مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

ايا زمونږ دهیواد اوسني حال همداسي نه دئ؟

د التمش ليکنه
دايمان پلورنکوداستان
یویشتمه برخه

پرلپسې......( ۵۹-۵۶)

مسلمان به یواځې په نوم مسلمان پاته وي ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیداشي،او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې و رنګول شي(سلطان ایوبي)
هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه :( ۶-۱)

سلطان صلاح الدېن ایوبي په خپلې خونې کې ګرځیده او د «اه» نه په ډک فریاد سره ئې وويل « قوم او ولس یو کیدای شي او یو کیږي هم ،مګر دا حکام او امراء دي چې د قوم او ولس یووالې له منځه وړي او یاخو دخپله ځانه جوړ شوی هغه قایدېن دي چې غواړي ددې یووالي په له منځه تللو سره امیران ، وزیران او یا حاکمان و ګرځي . تا وکتل ! علي! چې دمصر دخلکو په ژبو باندې زمونږ پر خلاف هیڅ ډول شکایت نه شته ، غداري او وران کاري یواځې لوړې پوړي چارواکي کوي ، دغه لوړ پوړي او شتمن خلک زما سره شخصې دښمني نه لري خو زه هغوی ته په دې خاطر ښه نه ښکارم چې زه په هغه ځاې کې ناست یم چې هغوی ئې خوبونه کتل .»

د سلطان ایوبي خبرې علي بن سفیان او بهاؤالدېن شداد دواړو اوریدلې، دوی دواړه هملته دسلطان سره په خونه کې ناست و. وخت د سپتمبر د لمړې اونۍ یو ماښام و ، د جون او جولاې په میاشتو کې صلاح الدېن ایوبي د سوډانيانو بغاوت ځپلې و او دهغې سمدستي وروسته ئې العاضد د خلافت د مقام څخه ګوښه کړې و. او دهغه مخته ئې هم د سوډانيانو یو پاځون دخپلو غوره جنګي تاکتیکونو سره مات او دهغوی ستر لښکرئې له منځه وړې و. خو په هغه وخت کې ئې بغاوت کونکي کوم قومندان ، عسکر او یا کوم قاید ته سزا نه وه ورکړې ، د ډپلوماسۍ څخه ئې کار اخستې و ، او په دې ترتیب د هغه جنګي تاکتیک او ډیپلوماسۍ دواړو ډیر ښه اغیز پیدا کړې و. اوس چې سوډانيانو یو ځل بیا سر راپورته کړې و نو سلطان ایوبي د تل له پاره ددې سر د ټیټولو او ځپلو په خاطر، تر هر څه لمړې د جګړې په ډګر کې د سوډانيانو د لاشونو انبارونه جوړکړل او بیا ئې چې څوک هم نیول نو هغو ته ئې د هغو د رتبي او مقام د په نظر کې نیولو پرته سخته سزا ورکړه . د هغوی ډیر ئې د جلادانو په لاسو کې ورکړ ل ، او پاته خلکو ته ئې اوږدې سزا ګانې واورولې او په زندانو کې ئې ور واچول ، او یائې د هیواده وويستل او د سوډان په لور ئې و شړل .

«نن دوه میاشتې تیرې شوی دي » سلطان ایوبي وويل « ما لا تر اوسه د سلطنت دپرمخ بیولو او د قوم د سوکالۍ په لورهیڅ ډول توجه نه ده کړې ، مجرمان راوستل کیږي او زه د ډیر فکر او غور وروسته هغوی ته د مرګ سزا ورکوم ، که څه هم زړه مې داسې رنځیږي لکه عامه وژنه چې تر سره کوم، ځکه زما په لاس ګڼ شمیر مسلمانان ووژل شول »

«درونده امیره !بهاؤالدېن شداد ورته وويلې « که یو کافر او یو مسلمان د یو ډول جرم مرتکب شي نو ډیره سزا باید مسلمان ته ورکړل شي ،ځکه چې هغه ته د الله ج ددېن رڼا ور رسیدلې ده خو بیا ئې هم ګناه ته لاس ور اچولې دې ،کافر خو په عقل هم ړوند وي او په مذهب هم . ته ددې غم مه کوه ، چې تا مسلمانانو ته سزا ورکړې د ه ، هغوی غداران و، د اسلامې سلطنت باغیان و او داسلام نوم ئې د خاورو سره دخاورې کولو له پاره دکفارو سره یووالې او اتحاد کړې و.»

« شداده ! زه په دې غمجن یم » سلطان ایوبي ورته وويل « چې زه مصر ته د حکمرا ن په څیر نه وم راغلې ، که چېرې ماد حکومت کولو شوق درلوداې نو د مصر اوسني روان حالات زما ددې غوښتنې د پوره کولو له پاره تیار و. هغوی چې یواځې د امارت د مقام سره علاقه لري نو هغوی بیا د سازشي ذهن حاکمان خوښوي ، هغوی قوم او ولس ته د څه ورکولو پرته په زړه پورې بلکه درواغجن انځورونه ښکاره کوي . په خپلو شخصې کار کونکو کې شیطان صفته وګړي ټاکي ، او د لاس لاندې حاکمانو ته د شهزادګانو درجه ورکوي اوپه خپله خپل ځان شهنشاه جوړوي. زه وایم چې له ماڅخه دا مقام واخلئ ، خو له ماسره به وعده کوئ چې زما په لار کې به هیڅ ډول خنډونه نه را پیدا کوئ ، زه چې د کومو موخو په خاطر له کوره را وتلې یم ، ما د هغو د پوره کولو له پاره پریږدئ ، نور الدېن زنګي د زرګونو وګړو په ځان ځارنې سره او دمجاهدېنو په سرو وينو د نیل ددریاب څخه په تیریدو سره د مصر او شام یو والې و ساته ، زه د دې یو او متحد سلطنت پراخیدل غواړم، سوډان په مصر کې راګډول غواړم ، او فلسطین د صلیبیانو د لاسو ازادول مې ارزو ده ، غواړم صلیبیان د اروپا کومې منځنۍ برخې ته په رسیدو سره په ګونډو کړم. زما دا فتوحات او سوبې زما دخپلې حکمرانۍ په خاطر نه دي بلکه د الله ج د حکمرانۍ د تر لاسه کولو په خاطر دي . خو اوس مصر زما له پاره دلدل ګرځیدلې دې ، داسې کونج نه شته چې د هغې څخه د غدارۍ ، بغاوت ، پاڅون او سازش خبر نه راځي »

«ددې ټولو پلانونو تر شا صلیبیان دي » علي بن سفیان ورته وويل « زه حیران یم چې هغوی په څه ډول ناروا لارو خپلې پیغلې نجونې روزي او زمونږ پر خلاف ئې استعمالوي ، په داسې حال کې چې د هغو نجونو ښایست او ژبه پخپله یو طلسم او جادو دې »

« دژبې وار د توري څخه ډیر سخت او ډیر ژور وي »سلطان ایوبي ورته وويل « هغه عقل چې ستاسې کمزورتیا احساسولې شي علي ! هغه د خپلې ژبې څخه په داسې انداز اوپه داسې موقع سره داسې الفاظ را باسي چې ته به پخپله خپله توره په تیکې کې ننه باسې اود دښمن په قدمونوکې به ئې کیږدې ، دصلیبیانو سره دوه ډوله وسله ده ، الفاظ او حیواني جذبه ، هغوی په انساني جذبې د غالبیدو په خاطر خپلې ځوانې او ښایسته نجونې استعمالوي ، ان تردې چې هغوی د مسلمانو امراو د زړونو څخه مذهب هم ويستلې دې »

«درونده امیره ! دا یواځې حکام نه دي » علي بن سفیان ورته وويل « د مصر په عامو وګړو کې ئې هم بدکاري او فساد عام کړې دې ، دا دصلیبیانو کمال دې ، دشتمنو مسلمانو وګړو په کورونو کې هم بې حیائې او فحاشي پیل شوی ده .»

«همدا خو تر ټولو ستره خطره ده » سلطان ایوبي ورته وويل « زه د صلیبیانو د ټول لښکر مقابله کولې شم او کړې مې هم ده ، خو زه ويریږم چې دصلیبیانودا یرغل به تم نه شم کړاې ، اوکله چې زما سترګې را تلونکې ته ويني نو زما وجود و لړزیږي ، ځکه مسلمان یواځې په نوم مسلمان پاته دې ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیدا کیږی ، او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې رنګول شوې وي . زه د مسلمانانو په کمزورتیاو پو هیږم ، مسلمان خپل دښمن نه پیژني ،او دهغوی په خپور کړل شوی جال کې پخپله ور نښلي . ما ته د صلیبیانو کمزورتیاوي هم معلومې دي ، که څه هم هغوی د مسلمانانو پر خلاف یو لاس شوی دي، خو دهغوی زړونه یو له بله جدا دي ، فرانسويان او جرمنیان یو دبل پرخلاف دي ، انګلیسان اوایټالويان یو بل نه خوښوي ، خو هغوی مسلمانان د یوه ګډ دښمن په څیر پیژني او پر خلاف ئې یو لاس شوی دي ، پخپله د هغوی تر منځ سترې سترې دښمنئ شتون لري ، دهغوی پادشاه آګسټس دوه مخې پادشاه دې ، اوپاته نور ئې هم همداسې درواخله ، خو هغوی مسلمان حکمرانان د ښځو د ښایست او د زرو او جواهراتو په ور ښولو سره ړانده کړي دي ، که چېرې مسلمان حکمرانان یو لاسي شي نو صلیبیان به په څو ورځو کې پخپلو منځو کې خواره واره شي ،... اوس د فاطمي خلافت په له منځه وړلو سره زما دښمنان نور هم ډیر شول ، په داسې حال کې چې فاطمي دخپل مقام د خوندي ساتلو په خاطر د صلیبیانو او سوډانيانو سره زمونږ پر خلاف سودا کوله .»

«دهغه شاعر ته پرون د مرګ سزا ورکړل شوه » سلطان ایوبي ورته وويل « د عمارة الیمني شاعرۍ زما پر زړه هم ډیر زیات اغیز کړې و ، خو هغې دخپلو الفاظو او اواز په سرو سکروټو داسلام د درمند د سوزولو هڅې کولې »

عمارة الیمني دهغه وخت ډیر مشهور شاعر و، په هغه وخت کې اودهغې وخت څخه د مخه به هم خلکو شاعرانو ته د پیرانو او پیغمبرانو په څیر درجه او مرتبه ورکوله .شاعرانو به د خپلو اشعارو او اواز په واسطه په فوځ کې د جذباتو یو نوي روح ور پو کاوه ، او همدا درجه هغه مسلمان شاعر ته هم ور په برخه شوی وه. هغه چې په ولس کې ځانته کوم ځاې پیدا کړې و د هغه ،هغه داسې استعمالول پیل کړل چې له یوه اړخه به هغه په خلکو کې د جهاد جذبه راپاروله خو تر څنګ به ئې د فاطمي خلافت دعظمت اوستروالی ويره دخلکو په زړنو کې کینوله . فاطمی خلافت د هغه دومره ملاتړ کاوه چې بلاخره ئې د همغې ملاتړ له مخې د سلطان ایوبي پرخلاف په زهرو خپرولو هم پیل وکړ. دهغه اخری اشعار داو چې « ای د فاطمی خلافت سره د مینې په خاطر زما ملامتونکو ! پر ما لعنت وکړئ ، زه تاسې پخپل ځان د لعنت وړ ګڼم ،...د فاطمي ماڼیو په ورانو ويجاړو اوښکې توی کړئ ، په هغې کې اوسیدونکو ته زما پیغام یوسئ چې هغه زخم چې ماته ستاسې په خاطر را رسیدلې هغه هیڅکله هم دجوړ یدو وړ نه دې .»

دهغه په کور په ناڅاپي توګه یرغل وروړل شوی و ، هلته لیکلې ثبوت تر لاسه شوی چې هغه یواځې او یواځې د فاطمي خلافت منونکې او دصلیبیانو تنخوا خور دې ، صلیبیانو هغه ته په همدې خاطر تنخوا ورکوله چې هغه دې دمصریانو په زړونو کې فاطمي خلافت حاکم کړي ،د سلطان ایوبي پر خلاف کرکه او نفرت خپور کړي او ..... په دې خاطر ورته د مرګ سزا ورکړل شوه.

« د یوه قوم او لس شاعر چې ددښمن تخوا خور وي نو دهغې قوم مقدر به ذلت او رسوائې وي ،»سلطان ایوبي وويل .

دروازه چې دننه راغی او وئې ويل چې دمعزول خلیفه العاضد قاصد راغلې دې ، دسلطان ایوبي د تندي نښې نورې هم ژورې شوی ، او ويي ويل « دخلافت پرته دا بوډا زما څخه نور څه غوښتلې شي ؟» دروازه چې ته ئې وويل « هغه دننه را ولیږه »

د العاضد قاصد دننه راغې او وئې ويل « دخلیفه سلام درته وړاندې کوم »

«هغه نور خلیفه نه دې » سلطان ایوبي ورته وويل « دوه میاشتې وشوی چې هغه له کاره ګوښه شوی او په خپلې ماڼۍ کې بندي دې »»

« بښنه غواړم درونده امیره !» قاصد وويل «د عادت له مخې مې دخولې څخه ووتل ، العاضد د سلامه وروسته ويلې دي چې[ ناروغتیا په بستره باندې پریستلې یم ، پورته کیدل را ته شوني نه دي ، غواړم له تاسره ووينم ، که چېرې محتر م امیر دلته تشریف راوړي نو پر ما به ئې احسان وي .»]

سلطان ایوبي په ناقرارۍ سره خپل لاس په ورانه وواهه او وئې ويل « هغه ما هلته غواړی ، ځکه چې هغه اوس هم خپل ځان خلیفه ګڼي »

«نه د مصر امیره !» قاصد ورته وويلې « د هغې روغتیائې حالت ډیر خراب دې د محل طبیب دهغه په هکله خطر احساسوي ، دا دهغه پخوانۍ ناروغتیا ده چې د غم او غصې په وخت کې ډیرښت مومي او اوس خو د را پورته کیدو څخه هم وتلې دې .» قاصد لږ څه په وارخطائې سره وويل « هغه دا هم ويلې دي چې ته که یواځې راشې ، درې څلور د راز خبرې دي ، چې د نورو تر مخ ئې نه شم درته کولې .»

«هغه ته د سلام وروسته ووایه چې صلاح الدېن ایوبي د راز په ټولو خبرو خبر دې » ایوبي ورته وويل « اوس دې د راز خبرې د الله ج سره کوه ، الله ج دې درته بښنه وکړې »

قاصد ناهیلې ولاړ، سلطان ایوبي دروازه چې راو غوښت او ورته ئې وويلې چې طبیب را وبولي ، هغه بهاؤالدېن شداد اوعلي بن سفیان دواړو ته وويل « هغه زه په ځانته ځان ور غوښتې یم ، ایا په دې کې به دهغه کوم چال نه وي ، ایا زما اندېښنه به غلطه وي چې غواړي زما کار په محل کې تمام کړي ، هغه غواړي پرما وار وکړي ، او دا دهغې خپل حق دې .»

« تا ډیر ښه وکړل چې ور نه غلې ،» شداد ورته وويل اوعلي بن سفیان ئې هم تائید وکړ .

طبیب راغې اوسلطان ایوبي ورته وويل « ته العاضد ته ورشه ، زه پوهیږم چې هغه له ډیرې مودې راهیسې ناروغ دې ، داسې بریښې چې دهغه خپل طبیب نور نهیلې شوی دې . ته ولاړ شه هغه ووينه اوعلاج ئې وکړه. دا هم کیداې شې چې هغه ناروغ نه وي ، په هر صورت ماته اطلاع راکړه .»

*****(۵۷)

پخواني خلیفه العاضد ته په همدې محل کې، چې دهغه دخلافت مرکز و ، د اوسیدو اجازه ورکړل شوی وه، هغه ددې محل څخه ځانته یو مثالي جنت جوړ کړې و، د هغه د حرم هره لويشت د ښایسته او ښکلو نجونو څخه ډکه وه ، د وينځو یو هجوم به تل شتون درلود ، د سلونو ساتونکو ډلې به خپلې دندې تر سره کولې ، فوځي او عسکري منصبداران به تل د حاضرۍ له پاره په قطارونو کې ولاړ ول، خو دسلطان ایوبي انقلاب ددې محل او ماڼۍ دنیا بدله کړه ، خلیفه اوس هغه پخوانې خلیفه نه و ، خو په محل کې دعیش اوعشرت ټول وسایل لکه دپخوا په څیر پاته و، د فوځي قومندنانو ساتونکی ډلې ئې له دې ځاېه څخه لرې کړې وی خو د ساتونکو یوه کوچنۍ ډله لا تر اوسه هم هملته موجوده وه ، هغوی د العاضد ساتونکي نه و بلکه پر هغه ولاړ پهره داران و ، څرنګه چې دخلافت محل د سازشونو مرکز و نو په دې خاطر ئې هلته پهره درولې وه ، العاضد اوس په خپل محل کې تر څارنې لاندې و، هغه عمر خوړلې هم او د زړه په ناروغتیا ککړ هم. هغه د خلافت څخه د ګوښه کولو غم ، دعمرزیاتوالي اود شرابو او عیش او عشرت ....ټول هغه څه و چې هغه ئې په بستره باندې را پرځولې و.

په څو ورځو کې هغه د لاش په څیر و ګرځید ، دهغه د خدمت کولو په خاطربه دوه نیم عمر خوړلې ښځې اويو نارینه تل د هغه په خونه کې موجود و ، العاضدبه چې کله سترګې پرانستلې نو همدوی به ئې کتل ، خو دهغوی په کتلو سره به ئې سمدستي خپلې سترګې بیرته پټولې ، دمحل طبیب ورته دوا ورکړې وه ، دوه ځوانې نجونې دهغه خوني ته را ننوتې دا د هغه د محل ښایست و، دهغوی څخه یوي ئې د خلیفه لاس په خپل لاس کې و نیو اوپه هغه ور ټیټه شوه او دهغه د روغتیا حال ئې و پو ښته ،او بلې د العاضد مخ په دواړو لاسو کې ونیوه او د هغې د روغتیا له پاره ئې دعا وکړه ، دواړو نجونو یوي بلې ته په سترګو کې و کتل ، نو یوي ئې وويل ،« ته ارام وکړه ، مونږ نه غواړو تا نا ارامه کړو » بلې ورته وويل « مونږ هر وخت ددې تر څنګ خونی کې اوسیږو ، مونږ ته غږ راکوه » او دواړه د خلیفه دخوني څخه بیرون ولاړې .

العاضد زږیروې کاوه او خپل اړخ ئې بدل کړ او دخپل څنګ نیم عمر تیرو ښخو ته ئې وويل ،«دا دواړه نجونې زما د روغتیا د مالومولو له پاره نه وې را غلې ،دوی ددې له پاره راغلې وې چې زه به کله مرم، زه پوهیږم چې هغوی څنګه اوس له ما سره خپله دوستي ټینګه کړې ده . دا د غوښې خوړونکو کجیرانو په څیر دي ، زما دمړینی انتظار کوي ، د هغوی سترګې زما په مال او دولت باندې ښخې دي ، دلته ستاسې ددرې واړو اخوا زما بل کوم غمخور نه شته ؟.... هیڅوک نشته ، هیڅوک هم نه شته ، دا د فاطمي خلافت چغې وهونکي څه شول ؟ چېرته ولاړل ؟ هغه خپل لاس په زړه کیښود او اړخ ئې بدل کړ. هغه په ډیر تکلیف کې و.

په همدې وخت کې قاصد راغې او ورته ئې وويل « دمصر امیر د راتلو څخه ډه ډه کړې ده »

« اوه ! بد نصیبه صلاح الدېنه ! » العاضد په زږیرويجنه لهجه وويل « زما د مړینې تر مخه خو به یوځل دلته راغلې وی » ددغه خبر ټکان دهغه تکلیف نور هم ورزیات کړ. هغه په ډیر کمزوري اواز سره وويل « اوس خو به زما وينځې هم زما په را بللو دلته را نشي، د مصر امیر به ولی راځي....ماته د خپلو ګناهونو سزا راکول کیږي . زما د وينې اړیکي هم پرې کړل شوی دي ، دهغوی څوک هم زما خوا ته را نه غلل ، هغوی به زما جنازې ته را ځي ، او هر هغه څه چې په محل کې تر ګوتو کوي اخلي به ئې .»

هغه تر یوه وخته پورې زږیروي کول او اوښت را اوښت ، دواړه خدمت کونکې ښځې حیرانه ولاړې وي او دهغه خبرې ئې اوریدلې ، دهغوی سره خلیفه ته دډاډ او تسلۍ ورکولو او دهغه دحوصلې د زیادښت له پاره هیڅ الفاظ نه و ، هغوی باندې ويرې خپل اغیز کړې و او داسې بریښیدې چې هغوی د هغه خدای د قهر او غضب څخه په ويره کې وې چې د پادشاه څخه ګدا او د امیر څخه فقیر جوړوي .

دواړو یو ناڅاپي ددروازې په لورې و کتل ، هلته یو سپین ږیرې سړې ولاړ و ، هغه پښه نیولې دننه را ننوت ، او د العاضد په نبض ئې لاس کیښود،« اسلام علیکم ، زه د مصر د امیر ځانګړې طبیب یم ، هغه زه ستا دعلاح له پاره را استولې یم ،»

«ایا د مصر امیر دومره مروت هم نه درلوده چې را غلې وې اوزه ئې کتلې وې ؟ العاضد ورته وويل « هغه زما په را بللو هم را نه غې .»

«دهغه په اړوند زه څه نه شم ويلاې » طبیب ورته وويلې ،«هغه زه ستا دعلاج په خاطر را استولې یم ، زه به ددې ويلو جرأت وکړم . چې ددومره سترې پیښې وروسته ، چې هلته ستره جګړه وشوه او په زرګونو انسانان په کې له منځه ولاړل ، د مصر امیر شاید دلته نه وي راغلې ، خو هغه ته ستا د روغتیا په هکله اندېښنه حتماً وه ، که چېرې داسې نه واې نو هغه به زه ستا دعلاج له پاره نه واې را لیږلې ، په اوسني وخت کې ته داسې کومه خبره په خپل ذهن کې مه راوړه چې ستا زړه ته پرې تکلیف ور رسیږي ، او که نه علاج به دې شونې نه وي »

«زما علاج وشو » العاضد ورته وويل « زما یو پیغام په غور سره واوره او صلاح الدېن ایوبي ته ئې ټکې په ټکې ور ورسوه ، زما د نبض نه لاس پورته کړه ، زه اوس دنړۍ د حکمت او ستا ددوایو څخه بې نیازه شوې یم. طبیبه ! واوره ! سلطان ایوبي ته ووایه چې زه ستا دښمن نه وم خو زه ستا ددښمنانو په جال کې را نښتې وم ، دا چې دا بدقسمتي زما وه او که د صلاح الدېن ، خو زه د خپلو ګناهونو اعتراف داسې وخت کوم چې زه شاید د یوه ساعت میلمه واوسم ،...صلاح الدېن ایوبي ته ووایاست ، چې زما په زړه کې تل ستا له پاره محبت و او هم ستا محبت سره یو ځاې له نړۍ رخصت اخلم ، زما جرم دادې چې ما د زرو ، جواهراتو او حکمرانۍ محبت هم په خپل زړه کې پیدا کړې و چې را څخه پر اسلام باندې غالب شوې و، اوس نو ټولې نشې له منځه ولاړې ، هغه وينځي هم زما د مړینې منتظر دي چې زما په اشارو به نڅیدلې ، زما په دربار کې لوڅې لغړې نجونې هم اوس ما ته دکرکې او نفرت په سترګو ګوري ، .... د انسان تر ټولو ستر ه غلطي داده چې د انسانانو په خبرو کې را ونښلي او خداې له یاده و باسي ، او دا ئې له یاده ووځې چې دهمغه خدای په لور سفر کوي چېرې چې یو انسان د بل انسان د ګناهونو بار نه شي پورته کولې ، هغه بدبختو له ما څخه خداې جوړ کړ خو اوس چې د ریښتونې خداې بلونکې راغلې دې نو ماته هم حقیقت را څرګند شو ېدې .....»

« ما دخپل ځان د خلاصون له پاره همدا لاره غوره کړې چې زه په خپلو ګناهونو اعتراف وکړم. اوصلاح الدېن ایوبي دداسې خطرو څخه خبرول غواړم ، چې دهغې څخه به هغه ته پوره مالومات نه وي ور په برخه . هغه ته ووایه چې زما د ساتونکې ډلې پخوانې قومندان ژوندې دې ، او په سوډان کې چېرې پټ شوی دې،

هغه د تللو په وخت کې ماته ويلي و چې د فاطمي خلافت د بیرته را ژوندي کولو له پاره به هغه د سوډانيانو اود باوري مصریانو څخه یو فوځ تیاروي او د صلیبیانو څخه به مالي او نظامي بسپنې غواړي ..... صلاح الدېن ایوبي ته ووایه چې هغه دې د ساتونکو د ډلې څارنه وکړي او بیرون دې ځانته نه وځي ،د شپې له اړخه دې د ډیر احتیاطه کار واخلي ، ځکه چې رجب د فدائیانو سره یو ځاې د هغه د قتل او وژلو پلان تیار کړې دې . هغه ته ووایه چې مصر ستا له پاره د اور خوټونکي غره په څیر دې ، هغوی چې ته ډیر دوستان ګڼې هغوی هم ستا دښمنان دي ، هغوی ستا د غولولو له پاره ستا د اواز سره خپل اواز یوځاې کوي او د ستر اسلامي سلطنت د جوړیدو شعار ورکوي په هغوی کې هم د صلیبیانو روزل شوی ماران شتون لري ....

«ستا د دفاع په شبکې کې د فیض الفاطمی په نامه یو ستر حاکم هم شتون لري خو ته هغه نه پیژنې ځکه هغه هم ستا د مخالفینو په صف کې ولاړ دې ، هغه د رجب ښې لاس دې ، یواځې د ترکانو ، شامیانو او نورو عربي نژاد قومندانانو او سپاهیانو څخه پرته پر بل چا باندې باور او اعتماد و نه کړې ، یواځې همدوی ستا وفاداره او داسلام ساتونکې فوځ دې ، په مصري فوځ کې باوري خلک هم شته او بې باوره هم . هغه وخت چې تا په سوډاني فوځ باندې برید وکړ ، ته نه پوهیدې چې ستا ددوو دلګیو قومندانانو ستا د جنګي تاکتیک د ناکامولو له پاره ستا په هدایاتو باندې بل منګه عمل کول غوښتل ، خودا ستا د ترک اوعربو سپاهیانو او مجاهیدېنو جذبه او احساس و چې هغوی دخپلو قومندانانو دحکم د انتظار کولو پرته په سوډانيانو باندې د قهر اوغضب په څیر را نازل شول. او که نه دوی دواړو قومندانانو پلان درلود چې د جنګ لورې بدل او تا ناکامه او نامراده کړي »

د العاضد اواز به دهغه په ستوني کې دریده اوبیا به ئې پیل کاوه ، یو ځل دوه طبیب هغه دخبرو کولو څخه منه کړ خو هغه د خپل لاس په اشاره هغه ددې خبرې څخه منه کاوه ، دهغه پرمخ داسې خولې را ماتې شوی لکه چا چې پرې اوبه شیندلې وي ، دواړو ښځو دهغه دمخ خولې وچولې ، خو خولې د اوبو د چېنې په څیر پرې را روانې وی . هغه په همدې تر تیب د فوځ او ولسې څو نورو حاکمانو نومونه هم واخستل چې دسلطان ایوبي پر خلاف په سازشونو کې مشغول وو، په دوی کې یو تر ټولو زیات خطرناک کس یو فداېي و چې د هغه دنده پټ په پټه وژل و ، هغه په دې فن کې ډیر ماهر و . العاضد هغه ته په مصر کې د صلیبیانو د اثر ورسوخ په هکله هم تفصیلې مالومات ورکړل او ورته ئې وويل « دوی ته مسلمان مه وایه ، دوی خپل ایمانونه پلورلي دي ،.... صلاح الدېن ایوبي ته ووایه چې الله ج دې تا بریالې کړي ، خو دا په یاد ساته چې یو خو هغه خلک دې چې په پټه تا ته دوکه درکوي ، اوبل هغه خلک دي چې په غوړه مالۍ سره تا ته دخدایه وروسته دویمه درجه درکوي ، دوی دهغو خلکو څخه زیات خطرناکه دې چې په پټه دوکه درکوي .... هغه ته ووایه چې کله چې دښمنان و ځپوي اوبیا په ډاډ سره د حکومت په مقام کیناستې ، نو زما په څیر درڅخه ددواړو جهانونو پادشاه جوړ نه شي ، پادشاهي یواځې او یواځی د اللهج له پاره ده ، په همدې مصرکې د فرعونیانو پخوانې ورانې ويجاړی ووينه ،بیا زما انجام ته وګوره ، او خپل ځان دداسې خراب انجام څخه خوندي وساته .....

دهغه ژبه نوره هم درنه شوه ، اوپر مخ ئې د خفګان نښې ورکې او په ځاې ئې د ارامۍ اوسکون نښې را پیدا شوی ، هغه د خبرو کولو هڅه وکړه خو اواز ئې په ستوني کې بند شو ، سر یې یوی لورې ته و غورځید او د تل له پاره چپ شو. دا پیښه د (۱۱۷۱) زیږدېز کال د سپتمر د میاشتې ده ، طبیب سلطان ایوبي ته ځواب واستاوه ، او په محل کې د خلیفه د مړیني خبر لکه د اور په څیر خپور شو، د محل د هیڅ یوه کونج څخه د ژړا غږ خو پریږده چې د چاد پوزی د تریویدو خبر هم را پورته نه شو . یواځې دهغه دوو خدمت کونکو ښځود سترګو څخه اوښکې تللې ،چې تر اخره پورې ئې په خونه کې ورسره شتون درلود...

سلطان ایوبي د یوڅو نورو دولتې لوړپوړو چارواکو سره محل ته راغې ، وئې کتل چې هلته د محل په مختلفو ځاېونو کې څه فعالیتونه روان دي ، هغه ته شک پیدا شو او د ساتونکې ډلې قومندان ئې را وغوښت او حکم ئې ورته وکړ چې دمحل په ټولو خونو کې و ګرځیږي او ټول نارینه او ښځې د کوټو څخه بیرون را وباسئ او په انګړ کې ئې کینوي ، او حکم یې ووکړ چې هیڅوک بیرون تللو ته پری نږدئ، هیچاته ، که څه هم ډیره زیاته اړتیا ولري ، هم دتبیلې څخه د آس د پرانستلو اجازه ورنه کړئ ، سلطان ایوبي په ټول محل باندې د ولکې کولو حکم وکړ. هغه ته دا ډیره حیرانونکې وه چې وئې کتل چې العاضد چې ځانته ئې پادشاه وایه اويواځې د شرابو او ښځو سره په مستیوکې ئې ژوند تیراوه ، اوس ئې په مړي باندې د ژړا خو پریږده چې د خفګان کولو هم څوک نه شته په داسې حال کې چې ټول محل د ښځو او نرو څخه ډک و.

طبیب سلطان ایوبي له ځانه سره ځانته کړ ، او هغه ته ئې د العاضد اخري خبرې ټکې په ټکې بیان کړې ، هغه ورته خپل آند داسې څرګند کړ چې « دهغه د ژوند په اخري ګړیو کې تاته په کار و چې دهغې بلنه دې منلې وي او ورته راغلې وي. سلطان ایوبي هغه ته وويل چې هغه ددې خطر د په نظر کې نیولو په اساس را نه غې چې په هغه زما باور نه و پاته ، او بل علت ئې داو چې هغه د ایمان پلورونکو څخه کرکه کوله ،خو اوس چې د طبیب په خوله د العاضد پیغام ورته ورسید نو سلطان ایوبي سخت پښیمانه شوې و ، هغه ډیر زیات نا قراره و او وئې ويل « که چېرې زه راغلې وائې نو دهغه دخولې څخه به مې د راز څه نورې خبرې هم را ويستلې واې ، هسې نه چې کوم راز ئې له ځانه سره په سینه کې وړې وي »

بې شمیره تاریخپوهانو په خپلو لیکنو کې لیکلي دي چې العاضد ډیر زیات عیاش او بې لارې انسان و ، هغه د سلطان ایوبي پر خلاف د هر ډول سازش ملاتړ هم کړې و خو دهغه زړه د سلطان ایوبي د محبت نه ډک هم و . دوه تاریخپوهانو دا هم لیکلې دي چې که چېرې سلطان ایوبي د العاضد په ورغوښتلو هلته ور غلې وای نو العاضد به هغه ته ډیرې نورې پټې خبرې هم ښوولاې واې .

په هرحال تاریخ دا ثابتوي چې د العاضد په ورغوښتلو کې هیڅ ډول فریب او دوکه نه وه . هغه د خپل روح د نجات او خلاصون په خاطر ، او دسلطان ایوبي سره د محبت له مخې د خپلو ګناهونو د بښنې همدا لار خپله کړې وه . تر ډیرې مودې پورې سلطان ایوبي په دې غم کې ځوریده چې د العاضد د ژوند د اخرې خبرو څخه بې برخې پاته شوې و . د همغې د خبرو په بنسټ ټول هغه الزامات چې خلیفه د یو شمیر وګړو په هکله په ګوته کړي و صحیح ثابت شول.

سلطان ایوبي د هغو ټولو خلکو نومونه علي بن سفیان ته ورکړل او حکم ئې ورته وکړ چې د هغوی ټولو څارنه وکړي خو د هغوی څخه هیڅوک هم د ثبوت او ګوهۍ پرته و نه نیسي ، داسې لارې خپلې کړي چې دهغوی له مخې ملزمان تور لاس و نیول شي ، هسې نه چې د کوم چا سره بې انصافي او تیرې وشي. ددې احکامو په ورکولو سره هغه د خلیفه د مړي دجنازی او ښخولو د مراسو له پاره انتظامات پیل کړل او په همدې ماښام ئې العاضد د مسلمانانو په عامې هدېره کې خاور ته وسپاره . سلطان ایوبې ټول محل و لټاوه ، دهغه څخه ډیره زیاته طلا ، جواهرات او نور ډیر قیمتی او ارزښتناکه تحفې تر لاسه شوی ، سلطان ایوبي ددې دومره زیاتو شیانو او قیمتي تحفو په کتلو حیران پاته و . هغه د حرم ټولې ښځې او ځوانې نجونې علي بن سفیان ته ورحواله کړې او حکم ئې ورته وکړ چې دا مالومه کړي چې څوک د کوم ځاېه او دکومه راغلې دې، دهغوی د ډلې څخه چې څوک هم خپلو کورونو ته ورتلل غواړي نو هغوی په خپله ساتنه کې هلته خوندي ورسوئ او هغه چې غیرمسلمان او فرنګیانې دي نو دهغوی په هکله پوره پوره مالومات تر لاسه کړئ چې هغوی دکومو ځاېو څخه راغلي او چا راوستي دي او کومه کومه ئې شکمنه ده ، شکمنې ازادې نه کړئ بلکه مالومات ترې تر لاسه کړئ ،

سلطان ایوبي د خلیفه العاضد دمحل څخه تر لاسه شوې مال او شتمني هغو روزنیزو ادارو ، دېني مدرسو او شفاخانو باندې وويشله چې نوې نوې په مصر کې پرانستل شوې وې.

*****(۵۸)

العاضد د مړینې دمخه د خپلې ساتونکې ډلې دسالار رجب په هکله ويلي و چې هغه په سوډانيانو کې پټ شوی او غواړي د هغه ځاېه څخه د سلطان ایوبي پر خلاف فوځ تیار کړي او دا چې هغه به د صلیبیانو څخه هم مرسته غواړي ، علي بن سفیان شپږ داسې سر تیري و ټاکل چې جنګیدونکې جاسوسان و او قومندان ئې رجب دپخوا څخه ډیر ښه پیژانده ،هغوی ئې د تاجرانو په بڼه کې سوډان ته واستول او دا حکم يې ورته و کړ چې که شوني وي نو هغه دې ژوندې ونیسي او که نه هملته دې ئې ووژني .

هغه وخت چې دا ډله سوډان ته روانیده نو هغه وخت رجب په سوډان کې نه و بلکه دفلسطین په یوې مشهورې او مستحکمې کلا ، شوبک ، کې اوسیده، دا وخت فلسطین د صلیبیانو په ولکه کې و ، او هغوی دا ځاې خپل مرکز ګرځولې و ، د همدې ځاېه ئې مسلمانان ډیر زورول ، د مسلمانانو ژوند ئې را تنګ کړې و ، مسلمانان له دې ځاېه هره ورځ کورنۍ کورنۍ تښتیدل، هلته د هیڅ مسلمان عزت خوندي نه و. صلیبیانو به کله کله د غلو په څیر داړې غورځولې ، د مسلمانانو قافلې به ئې لو ټلې او بیرته به فلسطین ته راستنیدل ، هغوی به نجونې هم تښتولې همدا علت وه چې سلطان ایوبي تر ټولو دمخه په فلسطین کې میشت صلیبیان د تیغه تیرول غوښتل ، تر څو د مسلمانانو مال او ابرو خوندي پاته شي ، ددې نه اخوا یو ستر علت دا هم و چې د مسلمانانو په لمړۍ قبله باندې صلیبیان حاکم و . خو د مسلمانود امراؤ دا حال و چې هغوی د صلیبیانو سره ددوستۍ اړیکې کلکو ل او ځان ئې پرې خوندي ساته ، رجب پخپله هم یو مسلمان عسکري منصبدار و ، خو هغه د سلطان ایوبي پر خلاف د کومک د ترلاسه کولو له پاره دصلیبیانو څنګ ته ور غلې و.

صلیبیانو د رجب د عزت په خاطر هلته په عسکري کلا کې د نڅا او شرابو محفل ګرم کړې و، رجب دا احساس هم و نکړ چې وويني چې د لوڅو لغړو نڅونکو ډیرې ئې مسلمانانې هغه نجونې دي چې صلیبیانو په کوچنی والي کې تښتولی او بیائې د نڅا روزنه ورکړې ده ، هغه خپلې لوڼې دکافرو په محفل کې نڅیدونکې کتلې او دهمغوي د لاسو ئې شراب په خوله کول ، د رجب سره دوه نور مسلمان قومندانان هم وو، هغوی ټوله شپه په شرابو او فساد کې مست و ، او سهار د صلیبیانو سره دخبرو اترو له پاره کیناستل ، په دې غونډه کې دصلیبیانو مشهور پادشاه «ګائې لوزینان »او قومندان« کونارډ » هم شتون درلود. ددوی څخه اخوا یو څو نور عیسائې فوځي قومندانان هم وو. هغوی ته د شپې له اړخه رجب ويلې و چې سلطان ایوبي د سوډانيانو دقبیلې عبادتځاې له منځه وړې او دهغوی مذهبي مشر پروهټ ئې هلاک کړې دې ، دسلطان ایوبې پر خلاف سوډانيانو برید وکړ خو د صلاح الدېن ایوبي په لاسو د ماتې سره مخ شول ، سلطان ایوبي د خلیفه العاضد خلافت هم له منځه یوړ او دهغه پر ځاې ئې عباسي خلافت جوړ کړ. خو په مصر کې به هیڅ خلیفه نه اوسیږي . رجب هغوی ته وويل چې ددې مطلب دادې چې سلطان ایوبي به پخپله د مصر خپله واکه حکمران و ګرځي. رجب د صلیبیانو دې غونډې ته وويلې چې هغه ددوی څخه د نظامي او مالې مرستې د تر لاسه کولو له پاره راغلې دې او غواړي له دې ځاېه سوډان ته ولاړ شي او هلته یو فوځ تیار کړي . هغه په مصر کې د حالاتو د خرابولو او د ګډوډیو د راوستلو له پاره ئې هم د صلیبیانو څخه د کومک غوښتنه وکړه.

«ز مونږ تر مخه اوس د مسئلې دوه اړخه دي چې باید پاملرنه ورته وشي » کونارډ وويلې ،« د هغې حبشي قبیلې په مذهبې چارو کې چې صلاح الدېن ایوبي په ډیره ظالمانه توګه مداخله کړې ده باید د انتقام او بدلې د اخستلو له پاره را و پارول شی. ددې تر څنګ څومره مذهبونه او عقیدې چې په سوډان کې شتون لري د هغوی پیروان باید د صلاح الدېن ایوبي پرخلاف وسله وال کړل شي او هغوی ته وويل شي چې دا مسلمان پادشاه د خلکو عبادتځاېونه او دهغوی د دېوتا بُت ځاېونه هر چېری چې ويني ورانوي ئې. مخکې له دې چې هغه په بلې کومې عقیدې باندې یرغل وکړي هغه په مصر کې له منځه ولاړ شي . په دې توګه دخلکو مذهبي جذبات را وپارول شي او هغوی په مصر باندې د یرغل له پاره په اسانۍ سره تیار کړل شي.»

«مونږ د مصر مسلمانان هم د صلاح الدېن ایوبي پرخلاف درولې شو » یوه صلیبي قومندان وويل ،« که چېرې محتر م رجب باندې بده و نه لګیږي نو زه به د همغې د ګټې خبره وکړم ،د مسلمانانو تر منځ دمذهبي لیونتوب د راپارولو له پاره پخپله مسلمان د مسلمان په لاسو وژل څه ستونزمنه خبره نه ده ، لکه څنګه چې زمونږ یو شمیر پادریانو خپل ځانونه د ګرجو حاکمان ګرځولې دي او خپل ځانونه ئې د انسان او خداې تر منځ درولي دي ، بلکل په همدې توګه په اسلام کې هم یوشمیر امامانو په جوماتونو ولکه کړې اوخپل ځانونه ئې دخداې نماینده ټاکلي دي ، زمونږ سره شتمني شته ، چې دهغې په ځواک سره مونږ مسلمان ملایان تیارولې او د مصر په جوماتونو کې ئې کښینولې شو. زمونږ تر څنګ داسې عیساي پادریان هم شتون لري چې د اسلام اوقران څخه په ښه توګه خبر دي ، چې مونږ هغوی د مسلمانو امامانو په شکل کې استعمالولې شو.»

دصلاح الدېن ایوبي پرخلاف په کوم جومات کې خبرې کولو ته اړتیا نه شته دهمدې ملایانو په ژبه مونږ په عوامو کې داسې توهم پالنه پیدا کولې شو چې دهغوی په زړونو کې د صلاح الدېن ایوبي هغه عظمت له منځه ولاړ شي چې هغه په کې پیدا کړې دې .»

«دا پلان خو سمدستی پیلول په کار دي » رجب ورته وويل « سلطان ایوبي په مصر کې مدرسې جوړې کړې دي، په دې مدرسو کې ځوانانو ته دمذهب صحیح لاره ور ښوول کیږي ، په داسې حال کې چې پخوا داسې کومه مدرسې هلته شتون نه درلود. خلکو به په جوماتونو کې خطبو ته غوږ ایښوده ، چې په هغو کې به د خلیفه ډیره زیاته ستاینه کیدله ، خو صلاح الدېن د خطبو څخه د خلیفه نوم هم وويست ، که چېرې په عامو وګړو کې د علم او پو هې رڼا زیاته شي او ذهنې بیداري په کې را پیدا شي نو بیا خو به زمونږ کار نور هم ستونزمن شي ، تاسې پوهیږئ چې دحکومت د ټینګښت له پاره خلک باید په ذهني او فکري توګه وروسته پاته او په جسماني توګه اړ او محتاج و ساتل شي.

«درونده رجبه ! » یو صلیبي قومندان ورته په خندا کې وويل «تا ته دخپل هیواد په هکله دومره پوهه هم نه شته ، چې هلته د ځمکې لاندې څومره کار روان دې ، مونږ دا کار دهمغې ورځې څخه پیل کړې و په کومې چې صلاح الدېن ایوبي زمونږ بحري بیړه په روم کې ډوبه کړه، مونږ په ډاګیزه تخریب کارۍ باندې باور نه لرو ، خو مونږ ذهنونه تخریبوو ، لږڅه غور وکړه درونده رجبه ! دوه کاله پخوا په قاهره کې څومره قحبه ځاېونو شتون درلود؟ او اوس ولاړ شه ووينه چې څومره شتون لري ؟ ایا په هغوکې ډیر زیات زیاتوالې نه دې راغلې ؟ ایا په شتمنو مسلمانو کورنیو کې د نجونو اوهلکانو تر منځ د نیوکې وړ معشوقي نه دې پیل شوی ؟ کومې عیسوي نجونې چې مونږ هلته ور استولې دي هغوی د مسلمانو نجونو په لباس کې د مسلمانو نارینه و تر منځ د رقابت د پیداکولو او وينې تويولو کارونه نه دې تر سره کړي ؟ مونږ په قاهره کې ډیره په زړه پورې جواري پیل کړې ده ، همدا اوس دهغې ځاې په دوه جوماتونو کې زمونږ له اړخه استول شوی امامان ناست دې ، هغوی په ډیره ښه لاره د اسلام اصلې شکل بدلوي ، هغوی د جهاد معنا بدلوي ، مونږ هلته د عالمانو او فاضلانو په لباس کې هم یو شمیر وګړی ګمارلي دي ، چې مسلمانان د جنګ او جګړې پر خلاف تیاروي ، هغوی د دوست او دښمن انګیرنه هم بدلوي ، زه په ذاتي توګه دا توقع لرم چې مسلمانان به تر څو کلونو پورې په همدې ذهني څرنګوالی کې ور ننوځي په کوم کې چې به هغوی ځانته په ډیر فخر سره مسلمان وائې خو دهغوی په ذهنونو او دهغوی په تهذیب او کلتور به دصلیب اغیز سپور وي »

«د صلاح الدېن ایوبي د څارکښۍ نظام ډیر فعاله دې » رجب ورته وويلې ، « که چېرې دهغې د څارکښۍ د شبکې مسؤل علي بن سفیان ووژل شي نو صلاح الدېن ایوبي به ړوند او کوڼ شي .»

«ددې مقصد خو دا شو چې ته پخپله هیڅ هم نه شې کولې ،»کونارډ ورته وويلې «ته یو حاکم هم له منځه نه شې وړلاې ، که چېرې ته د عقل له اړخه دومره کمزورې ئې ، نو ته خو به بیا زمونږ وګړي هم د هغوی په لاسو کې ورکړې او پرې به ئې ووژنې ، او زمونږه شتمني به هم بیکاره او له منځه یوسې»

«دا کار به زه پخپله تر سره کړم » رجب ورته وويل «ما د فدائیانو سره په دې هکله خبرې کړې دي ، هغوی خو دصلاح الدېن ایوبي د وژلو له پاره هم تیار دي »

نور په دویشتمه برخه کې ولولئ....
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery