مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خاتمه
دپورنيو معلوماتو پر بنسټ داسي ښكاري چي دخلكو معاصر ي چاري او كړني دژوند په ټولو برخو پرمخ تللي، چي دغي كړني داسي څه رامنځته كړي چي هغه نوي تاكتيكونو او نوي اجتهاداتو ته اړتيا لري، كه معاصر پرمختګ ته وګورو نو هر څه دپخوا څخه بدل شوي،اوس مهال خلكو ژوند په ټولو برخو كي ديو بل سره تړلي دى، ددوي دژوند وسايل يو دبل سره داسي تړل شوي چي دبيلوالي امكان له منځه تللي، او كه اقتصادي ډګر ته راشو نو دهيوادونو اړيكي په همدي راڅرخي، آن چي نن په نړۍ كي كومي شخړي رواني دي تر شاه اقتصادي انګيزي دي، امريكا چي نن كومه جګړه پيل كړي بنسټيز لامل ئي اقتصاد دى، ترڅو دنورو زيرمي پخپله ولكه كي راولي په تيره بيا تيل، دارنګه دپيسو معاصر نظام راوستل او بيا دهغه پلي كول هغه څه و چي ترشاه ئي نور اهداف لرل، دسرو او سپينو زرو په ځاي دمعاصرو كاغذي نوټونو رواجول داسي موضوع وه چي استعماري او ځواكمنو هيوادونو پري دوه هدفه ترلاسه كړه، له يوي خوائي هغه هيوادونه چي ددوي دپاليسي څخه ئي مخالفت كول دهغوي ملا ئي په همدي ورماته كړه ځكه ځواكمنو هيوادونو به ئي پر ضد اقتصادي بنديزونه ولګول چي دغه كار به خپله دهيواد پيسي را وغوځولي او بيا به ئي نشواي كولاي دهغوي مقاومت وكړي نو خپله به ورته تسليم وو، او بلي خوا ئي خلك دسود خوړولو ته اړ كړه، ځكه معاصر كاغذي نوټونه يا پيسي كال په كال خپل ارزښت دلاسه وركوي نو كه پيسي همداسي پاتي كيږي په بل كال كي هغه ارزښت نوي كوم چي په سږ كال كي وو، همدي كړني استعمارګرانو خلك ديته ليواله كړه چي خپلي شتمنۍ په سود واچوي تر څو هغه نقصان پري پوره كړي چي پيسي ئي دوخت په تيريدو سره له لاسه وركوي، سربيره پردي دمعاصري تجارتي بانكونو ګټي يوازي او يوازي استعمارګرانو ته رسيږي ځكه په اسلامي هيوادونو كي داسي ډاډمن بانكونه وجود نلري چي خلك هلته خپلي شتمني پكښي وساتي نو دا سبب شو چي ګڼ شمير مسلمانانو خپلي شتمني داروپا په بانكونو كي كيښودي، تردي چي يوي سروي وښوده كه دخليج دشتمنو هغه شتمني چي يوازي دسويس په بانكونو كي دوي يښي دهغي زكات پر بيوزله او فقيرانو وويشل شي نو په اسلامي نړۍ كي به بيوزلي او فقر ختم كړي.
البته ددي سره سره يو شمير مسلمانان ديته متوجه شول او داسلامي بانكونو په پرانستلو ئي پيل وكړ چي تر اوسه پوري په يو شمير هيوادونو كي جوړ شوي هم دي او ترډيره بريده ئي ښي پايلي لرلي، له يواي خوائي خلك له ناروا (سود) څخه وژغورل او له بلي خوا ئي اسلامي هيوادونو اقتصاد ته وده وركړه، آن چي اوس كفري هيوادونو دمسلمانانو دشتمنيو دجذبولو لپاره هڅي اوهاندي شروع كړي چي داسي بانكونه جوړ كړي چي داسلامي احكامو سره ټكر ونخوري او ددي دپاره ئي اسلامي علماء ځانته غوښتي او له هغوي څخه ددغسي پلانونو مشوري اخلي چي تراوسه پوري په انګلستان او چين كي دغي رنګي بانكونه جوړ شوي او نور هيوادونه ئي هم په لټه كي دي، خو متاسفانه چي ګگن شمير اسلامي هيوادونه لا په هماغه زاړه خوب ويده دي، پدي اساس اسلامي هيوادونو ته پكار ده چي ددغسي بانكونو جوړولو ته زياته پاملرنه وكړي او هر ښارګوټي كي څانګي پرانزي ترڅو خلك وكولاي شي په اسانۍ سره خپلي شتمني پدغسي بانكونو كي كيږدي، ما خپل دغه بحث او څيړنه په همدي موضوع ليكلي ترڅو زمونږ هيواد هم وكولاي شي دغي كړني ته بډي را ونغاړي او زمونږ په هيواد كي هم په سود نه ولاړ او داسلامي احكامو مطابق بانكونه پرانزي
په پاي كي له الله څخه سوال كوم چي زما عجز بنده دغه عمل پخپل دربار كي قبول كړي.
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه اجمعين.



لمن لیکونه
1- وګوره تبيين الحقائق 5/ 52، الهدايه 3/ 162، الډم تاليف امام شافعي 4/ 5، نهايه المحتاج تاليف رملي 4/ 160.
حديث ابن ماجه روايت كړي وګوره نيل الاوطار د شوكاني 5/ 301.
1- تحفه الفقهاء تاليف سمرقندي 3/ 22، بدائع الصنائع 8/ 3954، المدخل الفقهي العام 1/ 329 الشركات في الفقه الږسلامي تاليف علي خفيف 68 مخ
1- تحفه الفقهاء تاليف سمرقندي 3/ 25، بدائع الصنائع 8/ 3601، نهايه المحتاج 4/ 164، او المدونه الكبرى 12/ 90.
مخكني مصادر.
1- قواعد نورانيه تاليف شيخ الاسلام ابن تيميه 170 مخ، بدائع الصنائع 8/ 2587، بدايه المجتهد 2/ 236، او نهايه المحتاج 4/ 161.
1- وګوره المدخل الفقهي العام تاليف مصطفى زرقاء 1/ 487، بدائع الصنائع 8/ 2631، او نهايه المحتاج 4/ 163.
المدونه الكبرى 12/ 114، المغني 5/ 45، الهدايه 3/ 167.
1- الشركات في الفقه الاسلامي 97 مخ كشاف القناع تاليف بهوتي 3/ 430، او نهايه المحتاج 4/ 168.
تطوير الاعمال المصرفيه بما يتفق والشريعه الاسلاميه 395- 397 مخونه
الضمان في الفقه الاسلامي تاليف علي خفيف 5- 21 مخونه.
وګوره المهذب 1/ 414، المحلى 8/ 201، تبيين الحقائق 5/ 134، بدايه المجتهد 2/ 232.
المغني 5/ 51، تبيين الحقائق 5/ 67، بدايه المجتهد 2/ 240.
2- المغني 5/ 58، بدائع الصنائع 7/ 2541، تطوير الاعمال المصرفيه تاليف داكتر سامي حسن احمد 413 مخ
2 داعدادو او نمرو نظام داسي دحساب لار ده چي په هغي كي دټولو پيسو دګټي اندازه زياتوالي او كموالي هره ورځ معلوميږي، دا پداسي شكل چي دهري ورځي عايداتي رسيد په هغو ورځو كي په ډيره ساده توګه ضربوي چي دا رسيد ورته رسيدلي وي، او پدي سره هغه عدد چي په نتيجه كي لاسته راغلي وي ديوي ورځي ګټه شميرله كيږي چي بيا دهغي سره نوري ورځي كومي چي پري تيري شوي وي ضرب وركوي او پدي سره دټولي مدي دګټي اندازه راوباسي.
تطوير الاعمال المصرفيه د ډاكتر سامي حسن احمد حمود له 414-417 مخ پوري
2 د ډاكتر علي عبد الرسول هغه بحث چي د (بانكونه پرته دفايدي) څه تر عنوان لاندي ليكلي اونړيوال اقتصادي كنفرانس ته ئي واړاندي كړي 14مخ
تطوير الاعمال المصرفيه 425-426 مخونه
1- مخكني مصدر 428، دارنګه داهرام ورځپانه دګڼي رقم 32126 تاريخ 25/11/1974 اعلان شروط تمليك نوع فيات 1300
الدراسه المصريه 24 مخ
جامع الترمذي 3/ 533 حديث رقم 1231.
مصنف عبد الرزاق 8/ 136.
1- النواحي العمليه لسياسات البنوك التجاريه تاليف محمد نبيل ابراهيم حافظ 26 مخ دريم چاپ دار النهضه العربيه كال 1974
1- وګوره: تحفه الفقهاء 3/ 29، المحلى 8/ 248، تبيين الحقائق 5/ 70، القوانين الفقهيه 210 مخ او شرح الخرشي 6/ 217.
تطوير الاعمال المصرفيه له 446-448 مخ پوري
الهدايه 2/ 120.
مغني المحتاج 2/ 202.
فتح القدير 6/ 323.
رد المحتار 5/ 655.
المغني 5/ 180.
بدائع الصنائع 6/ 101.
بدائع الصنائع 6/ 100.
دمائده سورت آيت 2
2- حديث بزار روايت كړي له ابن مسعود څخه او طبراني له سهل بن سعد څخه روايت كړي حديث صحيح دى.
وګوره دقرطبي تفسير 6/33
وګوره دابن كثير تفسير 2/7
المجموع شرح المهذب تاليف نووي 9/ 353.
الخرشي على مختصر خليل 6/ 147.
وګوره المجموع شرح المهذب دنووي 9/ 353.
اعلام الموقعين 1/ 40.
مجموع الفتاوى 29/ 272.
حاشيه ابن عابدين على الدر المختار 5/ 104.
مخكني مصدر 5/ 105.
المجموع شرح المهذب 9/ 342.
مخكني مصدر 9/ 352.
د الذاريات سورت آيت 22
د الذاريات سورت آيت 58.
دمومنون سورت آيت 51.
دبقري سورت آيت 172.
جامع العلوم والحكم 1/ 260.
حديث مسلم روايت كړي 11/ 26 دنووي شرحه
فتح الباري بشرح صحيح البخاري 6/ 230.
مجله الاقتصاد الاسلامي 1/ 281 د دبي اسلامي بانك
دبقري سورت آيت 278.
دبقري سورت آيت 279.
حديث مسلم روايت كړي وګوره دنووي شرحه 11/ 15.
حديث مسلم روايت كړي وګوره دنووي شرحه 11/ 26
مصنف عبد الرزاق اثر رقم 18622
وګوره قضايا فقهيه معاصره تاليف شيخ محمد برهان الدين السنبهلي 22/ 23
وګوره: مجموعه فتاوى دار العلوم ديوبند 7 او 8/29- 33.
مخكني مصدر.
حديث مسلم روايت كړي11/26.
جامع العلوم والحكم 268.
مجله الاقتصاد الاسلامي 1/ 59 د دبي اسلامي بانك
قضايا فقهيه معاصره تاليف سنبهلي 22 / 25.
المجموع شرح المهذب 9/ 351.
مجله الاقتصاد الاسلامي 1/ 59.
دشيخ مصذفى زرقاء هغه مضمون چي دجدي په غونډه كي په كال 1979م كي وويل.
المجموع شرح المهذب 9/ 351.
زاد المعاد تاليف ابن قيم الجوزيه 5/ 778.
دبقري سورت آيت 278 - 279.
وګوره دقرطبي تفسر 3/ 71.
صحيح مسلم دنووي له شرحي سره 3/ 102.
بخاري رقم 1410، او مسلم 7/ 98
حديث ابو داود په رقم 3508 سره روايت كړي
شرح القواعد الفقهيه تاليف شيخ زرقاء رقم القاعده 87
وګوره: البنوك الاسلاميه بين النظريه والتطبيق تاليف ډاكټر عبد الله طيار 232.
1- دابوهريره په حديث كي راغلي ديو سړي په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي يو اوښ قرض و، هغه سړي يووخت راغي دخپل قرض غوښتنه ئي كوله، رسول الله امر وكړ چي ورئي كړي، هغوي چي وكتل نو په هماغه سن سال اوښ ئي ونه موند، بلكي ټول اوښان دهغه په پرتله غټ وو، رسول الله بيا امر وكړ چي همدا وركړي، هغه سړي وويل: ښه وفا دي راسره وكړه، الله پاك دي له تا سره وفا وكړي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم وويل: ستاسو بهتر هغه څوك دى چي په قرض وركونه كي ښه ادا وكړي" حديث بخاري په 2393 رقم سره روايت كړي.
حديث مسلم روايت كړي 4/ 160.
اعلام الموقعين تاليف ابن القيم 3/ 179.
حديث ابوداود روايت كړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery