مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۲۰ دمحاسن الاسلام څخه په اسلام کي دبشراحترام دي



علامه محمدمعين الدين ابوا� �فضل کان الله له ودامت برکاته ، بسمه تعالی، محترمووروڼودمحاسن الاسلام په دغه څلورويشتمه برخه کښي په دې اړه بيان درته کوم چي داسلام مقدس دين اودمسلمانانومقدس کتاب قران کريم اوداسلام پيغمبرحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دبشراودانسان وارزښت او وعظمت او وشرافت ته په څونه اندازه توجه اوفهم لرَنه کړيده اودارنګه یې په څونه اندازه دبشر اودانسان دعظمت او دشرافت په باره کښي تفصيلات ورکړيدی اوله دی سره سره اسلام په څونه اندازه کښي دعالم بشريت په حقوقوسره قائل دۍ ترڅوچی وتاسی ته داخبره پوره څرګنده سی چي ايااسلام وبشرته داح ترام اودعزت په سترګه ګوری اوکه داسلام مخالفين، دسورت بني اسرائيل داويايم ايت په اوله جمله کښي الله جل ج� �اله فرمايلی دی(ولقدکرمنا بني ادم)يعنی اوقسم کوم چي خامخاپه تحقيق سره ډيرعزت ورکړيدۍ موږواولادته دادم، داسلام مقدس کتاب قران کريم په اجمالی ډول وخلګوته دبشراوانسان په اړه داخبره په ډاګه کړيده چی انسان دالله جل جلاله په مخلوقاتوکښي داسی مخلوق دۍ چی الله جل جلاله ډيرعزت او حرمت وربخښلۍ دۍ پاته سوه داخبره چي دغه عزت اوحرمت په څه ډول اوڅنګه دۍاسلام په خپلونوروهداياتوکښي ددې شرحه اوتفصيل هم کړيدۍ کوم چي په دې ډول دۍ، اول دالبقره دسورت د ديرشم مبارک ايت په سرکښي الله جل جلاله فرمايلی دی(واذقال ربک للملئکة اني جاعل في ا� �ارض خليفة) يعنی اوورپيادکړه اي محمده خلګولره هغه وخت چي وويل رب ستا فرشتولره چي بيشکه زه پيداکونکۍ يم په ځمکه کښي ديوه خليفه، دايت په دغه جمله کښي دبشردعظمت اودعزت و دريوډيرومهمواجزاؤوته اشاره سويده اول داچي انسان دالله پاک يوداسی باعظمته مخلوق د ۍ چی دده دپيدائښت په اړه په الهی دربار کښي دده ترخلقت له مخه با� �اعده مجلس شوری جوړسويدۍ،دوهم داچي بشراوانسان په ټوله ځمکه کښي دتولِِّی اودتصرف مالک دۍ اودريم داچي دغه تولی اوتصرف يې دهغه ذات له طرف څخه دخليفه توب په ډول دۍ کوم چي دکائناتو مالک اوخالق دۍ، دوهم دمذکوره ايت اخيره جمله داده(قال اني اعلم مالاتعلمون)يعني وويل الله جل جلاله وملائکوته چي بيشکه زه پوهيږم په هغه چي تاسی نه په پوهيږۍ، په دغه جمله کښي قران اواسلام وخلګوته داخبره څرګنده کړيده چي انسان په مخلو� �اتوکښي هغسي ممتازاو عالی ترين مخلوق دۍکوم چي دده ترپيدايښت له مخه دکائناتوحقيقي واکدار عالم علوی او م� �ائکه دده له شرافت اوعظمت څخه خبرکړيدی، دريم دالبقره دسورت په يوديرشم مبارک ايت کښی الله جل جلاله ف� �مايلی دی، اووښودل الله پاک ادم ته نومونه ټوله يعنی دټولوشيانو که پاسنی دی اوکه ځمکنی دی، داسلام سترکتاب قران کريم په دغه ايت کښي وجهانيانوته دانسان اودبشرشرافت په دې ډول ظاهرکړيدۍ چي انسان اوبشر هغه سترمخلوق دۍ چي په ده کښي دعلم اودهنرهغسي کامل استعداد موجوددۍ کوم چي په ملائکواوفرشتوکښي هم وجودنلری اودارنګه انسان د داسی شرف خاوند دۍ چی د ده له پيدايښت سره سم هغه سی علوم و دته بخښل سويدي کوم چی تر ده دمخه وهيچاته نه ؤوحاصل سوی څلرم دالبقره دسورت په ،۳۳،مبارک ايت کښی داسلام سپيځلی کتاب قران پاک دبشرحقيقت داسی څرګند کړيدۍ چی بشريوداسی دکرامت اوداوچت مقام خاوند دۍ چی له الهی لوری څخه و تمام عالم علوي ته په تعليم کولوسره مامورسويدۍ اودتمام عالم علوي دمعلمتوب اوداستاذۍ په مقام کښی یې قرارنيولی دۍ پنځم دالبقره دسورت په ،۳۴،ايت کښی دبشردعظمت په اړه اسلام اوقران وخلګوته داسی تعليم کړيدۍ چی بشرد داسی لوړمنزلت خاوند دۍچی دټولو اسمانو فريشتی الله پاک د ده دتعظيم په خاطروده ته په سجده کولو سره ماموري کړې اوټولو فريشتود ده وطرفته سجده وکړه اوابلیس ملعون کوم چی دانسان ترخلقت دمخه دخورالوړمقام خاوند ؤود ده دتعظيم دنه پرځای کولو په وجه دهميش دپاره ملعون وګرځيدۍ شپږم دالبقره په ،۲۹، ايت کښی قران وعالميانوته دبشری عظمت په اړه داسی څرګندونه کړېده چی بشردالله پاک داسی نازولی مخلوق دۍ چی هر څه چی په مزکه کښی دي نوهغه ټول الله پاک د ده دمنفعت دپاره پيداکړيدي اسلام اودبشردنفس احترام دارنګه اسلام دبشری اودانسانی نفس قدراواحترام په داسی اندازه کښی کړيدۍ چی تراسلام دمخه ديوچا په تصورکښی لاهم نه ؤو راګرځيدلی قران پاک په خپل هغه ايت کښی چی په سرکښی یې د(من اجل ذالک کتبناعلی بنی اسرائيل)جمله راغلی ده ونړي ته دبشردنفس اودوينی اود ده دژوند اهميت داسی تشريح کړيدۍ چی هرڅوک چی يوبشری نفس بې کوم جرمه ضائع اوقتل کړی نوګواکی دتمام بشر قتل یې وکړ اوڅوک که ديوه بشری نفس داحيا اودژوند سبب وګرځيدۍ نوګواکی وټولو انسانانو ته یې حيات اوژوند ور وبخښۍ اسلام اودبشردعرض اوآبرو احترام هم دارنګه اسلام دبشر وآبرو اوعزت ته داسی په درنه سترګه ګوری چی په بل هيڅ مذهب کښی ندي ورته کتل سوي همداسبب دۍ چی اسلام تمسخر،استهزا،غيبت ، بهتان ،تجسس ، کبر، استحقار، اوداسی نور فاسد خويونه کوم چی دبشر دعزت اوآبروپه ضررتماميږی کبېرې اوغټی ګناوی بللی دي اود دغوجرمونو ومرتکب ته یې دسختوعذابو وعيد و� �کړيدۍ اسلام اودبشردمال احترام ، داسلام مقدس دين په ډيرټينګاراوشدت سره انسانان په دې مامور کړيدي چی هرانسان ضرور بايددنورو انسانانوومالو او وجايدادوته داحترام په سترګه و ګوری اوهيڅ يوانسان بايد په نارواتوګه دبل انسان ومال ته تعرض ونکړی همداوجه ده چی اسلام غلا ،قطع الطريق ،سود ،رشوت ،په معامله کښی غدر اوخيانت ،اوداسی نور غلط کارونه کوم چی دخلګودمالودخوړلوپه باطله اوپه ناروا طريقه سره سبب ګر ځی سخت ناروا کړيدي والسلام ومن الله التوفيق
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery