مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول اوميلادالنبي

بسمه تعالی ! !
محترمومسلمانانو ! په دې او راتلونکې برخه کښي وتاسي محترمو ته د إسلام د پيغمبر د ولادت او د زوکړي او دارنګه دده مبارک د زوکړي د تاريخ په شا وخوا کښي د ځينو مهمو خارق العادته پيښو بيان درته کوم کومي چي په شريعت کښي � ارهاصات � ورته ويل کيږي :
اول : د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د تولد او زوکړي نيټه او تاريخ :
شيخ عبدالحق محدث دهلوي په � مدارج النبوت ج ۲ ص ۱۴ � کښي ذکر کړيدي چي جمهور د أهل سِيَر اود تواريخ پر دې خبره باندي دي چي تولد او زوکړه د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په � عام الفيل � کښي وروسته له دې څخه چي د فيل د واقعې څلويښت ورځي يا پنځه پنځوس ورځي تيري سوي وې سوېده ، او دغه قول أصح د أقوالو دئ .

او دارنګه داخبره مشهوره ده چي تولددده مبارک د � ربيع الأول � په مياشت کښي سوئ دئ .
او ځينو علماؤ پر دغه خبره باندي ادعا د اتفاق کړېده .

دارنګه د ده مبارک تولد په دولسمه د ربيع الأول کښي سوئ دئ ، او په دې باره کښي نور قولونه هم راغلي دي خو دغه قول أشهر او أکثر دئ ، او د مکې د خلګو عمل هم پر دغه خبره باندي جاري ؤ ؛ ځکه چي دوۍ به د ربيع الأول په دوولسمه د إسلام د پيغمبر د ولادت د ځائ زيارت کاوه ، او دده مبارک د زوکړي په مناسبت چي به کوم د خير کارونه دوۍ کول نو هغه به هم د ربيع الأول په دوولسمه شپه کښي وو .

او دارنګه ورځ د دوشنبې وه ، لکه څرنګه چي و ده مبارک ته له الهي لوري څخه ابتدا د وحي او هجرت دده مبارک له مکې مکرمي څخه ، او رسېدل دده و مدينې منورې ته او فتح د مکې شريفي او وفات دده مبارک د دوشنبې په ورځ سويدي .
د دوشنبې د ورځي چي د ربيع الأول دوولسمه ورځ وه ، د صبح صادق په وخت کښي دده مبارک زوکړه وسوه .

او ځينو علماؤ فرمايلي دي چي دده مبارک تولد د دوشنبې په شپه کښي سوئ دئ ، دغه علمآء پ دې سره دليل نيسي چي په رواياتو کښي راغلي دي چي دده مبارک د زوکړي په وخت کښي ستوري و مځکي ته رانژدې کړه سوه او دارنګه شهب او کواکب پرلپسې د اسمان له طرفه رالوېدل ، خو د دوۍ له دغه استدلال څخه په دې ډول جواب ورکړ سوئ دئ چي د إسلام د پيغمبر د ولادت او د نبوت زمانه خو د خارق العادته شيانو د ښکاره کيدو زمانه وه نو دا ممکن دئ چي رانژدې کيدل د ستورو دي و مځکي ته او دارنګه سقوط د ستورو دي په خارق العادته توګه د ورځي واقع سوئ وي .

پوه سه ! چي د علمِ نجوم ځينو ماهرانو ذکر کړيدي چي په کوم ساعت کښي چي د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) تولد سوئ دئ هغه ( يعني د دنيا د ټول عمر په ساعاتو کښي ) تر ټولو اسعد او ډير نيکبخته ساعت ؤ ، لکه چي په � روضة الأحباب � کښي هم ددې ذکر راغلئ دئ ، خو محدث دهلوي فرمايلي دي چي حقه خبر داده چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) متشرف په زمانه سره ندئ بلکي زمانه په ده سره متشرفه ده ، همدا سبب دئ چي ولادت دده مبارک په هغو مياشتو کي ندئ واقع سوئ چي په کرامت او برکت سره مشهوري دي لکه محرم ، رجب او رمضان .
له حضرت ابن عباس څخه روايت دئ چي : � ولدَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يوم الإنين و أستنبئ يوم الإثنين و خرج مهاجرا من مکة الی المدينة يوم الإثنين و قدم المدينة يوم الإثنين و توُفيَ يوم الإثنين و رفِعَ الحجرالأسود يوم الإثنين � تفرد به أحمد ، وفي رواية بزيادة : � نزلت سورة المآئدة يوم الإثنين � (کذافي البداية والنهاية ) .

د � محاضرات تاريخ الأمم الإسلامية للخضري � کښي د ج۱ص۶۲ کښي ، دارنګه د � رحمة اللعالمين � د ج۱ ص۳۸ـ۳۹ کښي

د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) د مَولد په باب داسي راغلي دي : � ولد سيد المرسلين (صلی الله عليه وسلم) بشعب بني هاشم بمکة في صبيحة يوم الإثنين التاسع من شهر ربيع الأول ، لأول عام من حادثة الفيل ، ولأربعين سنة خلت من ملک کسری أنوشيروان ، ويوافق ذالک العشرين او الثاني و عشرين من ابريل سنة ۵۷۱م حسبما حققه العالم الکبير محمد سليمان المنصور فور و المحقق الفلکي محمود باشا � .

او شيخ محمد رضا د خپل کتاب � محمد رسول الله � چي د ډيرو عمده کتابو د سِيَر او دتاريخ له پخوړ څخه جوړ دئ په ص۱۲ کښي د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) د مَولِد په ارتباط داسي ذکر راغلئ دئ : � ولد النبي (صلی الله عليه وسلم) في فجر يوم الإثنين لاثنتی عشرة ليلة مضت من شهر ربيع الأول ( و هل مکة يزورون موضع مولده في هذا الوقت ) في عام الفيل ، و لأربعين سنة خلت من حکم کسری أنوشيروان خسرو بن قباذ بن فيروز ۲۰ أغسطس سنة ۵۷۰م بمکة في الدار التي صارت تدعي لمحمد بن يوسف الثقفي أخی الحجاج ، و کانت قبل ذلک لعقيل بن أبي طالب و نزل علی يد الشفا أم عبدالرحمن بن عوف فهي قابلته � .

د � ألأنوار المحمدية من المواهب اللدنية � په ص۶۷ کښي راغلي دي چي علمآؤ اختلاف کړئ دئ په شان کښي د کال د ولادت د نبي (صلی الله عليه وسلم) خو أکثر علماء پر دغه خبر باندي دي چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) په عام الفيل کښي زيږېدلئ دئ ، په داسي حال کښي چي د فيل له واقعې څخه ۵۰پنځوس ورځي تيري سوي وې او مياشت د ربيع الأول وه ، ورځ د دوشنبې وه ، وخت د صبح صادق ؤ او د ربيع الأول دوولسمه وه .

محترمو مسلمانانو ! په راتلونکي برخه کښي به و تاسي ته د هغو عجآئباتو او خارق العادته پيښو بيان وسي کومي چي دده مبارک د تولد د وخت پر شاوخوا پيښي سويدي .
نور بيا . . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery