مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

محترمو وروڼو !
يولیسم ( ۱۱) له محاسنو داسلام څخه دادئ چي اسلام دانسان دشرافت اوعظمت اودارنګه دیوه انسان پربل انسان باندي دفضیلت اوبهترۍ اصل اوعامل داسي شی مقررکړیدئ چي په کښی په لاندي شرحه محاسن اوښیګڼي موجودي دي :

اول :هرانسان کولاۍسی چی دغه شی په خپل ځان کښی راولي ترڅوچي دشرافت اوکرامت او فضیلت اوعظمت خاوند وګرځي .
دوهم : هغه داسي شی دئ چي ټول دعقل خاوندان دهغه د واقعیت تصدیق کوي اوپر دی باندې ګواهی ورکوي چي بیشکه دانسان دشرافت اود یوه انسان پربل انسان باندی دفضیلت سبب اوعامل تنها اویوازی هم دغه شی دی چی داسلام مقدس دین یې تشخیص اوتعین کړیدی .

دریم:دغه شی داسي شئ دئ چي په هر انسان کښي موجود سي نو هغه انسان به دټول عالم بشریت لپاره خیرخوا او پرټولو انسانانوباندی به رحمت کونکی او شفقت کونکی وی او همیشه به دنوروخلګوومصالحوا ومنافعو ته پرخپلوګټو باندي داولیت حق ورکوي .
څلورم:کوم شي چي اسلام دانسان لپاره دشرافت اودافضلیت معیارګڼي هغه داسي شئ نه دۍ چي په ادعائې اوپه غیرنفس الامري ډول انسان ته دشرف اوبهترئ تذهیب اوتمویه ورکوي اونه داسي شئ دئ چي صرف په موقت ډول اویا یوازي په دنیا کښي انسان مشرف اوافضل ګرځوي بلکي په نفس الامري ډول اوپه دنیا اواخرت کښي په همیشه ډول انسان په سعادت اونیکبختۍ سره اوپه شرف او افضلیت سره موصوف ګرځوي

محترموورڼو ! نوهغه کوم شئ دئ چي اسلام یې اصلي عامل دانسان دشرافت اودبهترۍ بولي اودداسي محاسنو درلودونکئ دئ .
قدرمنومسلمانانو ! هغه شئ عبارت ‍ دئ له تقواڅخه ، إسلام دانسان لپاره إقتدار سبب دشرف اوبهترۍ نه بولي .

إسلام مال اودولت دانسان لپاره اساس دکرامت اود أفضلیت نه بُولي .
إسلام حاکمیت منبع دسعادت اودبهترۍ دانسان نه ګڼي .

إسلام منطقه یا یوزبان اولغت ، يا یومخصوص قومیت ددې وړنه بولي چي د انسان بهتري اوشرافت ورڅخه مستفاد سي .
اسلام رنګ اوظاهري حسن اوجمال دانساني تکرم اوتفضل متعلق نه دئ ګڼلي .
اسلام نارینَتوب اوښَځَوالئ دانساني عظمت اوفضیلت عامل نه دئ بللي ، بلکي په دغو ذکرسويو شيانو کښي أکثر داسي شيان دي چي إسلام يې په غالبه ډول د انسان له شرافت او عظمت سره او دده له سعادت سره منافي او ټکر بولي .

هغه وخت چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) الله (جل جلاله) په نبوت او رسالَت سره مشرف کړ ، او د قرآن کريم نازليدل له الهي لوري پيل سو ، په دغه وخت کښي د خلګو د فهم او صوابديد موافق هغه شيان د انساني کرامَت او فضيلت معيارونه ګڼل کيدل کوم چي ذکر سول ، همدا سبب ؤ چي عالَم بشريت له يو تک تور ناورين سره مخامخ وو إختلافات ، مشاجرات ، قتل او غارت ، إستعباد ، ظلم او بربريت و أوج ته رسيدلئ ؤ ، د يوه حقيقي خدائ پر ځائ باندي د مځکي پر مخ باندي بېحسابه خلګو د خدايي دعوه کوله او نور خلګ بې غوښتل چي د خپلو ځانو بندګان او عبادت کونکي يې وګرځوي .

إسلام په اول قدم کښي ددغو ټولو مشکلاتو ، بشري ناورينونو مخنيوئ په دوو خبرو سره وکړ :

اول داخبر وه چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) و عالَم بشريت ته دا إعلان وکړ چي : والهکم اله واحد .

يعني معبود او خدائ ستاسي ، يو معبود او يو خداي دئ چي هغه د تمامو کائناتو خالق ، مالک او حاکم دئ او د تمامو کائناتو د وجود او د لوازمو د وجود ، او د ټولو إحتياجاتو پيداکونکئ او دفع کونکئ دئ ، او ټول مخلوقات د هغه مملوک دي ، هيڅوک په مخلوق کښي ددې وړ ندئ چي بېله إذنه د همدغه حقيقي واکدار دده و يوې خبري ته أهميت او إعتبار ورکړ سي . لکه حافظ شيرازي رح چي له دې مطلب څخه په دې ډول تعبير فرمايلئ دئ :


يکي از علم مي لافد ، يکي طامات مي بافد
بيا اين داوريها را به پيش داور اندازيم

يعني څوک په خپل علم لافي وهي ، څوک په يوه بل هنر او کمال لافي وهي ، مطلب په مختلفو ډولو ، له مختلفو وجهو انسانان د خدايي دعوې کوي ، زه ورته وايم چي راسۍ ! دغه خدايي او د خدايي إدعاوي و الله ( جل جلاله ) ته ورپريږدو ، ځکه چي موږ بندګان يو او خدايی تنها او يواځي د الله تعالی صفت دئ .

لکه چي ځما يو شعر دئ :
ته مخلوق يې أبوالفضله خدائ ج خالق دئ
د خالق دي دغه حکم دا فرمان دئ .

او دوهمه خبره داوه چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د هغه وخت و انسانانو ته داسي وفرمايل چي : خبردار ! سپين پر تور ، عرب پر عجم ، زورور پر کمزوري ، أمير پر مأمور ، غني پر مسکين او نَر پر ښځه باندي و بالعکس فضيلت نلري ، بلکي فضيلت تنها او يواځي د يوه انسان پر بل انسان باندي هلته پيدا کيږي چي په ده کښي تقوی ډيره موجوده وي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :


إن أکرمکم عندالله أتقاکُم .
يعني بېشکه ډير عزتمند او بهترين ستاسي د الله جل جلاله په نزد هغه څوک دئ چي ډير پرهيزګاره ستاسي وي .

همدارنګه الله تعالی فرمايلي دي : إن أوليآئي إلا المتقون .
يعني نه دي دوستان ځما مګر هغه خلګ چي خاوندان د تقوی وي .
همدارنګه الله تعالی فرمايلي دي : والله ولي المتقين .
يعني الله پاک ناصر او مددګار د متقيانو دئ .
همدارنګه الله پاک فرمايلي دي : إن الله يُحِب المتقين .
يعني بېشکه الله � عز وجل � خوښوي هغه خلګ چي پرهيزګاران دي .
دارنګه الله تعالی فرمايي : فلا تُزکوا أنفسکم هو أعلم بمنِ اتقی .
يعني نو تاسي د خپلو ځانو تزکيې او تصفيې مه بيانوۍ ، ځکه الله پاک ښه عالم دئ په هغه چا چي پرهيزګاره وي .
بيا تقوی د إسلام په مقدس دين کښي و دريو برخو ته ويشله سوېده :

اوله برخه يې عبارت ده له هغي تقوی څخه چي په ټولو مؤمنانو کښي متحققه ده ، دا تقوی عبارت ده له ايمان راوړلو اړو مؤمنتوب څخه .
دوهمه برخه يې د خاصو خلګو تقوی ده ، دا تقوی عبارت ده له دې څخه چي انسان سره له ايمانه ټول نيک عملونه په عمل کښي راولي او له بدو أعمالو څخه إجتناب کوي .

دريمه برخه يې د خاص الخاصو خلګو تقوی ده ، دا تقوی عبارت ده له دې څخه چي انسان سره له ايمانه ، او سره له فعله د طاعاتو او سره له ترکه د منکراتو له هغو مباحو او روا کارو څخه هم ځان ګوري چي دَی له الله تعالی څخه په مشغوله کيږي .
والسلام ومن الله التوفيق .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery