مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

تقريظ

زموږ روحاني پلار شيخ القرآن عظيم الشان و احاديث نبي آخرالزمان استاذالاساتذه ملاذالجهابذه خاتم الاذکيا تاج الفضلاء علامةالعلوم من فيض الحي القيوم صاحب القوة القدسيه رأس الفقهاء والمحدثين المحقق النبيل المتکلم النظار انورشاه ثاني حضرت مولانا محمد عبيدالله ابوالفضل ايوبي القندهاري النقشبندي السليمانخيلي دامت برکاتهم العالية و متعناالله بطول بقائه.


تقريظ

حضرت علامه خزينةالاسرار والکمال جامع الشريعة والطريقة صاحب الشجاعة والسياست خليفة المبارک نانی آقا صاحب حاجي الحرمين الشريفين الحاج مولانا محمد اصغر اخندزاده الحنفي مدظله العالي.

مقدمه

الحمدلله الذي رفع اهل الحق و وضع اهل الباطل و احق الحق و ابطل الباطل والصلْوة والسلام علْی نبينا و سيدنا و سندنا و وسيلتنا في الدارين محمدالنبي المکمل الاکمل و علْی اله و اصحابه الذين جاهدو الاحقاق الحق و ابطال الباطل ورفعوالحق ووضعوالباطل و علی التابعين الذين ناظروا لاظهارالحق و اخفاءالباطل و علْی تبعهم الذين لايخافون لومة لائم في احقاق الحق الراسخ و ابطال الباطل الزائل. اللهم انا نسئلک الفتح والغلبة في المناظرات مع اهل الباطل بجاه الرسول الاکمل.
اما بعد:
په خدمت د اهل اسلام کي دي دا خبره ښکاره وي چي د ډېري زمانې څخه په وطنو کي رنګارنګ عقايد ښکاره کېږي او څه نا څه خلک هغه عقايدو ته لبيک او ښه راغلاست وايي که څه هم هغه عقايد ښکاره باطل او مردود وي او د اهل سنت والجماعت څخه مخالف وي چي د هغو مثالونه په تېره زمانه کي موجود سوي دي او په هغه وختو کي اهل حق علماء کرامو د هغو سره بحثونه کړي دي. دا سلسله روانه وه چي نوبت دې زمانې ته راورسېدی چي يوه فتنه د نجديت وهابيت په رنګ کي په پېښور مردان پنچپير سيمه کي ښکاره سول او د هغو بچيان په ۱۳۸۴ش هـ کال کي زموږ په جهادي مذهبي خاوره قندهار کي راپيدا سول چي تر دغه وخت مخکي زموږ دعوه پر تصوف او طريقت روانه وه حتْی چي اوس جنګ پر مذهب روان سو چي وهابيت غالب سو طريقت ورک سو نو
د مذهب او وهابيت سيالي شروع سول چي د مذهب د ساتلو لپاره الله تعالْیﷻ موږ ته د قلم توفيق راکړ نو قلم را شروع چي تر ۱۳۸۸ش هـ کال پوري يې دوام وکړ چي په نتيجه کي د (مختارالعقايد) په نامه کتاب ځني ترتيب سو او د کتاب نوم دا ځکه مختاراحمد زما مشر زوی دی او کتاب
د عقايدو بحث ځني کېږي چي حقيقت د مذهب او طريقت او شريعت در ته ښکاره سي او د وهابيت، سلفيت، پنجپيريت او برېلويت او نور د مذهب دښمنان د هغو خباثت وپېژندل سي. چي (مختارالعقايد) تر پوره کېدو وروسته زموږ روحاني پلار حضرت مولانا محمدعبيدالله ايوبي صاحب
د کتلو لپاره مطالعه کړ او د تقريط پاڼه د کتاب په سر کي درج ده تر هغه وروسته (مختارالعقايد) شيخ الشريعت والطريقت حضرت مولانا محمد اصغر الحنفي صاحب د کتلو لپاره مطالعه کړ او د تقريظ پاڼه د کتاب په پيل کي درج ده. او زما ورور مولوي عبدالظاهر صاحب د کتاب د پيل څخه تر پوره کېدو پوري زما سره پوره مرسته کړې ده.
الله تعالْیﷻ دي موږ ته او د غه زما سره مرسته کوونکو ته او
د دغه کتاب کتونکو ته او په دغه کتاب عمل کوونکو ته اجر عظيم راکړي الله تعالْیﷻ مو دي د شرم او حيا پرده خوندي کړي الله تعالْیﷻ مو دي په دغه عمل مخ نه راتوروي د خپلي رضا لپاره دي دغه کتاب راڅخه قبول کړي په روی د سردار عالمﷺ زموږ خبر ستاسو اجراء. په توفيق د الله تعالْیﷻ و بمنه وکرمه ذالک فضل الله يو تيه من يشاء والله ذوالفضل العظيم.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery