مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول او وفات النبي لړۍ

بسمه تعالی !!
اللهم صل و سلم وبارک أفضل صلاتک و سلامک و برکاتک علی سيدنا محمد و آله و صحبه أ جمعين .
محترمووروڼو!په دي برخه کښي يوه بله برخه د لمانځني دميلادالنبي دمشروعيت اوافضليت په باره کښي ځيني نور شرعي دليلونه درته ذکرکوم .

(۱)علامه کاشفي صاحب د تفسير حسيني د � روضة الشهدآء � په ص ۱۰۴ کښي ذکر کړيدي چي په أکابرو د صحابه کرامو کښي له يوه صحابي څخه روايت دئ چي هغه سترګي چي پر جناب رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم ) باندي وژاړي ( يعني دده مبارک د وفات او رحلت په وجه ) نو هغه سترګي به د دوږخ اور نه وويني ( يعني د دوږخ اوربه پر حرام سي ) .

علامه کاشفي ( رحمه الله ) ذکر کړيدي چي دغه حکم تر أهل د زمانې د رسول عليه الصلاة والسلام پوري اختصاص نه درلودئ بلکي د قيامت تر ورځي پوري وټول أمت د إجابت ته دغه حکم ورشامل دئ ، هر څوک چي په هر وخت کښي د إسلام د پيغمبر له وفات څخه متاثر او متحير سي او له درد څخه د فراق دده وژاړي په دغه حکم کښي داخل دئ ؛ ځکه فوت د آنحضرت ( صلی الله عليه وسلم ) د ټول أمت دپاره مصيبت ؤ او ټولو لره په همدغه مصيبت کي ژړا کول لازم دئ او غم او پريشاني کول و ټول أمت ته يو متحتم حکم دئ ، بلکي پيرانان او ملائکه ، مځکه او اسمان ، ثوابت او سياره ستوري ، غرونه او ډبري ، واښه او درختي ، وحشي حيوانان او خزندې ، درنګان او د هوا مرغان او د درياب ماهيان په تعزيت او غم کښي دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم مشارک او مساهم دي او ژړيدونکي ، محزون او متالم دي .

غزل :
اې زهجرانت زمين و آسمان بګريسته
سينه و دل خون شده روح وروان بګريسته
کن فکان چون قا لب اندتو چو جاني لاجرم
در عزائ تو تمام کن فکان بګريسته
ني همي ما خاکيان بهري تو ماتم داشتيم
بلکي رضوان نيز در باغ جنان بګريسته
خون ګري ايديده بهر سيد کز ماتمش
جبرئيل اندر فلک با قدسيان بګريسته
آدم و نوح و خليل و موسی و عيسی بهم
در عزائ سيد آخر زمان بګريسته
أهل بيت آن دم که ګريان ګشته از بهر رسول
سنګ خارا بردل پر درد شان بګريسته


( ۲ ) : امام سيوطي ( رحمه الله ) د خپل کتاب � الحاوي للفتاوی � په ج۱ ص ۱۸۱ کښي د إسلام د پيغمبر د مولد د لمانځني په باب داسي فرمايلي دي :

إن أصل عمل المولد الذي هو اجتماع الناس وقرآءة من القرآن ورواية الأخبار الواردة في مبدأ أمرالنبي ( صلی الله عليه وسلم ) و ما وقع في مولده من الآيات ثم يمدلهم سماط يأکلونه و ينصرفون من غير زيادة علی ذلک هو من البدع الحسنة التي يثاب عليها صاحبها لما فيه من تعظيم قدر النبي ( صلی الله عليه وسلم ) و إظهار الفرح و الإستبشار بمولده الشريف .

يعني چي ځما په نزد أهل د عمل د مولد چي راټوليدل د خلګو دي او قرآئت د قرآنکريم دئ او بيانول د هغو روايتو دي چي په ابتدا کښي د شان د نبي ( صلی الله عليه وسلم ) راغلي دي او بيانول د هغه څه دي چي هغه پيښ سويدي ( يعني د تولد په وجه له خارق العادته شيانو څخه ) بيا و خلګو ته د تصدق او د خيرات سترخوان غوړولي دي چي خلګ خورک ورڅخه وکړي او وروسته بيا و خپلو ځايو ته ولاړ سي ، بېله دې چي يو نامشروع کار په دغه مجمع کي وکړ سي ، نو دا ډول عمل او لمانځنه د مولد له جملې څخه د هغو حسنه بدعتو دئ چي و عمل کونکي ته يې ثواب ورکړکيږي ؛ ځکه په دغه کار کښي اظهار د عظمت د قدر نبي ( صلی الله عليه وسلم ) را ځي او اظهار د خوشحالۍ او د استبشار په مولد شريف دده مبارک سره راځي .

فاکهاني کوم چي له مالکي علماؤ څخه دئ او د إسلام د پيغمبر د ميلاد د لمانځني پر خلاف يې يوه ليکنه کړېده علامه سيوطي وروسته له ذکر سوي بيان څخه په خپل کتاب کښي د فاکهاني ليکنه رانقل کړېده او جمله پر جمله يې رد کړېده او جواب يې ورکړئ دئ ، که څوک ددغه ايراد او رد خواهش لري نو و حاوي ته دي مراجعه وکړي .

(۳هممدارنګه امام أبو عبدالله إبن الحاج په � مدخل � کښي د إسلام د پيغمبر د مولد د لمانځني په هغه ډول چي موږ يې ذکر وکړمدحه کړېده ، البته که د لمانځني په اجتماع کښي کوم منکر کارونه وي نو هغه يې رد کړيدي .

(۴)د إسلام پيغمبر( صلی الله عليه وسلم ) په خپله د خپل ولادت لمانځنه کړېده ؛ خکه يو وخت يوه سآئل له ده مبارک څخه پوښتنه وکړه چي د دوشنبې په ورځ روژه نيول څنګه دي ؟ يا دا مطلب چي يا رسول الله د دوشنبي په ورځ ته روژه ولي نيسي ؟

نو ده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل : � ذاک يوم ولدت فيه � يعني د دوشنبې ورځ داسي ورځ ده چي په دغه ورځ کښي زه زيږيدلئ يم ( رواه مسلم رقم الحديث ۲۷۴۷ ) .
نو تشريف ددغي ورځي کوم چي له ذکر سوي حديث څخه فهميږي متضمن دئ تشريف د هغي مياشتي لره چي دَی مبارک په کښي زيږيدلئ دئ چي د ربيع الأول مياشت ده .

(۵)همدارنګه که د صحيحينو و يوه مبارک حديث ته په غور وکتل سي او له تعصب او إنحراف څخه إعراض وکړ سي نو دا خبره په ډاګه ورڅخه معلوميږي چي په عبادتي أمورو سره د ميلاد لمانځنه په حديث سره ثابت عمل دئ او ودې ته ضرورت نسته چي بدعت حسنه ورته وويل سي ، د هغه مبارک حديث مضمون دادئ چي کله چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) و مدينې منوري ته راغلئ نو يهود يې وليدل چي د عاشورآء په ورځ بې روژې نيولې ، نو د إسلام پيغمبر له دوۍ څخه پوښتنه وکړه چي تاسي په څه سبب په دغه ورځ روژه نيسۍ ؟ دوۍ ورته وويل چي په دغه ورځ کښي الله پاک فرعون غرق کړئ دئ او موسی ته يې نجات وربخښلئ دئ نو موږ د الله تعالی ددغه نعمت د شکر ادا کولو په خاطر روژه نيسو !

په ځنو روايتو کښي داسي راځي چي � و نحن أولی بموسی منکم � يعني د إسلام پيغمبر و يهودو ته وفرمايل چي په موسی خو موږ تر تاسي ډير حقدار يو ( يعني موږ خو بايد بيخي په دغه ورځي کښي روژه ونيسو ) .


(۶)و في الکاملية في ص۲۶۳ :
سئلت عن قرآئة مو لده الشريف ( صلی الله عليه وسلم ) و إجتماع الناس لذلک فرحًا بقدومه و استبشارا بمجيئه ما حکمها ؟
فالجواب أن قرآئة المولد علی الوجه المشروع ممدوحة شرعًا لاشتمالها علی تعظيمه و إظهار علامات نبوته .

(۷)و في المهند علی المفند المشهور بعقائد ديوبند ص ۶۴ :
السؤال الواحد والعشرون ما تقولون أن ذکر ولادته ( صلی الله عليه وسلم ) مستقبح شرعًا من البدعات السيئة أم غير ذلک ؟
الجواب ؟ حاشا أن يقول أحد المسلمين فضلا أن نقول نحن أن ذکر ولادته الشريفة ( صلی الله عليه وسلم ) بل ذکر غبار نعاله وبول حماره ( صلی الله عليه وسلم ) مستقبح من البدعات السيئة المحرمة فالأحوال التي لها أدنی تعلق برسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) ذکرها من أحب المندوبات و أعلی المستحبات عندنا سوآء کان ذکر ولادته الشريفة او ذکر بوله و برازه و قيامه و قعوده و نومه و نبهته کما هو مصرح في رسالتنا المسماة بالبراهين القاطعة في مواضع شتی .


(۸)سئل مولانا أحمد علي المحدث السهارنپوري تلميذ الشاه محمد إسحق الدهلوي ثم المهاجر المکي عن مجلس ميلاد بأي طريق يجوز و بأي طريق لايجوز ؟
فأجاب بأن ذکر الولادة الشريفة لسيدنا رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) بروايات صحيحة في أوقات خالية عن وظآئف العبادات الواجبات و بکيفيات لم تکن مخالفة عن طريقة الصحابة و أهل القرون الثلاثة المشهود لها بالخير و بالإعتقادات التي لم تکن موهمة بالشرک والبدعة و بالآداب التي لم تکن مخالفة عن سيرة الصحابة التي هي مصداق قوله عليه الصلوة و السلام
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery