مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

محترمو وروڼو ! پنځلسم ( ۱۵ ) له محاسنو د إسلام څخه دادئ چي هر څوک چي د اسلام په هداياتو عمل وکړي نو څلويښت قِسمه منقبتونه او کرامتونه الله ( جل جلاله ) دده په برخه کوي .

امام حجة الإسلام غزالي ( رحمه الله ) په خپل کتاب � منهاج � کي ذکر کړيدي چي کله ما په هغو شيانو کښي تأمُّل او فکر وکړ چي الله ـ جل جلاله ـ يې و بنده ته په سبب د عمل په هداياتو د إسلام ورکوي ، نو و دې نتېجې ته ورسيدم چي هغه په مجموعي ډول څلويښت کرامتونه او إنعامونه دي ، چي شل ۲۰ له هغو څخه په دنيا کښي دي او شَل له هغو څخه په آخرت کښي دي ، هغه شل إنعامونه چي الله پاک يې په دُنيا کښي و هغه چا ته ورکوي چي د إسلام د مقدس دين له هداياتو سره سم خپله زندګي تيروي په دې شرحه دي :

۱ ــ الله ( جل جلاله ) ددغه راز انسان ذکر ، ثنا او صفت کوي .
په دنيا کښي چي يو وزير يا يو بادشاه په يو مجلس کښي د يو چا ذکر او صفت وکړي نو دغه څوک دا کار د خپل ځان په باب کښي څونه لوۍ إفتخار او عظمت ګڼي ، نو چي د يو چا ذکر او صفت د ملائکه وو په حضور کښي الله ( جل جلاله ) وکړي نو دا خو حتماً بايد دغه سړئ د خپل ځان لپاره له اندازې څخه وتلئ فخر او عظمت وبولي .
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي ( چي په مشکوة و غيره کښي يې روايت سوئ دئ ) فرمايلي دي چي الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي : زه له بنده سره پر هغه ډول يم لکه څرنګه چي دده ګمان وي پر ما باندي او زه له ده سره يم کله چي یاد وي دَی ما ، نو که ده زه له خپل ځان سره ياد کړم ( يعني بل څوک نه ؤ ورسره ، دتنهايي په حال کښي يې ځما ذکر وکړ ) نو زه به دَی له خپل ځان سره ياد کړم ، او که چيري ده زه په يوه ډله کښي ياد کړم نو ياد به کړم زه دغه بنده په داسي ډله کښي چي دده تر ډله به ډيره بهتره وي.

دوهم :
الله ( جل جلاله ) ددغه بنده چي د إسلام په هداياتو عمل کونکئ وي شکرګذاري او تعظيم کوي

دريم :
الله ( جل شانه ) له دغه صالح بنده سره محبت کوي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :
( إن اللهَ يُحبُّ المتقين ) .
يعني بېشکه الله تعالی محبت کوي له متقيانو سره .

څلرم :
دا چي الله (جل جلاله) ددغه ډول بنده کارسازي کوي او دده کارونه الله پاک په خپل عظيم تدبير سره ورسموي .

پنځم :
دا چي الله (جل شانه) ددغه نيک عمله انسان روزي او رزق له داسي لارو څخه وربرابروي چي دده په خيال کښي لا هم نه وي ورتيري سوي ، بېله دې چي دَی د روزي او رزق د حاصلولو لپاره کِسب او کار وکړي الله پاک وده ته روزي رسوي ، لکه الله تعالی چي فرمايلي دي :
( و من يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه مِن حيث لا يَحتَسب ) .
يعني : او هر څوک چي ويريږي له الله ( جل جلاله) څخه نو پيدا کوي به الله پاک دده لپاره ځائ د وتلو له مشکلاتو څخه ، او رزق به ورکوي وده ته له هغه طرفه چي ګمان به نکوي دَی ( يعني ددې چي له دغه طرفه دي و ماته رزق راکول سي ) .

شپــــږم :
دا چي الله ( جل جلاله) ددغه راز انسان نصرت او مدت کوي ، او هر دُښمن چي دده وي ، هر څوک چي وده ته د بدو اراده کوي ، نو دَی په خبر لا هم نه وي الله پاک هغه له ده څخه دفعه کوي .

اومـــــ :
دا چي دغه ډول شخص الله پاک له وحشت څخه په امن کوي ، او له دې څخه يې بېغمه کوي چي ده ته دا ويره پيدا سي چي ځما په حال کښي ، دارنګه په دغو نعمتو کښي چي ماته خدائ راکړيدي تغير او تبديل رانسي .
پوه سه ! چي يو څوک چي د الله (ج) او دهغه د رسول (ص) نافرماني کوي نو د هغه په زړه کښي په غيبي ډول داسي وحشت او نفرت پيدا کيږي چي له هيچا سره يې زړه نه لګيږي او نا ارامه او مُضطرب الحاله وي ، او دارنګه که يوه خوشحالي او يو ښه حال باندي راسي نو دفعتاً له ده سره دا ويره پيدا سي چي دغه حال په غم رابدل نسي او را څخه زائل نسي ، مګر صالح انسان له دغسي وحشت او ويري څخه الله پاک په أمن کړئ وي .

اتــــم :
دا چي د إسلام د هداياتو د تابعدارۍ په وجه الله پاک و انسان ته داسي لوړ هِمت او عزت وربخښي چي دولت ، مال ، جاه او جلال او ټول دنيوي شيان پرته له رضا د الله ( جل جلاله ) دده په فکر کښي هيڅ هم نه ورځي ، حتی که لوۍ لوۍ اميران ، سرداران او بادشاهان دده إحترام او خدمت کوي هم و ده ته سبب د عُجب ، کبر او غرور نه ګرځي ، بلکي دده هِمت د الله (جل جلاله) په عبادت کښي او د الله تعالی د مخلوق په خدمت کښي ( لپاره د رضا مندۍ د الله پاک ) مصروف وي .

نهـــم :
د إسلام د هداياتو د تابعدار انسان عقل ، مزاج او طبيعت له شخصي دنيوي ګټو څخه دا ډول تَرَفُع او بلندپروازي کوي لکه څرنګه چي لويان عاقلان خلګ د کوچنيانو او ښځو له کارو څخه ترَفع او ليري والئ کوي .

لســــم :
و متقي انسان ته الله پاک غناءِقلبي ، يعني د زړه غنيتوب وربخښي ، چي أصلي او حقيقي غنيتوب هم له دغه غنيتوب څخه عبارت دئ .
د چا چي په زړه کښي غِنا نه وي نو که تمامه دُنيا ده سي لا به هم دَی د مسکن او فقير په ډول ستړئ او سرګردانه وي ، او که د چا په زړه کښي الله پاک غِنا پيدا کړي او زړه يې غني سي نو که سل ورځي وږئ او تږئ ګرځي لا هم دَی مطمئن او ارام وي .

يولسم :
دا چي الله ( جل جلاله ) د هغه انسان په زړه کښي کوم چي د الله تعالی په أحکامو عمل کونکئ وي يو قِسم نور پيدا کوي چي د هغه نور په وجه دغه انسان و داسي علومو او أسرارو ته لار پيدا کوي چي هغه قِسم علوم او أسرار په ډير زيات مِحنت سره و چا ته نسي حاصليدلائ .
لکه چي د اسلام پيغمر په يوه مبارک حديث کښي ( چي د حديثو په معتبرو کتابو کښي مذکور دئ ) فرمايلي دي :

مَن عَمِلَ بِما عَلِمَ ورثه اللهُ علمَ ما يعلم .
يعني هر څوک چي عمل وکړي په هغه چي عالم سويوي دَی په هغه ( يعني چي هغه عبارت دئ له شرعي أحکامو څخه ) نو الله تعالی به وارث وګرځوي دَی د عِلم د هغو شيانو چي نسوائ عالم کيدلائ دَی په هغو شيانو ( يعني له بلي لاري څخه ، چي و دې ته علمِ باطني ، علم وراثت او علم لَدُني ويل کيږي ) .
لکه چي په دې اړه ځما يو شعر دئ :
د لَدُن په مقابِل کښي نظر څه دئ
و فولادو ته حَجَر او مدَر څه دئ
وسائل د عبور تا لره پــــکار دي
اوليـــاوو ته د بـــحر ګذر څه دئ
چي نې مغز نه أثر نه يې ثمروي
أبوالفضله داسي علم وهنر څه دئ .

دولـــسم :
دا إنعام الله جل جلاله وهغه چا ته ورکوي چي هغه د الله پاک په أحکامو عَمَل کوي ، چي الله تعالی دده � شرح صدر � وکړي ، يعني الله پاک يې سينه ورخلاصه او پراخه کړي چي په نتيجه کښ ددې په ده کښي داسي عظيم تَحمل او برداشت پيدا سي چي له هر څونه مشکلاتو او تکليفو سره دَی مخامخ کيږي نو هيڅ قِسم وارخطايي نکوي او په ډيره ميړانه او لوۍ هِمت سره د هغوۍ تحمل او برداشت کولائ سي .
شرح صدر دالله ( جل جلاله ) په نعمتو کښي يو ډير عظيم نعمت دئ ، حضرت موسی ع د همدغه نعمت د حاصلولو لپاره دُعا کړې ده ، لکه چي الله تعالی په قرآن کريم کښي له ده څخه په دې ډول حکايت فرمايلئ دئ :

( رَب اشرح لِــي صَــدري ) .
يعني اې ربه ځما ! راخلاصه کړې سينه ځما .
او الله ( جل جلاله ) و خپل رحمة للعالمين رسول حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) ته په مقام د تسلې او د وريادولو د نعمتو خپلو کښي داسي فرمايلي دي :
( الم نَشرح لــک صــدرک ) .
يعني : ايا نه ده درخلاصه کړې موږ ستا لپاره سينه ستا ؟ ( يعني بلکي درخلاصه کړې مو ده ) .

ديارلــسم :
دا کرامت او نعمت الله پاک د إسلام د هداياتو و تابعدار ته وربخښي چي د خلګو په زړو کښي دَی هيبتناک او د دبدبې خاوند ګرځوي ، او دارنګه د خلګو په زړو کښي الله پاک دده إحترام او عزت پيدا کوي چي په نتيجه کي أخيار او أشرار دده إحترام کوي او هر ظالم ، جابر او د وخت فرعون له ده څخه ويريږي ، لکه چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي ( چي امام غزالي [ رح ] يې په احيآءالعلوم کښي روايت کړئ دئ ) فرمايلي دي :
هر څوک چي له الله ( جل جلاله ) څخه ويريږي ، نو الله پاک به هرد شمن له ده څخه په ويره کښي واچوي .

څوارلـــسم :
دا نعمت الله ( جل جلاله ) ورکوي چي دَی د انسانانو په زړو کښي محبوب وګرځوي او هر څوک له ده سره مينه او محبت کوي ، او هيڅوک له ده څخه نفرت کونکئ نه وي ، لکه چي په يوه مُثبت حديث کښي چي په مشکوة و غيره کښي یې روايت سوئ دئ داسي مضمون راغلئ دئ چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
چي صالح او نيک انسان اول و الله ( جل جلاله ) ته محبوب وګرځي او په مخلوقاتو کښي هيڅوک له دې څخه خبر نلري چي دغه سړئ د الله تعالی محبوب او دوست دئ ، بيا الله پاک و جبرئيل ع ته وفرمايي : اې جبرئيله ! زه له فلاني سړي سره محبت کوم نو ته هم محبت ورسره کوه ، بيا جبرئيل ع نوري پرشتې هم له دغه صورتحال څخه خبرداري کړي ، وروسته بيا د ځمکي د خلګو په زړو کښي دده محبت او مينه الله پاک پيدا کړي .
دغه راز محبوبيت نو چي د يو چا نصيب سي أصيل او صحيح محبوبيت دئ .
او محبوبيت د يو چا د خلګو په زړو کښي کله فاسد او باطل هم وي هغه دادئ چي يو انسان د الله تعالی په نزد مبغوض ، ملعون او تر حيوانانو لا په کښته درجه کښي وي ، مګر په خلګو کښي د مادياتو په خاطر محبوب او منل سوئ وي ، لکه چي ځما يو شعر دئ :
چي په اسمان کښي تســــليم نسي ابوالفـــضله اول
خالي پر ځمکه منل سوي صالحان دي سي ورک .

پنځلســـــم :
دا نعمت او کرامت الله پاک و خپل صالح بنده ته په دنيا کښي وربخښي چي دده هر شئ برکتناک ورګرځوي که يې خبري وي ، که يې حرکت او سکون وي ، که يې جامه وي ، که يې د ناستي ځائ وي او که يې د قدم خاوره وي په دغه هر شي کښي دده الله پاک برکت اچوي او د خلګو د ګټي او فايدې سبب يې ګرځوي .

شپاړســــم :
دا خَلعَت او کرامت الله پاک د ده په برخه کوي چي مځکه ، درياب او هوا وده ته تابعداره او مُسخر وګرځوي ، نو که پر ځمکه باندي تګ کوي نو ډيره ليري مسافه په يوه ثانيه کښي پرې کوي ، او که په درياب کښي د تګ اراده وکړي نو د اوبو پر مخ باندي روان وي او اوبه يې نه غوټه کوي ، او که و هوا ته قصد وکړي نو په هوا کښي هستوګه او تګ کولائ سي .
ځينو علماوو په خپلو کتابو کښي ددې هري خبري مِصداق ذکر کړئ دئ ، داسي متعدد نقلونه سته چي د الله تعالی ځنو دوستانو به په هوا کښي کوډَل جوړه کړې وه او هلته بې د الله ( جل جلاله ) عبادت کاوئ .
عبد الرحمن بابا ( رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي :
چي په يوه قدم تر عرشه پوري رسي
مــــا ليدلئ دئ رفـتار د درويــــشانو .

اولســــ م :
څوک چي د الله (جل جلاله) او د هغه د رسول د هداياتو تابع سي نو الله پاک درنده ګان ، وحشي حيوانان او د ځمکي خزندې و ده ته مسخر او تابعداره ګرځوي ، لکه شيخ سعدي شيرازي (رحمه الله) چي په بوستان کښي فرمايلي دي :
چي یو سړئ مي وليدئ چي پر پړانګ باندي سپور ؤ نو زه ډير په تعجب کښي ورته پاته سوم ، دغه سړي راته وويل :

تو هم ګردن از حــکم داور مپيچ
که ګردن نه پيچد ز حکم تو هيچ .
يعني اې سعدي ته هم د الله ( جل جلاله ) له حکم څخه غاړه مه پيچه چي بيا به هيڅ شئ ستا له حکم څخه غاړه نه پيچي .

اتلســــم :
دا خلعَت او إنعام و متديّن انسان ته وربخښل کيږي چي الله پاک د مزکي مفاتيح او چابياني دده په اختيار کښي ورکوي ، بيا نو کچيري دَی وغواړي چي له ځمکي څخه خزانه ورته راښکاره سي نو چي ځمکه په لاس سره ووهي خزانه ورته راښکاره کيږي ، او که اوبه وغواړي نو چي مځکه په پښه سره ووهي د اوبو چينه ورته وزي ، او که د خوراک اراده وکړي نو غيبي سترخوان ورته پيدا سي .

نولســــم :
دا نعمت او کرامت الله تعالی وربخښي چي د الله پاک په حضور کښي قدرمند او مخور وي ، او هر قسم ناز چي پر الله تعالی باندي وکړي نو والله ته منظور وي ، په همدې سبب خلګ دده د خدمت کولو په وجه او دده د وجاهَت او برکت په سبب د خپلو مشکلاتو حَل او د حاجاتو پوره کول له الله ( جل جلاله ) څخه غواړي .

شلـــــم :
څوک چي د الله ( جل شانه ) د هدايت مطابق ژوند کوي نو الله تعالی دده دُعا او شفاعَت قبلوي ، حتی ځيني داسي نيکان لا هم پيدا کيږي چي که و غره ته اشاره وکوي نو هغه غر له خپل ځائ څخه ليري کيږي ، او که په زړه کښي يو شئ ورتير کړي بېله دې چي په خوله د هغه سوال وکړي الله عــــز وجـــل هغه مطلب دده تر سره کوي .
دا ټول هغه کرامتونه دي چي په دنيا کښي يې الله پاک د هغو بندګانو په برخه کوي چي دوۍ د إسلام د هداياتو موافق ژوند کوي .

او هغه شل کرامتونه چي ددغي دنيا له ژوند څخه وروسته يې الله پاک دده په نصيب کوي هغه په دې شرحه دي :


( ۱ ) :ــ د مرګ سکرات او سختۍ الله پاک پر ده باندي اسانه کوي .
( ۲ ) :ــ په قبر کښي د نکير او منکَر د پوښتنو په وخت کښي الله پاک دَی پر کلِمه د إسلام مُحکم ګرځوي .
( ۳ ) :ــ دراحت ، أمن ، خوشحالۍ او دجنت زيرئ د خدائ له طرفه پر ده باندي کيږي
( ۴ ) :ــ دده روح کله چي دده له بدنه څخه جلا سي د اسمانو پر ملائکه وو باندي د إکرام او اعزاز په خاطر وړاندي کړه کيږي ، او د بدن يې و قبر ته سپارل د خلګو له طرفه په ډير اخلاص او تعظيم سره سر ته رسيږي ، او هر څوک دا غنيمت ګڼي چي دده په جنازه کښي شرکت وکړي .
پنځم : - داچي د جنت په نعمتو کښي به هميشه اوسيدونکئ وي ٠
شپږم : په قبر کښي د نکير او منکر د سوال له هيبت څخه په أمن ګرځي .
اوم : قبر ورته فراخيږي او په قبر کښي نور ورته پيدا کيږي ، او قبر يو باغچه له باغچو د جنت څخه تر ورځي د قيامت پوري ورته ګرځي .
اتـــم : د ځينو اروحونه په دوۍ کښي د زرغونو مرغانو په نسو کښي اچول کيږي او په جنتو کښي ګرځي ، لکه د شهيدانو اروحان .
نهـــم : د حشرګاه په ورځ به د کرامَت او عزت جامې پر أغوستلې کيږي او دارنګه به د کرامت تاج دده پر سر باندي ايښوول کيږي ، او پر بُراق باندي سپور به د حشرګاه و ميدان ته راځي .
(۱۰) :ــ د قيامت په ورځ به دده مخ له نور څخه ډک ، خندان او خوشحاله وي اوپه حشرګاه کښي به حاضريږي ، لکه الله ( جل جلاله ) چي فرمايلي دي :
( وجوه يومئذ مسفرة ضاحکة مستبشرة ) .
يعني يو قسم مخونه به په دغه ورځ کښي روښانه وي ، خندان به وي او خوشحاله به وي ( يعني چي هغه د صالحانو او نيک عمله انسانانو مخونه دي )
(۱۱)داکرامت الله جل شانه ورنصیب کوي چي دقیامت په ورځ کښي به الله پاک دَي له اهوالوویرواوسختیودقیامت دورځي په امن کړي .
(۱۲)داچي عملنامه به په راسته لاس کښي ورکړي ،اوځني به په دغونیکانوکښي داسي هم وي چي دسره به حساب اوکتاب نه ورسره کیږي بي حسابه به جنت لره ځي .
(۱۳) داچي که حساب ورسره کیدئ نوپه سهولت اوپه اساني سره به ورسره کیږي.
(۱۴)داچي تله دنیکواعما لوبي درنه سي اوځني خوبه لاداسي هم وي چي داعمالودتللوله انتظارڅخه به هم خلاص وي .
(۱۵)داچي دنبي علیه السلام دحوض کوثراوبه به یې نصیب سي.
(۱۶)داچي دصراط پرپله به په ډیره تیزي اواساني سره تيرسي ،حتی ځني به په دغونیکانوکښي داسي نازولي هم وي چي ددوزخ کښکي به لانه واوري.
(۱۷)داچي دعرصات پرمیدان به دګناهګارانودپاره دشفاعت کولواجازت ورکړسي .
(۱۸)داچي دجنت ابدي نعمتونه بې نصیب سي.
(۱۹)داچي رضوان اکبربه یې نصیب سي چي عبارت دي له رضا څخه دالله پاک چي ډیره لویه ده.
(۲۰)داچي ديدار دالله پاک بې نصیب سي

انتهی کذافي قطب الارشاد ،مع توضیح وزیادة ایرادالدلائل في اکثرالمواضع
اللهم ارزقنا جمیع ذالکَ بفضلک العظیم،امين یارب العلمين
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery