسفهم کما نسفت من کان قبلهم باستحلالهم الحرام و لبسهم الحرير ، و ضربهم الدفوف ، و اتخاذهم القيان . ))
يعنى : (( زما د امت يوه ډله به شپه په ساعت تېرۍ ، لوبو ، خوړلو او څښلو سبا کوي او په دې وخت کې به د بيزو ګانو او خوګانو په بڼه واوړي ، او په دې کې نابودي او سختوالى دى او ددوى له کليو څخه به يو کلي ته داسې باد ولېږل شي چې دوى به له منځه وېسي ، لکه څنګه يې چې له دوى څخه وړانديني خلک د حرامو د حلال ګڼلو ، د ورېښمود جامو په اغوستلو او د درياګانو د وهلو او سندرغاړو ښځو د په کارولو په سبب له منځه وېوړل . ))
داد حارث بن نبهان حديث دى او دده حديثونه له سره ليکل (منل) کېږي نه او فرقد سبخي کمزورى دى .
او سليم بن سالم، حسان بن ابي سنان او عاصم بن عمر مجهول دي نوپه يقين سره دا دواړه روايتونه اعتبار نه لري .
دسعيدابن منصور له لارې له فرج بن فضاله، له علي بن
يزيد له قاسم او له حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت شوى : ( ان الله بعثنى رحمة للعالمين وامرنى بمحو المعازف والمزامير والا وثان والصلب، لا يحل بيعهن و لاشراء هن ولا تعليمهن ولا التجارة بهن وثمنهن حرام . ))
يعنى (( له شک پرته الله (جل جلاله ) زه د نړيوالو لپاره رحمت رالېږلى يم. او ماته يې امر کړى چې سازاو سرود، شپيلۍ ګانې، بتان او صليبونه له منځه يوسم، ددې شيانو پلورل، پېرل زده کړه او په دوى سوداګري حرامه ده دهغوى بيه حرامه ده . ))
امام حزم وايي، په دې سند کې قاسم ضعيف دى .
١٩-له ابن اشعري څخه روايت شوى چې دى وايي ابو عامر يا ابو مالک اشعري ماته وويل او په خداى سوګند چې ماته يې دروغ نه دي ويلي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې هغه صلىالله عليه وسلم وفرمايل : ((ليکون قوم من امتي يستحلون الخز والحرير والخمر والمعازف)) يعنې : (( زما له امت څخه به يوه ډله وي چې خز( ١)، ورېښمينې جامې، شراب او موسيقى (سرود) روا بولي .))
(١)دورېښمو ټوټه يا نرمه او نازکه وړۍ
امام ابن حزم وايي : (( دا حديث منطقع دى او د بخاري او صدقه بن خالد ترمنځ پکې واټن راغلى دى نو له دې کبله په دې اړه يو حديث هم صحيح نه دى او ټول موضوعي دي . په خداى جل جلاله سوګند که ددې ټولو يا له دوى څخه ديوه يا يې دډېرو سند دباوري خلکولخوا رسول الله صلىالله عليه وسلم ته رسېدلى واى نو په منلو کې به يې موږ هېڅ شک او زړه نازړه توب نه واى کړى، او که هغه څه چې په دې رواياتو کې راغلي رښتيا وي دبېلګي په توګه دا چې دسندر غاړو وينځو پلورل روانه دي ، بيا خو بايد په هغه چا حد جاري شي چې سندر غاړې وينځه يې پېرلې ده او بيا يې ورسره جنسي نږديوالى کړى، او بايد له دې وينځو سره دنږديکت په پايله کې زېږېدلى کوچنى هغه ته ونه سپارل شي ( اونسب يې هم ثابت نه شي) . بله خبره داده چې داسې ډېر شيان شته چې پلورل او پېرل يې منع دي خو ساتل يې روا دي لکه اوبه، پيشو او سپيان، چې ددې ټولو پلورل او پېرل روانه دي خو ساتل يې روا دي همدا راز که ومنو چې دسندر غاړو وينځو پلورل روانه دي نو داخو په دې مانا نه شوه چې دهغې ساتل هم روانه دي .
دا وو د موسيقۍ د حرمت د پلويانو دلايل، چې ټول ځواب شول. د دوى اكثره روايات يا صحيح ندي او يا صريح نه دي او د موسيقۍ د حرمت په اړه ټول رانقل شوي روايات د ظاهريه و، مالكيه و، حنابله و او شافعيه و، د يو ټولي له خوا كمزوري بلل شوي دي. خو ددې پرعكس د موسيقۍ د روا والي په اړه ډېر صريح، صحيح او كره روايات شته چې په ډاګه ترې د سندرو او موسيقۍ رواوالى جوتېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery