مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

 مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان : پنځ� �سمه برخه پرلپسې......( ۳۹)
او زمونږ د ټولو موخې دادي چې د خداېج او د هغې د رسول ص د نظام پولي تر لرې لرې پورې و غځوو او هیواد ددې صلیبي فتنې څخه د ت� � له پاره پاک کړو .(سلطان ایوبي)

مسلمان جنرالان د صلیبي جاسوسي شبکو په لومو کې :دوېمه میرمن.......(۲)
درېيمه شپه البرق له کوره ووت، هغه به تل د کوره د ح اکمانو په څیر په دبدبه کې را بیرون کیده ، خو په دې شپه هغه د غله په څیر په پټه د کوره ووت. ، اخوا دېخوا ئې وکتل ، اوپه یوه لورې باندې روان شو. د قاهرې ښار کې چپه چپتیاوه، د فوځې میلې د پايې ته د رسیدوڅخه دوه ورځې تیرې شوي وي . د بیرون څخه را غلي نندارچېان ټول بیرته خپلو خپلو ځاېو ته ستانه شوي و، دسرکاري حکم په اساس موقتي قحبه ځاېونه بند کړل شوي و، د علي بن سفیان شبکې اوس په دې کې مصروف وې چې په ډاګه کړي چې د بهر څخه راغلي څومره شمیر نجونې او نور مشکوک خلک اوس هم په ښار او یا شاوخوا سیمو کې شتون لري ، دمیلې موخې پوره شوې وې ، یواځې په دوه ورځو کې څلور زره ځوانان په فوځې خدمت کې اخستل شوي و او دنورو استخدام کول روان وو.
البرق د ښاره څخه بیرون ولاړ ، او دهغې کنډرې په لور روان و چېرې چې ئې د نجلۍ سره دکتلو وعده کړې وه . د دښتي د ګیدړانو او حیواناتو پ� �ته نور ټول اسمان په ژور خوب ويده و. نجلۍ البرق ته ویلي و چې هغه دهغه زاړه وګړي اخستل شوي وينځه او دهغې تر څارنې لاندې بندۍ ده . خو بیا هم البرق په دې هیله هلته ور روان و چې نجلۍ به ضرور راځي ، دشوني خطرونو دمخنیوي او د ځان د خوندي ساتلو په خاطر ئې یو خنجر هم له ځانه سره اخستې و .
ښځه په خپله داسې یو جادو دې چې که چېرې یو ځل په چا وشي نو هغه بیا دهیچا پروا نه کوي ، عقل او پوهه له هغه سره خداې پامانی کوي . البرق د پاخه عمر سړې و . خو اوس دهغه څخه یو ناپوهه زلمې جوړ شوي و . هغه ته په دغه تیاره کنډره کې یوه سیورې تر سترګو شو. دا سیورې د سر نه تر پښو پو� �ې په څادر کې پټ و او د کنډرې په تور تم کې ور جذب شوې و. هغه هم ګړندي ګړندي ګام ونه واخستل او کنډرې ته ئې ځان ور ورساوه . د لويدلې دېوال د لارې هغه دننه ور ننوت ، مخته ئې یوه تیاره خونه راغله ، د چت څخه د کومی سترې الوتونکې د وزرنو پړ پړاړ را پیدا شو. البرق د هوا تیزه څپه احساس کړه او یو نا څاپه ئې پرمخ باندې یوه کلکه څپیړه وخوړه . ددې سره یوځاې ئې د «چي چي » اوازونه تر غوږو شول ، هغه داسې و پوهیده چې دا کوم لويي الوتونکې مونږک (شو پرک ) دې . چې دهغې پنجو ددې خوله شکولې وه ، کښیناست او په پښو ښويدو سره یې ځان د خونې څخه بیرون وویست . مخکې يې حوي� �ۍ وه او دحويلۍ شاوخوا ته برنډه را تاوه وه ، البرق دا فکر هم ونه کړ چې ېوه اخستل شوي نج� �ۍ چې تل تر څارنې لاندې وي څنګه کولاې شي دې کنډر ته راشي ، خو په برنډې کې د یو چا د قدمونو سوکه اواز هغه متوجه کړچې دلته څوک شتون لري. هغه دخپل ملابند څخه خنجر راوويست او په لاس کې ئې و نیوه ، دهغه په سر همغه شوپرکان الوتل را الوتل، د هغوی د وزرونو د پړپړ اواز ويرونکې غوندې و. البرق سوکه اواز وکړ -- « اصفه »-- نجلۍ هغه ته خپل همدا نوم ور ښوولې و . او په میله کې ئې دا هم ورته ویلي و چې هغه په څه ډول په دغه زوړ سړې پلورل شوي ده .
«ته راغلې ئې ؟» هغه د اصفې اواز وارید . هغه دبرنډې څخه په منډه را غله ، او د البرق سره ورغاړې وتله ، وي ويل « ستا په خاطر مي خپل ځان په ستر خطر کې اچولې او دلته راغلې یم ، زه باید ډیر ه ژر بیرته ستنه � �م. زاړه ته مې په شرابو کې سفوف ورکړي تر څو رابیدار نه شي.»


په هغه وخت کې به چې کله هم ښځې پلورل کیدې نو دکور ښځې هیڅ حیثیت نه درلود ، په یوه وخت کې څلور ښځې خو هر نارینه د خپل ځان حق ګاڼه ، خو د شتمنیو خاوندانو به دڅلور و ښځونه علاوه دوه درې ښکلې او ښایسته نجونې د نکاح پ� �ته هم ساتلې . مسلمان حاکمان او امران د ښځو له لاسه تباه شوي دي

«ایا ته هغه ته په شرابو کې زهر نه شې ورکولې ؟» البرق ترې و پوښتل .
« ما کله څوک نه دې وژلي ،» آصفې ورته وويل « ما کله هم دا فکر نه و کړې چې په دې توګه به د یو پردې سړې سره د لیدلو له پاره دغه ويریدونکې کنډرې ته راځم .
البرق هغه د لاسه و نیوله ، یو ناڅاپه د هغه شاته برنډه روښانه شوه . دهغې خونې څخه چې البرق تیرشوي و دوه مشالونه راووتل ، چې شعلې ئې ډیر روڼي او تیزې وي ، البرق آصفه شا ته کړه او په لاس کې ئې خنجر ونیو ، ایا دا په دې کنډرو کې اوسیدونکي بدې ارواح ګانې دې ؟ او یا د نجلۍ په تعقیب پسې دهغې خاوند راغلې دې ؟-- البرق لا تر اوسه په همدې فکرونو اوپوښتنو کې ډوب و چې یو اواز و غریده ، « دواړه ووژنئ»
مشالونه را نژدې شول ، دهغې په رڼاو کې البرق او آصفې ته څلور کسان تر سترګو شول ، د یوه په لاس کې برچه او د نورو په لاسو کې توري وي . هغوی مشالونه په ځمکه کې ښخ کړل ، د کنډر انګړ روښانه شوي و ، څلور واړه کسانو د وږو لیوانو په څیر د البرق په چاپیر کې په ګرځیدا شول ، آصفه د هغه تر شا وه . د برنډې څخه یو بل اواز راغې ، « تر لاسه شول ؟ ژوندي ئې مه پریږدئ » دا د نجلۍ د هغه زوړ میړه اواز و .
آصفه د البر� � وروسته وروسته تلله ، هغې د قهر او حقارت نه په ډک اواز هغه زاړه ته وويلې --« مخته راشه او ما ووژنه ، زه پر تا لعنت وایم ، زه په خپله خوښه دلته راغ� �ې یم .»
څلور واړه وسله وال کسان د هغوی چاپیر ولاړ وو ، د برچې خاوندانو سوکه سوکه خپلې برچې د آصفې په لور ور اوږدې کړې او دهغې څوکې ئې دهغې د وجود سره یوځاې کړې او ورته ئې وويل ، « د مړینې دمخه د برچې څوکې ووينه ، خو ستا نه مخته به دا وګړې ستا تر مخه په تړپ تړپ سره و مري دکوم په خاطر چې ته دلته راغلي ئې .»
آصفې ورټوپ کړ او برچې ئې و نیولې ، او هغوی ئې ټیل وهل او برچې ئې په خپل واک کې واخستې ، آصفه د الب� �ق څخه لرې شوه او چلینج ئې ورکړ او وئې ويل --« راشئ ، مخته راشئ ، زه وينم چې تاسې به له ما دمخه دا سړې څه ډول ووژنئ ،»
البرق خپل خنجر را مخته کړ او د هغې تر مخه شو – خو نجلۍ په همغه چا وار وکړ چې برچه ئې ترې اخستې وه . هغه سړې شاته و تښتید ، او نورو ملګرو ئې په البرق باندې د یرغل کولو پر ځاې یواځې خپل ځاېونه بدل را بدل کړل ، هغوی کولاې شول البرق په ډیره اسانۍ سره له م نځه یوسي خو هغوی حمله کول نه غوښتل ، د آصفې چلینج لا پخپل ځاې پاته و ، هغې به وار کاوه خو وار به ئې خطا کیده ، البرق په یوه کس په خنجر حمله وکړ ه نو دوه کسان د هغې شاته راغلل ، آصفه په یوه ټوپ دهغې شاته شوه دهغې په لاس کې اوږده برچه وه چې د توري مقابله ئې پرې کولاې شوه ، خنجر د توري په پرتله هیڅ دې ، زوړ سړې یوي ډډې ته ولاړ دې او خپل کسان را پاروي ، لږ څه وروسته هغه په آصفې او البرق باندې برید وکړ . خو اصفه په البرق باندې ور پریوته ، البرق به هم ځان د توري د وار څخه په څنګ کاوه او د خپل خنجر په واسطه به ئې د وار کولو هڅې کولې ، خو ډیره په زړه پورې دا وه چې د نجلۍ په دومره حملو کې د هغوی یو کس هم زخمې شوي نه و . د زاړه ملګرو د تیغ وهلو کمال هم و ښوده ، خو البرق او آصفې ته معمولې زخم هم پیدا نه شو ان تردې چې په دې دومره غورځو پرځو کې ګریدلي هم نه و. په همدې وخت کې زاړه وويل « صبر وکړئ »--او جنګ و درید .
زه نه غواړم چې داسې یوه بې وفا نجلۍ په کور کې و ساتم . زاړه وويل « ماته دا نه وه معلو م چې دا دومره زړه وره او بهادره ده ، که چېرې زه دا په زور سره کورته یوسم هم ، نو ويریږم چې مابه ووژني .»
« زه به تاته ددې پوره قیمت درکړم » البرق ورته وويل « وایه ، تا دا په څومره را نیولې ده »
زاړه خپل لاس ور اوږود کړ او د البرق سره ئې لاس ورکړ او وئې ويل « له ماسره ددولت کمښت نه شته ، زه دا نجلۍ تاته د� �بښم ، هغه له تاسره دومره مینه لري چې ستا په خاطر د خپلو ټولو په مقابل کې و جنګیده ، زه دا نجلۍ په دې خاطر هم تا ته در حواله کوم چې دا د جنګجويانو د نسل څخه ده ، زه یو تاجر او سودا ګر یم ،او داستاپه څیر د کوم جنګجو په کور کې ښه ښکاریږی . دریم علت ئې دادې چې ته د سلطان ایوبی د حکومت حاکم ئې او زه د سلطان وفاداره او مرید یم . زه تا نه خفه کوم . ولاړ شه ، ما هغې ته طلاق ورکړل اوهغه مې تا ته حلاله کړه ، .... ځئ دوستانو ! دوی ځانته پریږدئ ،» هغوی خپل مشالونه واخستل او ولاړل .

صلاح الدېن ایوبي غوښتل مسلمانان د ښځو څخه او ښځې د مسلمانانو څخه ازادې کړي ، هغه غوښتل چي دېوه خاوند او یوي ښځې حکم جاري کړي . خو لا تراوسه هغه نه غوښتل چې هر امیر او هر حاکم د خپل ځان دښمن وګرځوي ، ځکه دهغوی هر یوه ئې څو څو نجونې په خپلو کورونو کې ساتلې وې ، د ښځو اخستونکي هم همدا خلک و . دهمدوی په کومک سره به ښځې په عامو بازارونو کې لیلام کیدلې ، د ښځو د تښتولو پیښې به را منځ ته کیدې . خلک به پرې وژل کیدل ، او وينې به په کې تويدې ، او دا د امراو او حاکمانو د ښځو د بندګۍ پایلې وي چې عیسایانو او یهودېانو د نجونو په واسطه د اسلامي سلطنت په جرړو کې زهر ور غورځولې و. ددې نه علاوه سلطان ایوبي دې احساس هم اندېښمن کړې و چې یو وخت همدا ښځې د نارینه و سره اوږه په اوږه د کفار و پر خلاف جنګیدلې او په جهاد کې د نارینه و له پاره نیمائې ځواک همدوی جوړاوه خو نن دوی د نارینه و د تفریح او عیاشۍ وسیله ګرځیدلې دي ، ددې زیان یواځې دا نه شو چې د ولس نیمائې ځواک له منځه ولاړ بلکه د ښځو څخه داسې یوه نشه اې توکې جوړ شو چې د ولس اوقوم نارینتوب ئې له منځه یوړ .

د ډیرې حیرانتیا څخه د البرق تر پښو لاندې ځمکه و ښويده ، هغه نه پوهیده چې دا څه وشول ، هغه دا کار دهغه زاړه فریب و ګاڼه ، هغه ته دا ګواښ تر سترګو کیده چې دا خلک به لاره کې کمین نیسې او دوی دواړه به له منځه وړي ، د آصفې په لاس کې برچه وه هغه هم ترې البرق واخسته ، او د لږڅه وخت وروسته دوی هم ددې کنډرې څخه ووتل . هغوی خپل شاوخوا او ګردچاپیره و کتل اود ګړندېو ګړندېو ګامونوپه اخستلو سره ئې د خپل کور په لور مخه کړه . که لږ شانته اواز به ئې هم واورید سمدستی به دریده او م خ به ئې اړاو ، په دې توره تیاره کې به ئې هرې لورې ته د کتلو هڅه کوله ، خو کله چې په ښار کې ور ننوتل نو لږ څه ارام ئې احساس کړ .آصفه و دریده او خپل لاس ئې د البر ق په غاړه کې ور واچاوه او ورڅخه ئې و پوښتل .« ته پرما باندې باوري ئې اوکه نه ؟» البرق هغه د سیني سره یوځاې کړه . هغه دومره زیات د خپلو احساساتو د غلبي لاندې راغلي و چې خبره ئې هم و نه شوه کولاې . نجلۍ هغه بې پیسو او بې قیمته اخیستې و . هغه ته اوس دا مالومات وشو چې نجلۍ په کوم لیونتوب سره دهغه سره مینه لري او څومره بهادره او زړه وره ده. په حقیقت کې هغه د نجلۍ په ښایست باندې ځاریده . دهغه خپله ښخه دهغه هم عمره و ه، د آصفې په کتلو سره هغه مح سوس کړه چې نوره هغه ښځه دهغې دکار نه ده . په هغه وخت کې به چې کله هم ښځې پلورل کیدې نو دکور ښځې هیڅ حیثیت نه درلود ، په یوه وخت کې څلور ښځې خو هر نارینه د خپل ځان حق ګاڼه ، خو د شتمنیو خاوندانو به دڅلور و ښځونه علاوه دوه درې ښکلې او ښایسته نجونې د نکاح پرته هم ساتلې . مسلمان حاکمان او امران د ښځو له لاسه تباه شوي دي ، د هغوی تر منځ دا هم رواج و چې د یوه سړې ښځې به دخاوند د خو شحالولو په خاطرد ښایسته نجونو لټه کوله او خپلو مړنو ته به ئې هغوی د تحفې په څیر وړاندې کولې .
البرق چې ک� �ه آصفه له خپله ځانه سره یوځاې کورته را ننويستله، نو د کور ټول لوي او واړه بیده و . سهار چې کله دهغې ښځې د خپل میړه په پالنګ باندې دومره ښکلې نجلۍ وکتله، نو هغې ته دا احساس هم ونه شو چې دهغې په سر مصیبت را پریوتې دې . بلکه هغه خوشحاله شوه چې دهغې ښایسته میړه ته دومره ښکلې نجلۍ تر لاسه شوي ده . دهغې په راتلو سره دده له سره لږ څه با� � کم شوي و .د البرق حیثیت داسې و چې هغه داسې یوه ښځه او یا یوه وينځه له ځانه سره ساتلاې شوه .
صلاح الدېن ایوبي غوښتل مسلمانان د ښځو څخه او ښځې د مسلمانانو څخه ازادې کړي ، هغه غوښتل چي دېوه خاوند او یوي ښځې حکم جاري کړي . خو لا تراوسه هغه نه غوښتل چې هر امیر او هر حاکم د خپل ځان دښمن وګرځوي ، ځکه دهغوی هر یوه ئې څو څو نجونې په خپلو کورونو کې ساتلې وې ، د ښځو اخستونکي هم همدا خلک و . دهمدوی په کومک سره به ښځې په عامو بازارونو کې لیلام کیدلې ، د ښځو د تښتولو پیښې به را منځ ته کیدې . خلک به پرې وژل کیدل ، او وينې به په کې تويدې ، او دا د امراو او حاکمانو د ښځو د بندګۍ پایلې وي چې عیسایانو او یهودېانو د نجونو په واسطه د اسلامي سلطنت په جرړو کې زهر ور غورځولې و. ددې نه علاوه سلطان ایوبي دې احساس هم اندېښمن کړې و چې یو وخت همدا ښځې د نارینه و سره اوږه په اوږه د کفار و پر خلاف جنګیدلې او په جهاد کې د نارینه و له پاره نیمائې ځواک همدوی جوړاوه خو نن دوی د نارینه و د تفریح او عیاشۍ وسیله ګرځیدلې دي ، ددې زیان یواځې دا نه شو چې د ولس نیمائې ځواک له منځه ولاړ بلکه د ښځو څخه داسې یوه نشه اې توکې جوړ شو چې د ولس اوقوم نارینتوب ئې له منځه یوړ .
سلطان ایوبي غوښتل د ښځو عظمت اوستروالې بیرته په ځاې کړي . هغه یو پلان تر لاس لاندې و نیو چې دهغې له مخې ئې ناواده شوي نجونې په فوځ کې استخدام کول غوښتل ، ددې امر لاندې حرم سرایونه هم خالی کیداې شو خوداسې احکام هغه هغه وخت نافذولې شول چې دسلطنت خلافت یا اما� �ت دهغه په لاس کي وي . دا ډیره ستونزمنه خبره وه . د هغه په دښمنانو کې دپردېو پر ځاې د خپلو شمیر ډیر زیات و . او هغه په دې پوهیده چې په قوم کې د ایمان پلورونکو شمیره ورځ په و� �ځ زیاتیږی . هغه په دې نه پوهیده چې دهغې د راز یو ملګرې او د حکومت د رازونو ساتونکې ، خادم الدېن البرق ، هم یوه ځوانه ښکلې نجلۍ خپل انګړ ته را ننويستې ده . او دا نجلۍ دهغه په اعصابو باندې داسې سپره ده چې هغه ئې اوس د سلطنت د دندو د اجرا کولو څخه هم بې پروا کړې دې.
په فوځي میله کې د مصر خلک د سلطان ایوبي د ځواکمنۍ څخه اغیزمن شوي نه و بلکه د هغه فوځ ئې د مصر اسلامې فوځ و انګیره او دهمغې څخه ئې اغیز واخست . پخپله سلطان ایوبي تقریرکونکې حاکم نه و . خو په هغې ورځ ئې دخلکو دومره ستری ټولنې ته خپله وينا کول اړین و ګڼل ، هغه وويل چې دا فوځ د قوم دعصمتونو ساتونکې او د اسلام پاسبان دې ، هغه د صلیبیانو موخې په پوره تفصیل سره بیان کړې او مصریانو ته ئې وويل ، چې په عربو کې د مسلم انو امراو په عیش او عشرت کې ډوبیدو صلیبیانوته دا فرصت ورکړ چې دلته هم د م سلمانانو ژوند او ارام له منځه یوسي . هغوی د مسلمانانو قافلې لوټوي ، د مسلمانانو نجونې تښتوي اوبې ابرو کوي يې اوبیا ئې پلورې ......سلطان ایوبي خلک د قومې جذبې څخه خبر کړل او ورته ئې ويل ، چې تاسې په فوځ کې را ننوځئ اودخپلو لوڼو د عصمت او د اسلام د عظمت ساتنه وکړئ .د سلطان په وينا کې جوش او جذبه وه ، او دومره اغیز په کې و چې په خلکو کې ئې ګونګوسي را پیدا کړل . او دهمغې ورځې څخه را په دېخوا ځوانانو په فوځې خدمت کې د ګډون له پاره خپل ځانونه را م خته کړل.
تر لسو ورځو پورې فوځ ته د نوو راتلونکو شمیره تر شپږ و زرو پورې ورسیده ، چې په دې ډله کې لږو ډیرو یو نیم زر ځوانانو خپل اوښان هم له ځانه سره راوړي و او تر زرو پورې ځوانانو خپل آسونه اوقچرې هم راوړې وې . سلطان هغوی ته د ځناو� �و بدله هملته ورکړه او په فوځ کې ئې دهغوی د روزنې کار پیل کړ.
دمیلې څخه درې میاشتې و� �وسته :
دسلطان په فوځ کې درې ډوله جرائمو زیادښت و موند. غلا، جواري او د شپې ناسوبتوب. دا ج� �ائم ددې له مخې هم په هغوی کې شتون درلود خو دومره زیات نه . د فوځې میلې وروسته دا جرائم د وبا د ناروغتیا په څیر خپاره شول ، ددې درې واړو بنسټ جواري (قمار) وه. غلا هم د همغې پورې تړلې وه ، یو سپاهي به دبل څخه یو څه راپټول او بازار کې به ئې پلورل ، خو یوه شپه د فوځ درې آسونه ورک شول ، د سپرو او سپاهیانو شمیره پوره وه ، هیڅوک ناسوبه هم نه و، که چېرې دا زیان کم و ګڼل شي نو بله ورځ به لس � �سونه غلا کړل شي ، راپور تر لوړ پوړو چارواکو پورې ورسید . هغوی فوځيانو ته ګواښ و کړ او د سزا څخه ئې وويرول ، د خدای څخه ئې وويرول خو بیا هم په دې جرائمو کې زیادښت راته .
یوه شپه یو سپاهي و نیول شو. هغه د کومه ځاېه څخه پنډغالي ته را ستنیده ، دد ې څخه مخته شپو کې به ناسوب سپاهيان پټ په پټه د ساتونکو څخه وتل او بیرته به خوندي را ستنیدل . خو دا سپاهي نیغ په نیغه را روان و . ساتونکي وکوت اوهغه ته ئې د دریدو اواز ورکړ. سپاهي ودرید او پر ځمکه را پریووت ، ساتونکي و کتل چې هغه په وينو ککړ دې ، را پورته ئې کړ او خپل منصبدار ته ئې یوړ دهغې په زخمونو یې ملهم پټۍ کښیښولې خو هغه ژوندې پاته نه شو . د مړیني د مخه یې ویلي و چې هغه خپل یو بل ملګرې سپاهي وژلې ،او د هغه لاش ئې د پنډ غالي څخه نژدې نیم می� � لرې په یوه خیمه کې اچولې .د هغه دوینا له مخې هلته درې خیمې وي ، دا خلک کوچېان و دهغوی سره ښایسته او ښکلې نجونې وې ، هغوی به دا نجونې فوځياتو ته ور ښولې ، د شپې به سپاهیان هلته ورتلل ،او ددوی په بلنه به نور و هم دخپلې عیاشۍ په لور هلته مخه کوله .
دا کوچېان ډوله خلک یواځې عصمت پلورونکی نه و ، بلکه دهغوی هرې ښځې به خپل فوځې ملګرې ته دا ډاډ ورکاوه چې « هغه د هغه په م ینه اومحبت باندې ځان ځاروي ، او له هغه سره به واده کوي » خو وروستیو څیړنو و ښووله ، چې هغوی د سپاهیانو تر منځ رقابت را پیدا کړې و ، او د همدې رقابت پایلې وې چې دغه دواړه سپاهیان د کوچي ډوله عصمت پلورونکو په خیمې کې لاس او ګریوان شوي و ، یو ووژل شو او بل زخمې بیرته راستون شو او د راپور د ورکولو وروسته ومړ.

د سلطان ایوبي منصوبې او پلانونه ډیر خطرناکه دي ، دهمدې پلانونو د پلې کولو له پاره هغه د فوځي میلې تر نامه لاندې لو به جوړه کړه،او نژدې شپږزره کسان ئې فوځ کې استخدام کړل ، او دا لړۍ لا تر اوسه پورې روانه ده ، په دې خلکو کې سوډانيان هم شتون لري ، ماته چې له پورته څخه څه لارښوونې شوي دي ، هغه همدا دي چې د ایوبي په فوځ کې د بدکارۍ ناروغتیا خپره کړئ ، اودهغې طریقه داده چې دهغوی په زړونو کې دښځو سره د محبت او د جوارۍ سره مینه ورزیاته کړئ .»

دبل سپاهې د لاش د راوستلو له پاره ئې هلته عسکر ور واستول ، د هغوی سره دهغوی دلګې مشر هم و ، هغه زخمي عسکر ورته د هغه ځاې لاره او ادرس ور ښوولې و، هلته په ور رسیدو سره ئې وکتل چې د سپاهي لاش پروت دې خو خیمې نه شته ، هلته نښو نښانو دا ښووله چې خیمې ددې ځاېه څخه ويستل شوي دي ، د شپې له خوا د هغوی پلټنه شونې نه وه ، دسپاهي لاش ئې را پورته کړ او رائې وست ، سلطان ایوبي ته هم ددې پیښې را پور ورکړل شو . او دا هم ورته وويل شو چې په فوځ کې جرائم زیاتیږې ،او درې آسونه هم غلا شوي دي . سلطان ایوبي سمدستي علي بن سفیان را وغوښت او ورته ئې وويلې چې هغه دې د سپاهیانو په لباس کې دخپلې شبکې خلک په فوځ کې ور ننه باسي او دا دې ډاګیزه کړي چې ولې په فوځ کې جرائم زیاتیږي ، په دې لړ کې سلطان ایوبي البرق ته هم همدا ډول یو حکم وکړ.
د سلطان ددې «ولې » ځواب په ښار کې شتون درلود. تر هغه ځاېه چې د علي بن سفیان د شبکې د غړو ور رسیدل شوني ول ، هغوی هلته ځانونه ور ورسول ، هلته یو ډیر ستر کلي ډوله کور و ، هلته د مصریانو یو کور نه بلکه زیاتې کورنۍ اوسیدلې ، په ښار کې ددې کور او د هغې د اوسیدونکو ډیر زیات عزت کیده ، ځکه چې دلته به خیرات ويشل کیده ، بې وزلو ته به مالې بسپنه ورکول کیده ، په فوځې میله کې ددې کورنۍ غړو سلطان ایوبي ته د هغې د فوځ په خاطر د اشرفیو دوه کڅوړې ورکړې و ې . دا د سوداګرو کورنۍ وه . مصر ته د سلطان ایوبي د راتلو ترمخه به دا ځاې دسوډاني فوځ د لوړو رتبو د خاوندانو او د انتظامیي د غړو او د حاکمانو می� �مستون و، سلطان ایوبي سوډانيان له منځه یوړل ، نو دا کورنۍ د سلطنت سره وفاداره پاته شوه اوپه دې توګه د سلطان ایوبي وفاداره هم شول.
په هغه ورځ چې سلطان ایوبي البرق او علي بن سفیان ته حکم ورکړ چې هغوی دې په فوځ کې د جرائمو د وبا د خپ� �یدو علتونه معلوم کړي نو دهغې څخه یوه شپه مخته ددې کور په یوه خونه کې � �س دولس کسان ناست و ، د شرابو پیالې څرخیدلې ، خوني ته یو زوړ سړې را ننوت ، دهغه د راننوت� �و سره سم ټول خلک و دریدل ، دهغه سره یوه ډیره ښکلې نجلۍهم ملګرې وه چې نیمائې مخ ئې په نقاب کې پټ شوي و، خوني ته د راننوتلو سره سم هغوی دخونې دړه بنده کړه ، نجلۍ نقاب لرې کړ او د هغه زاړه تر څنګ کښیناسته ،
« پرون د مصر امیرته خبرورکړل � �وي چې په فوځ کې جواري او بدکاري ډیرښت موندلې » زاړه وويل « زمونږه اوسنۍ ناسته ډیره مهمه ده ، امیر د فوځ په منځ کې د استخباراتو د شبکې غړي په فوځي لباس کې و� � داخل کړي دي ، مونږ باید د استخباراتو دا کار ناکامه کړو ، همدا راز یو نوي رارسیدلې خبر ډیر زیات هیله پیداکونکې دې ،او هغه داچې دوه مصري عسکرو د یوي ښخې په سر په خپلو منځو کې نښته کړې اويو بل ئې سره وژلي دي .دا زمونږ د بریاو لمړې پړاو دې»
« په درې میا� �تو کې یواځې یو مسلمان سپاهي بل وژلي او په خپله هم وژل شوې دې » یوه سړې د هغه زاړه خبره غوڅه کړه او ترې وئې پوښتل « د بریاو دا بهیر ډیر سست دې ، بریا هغې ته وائې چې د سلطان ایوبي یونائب سالار پخپله خپل سالار ووژني .»
« زه بریا هغه ته وایم چې یو سالار یا نائب سالار پخپله صلاح الدېن ایوبي ووژني ،» زاړه ورته وويل « ما ته معلومه ده چې که زر کسه سپاهیان هم ووژل شي نو بیا هم کوم ځانګړې توپیر نه ترې را پیدا کیږي ، مونږ خو د ایوبی د وژلو پلان په سر کې لرو، تاسې ټولو ته به د تیر کا� � دواړه پیښې په یاد وي ، چې په ساحل کې په سلطان ایوبي باندې غشې ور وويشتل شو خو خطا ولاړ، د روم څخه خلک راغلل هغوی هم ناکامه شول او ټول له منځه ولاړ � � او دهغوی دډلې څخه یو بدبخته لا مسلمان هم شو. ددې ټولو څخه څه مقصد اخستلاې � �و؟ یواځې دا چې د سلطان وژل دومره اسانه کار نه دې لکه څومره ئې چې زمونږ یو شمیر خلک ګڼي ، دا هم کیداې شي چې ایوبي ووژل شي خو دهغه ځاې ناستې دهغه څخه نور هم سخت م سلمان وي ، په دې خاطر دا تګلاره ډیره غوره ده چي د هغوی فوځونه په داسې ښکلې � �ار د تباهۍ کندې ته ور وغورځوئ په کومې لار چې د صلیب پالونکو د بغداد او دمشق م سلمان حکمرانان او امران ور روان کړي دي .
« د صلیب دپالونکو او سوډانيانو د ماتې نژدې یوکال تیر شو » یوه ورته وويل « تاسې په دغه یوه کال کې څه کړي دي ؟...
درونده ! ته په ډیره اوږده لاره روان ئې . ددوه کسانو وژل ډیر اړین دي ، لمړې ایوبي او دویم علي بن سفیان »

په دې غونډه کې دا هم وويل شول چې د آصفې اصلی نوم بل څه دې ، هره پنځمه او شپږمه ورځ دغه زاړه ته هغه رازونه اواطلاعات را رسوي چې د البرق څخه ئې تر لاسه کوي ، کومه شپه چې د هغې د را وتلو پروګرام وي نو هغه البرق ته په شرابو کې یو ځانګړې ډول سفوف ورګډوي او ورکوي ئې . دهغې د اغیز له مخې هغه ان تر سهاره پورې خپلې سترګې نه شي پرانستلاې ، په غونډه کې دا هم ډاګیزه شوه چې د مصر په زیاتو ک� �یو ، بانډو او ښارونو کې قحبه ځاېونه ، او د جوارۍ مرکزونه جوړ کړل شوي دي ، چې ښه پایلې ئې را تر مخه کیږي . روزل � �وي نجونې او ښځې د لوړو لوړو کورنیو ځوانان د بد کارۍ په لور را اړوي ، اوس دا هڅه باید وکړل شي چې په مسلمانو نجونو کې هم د بې حیائې او بدکارې میلان را پیدا شي.

« که چېرې علي بن سفیان له منځه یوسو نو ایوبي به ړوند او کوڼ شي » یوه ورته اواز کړ .
«ما هغه سترګې تر لاسه کړي دې چې د سلطان ایوبي د سینې هر راز کتلاې شي ، » زاړه ورته وويل ، او دهغې نجلۍ په شا ئې لاس را کش کړ چې تر څنګ ئې ناسته وه . زاړه وويل « دا دي هغه سترګې – ووينئ ، ووینئ چې په دې سترګو کې څه ډول جادو شتون لري ، تاسو ټولو به د صلاح الدېن ایوبي د یوه حاکم خادم الدېن البرق نوم اوریدلې وي ، او ستاسې څخه به ځینو هغه کتلې هم و ي ، یواځې دوه کسان دې چې د صلاح الدېن ایوبي د سینې رازونه کتلاې شي ، یو علي او بل البرق . د علي بن سفیان وژل به هسې ناپوهي وي ، ما چې په کومه توګه په البرق قبضه کړې ده نو په همدې تر تیب به ئې په ع� �ي هم وکړ م. »
«ایا البرق ستا په قبضه کې راغلې دې ؟ » یوه ترې و پو ښتل .
«هو ! » زاړه د نج� �ۍ په وریښمي ويښتانو لاس را ښکود او وئې ويل « ما هغه په دغه زنځیرونو کې ښکیل کړې دې . ماتاسو ټول د یو څو نورو خبر و تر څنګ ددې زیرې په خاطر هم رابللې واست . مونږ باید ډیره ژر خپله ناسته پائې ته ورسوو ، ځکه زمونږ د ټولو په یوه ځاې کې ناسته او را ټولیدل دمصلحت نه لرې دي .تاسې ټول به دا نجلۍ و پیژنئ، زه هیله مند نه وم چې دا به په دومره زیرکتیا او استاذۍ سره دا ډرامه مخته بوځي ، دا د خپل عمر � �ه اړخه هم خامه ده ، زه د تیر یوه کال راهیسې د همداسې یوي موقع په لټه کې وم چې علي بن سفیان یا البرق او یا دواړه په دې جال کې را ونخلووم ، خو ما ورسره هیچرې هم ونه کتل ځکه مانه غوښتل چې هغوی ما و پیژني ، له بله اړخه سلطان ټول فوځې حکام د ښاره بیرون ساتي ، خو کله چې هغه د فوځې میلې اعلان وکړ ، او ماته ډاګیزه شوه چې هغه خپل فوځي قومندانان، سالاران او نور لوړ پوړو چارواکو ته لارښونه کړې چې هغوی دې په دې میله کې د ښاریانو تر منځ کښیني او دهغوی تر منځ دې د فوځ رعب نه ،بلکه باور پیدا کړي ، ماته علي بن سفیان هیچرې هم تر سترګو نه شو ، ما دا نجلۍ هم له ځانه سره هلته وړې وه. البرق را ته تر سترګو شو دهغه تر څنګ دوه کرسۍ خالي وي ، ما نجلۍ دهمغې تر څنګ په خا� �ي چوکۍ کې کښینوله ، هغه ته مې د نهو لسو میاشتو راهیسې همدا استادي ښووله ، زه ئې خپل زوړ میړه او خپل ځان ئې پلورل شوي مظلومه نجلۍ و ښووله ، او د البرق په څ یر مؤمن ئې په خپلې ښکلا کې را و نغاړه ، د لیدلو کتلو ځاې و ټاکل شو ، ما هغې ته وويلې چې هلته په کنډر کې به کوم ډول ډرامه لو بوي ، نجلۍ کنډر ته ولاړه ، زه هم هلته د څلورو نور کسانو سره هملته ناست وم. دهغې ډلې څخه دوه کسان اوس همدلته شتون لرې اوپاته دوه نور ئې تاسې نه پیژنئ ، هغوی هم زمونږ د ډلې وګړی دي .
دې نجلۍ البرق ته ثابته کړه چې هغه پرې خپل ځان ځاروي ، زمونږ څلورو واړو ملګرو په البرق او دې نجلۍ باندې د تورو او نیزو حملې وکړې ، پر هغوی ئې د برچې درانه وارونه وکړل او دا ډرامه دومره ښه ت� �تیب شوي وه چې دریښتونې حال څخه ئې لږ څه توپیر هم نه درلود. دهغې بې عقله په ذهن کې داهم را نه غلل چې د تورو اوبرچو دومره ګذارونو وشول خو څوک په کې ګریدلې هم نه و. ما ددې خبرې په ويلو سره دا لوبه پائې ته ورسوله ، چې دا نجلۍ دومره بهادره ده چې دېوه زړه ور او بهادر تر څنګ ښه ښکاري ، ما پرې خپله خوښي و ښووله او هغه مې البرق ته ورح واله کړه »
ما هغه ته خپل نوم آصفه ور ښوولې دې » نجلۍ وويل --« زه حیرانه یم چې ددوم ره پوخ عمر حاکم په دومره اسانۍ سره زما په جال کې څنګه ژر را ونښت ، ما اوس هغه د ش� �ابو سره عادې کړې دې ، پخوا تردې هغه هیڅکله هم شراب نه وڅښلي ، لمړۍ ښځه ئې هم په هماغه کور کې اوسیږي ، کوچنیان هم لري خو داسې بریښې چې هغوی ئې ټول له یاده ويستلې وي ،-- نجلۍ غونډې ته ټول تفصیل بیان کړ ، چې هغې دکومو کومو لارو څخه د سلطان ایوبي ددغه ځانګړی باو� �ي مشاور عقل په خپل موټې کې نیولې دې .»
«په دغه تیرو درې میاشتو کې دغې نجلۍ ماته د صلاح الدېن ایوبي ډیر مهم او ارزښتناکه رازونه را رسولي دي ،» زاړه وويل « سلطان ایوبي ډیر زیات فوځ روزي . دهغوی د ډلې څخه به تر نیمائې په مصر کې پریږدي . اوپاته نیمائې به د خپلې قومندې لاندې دعیسائې پادشاهانو پر خلاف د جنګ له پاره له ځانه سره وړي ، دهغې سترګې په بیت المقدس باندې لګیږی . خو هغه راز چي دې نجلۍ د البرق څخه را خیستې دې هغه دادې چې سلطان به تر ټولو دمخه خپل مسلمان حکمرانان او د سیمو حاکمانو یو له بله سره را نژدې کوي ، دهغوی یووالي دصلیب پالونکو دومره لرې کړي دي لکه څنګه چې البرق مونږ په خپل موټې کې اخستې دې.
«نو ایا مونږ دا ومنو چې البرق اوس زمونږ د ډلې غړې دې ؟» یوه سړي ترې و پو ښتل .
«نه !» زاړه ځواب ورکړ، « هغه په ریښتونې توګه د ایوبي وفاداره دې ، خو اوس هغه همغومره د نجلۍ وفاداره هم دې، دانجلۍ د سلطان ، قوم او د اسلام د وفادارۍ خبره هم داسې کوي چې البرق هغه د قوم ځان ځارونکې لور ګڼي، ددې نجلۍ دښایست او ځوانۍ د جادو اغیز جدا شې دې . مونږ نه شو کولاې البرق دخپلو ځانو سره را یوځاې کړو . او دې ته به اړتیاڅه وي ؟ هغه خو په مکمله توګه زمونږ په لاسو کې لوبیږي »
«سلطان ایوبي دنور څه کو� �و اراده لري ؟» ددې ډلې یوه غړي ترې و پوښتل .
« دهغه په ذهن کې ستر او خپور اسلام ي سلطنت دې .» زاړه ورته وويل « هغه غواړې د صلیب په سلطنت کې د اسلام بیرغ پورته کړي او دهمدې له پاره خپل پلانونه جوړوي ، زمونږ د هغو جاسوسانود بی کاره کولو او نیو� �و په خاطر ، چې د سمندر دهغې لورې څخه راغلي دي ، سلطان ایوبي د علي بن سفیان تر څارنې لاندې یوي سترې شبکې ته دنده سپارلې ده ، د البرق څخه د ترلاسه شوو مالوماتو � �ه مخې هغه د سرتیرو یو ځانګړې لښکر تیار کړې تر څو هغوی صلیبي هیوادونو ته ولیږي اوهلته ترې د څارکښۍ او تخریب کارۍ کار واخلي ، دې فوځ ته ئې روزنه هم پیل کړې ده . د س� �طان ایوبي منصوبې او پلانونه ډیر خطرناکه دي ، دهمدې پلانونو د پلې کولو له پاره هغه د فوځي میلې تر نامه لاندې لو به جوړه کړه،او نژدې شپږزره کسان ئې فوځ کې استخدام کړل ، او دا لړۍ لا تر اوسه پورې روانه ده ، په دې خلکو کې سوډانيان هم شتون لري ، ماته چې له پورته څخه څه لارښوونې شوي دي ، هغه همدا دي چې د ایوبي په فوځ کې د بدکارۍ ناروغتیا خپره کړئ ، اودهغې طریقه داده چې دهغوی په زړونو کې دښځو سره د مح بت او د جوارۍ سره مینه ورزیاته کړئ .»
زاړه وويل چې هغه دفوځې میلې څخه سم دستي وروسته په فوځ کې د خلکو د ورننويستلو کار پیل کړې دې . او هغوی هم په ډی� �ه ښه توګه په فوځ کې جواري رواج او خپره کړې ده، جواري او ښځه دواړه داسې شیان دي چې انسان د غلا او وژلو پورې را کاږی .
هغه دویمه طریقه داوښووله ، چې عصمت پلو� �ونکو ښځوته د ښې روزنې د ورکولو وروسته ئې هغوی د فوځې پنډ غالې په شاوخوا کې پ� �ې ایښي دي ، خو هغوی هیڅکله هم دا نه وائې چې هغوی ځان پلورونکي دي . هغوی د سلطان سپاهیان د بدکارۍ سره دعادي کولو تر څنګ دهغوی تر منځ رقابت هم را پیدا کړې دې . زاړه و� �ته زیاته کړه « دهغوی بریا تیره ورځ مخته راغله ، هلته چې دوه سپاهیان په یوه وخت د یوي ښځې خیمې ته ورغلل، دواړه په خپلو منځو کې و نښتل اويو بل ئې � �یر سخت زخمي کړ، یو دخیمې په منځ کې ومړ او د بل په هکله مالومات راغلي چې هغه پنډغالي ته په ور رسیدو سره هملته و مړ....دا راپور تر سلطان ایوبی پورې ور رسیدلې دې . هغه علي بن سفیان او البرق ته حکم کړې چې د فوځيانو تر منځ خپل استخباراتي کسانو ته دنده ورکړي او دا معلومه کړي چې جواري ، غلا ، زنا او بدکاري ولې ورځ په ورځ ډیرښت مومي ، په دې خاطر تاسې ټول د ټولو هغو ښځو څخه چې په دې کار کې مصروفې دي غوښتنه وکړئ چې فوځي پنډغالو ته نژدې را نشي.
په دې غونډه کې دا هم وويل شول چې د آصفې اصلی نوم بل څه دې ، هره پنځمه او شپږمه ورځ دغه زاړه ته هغه رازونه اواطلاعات را � �سوي چې د البرق څخه ئې تر لاسه کوي ، کومه شپه چې د هغې د را وتلو پروګرام وي نو هغه البرق ته په شرابو کې یو ځانګړې ډول سفوف ورګډوي او ورکوي ئې . دهغې د اغیز له مخې هغه ان تر سهاره پورې خپلې سترګې نه شي پرانستلاې ، په غونډه کې دا هم ډاګیزه شوه چې د مصر په زیاتو کلیو ، بانډو او ښارونو کې قحبه ځاېونه ، او د جوا� �ۍ مرکزونه جوړ کړل شوي دي ، چې ښه پایلې ئې را تر مخه کیږي . روزل شوي نجونې او ښځې د لوړو لوړو کورنیو ځوانان د بد کارۍ په لور را اړوي ، اوس دا هڅه باید وکړل شي چې په مسلمانو نجونو کې هم د بې حیائې او بدکارې میلان را پیدا شي.
دا غونډه چې د جاسوسانو ډیره پټه غونډه وه ، پائې ته ورسیده ، هغوی ټول یوځاې بهر ته را ونه وتل ، بهر به یو سړې ولاړ نو بل به څو دقیقې وروسته دهغې پسې راوت ، زوړ هم ولاړ ، یواځې آصفه او یو بل سړې پاته شول ، آصفې په نقاب کې خپل مخ پټ کړ او دهماغه پاته شوي سړې سره روانه شوه.

پاته په شپاړسمه برخه کې ........
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery