مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۳ برخه )

دريم ( ۳) له محاسنو د اسلام څخه دادئ چي اسلام و خپلو ټولو پيروانو ته دا درس ورکوي چي ـــ هميشه به تاسي له يوه او بل سره په هغه صورت کښي کومک کوۍ چي د بِر او د تقوی ، دخير او د نيکۍ کار وي . او په هغه صورت کښي به تاسي د يوه او بل مرسته او إمداد نه کوۍ چي کار د شر اوفساد ، د ګناه اود ظلم وي . لکه چي الله (جل جلاله) فرمايلي دي :

( تعاونوا عَلی البِرِّ والتقوی ، و لا تعاونوا علی الإثمِ و العُدوان )
يعني له يوه او بل سره په خپل منځ کښي د نيکۍ او د تقوی پر کارو باندي مرسته او کومک کوۍ ! ، او يو له بل سره د ګناه او د ظلم ، تيري پر کارو باندي کومک او مرسته مه کوۍ .
او پرته له اسلامه د نورو ټولو ملتو او قومونو صورتحال په دې ډول دئ لکه چي يو شاعر ويلي دي :

و مَاانَا اِلا مِن غُزَيَّةَ إن غوَت غَوَيتُ و اِن تَرشُد غُزيَّةُ أرشُدُ
يعني نه يم زه ، مګر له (غزية) قبيلې څخه ، که چيري دغه زما قبيله ګمرهي کوي نو زه هم ګمرهي کوم ، او که هغه سم کار کوي نوهم زه سم کار کوم .

له اسلام څخه پرته د ټولو قومو صورتحال په دغه ډول دئ لکه دغه شاعر چي ويلي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery