مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي

نهم ٩ له محاسنو داسلام څخه حج دئ .
محترمووروڼو!
داسلام دمقدس دين په دغه فريضه کښي د حج چي د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو رُکن دئ هغه ښيګڼي ، مصلحتونه ، ګټي او فايدې ددين او د دنيا پرتې دي چي هر د سالم عقل خاوند چي له تعصب او عناد څخه خپل نظر قطع کړي ، او هغه مصلحتونه په غور سره مطالعه کړي نو بې اختياره به دا ومني چي بېشکه اسلام چي هر څه وايي نو په هغه کښي د بشر لپاره رَفعت ، شرافت او هراړخيزه سعادت او نيکبختي د دنيا او آخرت په داسي کچه وجود لري چي په بل هيڅ نظام او مذهب کښي يې مثال څوک نسي موندلائ .
داسلام ددغه مقدسي فريضې چي حج دئ د مصالحو او ښيګڼو بيان په دې ډول درته ذکرکوم :

اول :- دحج ديني او أخروي ګټي .
دوهم :- د حج دُنيوي منافع او فلسفې .

ړومبئ د حج د ديني ګټو و تفصيل ته ځير سۍ ! :
اوله ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي هر څوک چي حج وکړي په داسي ډول چي په ټول وخت کښي د اداکولو د مراسمو دحج له فسق او فساد څخه او له غيرشرعي کارو څخه ځان وساتي نو دغه حج کونکئ له ګناوو څخه داسي پاکيږي لکه څنګه چي دغه حج کونکئ په هغه ورځ کښي له ګناوو څخه پاک ؤ چي دده مور دَی وزيږاوه .
دليل ددې خبري هغه مبارک حديث دئ چي امام بخاري او مسلم ( رحمهماالله ) يې روايت کړئ دئ ، د حديث متن دادئ

مَن حَج البيتَ فلم يَرفُث و لم يَفسُق خَرَجَ مِن ذنوبِه کَيوم ولدتْه أمه .
دوهمه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي په سبب د وُقوف او د دريدو د حاجيانو په عرفات کښي د عالَمِ بشريت خصوصاً د مسلمانانو بُنيادي ، تاريخي او تر ټولو لوۍ دُښمن چي شيطان ملعون دئ له داسي غصې ، غَم ، حقارَت او ذِلت سره مخامخ کيږي چي په بل هيڅ وخت کښي په هغه ډول ناورين پر ده خبيث او ملعون باندي نه جوړيږي .
دليل ددې خبري هغه مبارک حديث دئ چي امام مالِک (رحمه الله ) يې مُرسلاً روايت کړئ دئ ، د حديث متن دادئ :

ما رُئِيَ الشيطان في يوم أصغر ولا أدحر ولا أحقر ولا أغيظ منه يومَ عرفة .
له يوه بزرګ عالِم څخه په ځينو کتابو کښي نقل سوئ دئ چي ده فرمايلي دي : چي په دوران کښي د طلب د علم ځما زه او يو بَل طالِب د عَرَفې په ورځ د حضرت لوط ( عليه السلام ) د قوم د استوګني پر ځائ باندي راغلو که ګورو يو ډير بدشکله څوک د ډيري پريشانۍ او غم په حالَت کښي ناست دئ ، ما په ناڅاپي ډول ورته وويل چي سړيه ته خو ابليس ملعون نه يې ؟


ده راته وويل چي هو !
ماورته وويل چي نو دلته څنګه ناست يې ؟ ده راته وويل چي پنځوس کاله مي يو قوم له سمي لاري اړولئ ؤ ، او په ناروا کارو او ګناوو مي اخته کړئ ؤ ، نن هغه خلګ پر عرفات باندي ودريدل او هر څونه ګناوي چي يې کړيوې ټولي الله (جل جلاله ) ور وبخښلې ، او ځما يې د پنځوستو کالو خواري را برباد کړه ، نو په دې وجه زه ډير بې تابه او ناارامه سوم ، بيا ودغي علاقې ته د قوم د لوط (عليه السلام) راغلم ددې لپاره چي يو څه ارامي راته حاصله سي ، ځکه چي دغه يو داسي قوم ؤ چي ما په کفر او ګناه مبتلا کړئ ؤ او بيا الله پاک په سخت عذاب سره دوۍ په سزا ورسول
امام غزالي ( رحمه الله ) په إحيآءالعلوم کښي ذکر کړيدي چي

إن مِنَ الذنوبِ ذنوباً لايُکَفِّرُها إلا الوقوف بِعَرَفَةِ .
يعني بېشکه ځيني له ګناوو څخه داسي ګناوي دي چي بَل هيڅ شئ يې نه تويوي ماسوی له دريدلو پر عَرَفات باندي .
دريمه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي حج کونکي او عُمره کونکي د الله (جل جلاله) زيارت کونکي بلل کيږي .
څلرمه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي د حج کونکو او عُمره کونکو خلګو دُعاوي د الله تعالی په دربار کښي مُستَجابي دي .
پنځمه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي د حج کونکو او عُمره کونکو سپارښت او شفاعَت چي د نورو خلګو په باره کښي يې وکړي هم و الله (جل جلاله) ته مَقبول او مَنظور دئ .
دليل د دغو خبرو هغه مبارک حديث دئ چي امام غزالي يې په إحيآءالعلوم کښي ذکر کړئ دئ ، د حديث متن دادئ :
الحُجاجُ والعمارُ وَفدُاللهِ عز وجل و زُوارُه إن سَئَلوهُ أعطا هُم و إن استَغفَروهُ غفرلهم و إن دعوه أستجيبَ لَهم و إن شفعو شُفِعوا .
يعني حج کونکي او عُمره کونکي خلګ وفد دالله - جل جلاله- او زيارت کونکي دده دي ، کچيري له الله تعالی څخه د يو شي سوال او غوښتنه وکړي نو الله پاک هغه شئ و دوۍ ته ورکوي او کچيري له الله عزوجل څخه بخښه د ګناه وغواړي نو الله پاک ودوۍ ته ګناوي ور بخښي او کچيري دُعا وکړي دوۍ نو الله � جل جلاله � د دوۍ دُعا قبلوي او کچيري دوۍ شفاعت او سپارښت د يو چا وکړي نو الله پاک د دوۍ شفاعت د هغه چا په باره کښي قبلوي .
شپږمه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي د حج په سبب يو سلو شل ۱۲۰ قسمه رحمتونه د الله � جل جلاله � الله پاک و حاجيانو ته ورنصيب کوي ، چي ددغو رحمتو له جملې څخه شپيته قسمه رحمتونه پر کعبه شريفه باندي د طَواف په وجه د دوۍ په برخه کيږي ، او څلويښت قسمه رحمتونه په دې وجه د دوۍ نصيب ګرځي چي دوۍ په کعبه شريفه کښي لمونځونه کوي ، او شل قسمه رحمتونه په دې وجه د دوۍ روزي کيږي چي دوۍ و کعبې شريفي ته ګوري .
دليل ددې خبري هغه مبارک حديث دئ چي امام غزالي په إحيآءالعلوم کښي او إبن حبان په ضعفآء کښي او بيهقي په شعُب الإيمان کښي په إسنادِحَسن سره ذکړئ دئ چي متن يې په دې ډول دئ :
يَنزِلُ علی هذالبَيتِ في کُلِّ يومٍ مأة و عشرونَ رَحمةً ، سِتونَ للطآئفينَ و أربعونَ للمصلينَ وعشرونَ للناظرين َ .
اومه ديني ګټه اوفايده د حج داده:- چي د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وآله وسلم) تر يومُ القيامَة پوري و حاجي ته او و هغه چا ته چي حاجي و هغه ته دُعا کوي د مغفرت دُعا کړېده ، نو کله چي څوک و حج ته ولاړ سي نو د الله �عَزوجل- د رحمة للعالمين رسول له دغي دُعا څخه برخورداره ګرځي .
دليل ددې خبري هغه مبارک حديث دئ چي امام غزالي په إحيآءالعوم کښي او حاکِم په مستَدرَک کښي ذکر کړئ دئ چي متن يې دادئ :
اللهم اغفر للحاج و لِمَن اسغفَرَ لَه الحاج .
يعني : اې الله ! دحج کونکي ګناوي وروبخښه ، او و هغه چاته بخښنه وکړه چي حج کونکئ و هغه ته د مَغفِرَت دُعا وکړي .
محترمو وروڼو ! کومي ديني فايدې چي د حج مادرته ذکر کړې هغه په عين حال کښي د حج أخروي فايدې هم دي ، خو سره له دې ځيني مصرحي أخروي فايدې هم د حج درته ذکر کوم :

اول ( ۱ ) :
کوم سړئ چي په حج يا په عُمره ولاړ سي بيا په همدغه سفر کښي مړ سي نو د قيامت تر ورځي پوري ده ته د حج کونکي او د عمره کونکي أجر او ثواب ور رسيږي . يعني ګواکي دَی د قيامت تر ورځي ژوندئ دئ او هرکال حج اوعمره کوي .

دوهم ( ۲ ) :
که يو حاجي په يو له حرمينوشريفينو کښي مړ سي نو د قيامت په ورځ کښي نه د الله پاک و حساب ته وروړاندي کيږي او نه حساب ورسره کيږي ، او دا به ورته وويل سي چي زه بې حسابه وجنت ته داخل سه .
ددې دواړو خبرو دليل هغه مبارک حديث دئ چي امام غزالي په إحيآءالعلوم کښي ذکر کړئ دئ چي متن يې دادئ :
مَن خَرَجَ مِن بيتِه حاجاً او مُعتَمِراً فماتَ أجْريَ له أجرُ الحاجِ المُعتَمِر الی يومِ القيامةِ و مَن ماتَ في أحدِ الحرمينِ لم يُعرَض و لم يُحاسَب و قيل له ادخلِ الجنةَ .

محترمو وروڼو ! اوس د حج د مقدسي فريضې و دنـــيوي ګټو او منافعوته فهم وکړۍ ! :
بايد ووايم چي د حج دنيوي مصالِح او منافع و څلورو قسمو ته ويشل کيږي .

اول := په حج کښي د مسلمانانو إجتماعي ګټي .
دوهم := په حج کښي د مسلمانانو سياسي ګټي .
دريم := په حج کښي د مسلمانانو إقتصادي ګټي .
څلرم := په حج کښي د مسلمانانو فردي او شخصي ګټي .

إجتماعي ګټي يې په دې شرحه دي :
اول :- د حج کولو په سبب د دُنيا د مختلفو برخو اود مختلفو قومونو او ممالکو مسلمانان سره يو ځائ کيږي او يو له بله د دوۍ په منځ کښي تعارُف او شناخت پيدا کيږي .
دوهم :- د حج په برکت و مسلمانانو ته دا موقِع مساعده کيږي چي دوۍ يو له بله تفاهُم سره وکړي ، او خپل مشکلات سره ګډ کړي او په حالاتو سره خبر سي .
دريم :- د حج په برکت څرنګه چي د بيخي ليري ليري ځايو مسلمانان يوه کافي زمانه په يوه ځائ کښي لکه کعبه شريفه ، مِنی ، مزدلفه او عَرفات او مدينه منوره سره يو ځائ کيږي ، نو په دې سبب و دوۍ ته ددې زمينه برابريږي چي له يوه او بَل څخه د صحيح فَرهَنګ او کُلتور او د علم او پوهي استفاده وکړي .
څلرم :- د حج په سبب د مسلمانانو د مختلفو مذهبو ، بېلابيلو قومو ، جلاجلا هيوادو او د مختلفو ژبو د خاوندانو تر منځ په دې سبب چي ډير وخت دوۍ يو ځائ سره کښيني او ولاړيږي مينه ، أُلفَت او محبت پيداکيږي .
پنځم :- د حج د فريضې د اداکولو په سبب د مختلفو مذهبو د مسلمانانو په منځ کښي دمذهَبي کړکيچ او تعصُّب مخه نيوله کيږي ، او د مسلمانانو په منځ کښي د هَماهَنګۍ او و يوه اوبل ته د قرب او نزديکت لاري خلاصيږي .

دحج د فريضې سياسي ګټي په دې شرحه دي :
اول :- د حج په وجه مسلمانان و خپل پيوستون او د وَحدت او يو والي و اساسي منابعو ته متوجه کيږي ، او ودې ته رابلل کيږي چي دوۍ بايد د هميش لپاره سره يو مُټئ او د يوه تن او بدن په شان خپل ځانونه سره وبولي .
دوهم : د اسلام دُښمنانو که بالفرض د مسلمانانو په مختلفو هيوادو کښي داسي تَحريکات چلولي وي چي ديوه ملک مسلمانان د بل ملک پر مسلمانانو باندي بَد ظنه او بد ګمانه وګرځوي ، نو له دې امله چي دحج په موسم کښي د ټولو هيوادو مسلمانان سره يو ځائ کيږي نو دوۍ کولائ سي چي په خپل منځ کښي سره وږغيږي چي په نتيجه کښي يې بَدګماني له منځه څخه ليري سي او د دين د دُښمنانو د فساد او د فتنه انګيزۍ حرکتونه إفشا سي .
دريم :- پر هر ملک ياښار د مسلمانانو چي کُفري يَرغَل سوئ وي او د هغه ملک مسلمانان يې په ډول ډول شکنجو او مصيبتو کښي اچولي وي ، نو د حج په موسَم کښي و دغو مظلومو مسلمانانو ته دا فرصَت پيداکيږي چي د دُنيا د بيلابيلو ملکو مسلمانان له خپل مظلوميت څخه او د کفر له استبداد او ظلم څخه خبر کړي ، تر څو چي په ګډه بيا لازم تصميمونه او تدابير په عمل کښي راولي .
څلرم :- د حج په موسَم کښي د إسلام دُښمنانو ته د مسلمانانو د أخوَّت او وَحدت منظره په عَمَلي ډول ښکاره کيږي ، چي دا د دوۍ لپاره د زيات سرزنښت او مَرعوبِيَت سبب ګرځي .
پنځم :- د حج په مُوسَم کښي مسلمانانو ته د مسلمانانو د ترقۍ ، فَتح او د غلبې او د کُفارو او د دين د دُښمنانو د مقهوريت او مغلوبيت وختونه ورپه ياديږي ، چي ددې په نتيجه کښي د مسلمانانو فِکر او عقل و دې ته هڅه ول کيږي چي د إسلام په ابتدايي قرنو کښي چي د مسلمانانو د دين پر دښمنانو باندي عَقل حيراونکې فتحي او کاميابۍ نصيب سوې او د کفارو غټ غټ قدرتونه مغلوب او مقهور ورته وګرځيدل ، دا د کومو اسبابو او عواملو له مخي وو ؟ دارنګه نن صبا چي معامله بالعَکس سوه ددې بيا کوم عوامِل او سببونه دي؟ .
شپږم :- د حج په موسَم کښي چي مسلمانان هر رُکَن او عَمَل د حج له أرکانو او أعمالو څخه ادا کوي نو هغه ځانته ځانته يو غټ بُنيادي او سياسي تَعليم و مسلمانانو ته ورکوي ، چي په دې ارتباط زه په يوه مثال سره إکتفا کوم :
کله چي له مُزدَلِفې څخه د لوۍ أختر په سهار په متحِد او مُتفِق ډول مسلمانان د شيطانانو د ويشتلو وځائ ته سره راسي ، او ټول په يوه وار پر جُمرو او شيطانانو باندي د ډبرو وارونه کوي نو په دې کښي و مسلمانانو ته دا دَرس او تعليم موجود دئ چي په دغسي مُتحِد ډول بايد تاسي هميشه د دين د دُښمنانو په مُقابِل کښي ولاړ اوسۍ او دغه ډول په إتفاق او إتحاد سره پر خپلو دُښمنانو باندي د تورو او بَرچو او داسي د نورو جنګي وسائلو ګذارونه کوي .

د مسلمانانو لپاره دحج إقتصادي ګټي او فايدې په دې ترتيب دي :
اول :- له دې امله چي د حج د فريضې اداکول د اکثرو مسلمانانو لپاره ودې ته ضرورت لري چي دوۍ به مالي توان او طاقت لري ، ځکه بيله مالي توان څخه دوۍ نسوائ کولائ چي و حرمينو ته ځانونه ورسوي او بيا مَناسِک د حج ادا کړي ، نو په دې سبب د حج شائقين او مينه دار مسلمانان له اسراف او تبذير څخه ( کوم چي د اسلام د مقدس دين له نظره هم ډير ناوړه کارونه دي ، الله پاک د تبذير په اړه و خپل پيغمبر ته فرمايلي دي : ولا تُبَذر تَبذيراً إن المُبَذرينَ کانوا إخوانَ الشياطين و کانَ الشيطان لرَبکَ کفوراً .
او د إقتصاد لپاره هم په لوړه کچه خطرناک او ضررناک کارونه دي ) ځانونه ساتي ، ددې لپاره چي دوۍ دونه سرمايه او مالي بَچَت برابر کړي چي د حج د فريضې د مصارفو کفايَت ورته وکړي .
دوهم :- د حج فريضه و مسلمانانو ته پر دې باندي باعثتوب ورکوي چي دوۍ د حلال مال او دولت د حاصِلولو لپاره کوشش وکړي او کِسَب او تِجارَت وغيره کوم چي په إسلام کښي د إقتصاد د پياوړي کيدو لپاره سالمي لاري دي عمَلي کړي .
دريم :- له هر إسلامي مَملَکت څخه چي د هغه مملکت د حکومت په ذريعه و کعبې شريفي او مدينې منورې ته حاجيان رسول کيږي او په بدل کښي ددې له دوۍ هر يوه څخه حکومت يوه کافي اندازه مَبلَغ او پيسې اخلي ، نو دا د هغه ملک د بيت المال او د إقتصاد د قوي کيدو لپاره يو ډیر مُهِم عامِل او سبب ګرځي .
څلرم :- ډير داسي معامَلات او جائز کِسبونه سته چي د يوه ملک مسلمانان له هغوۍ سره اشنايي او بلديت لري او د بل ملک مسلمانان يې بيا نه ورسره لري ، کله چي د حج په موسم کښي د ټولو أکنافو او أطرافو مسلمانان سره رايو ځائ کيږي نو دا زمينه ورته براريږي چي په دې اړه دوۍ ځيني له ځينو نورو څخه إستفاده وکړي .
پنځم :- ډير داسي د خريد او فروخت شيان سته چي په يوه ملک کښي د مسلمانانو يې قيمت کَم وي يا بيخي مُفت پيداکيږي او په بل ملک کښي بيا هغه شيان په لوړه کچه قيمتي وي ، نو په دې وجه چي دغه شيان بيخي کمه اندازه حاجيان له ځانه سره يوسي او د هغه ملک مسلمانان چي دغه شيان هلته وجود نلري له دوۍ څخه رانيسي نو ودواړو طرفو ته د دوۍ د إقتصاد د قوت سبب ګرځي .
شپږم :- خصوصاً په سعودي کښي د سعودي خلګ د حج په موسَم کښي له حاجيانو سره د خريد او فروخت په معاملو کښي هرسړئ دونه مالي ګټه او فايده تر لاسه کوي چي تر بل موسمه د حج پوري يې د ټولو مصارفو کِفايَت کوي .

د حج د فريضې فردي او شخصي ګټي په لاندي ډول دي

اول :- د حج په وجه حج کونکئ په ټولنه کښي د� الحاج � يا د �حاجي صاحب� په نامه سره ياديږي کوم چي د مسلمانانو په منځ کښي د فَخر او عَظمت نوم او لَقَب دئ .
دوهم : - حج کونکئ چي له حج څخه و خپلي منطقې ته راسي نو بيا تر مرګه پوري د حج په سبب وده ته داسي عزت او إحترام په خلګو کښي حاصليږي چي له مخه تر حج يې نه درلودئ .
دريم :- حج کونکئ په دې وجه چي د حج په موسم کښي دَی د بيلابيلو قومو او د مختلفو ژبو او ممالکو له خلګو سره يوه درازه زمانه په تماس کښي کيږي ، نو په دې وجه و ده ته داسي بصارت ، بينايي او بيداري او چالاکي حاصليږي چي که حج ته نه وائ راغلئ نو هيڅکله به هغه ډول بصارَت او خُبرَت نه وائ ورته حاصل سوئ .
څلرم :- دحج د مَناسِکو د ادا په وجه او هلته د حج په مَواقِفو کښي و الله ( جل جلاله ) ته د حج کونکي د فرياد ، ژړا ، عُجز او إحتياج په سبب د حج کونکي په رزق او روزي کښي او دده په اولاد او ښځه کښي او دده د کور په ټولو چارو کښي الله ( جل جلاله ) داسي فَيض او بَرکت اچوي چي پخوا تر حج له هغه څخه محروم ؤ .
پنځم : - کله چي حج کونکئ له حج څخه و خپل ځائ ته راورسيږي ، نو تر ډيري مودې پوري دده شخصيت خلګ يو مُتَبَرک بِه - شخصيت ګڼي او د تَبريک او تَبَرُک د حاصلولو په خاطر له ليري ليري ځايو څخه دده و کورته راځي او دده په ملاقات ځانونه مشرف کوي .
خو البته دغه ټولي ګټي په حقيقت کښي د هغه حج کونکي نصيب کيږي چي په حج کولو کښي مُخلِص وي او په صحيح صورَت يې د حج مناسِک ادا کړي وي ، او که داسي نه وي نو بيا به د عبدالرحمن بابا ( رحمه الله ) ددغه شعر مصداق وي چي فرمايلي يې دي :
د مَکې پــه بُزرګي کي خـــو شَک نــسته
مګر خـــَر بـه حاجـــي نسي پــه طـواف .
ومن الله التوفيق .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery