مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ربیع الاول او وفات النبي لړۍ

بسمه تعالی !!!
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
محترمومسلمانانو! علماؤ دسير اودتاريخ ذکرکړيدي چي دهجرت په لسم کال چي پيغمبر داسلام دحجة الوداع په سفر ومکې مکرمي ته سره له خپلو جان نثارو اصحاب کرامو ولاړئ نو په داسي حال کښي چي دعرفي ورځ وه او داسلام پيغمبر سره له اصحاب کرامو دعرفات په ساحه کښي ؤ له الهي لوري پرده مبارک باندي دغه مبارک ايت نازل کړسو
اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام ديناً .
يعني اي مومنانو ! نن ورځ وکمال ته ورساوه ما دين ستاسي اوپوره مي کړ پرتاسي باندي نعمت خپل اوخوښ او غوره مي کړ ستاسي دپاره اسلام په حيث ددين .
داسلام پيغمبر ددغه ايت مبارک له مضمون څخه دانتيجه ترلاسه کړه چي لکه چي له دنيا څخه ځمادرحلت اودانتقال وخت رانژدې سوئ دئ ، هو! دايوه مثبته قاعده ده چي هرشئ چي وکمال ته ورسيږي نوآفت دزوال اودنقصان ورپسي وي .

بيت :
چوافتاب به نصف النهار يافت کمال
مقرر است که رويي نهدبه صوب زوال
علماؤ دسيرفرمايلي دي چي داسلام پيغمبر وخپلوقدرمنواصحابوته په هغه خطبه کښي چي په عرفات کښي يې ودوۍ ته ويله له دغي اشارې څخه اطلاع ورکړه اوورته وې فرمايل چي دحج مناسک له ما څخه په صحيح صورت زده کړۍ ، ښایي چي له دغه کال څخه ورسته به بيازه اوتاسي نه سره ووينو ، اوهمدارنګه یې ورته وفرمايل چي اې اصحابو ! دقيامت په ورځ ځما په باره کښي له تاسي څخه داسي پوښتنه کړه کيږي چي :
محمد صلی الله عليه وسلم په تاسو کښي څنګه ‌‌ژوند تير کړ ؟ نوتاسي به ددغي پوښتني په جواب کښي څه واياست ؟ اصحابو کراموورته وفرمايل چي اې پرموږ باندي ګران اومحترم رسوله ! موږ به دقيامت په ورځ پردې خبره باندي ګواهي ورکوو چي تاپه ډيره فوق العاده طريقه سره الهي امانت چي وظيفه درسالت اودپيغمبرۍ ده ترسره کړه او و خلګو ته دي دارشاد اودنصيحت حق په اعلی درجه ورپرځائ کړ .
وروسته له دې څخه رحمة للعالمين رسول خپله مبارکه سبابه ګوته داسمان وطرف ته پورته کړه اوبيرته یې دځمکي وطرف ته راوړله اوداسي یې وفرمايل چي : � اللهم اشهد اللهم اشهد � يعني اې الله ته شاهد سه ! اي الله ته شاهد سه ! (يعني ځما داصحابو پردغه ذکر کړه سوې وينا باندي ) وروسته له دې چي داسلام پيغمبر د حج له سفرڅخه دمدينې منورې پرطرف راروان سو اوو �غدير خم � ته کوم چي دجحفې په علاقه کښي واقع يوځائ دئ راورسيدئ ، دماپښين دلمانځه او ل وخت ؤ داسلام پيغمبر سره له اصحابو کرامو په همدغه اول وخت کښي دماپښين لمونځ اداکئ ، بيایې واصحابو ته خپل مبارک مخ وروګرځاوه اوداسي یې ورته وفرمايل : � الست اولی بالمومنين من انفسهم �
يعني ايا نه يم زه ډيرسزاوار اولائق په مومنانو له نفسو اوله ځانو څخه ددوۍ ؟
ټولو اصحابو ورته وويل : � بلی يارسول الله ! �
يعني هو ! اي دخدائ رسوله ! بيشکه ته په موږ سره ترموږ ډير حقداریې .
الله جل جلاله په قران کريم کښي فرمايلي دي : � النبي اولی با لمؤمنين من انفسهم )� يعني نبي حضرت محمد ( صلی الله عليه واله وصحبه وسلم ) ډير لائق اوسزاوار دئ په مومنانو له نفسو ددوۍ ، وروسته د إسلام پيغمبر حضرت علي تر لاس ونيوئ او وې فرمايل :� د هر چاچي زه مولا يم نو علي بن أبي طالب هم د هغه مولا دئ � بيا يې و حضرت علي ته دغه پنځه دعاوي وکړې :

اللهم وال من والاه
يعني اې الله دوست ولره هغه څوک چي حضرت علي د ځان دوست ګڼي .
و عاد من عاداه
او دښمن ولره هغه څوک چي علي د خپل ځان دښمن ګڼي .

واخذل من خذله
او خپل مدت او کومک بند کړه له هغه چا څخه چي له علي څخه خپل کومک بندوي .
وانصر من نصره
او مدت وکړه د هغه چا چي مدت کوي د علي .

وأدر الحق معه حيث کانَ
يعني او راګرځوه حق له علي سره هر چيري چي دَی وي .
د إسلام دوهم خليفه و حضرت علي ته وفرمايل : � بخ بخ بخ يا ابنَ أبي طالب ! أصبحتَ مولا کل مؤمن و مؤمنة � .
يعني خوشحالي دي وي تا لره اې د أبوطالب ځويه ! ځکه وګرځيدلې ته مولا د هر مؤمن او د هري مؤمني .

نظم :
هر که را هست با علي کينه
درسخن حاجت دراز ي نيست
نيست در دستش آستين پدر
دامن مادرش نيمازي نيست

بيا وروسته د إسلام پيغمبر و خلګو ته وفرمايل چي داسي معلوميږي چي زه و عالمِ بقا ته دعوت کړ سوئ يم او ما هم ددغه دعوت اجابت وکړ ، اې أمتيانو پوه سۍ ! چي ما ستاسي په منځ کښي دوه ډير لوۍ شيان پريښودل او يو په دغو دوو کښي له هغه بل څخه ډير لوۍ دئ : اول قرآنکريم ، دوهم أهل بيت ځما ، نو تاسي فکر کوۍ ا احتياط کوۍ په دې کښي چي وروسته له ما څخه به له دغو دوو شيانو سره څه قسم سلوک کوۍ ؟ او ددغو دوو شيانو د حقوقو رعايت به په څه کيفيت او ډول سره کوۍ ، او دغه دوه شيان يو له هغه بله تر هغه پوري نه سره جلا کيږي چي د حوض کوثر پر غاړه وماته رارسيږي .

البته ډيرو امتيانو د إسلام د پيغمبر دغه مبارک هدايت داسي نظراندازه کړ چي اضافه يې تصور هم نسي کيدلائ ، له أهل بيتو سره د جفاکارۍ او د بې التفاتۍ يوه لويه نمونه � يزيد� او دده ملګري وو .

غزل :
اې بجاي تو من وفا کرده
تومکافات آن جفاکرده
من ترا چون بحشر تش نشوي
وعدهء شربت صفاکرده
بوده بيګانه و ترا باحق
به نصيحت من آشناکرده
درمکافات توحسين مرا
به غم آب مبتلا کرده
آن حسين که جبرئيل اورا
هر کجاديده مرحبا کرده
فاطمه ازبرايي تربيتش
صد سحراګاه ربنا کرده
او دارنګه د إسلام د پيغمبر ډيرو امتيانو بيا دده مبارک ذکر سوئ وصيت د قرآنکريم په باره کښي داسي صرف نظر وګرځاوه چي هيڅ يو حکم له أحکامو د قرآنکريم څخه نسته چي دوۍ دي د هغه مخالفت نه وي کړئ ، بلکي أکثرو مسلمانانو داسي طرز او رويه غوره کړېده چي و رسم او و رواج او و قومي عنعناتو ته ، بلکي و کفري فلسفو او أصولو ته چي نيغ په نيغه او په ښکاره ډول د قرآنکريم خلاف دي ، د قرآنکريم پر هداياتو باندي و هغوۍ ته حق د اوليت ورکوي ، حتی په قرآني هداياتو عمل کول د تسفل او د تنزل سبب ګڼي ، لکه چي د موجوده زمانې أکثر تش په نامه مسلمانان او د دوۍ حکمرانان ددې خبري واضح مثالونه دي .
علماؤ د سيَر او د تاريخ ذکر کړيدي چي په حجة الوداع کښي د � منی � په شپو کښي د � إذاجآءنصرالله� مبارک سورت نازل سو ، د إسلام پيغمبر و جبرئيل ته وفرمايل چي اې جبرئیله ! له دې سورت څخه داسي معلوميږي چي الله پاک ماته خبردارئ راکوي چي له دې دنيا څخه به رحلت کوم ؟ حضرت جبرئیل په جواب کښي د إسلام و پيغمبر ته وويل چي � وللآخرة خيرلکَ مِنَ الأولی � يعني اې د خدائ محترم رسوله ! له دنيا څخه په رحلت کولو کښي ستا دپاره هيڅ د پريشانۍ او د تشويش ځائ نسته ؛ ځکه چي قسم په خدائ دئ چي خامخا آخرت ستا دپاره ډير بهتر دئ له دنيا څخه !
د إسلام پيغمبر ددغه مبارک سورت له نازليدو څخه وروسته پکارو د آخرت کښي له اندازې څخه زيات کوښښ شروع کړ او دغه مبارکي کلمې بې په تکرار سره ويلې : � سبحانکَ اللهم و بحمدِکَ ، اللهم ! اغفرلي إنک أنت التواب الرحيم � .

څرنګه چي أصحاب کرامو د إسلام د پيغمبر له مبارکي خولې څخه دغه کلمې ډيري اوريدلې نو يې وده مبارک ته عرض وکړ چي يا رسول الله ! څه وجه ده چي دغه کلمې ډيري وایې ؟
ده مبارک و خپلو أصحابو ته په جواب کښي وفرمايل چي اې أصحابو ! پوه سۍ ! او ځانونه خبر کړۍ ، زه الله (جل جلاله ) و عالمِ بقا ته بللئ يم ( يعني له دنيا څخه رحلت کونکئ يم ) په دغه حال کښي د إسلام پيغمبر وژړل ، أصحابِ کرامو ورته وويل چي اې د کآئناتو سرداره ! ته له مرګ څخه ولي ژاړې ، ستا دپاره خو هيڅ غم نسته ؛ ځکه په يقيني ډول الله پاک و تاته ګذشته او آينده ټول دربخښلي دي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :� إنافتحنالک فتحًا مبينًا لِيَغفرلک الله ما تقدم من ذنبک و ماتأخر � ؟
د إسلام پيغمبر په جواب کښي و خپلو أصحابو ته وفرمايل چي اې أصحابو ! د مرګ سختي او د قبر تنګي او د لحد تاريکي او أهوال او مشکلات د ورځي د قيامت ټول راتلونکي دي ، نو ځه به ولي نه ژاړم .
محترمو مسلمانانو ! د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) له دغه کلام څخه مقصود هدايت او ارشاد ؤ و أمتيانو ته ، ورنه د إسلام پيغمبر خو له دغو ټولو مشکلاتو څخه مصئون او محفوظ ؤ .

محترمو مسلمانانو ! د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) يوه مياشت له وفات څخه دمخه خواص د أصحابِ کرامو د حضرت عآئشې (رضي الله تعالی عنها ) په کور کښي سره راجمع کړل ، کله چي دده مبارک نظر پر خپلو ګرانو أصحابو باندي ولويدئ نو د رحمت او شفقت له وجي او له خپلو أصحابو څخه د هجران او د فراق له وجي يې تر سترګو مبارګو اوښکي راوبهيدلې .

نظم :
وداع يار و ديارم چو بګذرد بخيال
شود منازلم ازآب ديده مالامال
ميان آتش سوزنده ممکن است آرام
ولي در آتش هجران قرار صبر محال

وروسته يې و خپلو أصحابو ته په دعا شروع وکړه او داسي يې وفرمايل : � مرحبًا بکم و حياکمُ اللهُ بالسلام جمعکم الله رحمَکم الله ، حفظکم الله ، جبرَکم الله ، نصرکمُ الله ، رفعَکم الله ، وفقکم الله ، قبِلَکم الله ، آواکم الله ، وقاکم الله ، سلمکم الله ، رزقکم الله � .

بيا يې و أصحابو ته په نصيحت شروح وکړه او ورته وې فرمايل چي زه وتاسي وصيت کوم په تقوی او پرهيزګاري سره او په دې سره چي هميشه به له الله (جل جلال ) څخه ويريږۍ او تاسي پر الله تعالی سپارم او د الله پاک له عذابو څخه تاسي ويروم ، اې أصحابو ! بايد چي د الله (جل جلاله ) پر بندګانو باندي کبر او لويي ونکړۍ او په ښارو او علاقو کښي د فتنې او د ظلم دروازې خلاصي نکړۍ ؛ ځکه چي الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي چي سرائ د آخرت ( يعني نعمتونه د آخرت ) د هغه چا دپاره دي چي دوۍ نه غواړي چي په مځکه کښي تکبر او لويي وکړي او نه دا غواړي چي فساد ، خرابي او طغيان په مځکه کښي وکړي ، او نيک أنجام خاص متقيانو لره دئ .
أصحابِ کرامو چي کله د إسلام د پيغمبر دغه مبارکي کلمې واوريدلې نو دا يې ورڅخه وفهموله چي لکه چي دَی مبارک له موږ څخه د دارالبقا پر طرف رخصتيږي او دغه ټول تاکيدات او مبالغې چي پخپله مبارکه توصيه کښي يې کوي دا پر دې باندي دلالت کوي چي سفر د آخرت يې رانژدې سوئ دئ او هغه وخت بيخي ژر راتلونکئ دئ چي دَی مبارک به و خدائ ته او و سدرة المنتهی ته او و جنت المأوی ته او و رفيق أعلی ته روانيږي ، نو يې وده مبارک ته وويل چي يا رسو ل الله ! و تاته به غسل څوک درکوي ؟
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي ځما په أهل بيت کښي هغه څوک چي و ماته ډير نژدې دئ هغه به غسل راکوي .

بيا أصحاب کرامو ورته وويل چي اې د خدائ رسوله ! ستا کفن به له کومو جامو څخه درکوو ؟
ده مبارک ورته وفرمايل چي ځما کفن يا له دغو جامو څخه راکۍ کومي چي مي أغوستي دي ، يا له مصري او يا يمني جامو څخه کفن راکۍ او يا له يو بل قسم سفينو جامو څخه کفن راکۍ .
بيا أصحابو ورته وفرمايل چي يا رسول الله ! ستا د جنازې لمونځ به د چا په امامت تر سره کيږي ؟

په دغه وخت کښي ټول أصحاب کرام په ژړا او بغارو سول ، د اسلام پيغمبر هم وژړل ، او و دوۍ ته يې و فرمايل چي صبر کوۍ او بې تابي مه کوۍ ، الله ( جل جلاله ) دي پر تاسي باندي رحمت او مهرباني وکړي او الله تعالی دي ستاسي ګناوي دروبخښي او الله پاک دي ستاسي د پيغمبر له طرفه و تاسي ته د خير جزا او بدله درکړي ، کله چي ماته غسل او کفن راکړۍ نو بيا ما پر جنازه باندي کښيږدۍ او بيا مي په دغه کور کښي د قبر پر غاړه باندي پر جنازه باندي پريږدۍ او يو ځل ټول دباندي راڅخه ولاړ سۍ او په دې پوه سۍ چي اول څوک چي ځما د جنازې لمونځ به ادا کوي هغه به ځما دوست حضرت جبريل وي ، بيا به له ده څخه وروسته حضرت ميکاييل ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به له ده څخه وروسته حضرت اسرافيل ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به ملک الموت سره له يوې ډلي د ملائکو ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به تاسي ډله ډله راځۍ او ځما د جنازې لمونځ به ادا کوۍ ، اول به ځما د أهل بيت نارينه انسانان ځما د جنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به ځما د أهل بيت ښځي او زناني ځما د جنازې لمونځ ادا کړي ، وروسته به بيا پاته أصحاب ځما ، ځما د جنازې لمونځ ادا کړي .

بيا أصحابو عرض ورته وکړ چي يا رسول الله ! و قبر ته به ستا داخلول څوک کوي ؟
د إسلام پيغمبر وفرمايل چي ځما أهل بيت سره له يوې ډلي د مقربو ملائکو به ما و قبر ته داخل کړي ، چي تاسي به دغه ملائکي نه وينۍ او دوۍ به تاسي ويني ، بيا د إسلام پيغمبر و ده ته حاضر سوي أصحاب په خير او نيکي سره ياد کړل او بيا يې ورته وفرمايل چي و هغه أصحابو ځما ته ځما سلام ورسوۍ کوم چي له ما څخه غائب دي او وهغه ټولو خلګو ته ځما سلام ورسوۍ چي د قيامت تر ورځي پوري راتلونکي دي او ځما د دين پيروي کوي .

بيت :
روزي که زتو سلام باشد ما ر ا
آن روز فلک غلام باشد ما را
اې د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) مخلصو امتيانو ! د أمت مهربان رسول د خپلو أصحابو په لاس و تاسي ته خپل سلامونه ورکړيدي او اوس ما له همدغي ورکړي څخه و تاسي ته اطلاع درکړه ، نو د خپل پيغمبر د سلام جواب عقيدةً او أخلاقًا ، قلبًا او لِسانًا او عملا بايد ورکړۍ ، په دې ډول چي خپل ايمان او عقيده برابره کړۍ او خپل أخلاق برابر کړۍ او د خپلو أقوالو او أعمالو تصحيح وکړۍ او د زړه په حضور او د زړه له جوش ، خروش او له ميني څخه ډک د خپل پيغمبر د سلامو په جواب کښي د :
و عليــــــــک الســــــــلام يا رسول الله !

اواز له خولو څخه روباسۍ .
( مدارج النبوة ، روضة الشهدآء و غيره )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery