مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

موسيقي د فطرت غوښتنه ده


موسيقي د فطرت غوښتنه ده او له موسيقۍ سره مينه د هر انسان په فطرت كې نغښتې ده. نه يواځې دا چې انسانان موسيقي خوښوي، بلكې هر ژوندى موجود له موسيقۍ سره مينه لري. د فطرت او د كايناتو خالق هم دا نړۍ او دا كاينات سندريز پيدا كړي دي او ددې لپاره يې سندريز پيدا كړي دي، چې تر او تازه، خوښ او نشيط واوسي. ډېر علما وايي، چې كه څوك له موسيقۍ څخه خوند نه شي اخيستلى، نو دى ناروغ دى او بايد خپله درملنه وكړي، ځكه هر سالم او روغ فطرت موسيقي غواړي او له موسيقۍ خوند اخلي.
ډاكټر يوسف قرضاوي ليكي: كه وګورو نو وينو چې سندرې خوښول او د خواږه غږ د اورېدلو په وخت كې خوښي څرګندول تقريباً انساني غريزه او د بشري فطرت غوښتنه ده تر دې چې وينو، يو كوچنى چې په زانګو كې ژاړي لاس او پښې غورځوي، خو د خواږه غږ په اورېدلو چپ شي او خواږه غږ ته غوږ شي. همدا لامل دى، چې مورګانې، دايه ګانې او د كوچنيانو نورې روزونكې له ډېر پخوا وخته راهيسې كوچنيانو ته خوږې ترانې او سندرې وايي او ژړا يې پرې بندوي.
له دې پرته حېوانات او الوتونكي هم د خواږه غږ او نغمو تر اغېز لاندې راځي. غزالي په احياء العلوم كې ليكي:"هر هغه څوك، چې سماع او موسيقي يې په حركت او خوځښت رانه ولي له عقلي، اروايي او بدني ناروغۍ سره مخ دى، نيمګړى دى، تعادل نه لري او له روحانيت څخه ليرې په وچ طبيعت او بد ذوق كې تر اوښ، نورو حېواناتو او الوتونكيو هم بدتر دى، ځكه چې اوښ د خپل وچ او ساړه طبيعت برسېره هم له خواږه غږ سره مست شي او له درانه بار لاندې منډه كوي، اوږده مزلونه ورته لنډ شي، دومره مست شي چې له ځانه بې ځانه شي، ښځه اوښه د خپل خاوند خواږه غږ ته غاړه وراوږده او غوږونه دهغه غږ ته بوڅ او ځير كړي، خپل مزل دومره ګړندى كړي، چې آن كجاوه او بار يې سخت ټكانونه خوري."
ابوبکر محمد بن داؤد دينوري رضى الله عنه چې په رقى مشهور و، وايي چې په يوه دښته کې روان وم چې يوې عربي قبيلې ته ورسېدم له هغوى څخه ديوتن په بلنه دهغوى کېږدۍ ته لاړم، په خېمه کې مې يو تور مريى وليد چې تړلى و. له کېږدۍ بهر څومړه اويو ډېر ډنګر اوښ چې داسې فکر کېده چې ګوندې همدا اوس يې ځنکدن دى پراته وو دې مريي راته وويل چې ته زما دبادار مېلمه يې او زما بادار دمېلمه خبره په ځمکه نه غورځوي نو ته زما بادار ته زمادخلاصون شفاعت وکړه هيله ده چې مابه پرېږدي .کله چې کوربه ډوډۍ راوړه نو ما يې له خوړلو انکار وکړ اوورته ومې ويل چې ترڅو ددې مريي په اړه زما شفاعت ونه منې نو ډوډۍ به ونه خورم. هغه راته وويل چې دې مريي خو زما هر څه په اوبو لاهوکړي او دپولۍ ټک ته يې کښېنولم. ما ترې وپوښتل چې څه يې کړي، هغه وويل چې دى ډېر خوږ غږ لري او زما دژوند ګوذاره په دې اوښانو روانه وه ،ده پرې ډېردرانه بارونه بارکړل او بيا يې ورته حدا ويل پيل کړل تر دې چې اوښان يې دومره مست کړل چې ددرې شپو او ورځو واټن يې پرې په يوه شپه او ورځ کې وواهه او چې بارونه ترې ښکته شول نو له همدې يو اوښ څخه پرته نور ټول مړه شول خو ددې ټولو خبرو برسېره اوس چې ته زما مېلمه يې زه تا نه خفه کوم دادى دا مريىمې ستا ددرناوي لپاره تاته در وبخښه. دينوري وايي چې دې ته مې تلوسه وه چې دده غږ واورم چې سحر شو نوکوربه دې مريي ته امر وکړ چې هغه اوښ ته چې له کوهي څخه اوبه راوباسي حدا ووايي. ده چې کله حدا پيل کړ نو اوښ دومره مست شو چې ټول پړي يې وشلول او زه هم له ډېرې اغيز متيا پړمخې پر ځمکې راولوېدم او ګومان نه کوم چې په ژوند کې مې تردې ښکلى غږ اورېدلى وي .
ماران به مو ليدلي وي، چې د بيم غږ ته چجه شي، په لكۍ ودرېږي او نڅېږي. د قمرۍ، پاختكې سندريز غږ د ابشارونو، سيندونو، بادونو مترنم او له موسيقيت څخه ډك غږ به مو اورېدلى وي.
بيا هم علامه قرضاوي ليكي:"...نو موسيقي د زړونو د دردونو علاج او زړونه له ناروغيو، ستړتيا او غمونو، دردونو څخه ژغوري، سندرې د غوږونو خوند دى، چې اروا خوښوي، تاندوي يې، ستړتيا ليرې كوي. څرنګه چې لذت لرونكي خواړه او خوندوره مېوه معدې ته خوند وركوي، هماغه ډول چې ښه بوى، د شامې حس راپاروي او پوزې ته خوند وركوي... همدا ډول موسيقي غوږونو ته خوند وركوي، نو دا يو خوندوره پديده ده... انسان نه شي كولى چې تل منډې ووهي، تل جدي واوسي، تل ستړى او ستومانه و اوسي. كله چې حضرت حنظله رضى الله عنه وانګېرله چې له كورنۍ، ښځې او بچيو سره دده حال له هغه حال سره چې د حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په ملګرتيا، مجلس او ناسته كې يې لري ډېر تفاوت لري، نو د منافقت وېره ورسره پيدا شوه او وېرېده، چې هسې نه منافق شوى وي، نو حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې "يا حنظله ساعة و ساعة" يعنې "اى حنظله! كله داسې او كله هاغسې" (مسلم)
حضرت علي رضى الله عنه فرمايي "كله كله زړونو ته خوښي او تازه ګي وركوئ، ځكه چې كله زړونه وچ (ستړي) شي، نو ړندېږي."
بيا هم حضرت علي رضى الله عنه فرمايي "رښتيا چې زړونه هم د بدن په څېر ستړي كېږي، نو د زړونو لپاره هم حكيمانه او ظريفانه الفاظ ولټوئ (ويې خندوئ، تازه يې كړئ)".
كه څوك د يو مسلمان رښتوني ژوند ته وګوري، نو ويني چې د ديندارۍ او له خواږه غږ څخه د خوند اخيستلو ترمنځ هېڅ ټكر نشته. د يو مسلمان غوږونه په نورمال ډول له خواږه غږ سره بلد دي او هره ورځ ترې تغذيه كېږي، هر مسلمان له تجويد او ترتيل سره برابر په خواږه غږ د قرآن عظيم الشان تلاوت كوي. ښو قاريانو ته غوږ ږدي، له اذان څخه خوند اخلي، دا ازانګي يې هره ورځ پنځه ځله غوږ ته وررسېږي."
زه وايم چې هغه موسيقيت او ترنم چې د مرحوم ارواښاد قاري عبدالباسط او ځينو نورو قاريانو په غږ كې شته دى او مسلمانان ترې كوم خوند اخلي بېلګه به يې ډېره كمه وموندل شي او خلك به د موسيقۍ له الاتو څخه هم هغه خوند وانه خلي.
په حديث كې راغلي دي، چې د حضرت اسيد بن حضيررض خواږه غږ آن آس هم مست كړى دى. (تجريد البخاري)
دا په قرآن عظيم الشان او تورات دواړو اسماني كتابونو ثابته خبره ده، چې د حضرت داؤد عليه السلام نغمو او موسيقۍ به انسانان خو پرېږده، چې آن الوتونكي او جمادات هم اغېزمن كول يعنې حيوانات خو پرېږده، چې آن په جماداتو او تيږو يې هم اغېز كاوه او دده اواز او نغمو ته به راځغاستل:"ولقد اتينا داود منا فضلاً يجبال او بى معه والطير" يعنې "او له شك پرته موږ داؤد عليه السلام ته له خپله پلوه يو غوره والى وركړى و، غرو ته مو وويل چې له ده سره د ثنا په وخت كې خپل غږونه ملګري كړئ او مرغانو هم له ده سره ثنا ويلې."(سباء10)
"والطير محشورة كل له اواب" يعنې "او الوتونكي هلته راغونډ شوي، ټول پرې رامات وو" (ص19)
په تورات كې راغلي دي، چې حضرت داؤد عليه السلام به د ډېرو بدني او اروايي ناروغيو درملنه په موسيقۍ باندې كوله.
په سمويل لومړي باب، 23 ايت كې راغلي :"كله به چې د خداى ج له خوا په ساول ناوړه اروا نازله شوه، نو حضرت داؤد عليه السلام به خپل چنګ ته لاس وراوږد كړ او وبه يې غږاوه له دې سره به له ساول څخه ناوړه اروا والوتله او په حال او هوښ به راغى".
له موسيقۍ سره د بې كچې مينې دا بېلګې هم لولو، چې عطاء الله پالوي رانقل كړي دي. په اسام كې د فيل ښكاريانو اعلان وكړ، چې فيل له يوې ځانګړې سندريزې نغمې سره بې كچه مينه لري. په نړېواله جګړه كې دا جوته شوه، چې شاديان (بيزوګان) له موسيقۍ سره مينه لري او هره شپه به د فوځي اډې هغې برخې ته راټولېدلې، چې عسكري موسيقي به يې غږوله او په ډېرې ارامۍ به يې موسيقي اورېدله. ځينې به يې دومره اغېزمنې شوې، چې خولې به يې اسمان ته واړولې او ډول ډول اوازونه به يې وېستل.
آغلې "ډهپاڼې" به د استريليا ځنګلي آسونه خوښول، خو نيول يې ورته سخت وو. په پاى كې يې اعلان وكړ، چې هغې لومړى ځنګلي آس په موسيقۍ اغېزمن كړ او بيا يې په ډېرې اسانۍ ونيوه.
نوموړى ليكي، چې په نيويارك كې غواګانې هم د موسيقۍ تر تجربې لاندې ونيول شوې او كومو غواګانو ته، چې موسيقي اورول شوې وه، نو د نورو په پرتله يې په سلو كې له لسو تر دولسو ډېري شيدې وركړې.
شكسپير، چې د انساني جذبو او انساني فطرت تر ټولو غوره انځورګر دى هم په هر شي د موسيقۍ اغېز مني.
نو له دې ټولو خبرو جوته شوه، چې د موسيقۍ تړاو له فطرت سره دى او اسلام هېڅكله هم له فطرت سره د جګړې اراده نه لري، بلكې اسلام د فطرت پالونكى، هڅوونكى او بشپړوونكى دين دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery