مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بسم الله الرحمن الرحيم


الحمد لله رب العالمين والصلاۍ والصلام على خير خلقه سيدنا ونبينا محمد وعلى آله وصحبه اجمعين وبعد:
پرته شك له نه چي نړۍ پدي وروستيو كي دومره پرمختګ كړي چي د بشريت په تاريخ كي ساري ندي ليدلي شوي، او كه په درسته توګه ووايو نو دوروستۍ پيړۍ په اخري څلورمه كي دژوند په بيلابيلو ډګرونو كي دومره ترقي او پرمختګ شوي چي دبشريت په ټول تاريخ كي ندي شوي، او دغه پرمختك دژوند اقتصاديو، كلتوري، ټولنيزو او سياسي ټولو چارو ته شامل دي، نن له دنيا څخه يو كلي جوړ شوي، كه دنړۍ په لري پرته سيمه كي كومه پيښه رامنځته شي نو په څو دقيقو كي خبر ټولي نړۍ ته رسيږي، دغه رنګي اقتصادي چاري دومره پرمخ تللي چي دټولو خلكو سوداګري يو له بل سره jتړلي ده، اقتصادي وده او پرمختګ هغه څه دي چي ځواكمن هيوادونو ئي دنورو داستعمار لپاره كاروي، په معاصر وخت كي دهيوادونو ترمنځ شخړي او كشمكشونه ټول په اقتصار را څرخي، او د مسلمانانو له كمزورتيا نه راپديخوا او په ټوله كي داسلامي خلافت له نړيدو څخه وروسته په نړۍ كي ددوو اقتصادي نظامونو ترمنځ سيالي رواني وي چي يو ئي لويديځ سرمايه داري نظام و، او بل ئي ختيځ سوسيالستي نظام و، چي دپخواني شوروي اتحاد له سقوط څخه راپديخوا وروستي اقتصادي نظام په نړيواله كچه خپل حيثيت تر ډيره بريده له لاسه وركړيدي، مګر ددي په څنګ بيا اسلامي اقتصاد دپام وړ برياوي لاسته راوړي، چي اوس مهال دسرمايه داري نظام او اسلامي اقتصادي نظام ترمنځ شخړه روانه ده، لويديځوال زيار باسي چي خپلي اقتصادي پاليسي په اسلامي نړۍ كي هم پلي كړي او لدي لاري وكولاي شي دهغوي شتمني لاسته راوړي، چي غوره بيلګه ئي دامريكا له لوري په اسلامي هيوادونو يرغل دي، ځكه دګڼ شمير سياست پوهانو له انده ددغو يرغلونو او بريدونو تر شاه اقتصادي موخي او اهدف دي، خو ددي ټولو پرمختګونو او شخړو سره سره څه ډول مونږ (مسلمانان) كولاي شو داسي اسلامي اقتصاد رامنځته كړو چي پخپلو پښو ودريږو او دنورو له محتاجي څخه خلاص شو، پدي ډګر كي يو هم دبانكونو مسله ده، په معاصر وخت كي دغي مسلي لويديځ ته ډير څه ورپه برخه كړي، ځكه مسلمانو شتمنو هم خپلي شتمنۍ دهغوي په بانكونو كي ايښي دي، او ترينه ګټه لاسته راوړي، ديادوني وړ ده چي استعمار دمعاصر نقدي (پيسو) نظام څخه دوه برياوي لاسته راوړي، يو داچي پيسي د سرو او سپينو برعكس خپل ارزښت له لاسه وركوي او له يو كال نه بل ته ډيري ټيټيږي نو دغه كړنه ددي لامل ګرځي چي خلك سود ته مخه كړي او هغه ارزښت چي پيسو له لاسه وركړي په ګټه ئي پوره كړي، او له بلي خوا ځواكمن هيوادونه چي كله غواړي يو هيواد تر خپلي ولكي لاندي راولي نو داقتصادي بنديزونو سره ئي مخ كړي چي دغه كړنه خپله ددي جوګه كيږي چي دهغه هيواد پيسي وغورځيږي او بيا ددي وړ نوي چي مقاومت وكړي، مګر ددي ټولو ستونزو برسيره پدي وروستيو كي يو شمير مسلمانانو داسلامي بانكونو دجوړوني هڅي اوهاندي پيل كړيدي ترڅو پدي سره له يوي خوا مسلمانان د ناوړه عمل سود څخه وژغوري، او داسي ګټه دهغو پيسو په مقابل كي وركړي چي په بانكونو كي ږدي چي دسودي بانك دګټي څخه كه ښه وي خو كمزوري نوي، او له بلي خوا وكولاي شي چي دمسلمانانو شتمني چي اوس مهال دلويديځ په بانكونو كي ده ځانته را جذب كړي او دغه كړنه به پخپل وار سره داسلامي هيوادونو اقتصاد ته دپام وړه پرمختيا ورپه برخه كړي، البته اوس اسلامي علماو دنده لري چي داسلامي شريعت په رڼا كي داسي لاري چاري ولټوي چي بانكونه ئي پرته دسود نه وكاروي او فايده ئي دسودي بانكونو په پرتله بهتره وي، نن سبا ګڼ شمير مسائل دي چي نويو پلټنو او اجتهاداتو ته اړتيا لري تر څو دولس هغه ستونزي هواري كړي چي هره ورځ ورسره مخامخ كيږي.
له الله پاك څخه سوال كوم چي ددي موضوع په ليكلو كي توفيق راكړي او داسي څه ټولني ته وړاندي كړم چي دهغي دبهبود او پرمختيا لامل وګرځي، او په ترځ كي زمونږ هيواد وال وكولاي شي داسلامي شريعت مطابق داسي بانكونه پرانزي لكه په يو شمير هيوادونو كي چي اوس پرانستل شويدي او ښي پايلي هم لرلي دي.
ډاكټر مصطفى نيازي
2006/ 5/ 26 دجمعي مباركي ورځ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery