مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

پنځم ( ٥) له محاسنوداسلام څخه :
محترمو وروڼو د اسلام د مقدس دين له محاسنو او ښيګڼو څخه اتمه ښيګڼه داده چي اسلام په ډير ټينګار سره مسلمانان له غيبت کولو څخه او د خلګو دعيبوله پلټلو څخه منع کړيدي چي تفصيل يې په دې ډول دئ :
مولانا عبدالحي ( رحمه الله ) په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي که يوه سړي فرض لمونځ نه کاوئ مګر دنورو خلګو له غيبت کولو څخه يې ځان ساتلئ وو ، او بل سړي بيا هر لمونځ په مسجد کښي په جماعت سره کاوئ مګر د خلګو له غيبت څخه يې ځان نه ؤ ساتلئ ، د خلګو غيبتونه يې کول ، نو ددغه غيبت کونکي لمونځ ګذاره جرم او ګناه تر هغه تارک الصلاة غټه ده کوم چي د خلګو له غيبت څخه يې ځان ساتلئ وي .

د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په دې اړه و مسلمانانو ته داسي هدايت فرمايلئ دئ :
يا معشر منْ آمن بلسانه و لمْ يَدخُلِ الإيمانُ قلبَه لا تَغْتابُ المُسلِمِينَ و لا تَتَّبِعوا عوراتِهم فإنه منْ تتبَّعَ عورةأخيهِ المسلم تتبَّعَ اللهُ عورتَه ، ومن تتبَّع الله عورتَه يُفْضِحْه ولوْ في جوفِ بَيْتِه .
( رواه الإمام أحمد والبيهقي و أبو يعلی ( رحمهم الله تعالی ) وقال الهيثمي في المجمع : رجاله ثقات و حسَّنه المنذري في الترغيب ) .
يعني : اې ټولۍ د هغو خلګو چي صِرف په ژبه سره يې ايمان راوړئ دئ او و زړه ته يې ايمان نه دئ ورداخل سوئ ، مه کوۍ ! غيبت د مسلمانانو او مه پلټۍ پټ عيبونه د دوۍ ، ځکه بېشکه هرڅوک چي پلټنه وکړي د پټ عيب د خپل مسلمان ورور نو په مقابل کښي به الله ( جل جلاله) دده د پټ عيب پلټنه وکړي ، او هر څوک چي الله پاک پلټنه وکړي د پټ عيب دده نو رسوا به کړي الله تعالی دَی ( يعني وخلګو ته ) که څه هم د خپل کور په نس کښي وي .همدارنګه له حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی(قال کناعند النبی صلی الله علیه وسلم فهبت ریح منتنة فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم اتدرون ما هذه الریح هذه ریح الذین یغتابون المؤمنین) اخرجه الامام احمد والامام البخاری فی الا دب المفرد وابن حبان فی الثقات وقال الهیثمی فی المجمع (رواته ثقات)وحسنه الحافظ فی الفتح والالبانی فی غایة المرام.
یعنی حضرت جابر رضی الله عنه فرمایلی دی چه ووموږ ناست په حضور کښی دنبی علیه السلام نو راوالوتئ یوباد بدبویه یعنی دمرداري په شان بوۍ ورڅخه ولاړیدئ، نووویل رسول الله صلی الله علیه وسلم چه ایا پوهیږئ تاسی چه څه دئ دغه باد یعنی ولی په دی شان بد بویه دئ؟ ځکه چه داباد دهغو خلګو دی چه غیبت کوی دوئ دمؤمنانو یعنی دغه باد چه بدبویه دی په دې وجه چه پر غیبت کونکو باندی راغلی دی اوددوئ دخلو په بد بویی ککړ سوئ دئ.

تنبيه : ماته به ډیروختونه دغه سوال په فکر کښی راګرځیدئ چه پخوابه دغیبت کونکی له خولی څخه دمرداری په شان بدبویی ولاړیدله نو دا اوس ولی دغیبت کونکودخولو بوئ نه ځی نوبیابه می وخپل ځا ن ته په دی جواب ورکاوئ چه اوس خوټول خلګ (الاماشاء الله) غیبت کونکی دی نوپه دې وجه دخلګو پزی له دغی بد بویی سره عادت سویدی نوځکه خلګ پدغه بد بویی نه پوهیږی لکه دیوه سړی چه له ګند ګیو او مر داریو سره سر وکار وي نوبیا دمرداریو په بدبويي نه پوهیږی بیامی کټ مټ دغه سوال اوجواب په کتاب (الاعلام بحرمة اهل العلم ) کښی په حواله د تنبیه الغافلین ولیدئ
دافسوس خبره داده چه په مو جوده عصر کښی له دغی بد مرغی ګناه څخه هیڅ مسلمان ځان نه ګوری که څه هم هرڅونه پرهیز ګاره ځان بولی ،طالب اوملا اوپیر اوفقیرغيبت وکوی او خولی دمرداري په شان بدبویه کړی بیا په دغو بد بویه ژبو سره ایت اوحدیث وخلګوته بیانوی نو په دی کښی به څه تأثیر اوفیض او برکت وی .

حضرت سفیان بن حسین فرمایلی دی چه زه د ایاس بن معاویه په حضور کښی ناست وم ، بیاما دیوه سړي غیبت وکړ نو حضرت ایاس راته وویل چه ایا تاد دیلم غزا کړېده؟ ماورته وویل چه یا بیاد راته وویل ایادسند اودهند اودروم غزاګانی دی کړیدی ماورته وویل چه یا بیاده راته وویل چه دیلم اوسند اوهند اوروم ټول سالم درڅخه پاته سویدی اوخپل دغه مسلمان ورور سالم نسو درڅخه پاته غیبت دي پکښی وکړ بیا سفیان دټول عمردپاره له غیبت څخه توبه وکښه .
الله پاک په قران کریم کښی دسورت (حجرات) په دولسم ۲۱،ایت کښی د مسلمان غیبت داسی بللی دی لکه دیو چا چه ورور مړ سی بیا دئ ددغه ورورغوښه وخوري.
امام قرطبی رحمه الله دخپل تفسیرپه ج۱۶ص۳۳۷ کښی فرمایلی دی چه هیڅ قسم خلاف د علماوو نسته په دی خبره کښ چه غیبت له کبائرو یعنی له غټو ګناوو دی اوهر څوک چه دیو چا غیبت وکړی نوواجب دئ پرده باندی داچه توبه وکاږی والسلام،،،
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery