مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

دلوې خداې په نامه
دداستان د را ټولونکي د زړه خواله :
مونږ د �ایمان پلورنکو دداستان � د لیکوال دروند التمش مننه کوو چې هغه د صلاح الدین ایوبي د قصو لړۍ د داستان په بڼه پیل کړه . دلته مونږ د هغه ( اته) قصې دلوستونکو تر مخ وړاندې کوو . په دې قصو کې تاسې ته ټول هغه څه تر لاسه کیداې شي چې ستاسې او ستاسې د ځوان نسل غوښتنو ته د تیرو پیښو په هکله په ډاډ منه توګه ځواب وایي او تر څنګ یې دهغوی هغه دیني ،ملي او قومي احساسات را ژوندي کوي چې زمونږ دښمن یې د خپلو خوندورو قصو په واسطه د له منځه وړلو په هڅو کې مصروف دې.

ددې( اته) قصو په هکله په لنډه توګه دا ویل اړین ګڼو چې : هومره سازشونه چې د اسلام د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت دساتونکي صلاح الدین ایوبي په وخت کې د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره شوي په بل دور او وخت کې یې سارې نه موندل کیږي . صلیبیانو او یهودیانو د مسلمانو امراؤ او فوځي قومندانانو دپه لاس کې نیولواو اخستلوپه خاطر بې دریغه دولت او شتمنۍ په کار واچولې اوددې ترڅنګ یې د صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي د راپرزولو له پاره خپلو ځوانو او ښایسته نجونو ته روزنه ورکړه او هغوی یې په ډیره بې حیا او بی باکانه توګه د اسلامي سلطنت پر خلاف استعمال کړې . هغوی ته دا څرګنده وه چې صلاح الدین ایوبي ته د جنګ په ډګر کې ماته ورکول اسانه کار نه دې. د سلطان ایوبي د جنګ تګلاره داسې وه چې صلیبیانو به د وګړو او وسایلو د زیادښت سره سره بیاهم ماتې خوړله ، په همدې اساس هغوی په اسلامي سلطنت کې دفساد او ګډوډیو د راپیدا کیدو په خاطر اوپه ځانګړې توګه په مصر کې، چې فوځې قیادت یې د صلاح الدین ایوبي په لاسو کې و، د جاسوسۍ او تخریب کارۍ څخه کار اخست او دهغه وخت د ځوان نسل دکړچار دخرابولو له پاره یې ډول ډول لارې خپلولې . شتمني او ښځې یې بې دریغه استعمالولې او د صلاح الدین ایوبي لوړ پوړي چارواکي او د دولت او فوځ واکداران یې د خپل هیواد،ولس او دین پر خلاف غدارۍ ته هڅول او دهغوی څخه یې د ایمان پلورونکو ډلې تیارې کړې وې .

صلاح الدین ایوبي ته یو جنګ په ډګر کې ور په غاړه و ، دا د سترو سترو معرکو یوه لړۍ وه چې د صلیبي جنګونو تر نامه لاندې مونږ ته را رسیدلې ده . خو دهغو جنګونو کوم تفصیل مونږ ته نه دې را رسیدلې چې سلطان ایوبي د صلیبي جاسوسي شبکو، چې په هغوې کې یې له یوه اړخه ښایسته نجونی ور ننویستې وی او تر څنګ یې د حسن بن صباح په څیر وژونکې ډله هم ورګډه وه ، پر خلاف و جنګید. دغه وژونکو ته یې فدائیان هم ویل . ددې تر څنګ د حشیشینو تر نامه لاندې یوه ډله هم وه . دوی په صلاح الدین ایوبي څلور وژونکي یرغلونه وکړل ، خو د الله (ج) ځانګړې لورونه وه چې دا مجاهد ترې په ډرامایې توګه او دخپلو مټو په زور خوندي ووت . دغه د ځمکې لاندې صلیبي جنګونو هغه په زړه پورې قصې را وزیږولې چې له ډلې څخه یې دلته مونږ ( اته ) خپلو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو.

د تاریخ دا ریښتونې پیښې د تفصیلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاریخ په کتابونو کې نه دي را خستل شوي او شونې علت یې دا هم کیداې شي چې د تاریخپوهانو آند د ځمکې لاندې او د پردو تر شا نه شواي تللاې. داسې پیښې د اړوندو وختو د پیښولیکونکو په لیکنو کې خوندي پاته شوي او یا د سترګو لیدلو شاهدانو بیان کړي دي ، او بیا دا پیښې سینه په سینه د یوه نسل څخه بله ته ژوندۍ را غلي دي.

دروند التمش چې د کار دپیدا کولو په خاطر منځنې ختیځ ته تللای و ، د کار د موندلو سره سم یې د تاریخ دلیکلو حس هم را بیدار شو . هغه په تیرو دولسو کلونو کې د اسلامي هیوادنو بې شمیره کتابتونونه کتلي او د دزیات شمیر کتابتونو د ذخیره ځایو څخه یې هغه کاغذات را ویستلي چې مسؤلینو یې بیکاره ګڼلي او هیسته یې په کاغذټوکریو کې غورځولي و. په هغوی کې د صلاح الدین ایوبي د وخت د سرکاري او غیری سرکاري لیکوالانو لیکل شوي نا چاپ شوي لیکنې تر لاسه شوي چې همدا د سلطان ایوبي د وخت ریښتونې تاریخ تمثیلوي . او دا هماغه پیښې دي چې د تیرو وختو ښویدنې او غداران ایمان پلورنکي بې پردې کوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د عبرت درس او د لارې رڼا ګرځي .

ددې پیښود لیکونکو نه اخوا ، دروند التمش چې دکومو تاریخپوهانو د لیکنو څخه تفصیلي پیښې تر لاسه کړي دي په هغوی کې هیرالډ لیمب ، لین پول ، ولیم آف ټآئر ، قاضي بهاؤالدین شّداد ، محمدفریدابُوحدید، اینټي ویسټ ، واقدي ، هتّي، جنرال محمد اکبرخان رنګروټ ، موئیر، سراج الدین ، اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او یو څو نور نوم ورکي تاریخپوهان شامل دي .

د ۱۹۷۴ زیږدیز کال په ااخر کې التمش پا کستان ته راغې او له ماسره یې و کتل ، زه به د هغه دا احسان تر قیامته پورې له یاده و نه باسم چې هغه دغه ارزښتناکه خزانه د �حکایت � له لارې لوستونکو ته وړاندې کړه . ما د ۱۹۷۵ زیږدیز کال د فبروري دمیاشتې په ګڼه کې ددې لړۍ په خپرولو پیل وکړ چې تر اوسه پورې جریان لري . دا قصې یو پرلپسې تاریخ نه دې ،بلکه د مختلفو وختونو تفصیلي او ډرامایې کړنې دي چې تاسو په کې صلاح الدین ایوبي او د صلیبي جاسوسانو ، څارکښو ، تخریب کارانو ، غلچکي بریدکونکو او د عسکري کمانډو یانو حیرانونکې او په زړه پورې پیښې لوستلاې شئ . د ا په حقیقت کې د ښځې او ایمان تر منځ هاند اوهڅې او نه ختمیدونکې معرکه ده چې تاسې به حیران پاته کړي او که ستاسې د ایمان څراغ چیرې هم مړژواندې وي نو هغه به را تازه کړي. .

ستاسې دهغه وخت دښمن نن هم ستاسې دښمن دې او تر اوسه پورې هم داسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره هماغه خوندناکې لارې استعمالوي. چې پخوا یې ازمایلې دي.
دا قصې پخپله هم ولولئ او خپلو کوچنیانو ته یې هم . که چیرې تاسې په ریښتونې توګه غواړئ خپل کوچنیان د فحش ، لوڅو لغړو او د اخلاقو خرابونکو قصو څخه خوندي کړئ نو دا ( اته) قصې له ځانه سره کورته یوسئ .
ددې قصو په لوستلو سره به تاسې دا احساس کړئ چې نن یو ځل بیا تاریخ تکراریږي او یوه بل صلاح الدین ایوبي ته اواز کوي .


عنایت الله
( د حکایت د میاشتنې مجلې مدیر�لاهور�)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery