مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان

څلورويشتمه برخه ، پرلپسې.....(۶۸-۶۵)



مسلمان به یواځې په نوم مسلمان پاته وي ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیداشي،او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې و رنګول شي(سلطان ایوبي)


هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه (۶-۴)

په دویمه ورځ د لمر دپریوتو نه ډیر دمخه دا قافله قاهرې ته ورسیده ، احمد کمال علي بن سفیان ته ورغې او ددې نجلۍ په هکله ئې ټول راپور په تفصیل سره ورکړ . اونجلۍ ئې همغې ته ور وسپارله ، هغه ورته دا هم وويل چې رجب د همغه حبشیانو په لاس کې دې او هغه د هغې ځاېه څخه ،چې حبشیان په کې نجونې خپلو دېوتاګانو ته قرباني کوي ، خپله نظامې هډه جوړه کړې ده . احمد کمال دا هم ورته وويل که چېرې هغه ته حکم ورکړل شي نو رجب به مړ یا ژوندې راوړي ، علي بن سفیان داسې کوم حکم ورنه کړ ، ځکه چې دهغې مقصد د تر لاسه کولو له پاره د هغه سره روزل شویو سپاهیانو شتون درلود. احمدکمال ورته هغه لاره و ښووله ، چې دهغې په واسطه تر رجبه پورې رسیدل اسانه و، هغه ته دا لاره د نجلۍ له خوا د ورښول شوو خبرو څخه وروسته په فکر کې راغلې وه ، علي بن سفیان لا د پخوا څخه یوه ډله سوډان ته استولې وه ، هغه دنجلۍ څخه د تحقیق دمخه څلور کسه تکړه قومندانان را و بلل ، او هغوی ئې احمدکمال ته ور حواله کړل او ورته ئې وويل ، چې د احمدکمال د ورښوول شوی لارې مطابق دې دېر ژر د سوډان په لورې ولاړ شي . او د رجب د راوستلو هڅه دې وکړي ، هغه احمد کمال د بیرته ستیندو تر مخه د ارام کولو له پاره ارام سراې ته و استاوه، اونجلۍ ئې د خپله ځانه سره هملته تم کړه .

کله ئې چې د نجلۍ څخه لمړنۍ پوښتنه وکړه نو هغې ورته وويل چې که احمد کمال زما تر مخ ناست وي نو زه به د ټولو پوښتنو ځوابونه ووایم، او که نه ژبه به هم خلاصه نه کړم که څه هم ما د جلاد په لاسو کې ورکړئ .»

علي بن سفیان احمد کمال را وغوښت او د نجلۍ تر مخه ئې کیناوه ، نجلۍ مسکۍ شوه او په وينا ئې پیل وکړ. هغې هیڅ هم پټ نه کړل ، خو وئې ويل چې که چېرې ماته سزا راکوئ نو زما یوه اخرې غوښتنه ومنئ، او هغه داچې زه د احمد کمال په لاسو مړینه غواړم ،» هغې په تفصیل سره دا خبره وکړه چې هغه اوس ولې د احمد کمال مریده ګرځيدلې ده .

علي بن سفیان نجلۍ په بنديخانه کې د اچولو پر ځاې احمدکمال ته ورحواله کړه ، اوپخپله د سلطان ایوبي څنګ ته ورغې ، هغې ته نجلۍ ټول هر څه ويلي و. هغې ويلي و چې « ستا باوري فیض الفاطمي زمونږ دښمن دې ، دا نجونې ټولې د همغې څنګ ته را تللې ،» دسلطان ایوبي سمدستي عکس العمل داو چې « هغه درواغ وائې او تاسې بې لارې کوي . فیض الفاطمي داسې انسان نه دې »

« درونده امیره ! تا له یاده وويستل چې هغه فاطمي دې ؟» علي بن سفیان ورته وويل « شاید چې تا دا هم هیر کړې وي چې دفاطمیانو او فدائېانو تر منځ ژور اړیکې شتون لري ، دا خلک په هیڅ صورت ستا وفاداره کیداې نه شي .»

سلطان ایوبي په ډیر ژور فکر کې ډوب شوی و. هغه غالباً په دې فکر کې و چې په چا باندې باور وکړي . د لږ څه ځنډ وروسته ئې وويل ،« علي ! زه تاته دا اجازه نه درکوم چې ته فیض الفاطمی و نیسې ، داسې کومه لاره جوړه کړه چې هغه د جرم دکولو په وخت کې ونیول شي ، زه غواړم هغه په همداسې موقع کې و نیول شي او دا موقع پیدا کول ستا کار دې ، هغه د جنګ او دفاع د څانګې په څیر د حساسې ادارې حاکم دې . د سلطنت ټول جنګي او دفاعي رازونه د هغه سره دي ، ماته ډیر ژر دا سې ثبوت پیدا کول اړین دې چې هغه به په داسې یوه ستر جرم کې ککړ وي او که نه .

علي بن سفیان دهمدې کارونو پوه و. او خداې ورته دماغ هم د همدې کارونو له پاره ورکړې و. هغه د لږڅه فکر وروسته یوه لاره پیدا کړه اوسلطان ایوبي ته ئې وويل « هغه نجلۍ چې دکومو مراحلو څخه تیره شوی او راغلې ده دهغې ويرې دهغې پر ذهن باندې ډیر اغیز کړې دې ، او هغه د احمد کمال له پاره جذباتي شوی ده ځکه چې هغه وګړي هغه د دهشت او ويرې څخه خوندي کړې وه ، او د هغې سره ئې داسې سلوک کړې و چې دهغې پرته ئې خبرې هم نشواې کولې ، زه هیله من یم چې همدا نجلۍ به استعمال کړم .»

« هڅه وکړه او وګوره » سلطان ایوبي ورته وويل « خو دا په یاد ساته چې زه د څرګندو ثبوتونو او شهادتونو پرته تاته اجازه نه شم درکولاې چې فیض الفاطمي و نیسې ، زه تر اوسه پورې په دې ډاډمن نه یم چې هغه دې د دښمن په لاسوکې و لوبیږي .»

علي بن سفیان نجلۍ ته ورغې او هغې ته ئې خپله موخه بیان کړه ، نجلۍ ورته وويلې « که احمدکمال ووائې نو زه به په اور کې هم ور ودانګم ،» احمد کمال ورته وويل « لکه څنګه چې حکم کیږي همغسې وکړه . او ددوی په خبره ځان پوه کړه .»

«ما ته به ددې کار څه انعام راکړل شي ؟ » نجلۍ و پوښتل .

ته به په خوندي توګه د فلسطین د شوبک تر کلا پورې ور ورسول شې » علي بن سفیان ورته وويل ،« او دلته به ته په پوره عزت سره و ساتل شې ،»

«نه ! » نجلۍ ورته وويل .« دا خو ډیر لږ انعام دې ، ماته زما د غوښتنې سره سم انعام راکړئ ، زه اسلام قبلوم اواحمد کمال به زما سره واده کوي »

احمد کمال په صافه توګه ددې خبرې څخه انکار وکړ . علي بن سفیان هغه بیرون وويست ، احمد کمال ورته وويل « چې بې شکه دا به اسلام و مني خو زه به بیا هم هغه د اسلام دښمنه ګڼم،» خو علي بن سفیان ورته وويل « دهیواد او ولس د سلامتیا په خاطر به ته دا قرباني ورکوی » احمد کمال بلاخره دهغه خبره و منله ، او دننه ولاړ او نجلۍ ته ئې وويل چې « څرنګه چې زه تر اوسه پورې تا بې باوره ګڼم نو په دې خاطر مې له تاسره د واده کولو څخه ډه ډه کړې ده ، خو که چېرې ته ثابته کړې چې ستا په زړه کې زما د مذهب له پاره دقربانۍ جذبه شته نو بیا به زه ټول عمر ستا غلام و اوسم .»

نجلۍ علي بن سفیان ته وويل « ووایه چې زه اوس څه وکړم ؟ اوزه به دا هم ووينم چې مسلمانان څومره په خپله وعده باندې ولاړ خلک دي ، زمایوشرط به داوي چې احمد کمال به له ماسره یوځاې وي »

علي بن سفیان دهغه همدا شرط هم و مانه ، او خپل یو کس ئې را وباله او د احمد کمال اونجلۍ له پاره ئې د اوسیدو د انتظام له پاره حکم وکړ . هغه دروازه و تړله او نجلۍ ته ئې د احمد کمال په شتون کې دهغې دندې ور وښودلې .

*****ـ(۶۵)

د علي بن سفیان سرتیري په درېیمه ورځ د حبشیانو هغه مقدس ځاې ته ور ورسیدل دکومه ځاېه چې دا نجونې را تښتیدلې وی ، او چېرې چې اوس رجب د حبشیانو په قید کې و . دوی شپږ کسان و چې ټول په اوښانو سپاره و ، هغوی خپل کالې بدل نه کړل ، هغوی د مصري فوځ په بڼه کې و دهغوی سره توري ، برچې ، غشي او لیندۍ هم وي ، هغوی ته احمدکمال دنجونو حال بیان کړې و او د همغې په مطابق علي بن سفیان هغوی ته لاره ښوولې وه ، هغوی په دې غرنۍ سیمه کې دننه ورغلل، دې غرونو هلته د یوي ټینګې کلا شکل خپل کړې و. مالومه نه وه چې یوه برچه له کومه راغله او ددوی تر مخ پر ځمکه کې ور ننوتله ، ددې مطلب داو چې تم شئ.تاسې په محاصره کې یاست ، هغوی و دریدل او حبشي پروهت ورته مخته راغې ، چې خپل درې کسه حبش ملګرې ئې له ځانه سره درلودل ، حبشي هغوی ته اخطار ورکړ چې هغوی اوس د حبشیانو د پټ ناستو خلکو د غشو لاندې دي ، که چېرې دوی کوم غلط حرکت وکړ نو ددوی څخه به یو هم ژوندې ولاړ نه شي.

هغوی ټولو خپلې وسلې حبشیانو ته ورکړې او دخپلو اوښانو څخه لاندې را کوز شول ، د هغوی مشر د حبشي پروهټ سره لاس ورکړ او ورته ئې وويل « مونږ ستاسې دوستان یو د محبت په خاطر دلته راغلي یو، اوستاسې محبت به له ځانه سره وړو ،.... ایا تاسې دهغه درې نجونو قرباني کړېده ؟

مونږ د هیڅ نجلۍ قرباني نه ده کړې » پروهټ په غضب سره ورته وويل . « تاسې ولې پوښتنه کوئ ؟»

«مونږ د مصر د فوځ باغیان یو » د ډلې مشر ورته ځواب ورکړ « مونږ ستاسې دهغه فوځ سپاهیان یو چې دمسلمانانو څخه به ستاسو دد یوتاګانو د سپکاوي بدله اخلي ، مونږ ته ستاسو خلکو ويلې و چې هغوی ته ماته په دې خاطر ورکړل شوه چې هغوی د نجونو قرباني نه وه ورکړې ، مونږ د رجب سره و مونږ هغه ته ويلي و چې مونږ به درې فرنګي نجونې را تښتوو او دلته به ئې را رسوو ، او دېو ې پر ځاې به درې واړه قرباني کوو. او د دېوتا سترو څمڅارو ته به ئې ور غورځوو ، مونږ د ډیره لرې څخه درې نجونې په یوه بهانه را وتښتولې او هغوی مو رجب ته ورحواله کړې ، هغه هغوی له ځانه سره دلته راوړې وی ، اوس مونږ ددې په خاطر را غلو چې د نجونو قرباني شوی هم ده او که نه ؟»

حبشي پروهټ په دوکه کې و لويد، هغه ورته وويل « رجب زمونږ سره ډیره بې ایماني کړې ده ، هغه نجونې له ځانه سره راوړې وی خو دهغه نیت خراب شوی واو بیرته ئې نجونې ددې ځا یه څخه تیښتې ته مجبورې کړې ، خو مونږ هغه پرې نه ښوده چې و تښتيږي . هغه ته مو پوره سزا ورکړې ده ، خونجونې زمونږ له لاسو وتلې دي. ایا تاسو یوځل بیا ددوه همداسې نجونو د راوستلو مرسته کولاې شئ ؟ ددېوتا ګانو قهر ورځ په ورځ ډیر زیاتیږي .»

«مونږ به ضرور ددې تیارې وکړو » قاید ورته وويلې، « تر لږو ورځو پورې به مونږ دوه نورې نجونې دلته راوړو ،مونږ تر رجبه پورې یوسئ ، مونږ به د هغه څخه و پوښتو چې نجونې څه شوی؟»

حبشي پروهټ ټول له ځانه سره یوړل ، هلته په یو ځاې کې د خاورو څخه جوړ شوی یو لوښې ایښول شوی و چې د همداسې یوه بل لوښي په واسطه پټ کړل شوی و، پروهټ پورتنې لوښې پورته کړ اوپه هغې لاندې لوښي کې ئې لاس ور ښکته کړ خوکله ئې چې لاس بیرون را وويست نو په لاس کې ئې د رجب سر و، دهغې مخ او شکل بلکل سلامت و ، سترګې ئې نیم خلاصه وی اوخوله ئې بنده و ه. دهغې سر ئې د هغې دجسم څخه غوڅ کړې و دهغه څخه اوبه څڅیدلې ، دا کومه دوائې وه چې حبشیانو په کې د رجب سر ایښودې و، تر څو خراب نه شي پروهټ ورته وويلې « دهغه جسم مو په سترو څمڅارو وخوړ ، او دهغه ملګري مو ژوندي په هغه ډنډ کې سترو څمڅارو ته ور حواله کړل ، ځکه سترې څمڅاری د ډیره وخته را هیسې وږی وی .

« که چېرې تاسې دا سر ماته را کړئ نو مونږ به ئې ټولو ملګرو ته و ښایو» یوه ورته وويل « او هغوی ته به ووایو چې هر هغه څوک چې د انګوک د دېوتاګانو سپکاوی و کړي نو انجام به ئې همداسې وي.»

«تاسې دا سر په دې شرط له دې ځاېه وړاې شئ چې سبا د لمر دپریوتو دمخه ئې بیرته دلته راورسوئ،» پروهټ ورته وويلې « دا د انګوک د دېوتا ملکیت دې ، که چېرې بیرته ئې را نه وړئ نو بیا به ستاسو سرونه له جسم څخه جدا کړل شي »

*****ـ(۶۶)

په درېیمه ورځ د رجب سر د سلطان ایوبي په قدمونو کې پروت و او سلطان ایوپی په یوه ژور سوچ کې ډوب ناست و.

دهمدې شپې پیښه ده --- احمد کمال او نجلۍ دهغې خونی په برنډې کې ويده و چې د هغوی د اوسیدو له پاره هغوی ته ورکړل شوی وه، په دې ځاې کې اوس هغوی نژدې شپږ ورځې تیرې کړې وی ، په دې وخت کې به نجلۍ احمد کمال ته ويل چې هغه سمدستي مسلمانیدو ته تیاره ده ، او احمد کمال دې ور سره واده وکړي ، مګر احمدکمال یواځې همدا یو ځواب ورکاوه « ته تر هر څه لمړۍ خپله دنده تر سره کړه » نجلۍ دوه درې ځله ددې اندېښنه ښکاره کړې وه چې دوکه به ورسره وکړل شي ، احمد کمال هغه تر اوسه دخپله ځانه دېو لاس لرې کینولو هڅه کوله ، تر دې وخته پورې د نجلۍ د زړه څخه هغه ويره هم تللې وه ، او اوس هغه په پوره عقل او فکر سره خپله خبره کولاې شوه .

په دې شپه هغه او احمد کمال په برنډې کې ويده شوي و، بیرون یوسپاهي د هغوی په ساتنه ولاړ و ، دنیمې شپې څخه لږ دمخه ساتونکې د هغه ځاې د شاوخوا ګرځیدو په خاطر سوکه سوکه ولاړ نو یو چا دشا له اړخه دهغه ګردن په بازوګانو کې و نیوه ،او سمدستي ئې دهغه پر خولې باندې ټوټه کیښوده، دهغه لاس او پښې ئې په رسیو باندې کلکې و تړلې ، دا څلور کسان و د کور دروازه د دننه څخه بنده وه ، یو کس ددېوار سره شا یوځاې کړه او ودرید اوبل دهغه په اوږو باندې و خوت او ددېوال څخه ئې اخوا ټوپ کړ. هغه له دننه څخه دروازه پرانستله ، هغه پاته درې کسان هم دننه ور ننوتل ، دهغوی څخه یو چې تر ټولو زیات ځواکمن و دنجلۍ په خوله باندې ټوټه کیښوده ، د نجلۍ تر را ويښیدو پورې هغه نجلۍ تر فشار لاندې و نیوه اوبیا ئې را پورته کړه او په اوږو ئې را واړوله ، درې نورو کسانو احمد کمال په رسیو کې و تاړه او په خوله ئې ددې ټوټه و تړله اوپه خپل کټ ئې همغسې تړلې پریښود. هغه ته د دفاع له پاره هیڅ وخت نه و تر لاسه شوی ، بیرون وتلو سره سم هغوی نجلۍ په کمبله کې را ونغاړله ، چې که څوک ئې وويني نو دا ګمان و نه کړي چې هغوی نجلۍ په اوږه را اړولې ده .

د ښاره دباندې د فرعونیانو د وخت ورانې ويجاړې کنډرې وی دهغوی په اړه به خلکو ډیرې ويرونکی خبرې کولې ، او ويل به ئې چې په کنډرو کې یو ستر غر دې ددې غره په سوري کولو سره هلته ډیرې زیاتی خوني جوړې کړل شوی دي او بیا ددې هر ې خوني لاندې نورې خونې شتون لري هلته همغه څوک د تللو جرأت کوي چې دهغې د لارو څخه ښه خبر او د بیرته راوتلو لارې ور ته مالومه وي . د ډیرې مودې را هیسې چا هغې کنډروته د ورننوتلو جرأت نه کاوه ، ويل کیده چې هلته دننه د پیریانو او دېوانو ځاې ځیګې دې . او هلته د مارانو شتون خو اړین و ، دمارانو له ويرې به څوک ددې کنډرو دمخې تیریدل هم نه . په هر صورت ددې ځاې په هکله ډیر ويرونکي ويرونکي خبرونه خپاره شوي و . خوددې هر څه سره سره بیا هم هغه څلور کسان چې دا نجلۍ يې را تښتولې وه په همدې کنډرو کې ور ننوتل ، او داخل هم داسې شول لکه ددوی خپل کور چې وي .

هغوی دغه غار شکله خونو ته د غلام ځاېو او تورو تیارو کوڅو څخه د کوم خنډ پرته تیرشول ، مخته د مشالونو روڼاګانې وی دهغوی د قدمونو د شور سره به شوپرکونه الوتل ، او په ځمکه به یو شمیره ځمکني خزنده ګانو ځانونه خوندي کول ،... هغوی د غره په منځ کې یوي جوړې شوی خوني ته ورننوتل ، هلته یو کس مشال په لاس ولاړ و او هغه بیا ددوی تر مخ مخ روان شو . مخته زینې وی چې لاندې کوزیدلې ، هغوی ټول لاندې ښکته شول او په یوه اړخ کې یوي پراخې خوني ته ور داخل شول . هلته په فرش باندې بستره غوړیدلې وه. چې تر څنګ ئې یو ښکلې درۍ هم وه . خونه ښایسته کړل شوی وه، نجلۍ ئې په بستره وا چوله او د هغې د خولي څخه ئې ټوټه لرې کړه، نجلۍ په غصې سره وويل« ولې مو زما سره داسې سلوک وکړ ؟ زه به و مرم خو هیڅوک به ځانته نژدې پرې نږدم »

« که چېرې ته مو دهغه ځاېه نه وائې راپورته کړې نو سبا سهار به ته جلاد ته ور حوال کړل شوې وې» یوه سړې و رته وويل . « زما نوم فیض الفاطمي دې ، ته ما ته راتللې ، هغه پاته دوه نورې څه شوی ؟ ته څه ډول ځانته و نیول شوی ؟ رجب چېرې دې ؟»

نجلۍ ډاډمنه شوه اووئې ويل « زه د خدای شکر کوم چې هغه زه د ډیرو سترو سترو مصیبتونو څخه خوندي کړې یم ، اوس خپل ځاې ته را ورسیدلم » هغه فیض الفاطمی ته د رجب ، حبشیانو ، توپان او ددوه نجونو د مړینې او داحمدکمال په لاسوکې د ورتللو ټول داستان په تفصیل سره بیان کړ . فیض الفاطمي هغه ته تسلي ورکړه او هغه څلورو کسانو ته ئې چې دا نجلۍ ئې دلته راوړې وه د سروزرو شپږ شپږ ټوټې ورکړې اوهغوی ته ئې وويل « تاسې اوس په خپلو خپلو ځاېو باندې و دریږئ ، زه لږ وروسته ځم ، دا نجلۍ به دوه درې ورځې همدلته اوسیږي زه به هم دشپې له اړخه دلته راځم ، کله چې بیرون دهغې لټون پائې ته ورسیږي نو بیا به ئې ددې ځاېه څخه یوسم .»

هغه څلور واړه کسان ولاړل ، او د کنډرې په داسې ځاېو کې کیناستل چې بیرون ترې څارنه کیداې شوه ،د فیض الفاطمي سره دلته یواځې یو کس پاته شو اوهغه هم د مصري فوځ قومندان و . فیض الفاطمي په خپلې بریا باندې ډیر خوښ و خو د هغه دوه نجونو مړینې خفه کړې و . هغه ته تر اوسه پورې د رجب دانجام په هکله مالومات نه و . هغه وويل « د هغه ځاېه د رجب را ويستل اړین دي ، هغه د علي بن سفیان او صلاح الدېن ایوبي د وژلو څه انتظام کړې دې خو ما ته ئې تر اوسه مالومات نه دې راکړې ، غالباً چې هغه به د فدائېانو سره معامله کړې وي ، ددې دواړو وژل اوس ډیر زیات اړین دي ، اوس باید مونږ کومه نوي منصوبه جوړه کړو . زه به د نورو ملګرو سره خبرې کوم او تا ته به ئې سبا سهار ووایم . اوس ته ارام وکړه ، زه به بیرته ولاړ شم»

«ایا صلاح الدېن ایوبي پر تا باور لري ؟» نجلۍ ترې وپو ښتل .

«ډیر زیات ، دومره زیات چې د خپلو ذاتی خبرو په هکله هم له مانه مشوره اخلي ، » فیض الفاطمی ورته وويل .

«ما ته څرګنده شوی ده چې په لوړ پوړو چارواکو کې د صلاح الدېن ایوبي د وفادارو شمیره ډیره ده .» نجلۍ ورته وويل « او دا چې فوځ هم دهغه وفاداره دې .»

« دا صحیح ده ، » هلته ناست یو قومندان ځواب ورکړ « د هغه د څارکښۍ محکمه ډیره هوښیاره ده هر چېرې چې څوک سر را وچتوي هغه په نښه کوي او له منځه ئې وړي ، په لوړو پوړو چارواکو کې دوه نور هم شته چې د صلاح الدېن ایوبي پر خلاف کار کوي ، د هغوی نومونه به محتر م فیض الفاطمي تاته ووائې .

فیض الفاطمي ورته دوه نومونه واخستل اوپه مسکا سره ئې نجلۍ ته وويل ، « تا ته به په لوړه سطحه کار کول په مخ کی وي ، یواځې ددوه کسانو تر منځ ټکر پیدا کول دي او دوه نورو کسانو ته زهر وکول دي ، او دا کار ته په اسانۍ سره کولاې شې ، خو اوس دا ستونزه را پیدا شوی ده ، چې مونږ تا کوم محفل ته نشو استولاې ، ته به د حجاب لرونکې مسلمانې نجونې په څیر کار کوی ، او که نه و به نیول شې . شوني ده چې زه تا بیرته فلسطین ته واستوم، او بله کومه نجلۍ را وغواړم چې هیڅوک ئې و نه پیژني ، زما ډله ډیره ذهینه او فعاله ده، دا د سالارانو څخه د ټیټې رتبي د خلکو ډله ده ، دغه څلور کسان چې ته ئې دومره په زړه ورتیا دلته را وړې ئې دهمغې ډلې خلک دي ، مونږ د ایوبي په فوځ کې بې اطمیناني خپره کړې ده ، قوم او فوځ یو له بله لرې کول اودهغوی تر منځ یو دبل پر خلاف کرکه را پارول اړین دي ، په دې وخت کې حالات دادي چې شامي او ترکې عسکر په مصري خلکو کې دخپل ښه سلوک ، کړچار او جنګیدو له مخې ډیر زیات محبوب او مقبول دې او هغوی ته خلک د عزت په سترګو ګوري ، سوډانيانو ته د ماتي د ورکولو وروسته هغوی ددې ځاې د اوسیدونکو په زړونو کې ځانو ته د عزت ځاې پیدا کړې دې . مونږ ته اړینه ده چې دفوځ دا د عزت مقام زخمي کړو . سالاران او د فوځ نور حکام باید رسوا رسوا کړو ، ددې پرته مونږ د صلیبیانو او سوډانيانو سره هیڅ مرسته نه شوکولاې، د بیرون یرغل به ناکامه وي ، فوځ به هغوی کامیابیدو ته پرې نه ږدي . قوم به هم د فوځ تر څنګ و دریږي ، که په هغه وخت کې له یوه لورې سوډانيان او له بلې لورې صلیبیان په یوه وخت کې یرغل وکړي نو قوم او فوځ به یو شي او د قاهرې څخه به داسې یوه کلا جوړه کړي چې بیا به ئې سوبه شوني نه وي .د قاهرې د سوبې له پاره به مونږ ځمکه هواروو، دخلکو په ذهنونوکې به وهم ، او اندېښنې ور ځاې کوو ، او د ځوانانو کړچار کې به جنس پالنه او اوارګي را پیدا کول وي .»

«ماته خو ويل شوي چې دا کار د تیرو دوو کالو را پدېخوا روان دې » نجلۍ ترې و پوښتل .

« څه خاصې بریاوی مو په برخه شوي هم دي »فیض الفاطمي ورته وويل « په بدکارۍ کې ډیرښت راغلې ،خو هلته صلاح الدېن ایوبي له یوه اړخه مدرسې پرانستې دي او د بله اړخه ئې په جوماتو نه کې د جمعې د خطبي څخه دخلیفه نوم هم لرې کړې دې ، او ځوانانو ته ئې عسکري روزنه ورکول پیل کړي دي .

*****(۶۷)

خبره لاهمدې ځاې ته رسیدلې وه چې دهغو څلور کسانو څخه یوئې راغې او فیض الفاطمی ته ئې وويل « اوس بیرون مه وځه ، ډیر ګړ بړ دې .»

فیض الفاطمي وويرید. دهمغه سړي سره بیرون ولاړ ، په یوه لوړ ځاې کې پټ و درید او وئې کتل ، دنیمائې شپې سپوږمۍ ټول چاپیریال روښانه کړې و. هغه وويل ، تاسې لکه چې ډیره بې احتیاطی کړېده ، دوی خو فوځيان مالومیږي ، د هغوی سره آسونه هم شته ، تاسې څلورو اړخونو ته ووينئ ،چې زه د کومي لارې څخه بیرون وتلاې شم .»

« ما کتلي دي ،» هغه سړي ځواب ورکړ ،« داسې تر سترګو کیږی چې مونږپه مکملې محاصرې کې یو ، ته هملته ولاړ شه ، مشالونه مړه کړئ ، او دهغه ځاېه د وتلو غلطي و نه کړئ ، هلته هیڅوک هم نه شي در رسیدلاې ،»

فیض الفاطمي په همغه کنډرو کې غائب شو ، او دا کس چې ساتنه ئې کوله د هغه لوړ ځاېه راښکته شو د دننه تللو پر ځاې د دېوال سره یوځاې سوکه سوکه بیرون ووت ، هلته بیرون شاوخوا پنځوس پیاده فوځيان وو، اوشل پنځه ويشت په آسونو سپاره وو. هغوی دا ټوله کنډره محاصره کړې وه. دا ساتونکې هغوی ته ورغې او د یوه فوځي څخه ئې وپو ښتل ، «علي بن سفیان چېرې دې ؟»کله چې هغه ورته وښوول شو نو هغه هم ورمنډه کړه ، دهغې ډلې قومنداني علي بن سفیان په خپله کوله ،دهغه سره احمد کمال هم و ، ساتونکي ورته وويل « دننه کومه داسې خطره نه شته ، له تاسې سره دوه کسان هم بسنه کوي ، زما پسې راځئ » دا ساتونکې د هغو څلورو کسانو څخه یو و چې نجلۍ ئې تښتولې وه،

علی بن سفیان دوه مشالونه رڼا کړل ، احمد کمال او نور څلور عسکر ئې له ځانه سره ملګري کړل ، او دهغې ساتونکې سره یو ځاې کنډرې ته ور ننوتل . هغوی وکتل چې یو سړې دکومې لورې څخه راغې او په منډه باندې دننه ورننوت ، لارښود علي بن سفیان ته وويلې « دا دهغوی سړې دې او ددننه خلکو دخبرولو له پاره هلته ورغې ، تاسو لږ څه ګړندي شئ ،»

هغوی ټولو منډې کړې که چېرې دا خلک د لارښود پرته وائې نو په هغه کږو وږو کې به بند پاته و اويا به له ويرې بیرته را ستانه شوي واې ، هغوی دخپل لار ښود سره یوځاې په ډیره ګړندې توګه مخته روان و، خو د یوه بله اړخه یوبل سړې په منډه راغې ، دوی دهغې همدومره اواز واورید چې زه هغې لورې ته ځم ، تاسو ژر ژر راشئ ، داسړې ددې لارښود ملګرې و.

هغه هغې غرنۍ خوني ته ورسید چې زیني ئې لاندې تللې وي ، هلته د لاندې څخه دوی ته اوازونه را تلل « له مونږه سره دوکه شوی ده ، دا دواړه د هغوی سړي دي ،» بیا د تورو د ټکر اوازونه واوریدل شو او دا اواز هم راغې « چې هغه هم ختم کړه چې ګواهي ورنکړي »

علي بن سفیان د احمد کمال سره یوځاې د مشال لرونکو په ملتیا په منډو منډو لاندې ورکیوت ، کله چې هغې کوټې ته ور ننوتل نو هلته د وينو سیلاب روان و . نجلۍ په ګیډه باندې دواړه لاسونه ایښي ناسته وه . دفیض الفاطمی سره چې کوم قومندان و هغه او یو بل کس د فیض الفاطمي او یوه ساتونکی سره په جنګ اخته و . علي بن سفیان فیض الفاطمی ته اخطار ورکړ ، خو کله چې فیض الفاطمي د خپل ځان پر خلاف ډیرې توري په هوا کې پورته وکتلې ، نو توره ئې و غورځوله ، احمدکمال منډه واخسته او نجلۍ ئې را و نیوله ، دهغه ګیډه څیرلې شوی وه ، احمد کمال د بسترې څخه څادر را پورته کړ اود نجلۍ په کیډه کې ئې ور ننويست ، او علی بن سفیان ته ئې وويل « که ماته اجازه وي نو زه به هغه بیرون یوسم ؟» علي بن سفیان ورته اجازه ورکړه ، احمد کمال نجلۍ په خپلو مټو کې را واخسته ، هغه ډیره په تکلیف کې وه ، خو بیا ئې هم په خندا کې احمد کمال ته وويل .« ما خپل فرض پوره کړل اوستاسو مجرم مو و نیو .»

فیض الفاطمي او د نجلۍ تښتونکې څلور کسانو څخه دوه ئې ونیول شول ، پاته دوه کسان اويو قومندان چې د فیض الفاطمي سره ملګري و هغوی د علی بن سفیان کسان و، دا یوه ډرامه وه چې دفیض الفاطمی د بالفعل نیولو له پاره جوړه شوی وه . نجلۍ پوره پوره مرسته وکړه خو هغه زخمی شوله ،دا ډرامه داسې تیاره کړل شوی وه چې د نجلۍ دخولې څخه ئې هغه پټ الفاظ مالوم کړل چې دهغوی ډلې یو بل ته د ورسیدو په خاطر استعمالول ، نجلۍ دا هم ويلي و چې هغه ته تر فیض الفاطمي پورې ورتګ و. علي بن سفیان خپل درې ذهینه جاسوسان استعمال کړل چې یو په کې قومندا ن هم و . هغوی ته ئې دا پټ الفاظ وويل ، او ورته ئې وويل چې هغوی دې د فیض الفاطمي پورې ځانونه ور ورسوي ، او هغه ته دې ووائې چې ددرېو څخه یوه نجلۍ دلته رارسیدلې ده، خو هغه په هغه کور کې تر نظر لاندې ده ، چې دهغې ځاېه ئې بیرون ويستل اسانه کار دې ، هغوی ته دا هم ويل شوي و چې فیض الفاطمي ته د رجب د درواغو پیغام ورکړئ چې دا نجلۍ په څنګ کړئ او خپلې کړنې نورې هم ګړندۍ کړئ .

دې جاسوسانو په دریو ورځو کې دننه دننه فیض الفاطمی پورې ځانونه ور ورسول ، اوهغه ته ئې دا ثابته کړه چې دوی د هغه د ځمکې د لاندې ګروپ وګړي دي . فیض الفاطمي ته دا خطره هم وه چې څرنګه چې نجلۍ تر څارني لاندې ده نوپه دې خاطر به د لږ څه تکلیف په ورکولو ووائې چې هغه هم دهغوی سره ملګرې دې . فیض الفاطمی ته خپله ساتنه هم اړینه وه ، په دې خاطر هغه د نجلۍ د تښتولو پلان جوړ کړ. په دې پلان کې هغه دا قومندان هم له ځانه سره ملګرې کړ . هغه سړي ته د علي بن سفیان ددوو نورو ورلیږل شو کسانو په مرسته دا کار ورسپارل شوی و چې هغوی به نجلۍ پورته کوي او کنډرو ته بې ور رسوي ، همدا کنډرې هغه د یوه وخته راهیسې خپل پټ مرکز ګر ځولې و. کله چې پلان جوړ شو نو علي بن سفیان ته دهغې خبر ورکړل شو.هلته احمد کمال اونجلۍ ته ويل شوي و چې تاسې به پنځه شپږ ورځې هملته په برنډه کې ويده کیږئ ، او د شپې به نجلۍ تښتول کیږي په دې وخت کې به تاسو مزاحمت نه کوئ ، دکور تر مخه یو سپاهي تل پهره ورکوله ، په هغه شپه چې څوک په پهرې ولاړ و هغه سپاهي نه و بلکه د علی بن سفیان دمحکمی یو جاسوس و، هغه ته مالومه وه چې د شپې به پرې برید کیږي اوداورته هم مالومه وه چې برید به څوک کوي او څه ډول به وي ، برید کونکې پخپله هم د هغه ملګری او دعلي بن سفیان دمحکمی غړی و، که چېرې د فیض الفاطمي د ډلي څوک وي نو بیا خو ئې هغه په خنجر سره هلاکولې شو.

په دې شپه فیض الفاطمی او هغه قومندان دواړه کنډرې ته تللي و، په هماغه ټاکلي وخت پر پهره دار باندې برید و شو . اونور ددېواله ور واوښتل ، په دې وخت کې احمد کمال ويښ پروت و هغه وکتل چې نجلۍ ئې پورته کړه ، خو خپلې سترګې ئې تړلې وي اوپروت و . هغه هغه وخت لاس و پښې وهل پیل کړل چې هغه په رسیو کې تړل شوی و ، نجلۍ ئې کنډرو ته ورسوله ، دا ډرامه په دې خاطر و لوبول شوه چې فیض الفاطمی د نجلې د تښتولو پلان جوړ کړې و ، اوپه هغه کې ئې خپل دوه کسان ور شامل کړي و . هغه ته دا ښکاره کول و چې دا دریښتیاو تښتول دي ، چې په کې هیڅ ډول دوکه او فریب نه شته . ان تر اخري وخته پورې هغه ته کوم شک را پیدا نه شو. د تیښتې وروسته علي بن سفیان د ساتونکي او احمد کمال رسئ را پرانستې دهغوی لاس او پښې ئې خلاصې کړې ، هلته پیاده اوسواره هم تیار و، د لږڅه ځنډ وروسته هغوی هم د کنډرو په لور روان شو او کنډر ئې په محاصره کې واخسته .

دوی تر ټولو د مخه د علي بن سفیان یوه سړي وکتل او همغه ولاړ او هلته ئې فیض الفاطمي ته خبر ورکړ ، هغه ئې بیرون راوست او محاصره ئې ورته وښودله ، اودا مشوره ئې ورته ورکړه چې همغې کمرې ته بیرته ولاړ شي ، هغه ئې بیرته و لیږه او پخپله همدا سړې بیرون را ووت اوعلي بن سفیان او احمدکمال ئې له ځانه سره کړل او دننه ور ننوتل ، دا دهغه سړي پوهه او درایت و چې فیض الفاطمي ئې بیرته همغې کمر ې ته ولیږه ځکه که چېرې هغه د کنډرو په نورو ورانو ويجاړو کې ځان وهلي وی نوبیا به ئې نیول دومره اسانه نه و. کنډرې ډیرې پراخه او خورې ورې وی ، او دننه تیاره هم وه ،او دېوچاتعاقب کول ددې خطر را ولاړوه چې هسې نه چې خپل کسان په کې ووژل شي . بلکل په هماغه اخری وختو کې فیض الفاطمی خبر شو چې قومندان او هغه دوه نور کسان دده ملګری نه دي بلکه هغه ئې په دوکې او فریب سره دلته راوړې دې . دنجلۍ څخه دا غلطي وشوه چې د هغې دخولې څخه داسې الفا ظ راووتل چې دهغې څخه دا په ډاګه کیدله چې هغه هم په دې دوکې کې شریکه ده .دفیض الفاطمي دوه ملګري چې هغه ته ور ورسیدل ،نود دوکې څخه پرده پورته شوه ، او جګړه پیل شوه. فیض الفاطمي دنجلۍ په ګیډه کې د توري نوکه ور ننويسته او دهغې ګیډه ئې پرې و څیرله ، هغه نجلۍ په دې خاطر وژله چې دده پر خلاف دشاهدۍ له پاره ژوندۍ پاته نه شي .

فیض الفاطمي او دهغه نور ملګري ئې په بنديخانه کې ور واچول ،علي بن سفیان هغوی په یواځي یواځې ځاېو کې کینول او هر یوه ته ئې د رجب سر و ر وښوده ، او ورته ئې وويل « دخپل دوست انجام مو ووينئ ، که چېرې تاسې ددې هیله لرئ چې تاسې ته به سمدستي سزا درکړل شي نو دا خیال د ذهنونو څخه وکاږئ ، تر هغې چې خپله ټوله ډله مونږ ته را و نه ښایاست ، نو تاسو به په همداسې شکنجو کې و ساتم ، نه به را نه ژوند وکړئ اونه به مو مرګ ته پریږدم .»

دنجلۍ حالت ښه نه و ، طبیبانو او جراحانو د هغې د خوندي پاته کولو هر ډول هڅې کولې ، خو د غوڅو شوو کلمو هیڅ علاج نه کیده ، هغه بیاهم ډاډه وه او داسې مالومیده چې هغې ته د ګیډې ددې خطرناکه زخم هیڅ پرواه نه وي، دهغې یواځې یوه غوښتنه وه چې احمد کمال دې له ماسره دلته ناست وي ، سلطان ایوبي هم دهغې د پوښتنې له پاره راغې ، احمدکمال چې خپل سالاراو دمصر د فوځ اعلی قومندان وکوت نو د تعظیم له پاره و درید خو نجلۍ هغه له لاسه و نیوه او له ځانه سره ئې کیناوه ، خو احمد کمال د سلطان ایوبي په شتون کې نه شو کیناستلې ، اخر سلطان هغه ته د نجلۍ سره د کیناستو اجازه ورکړه ، سلطان ایوبي د نجلۍ په سر د شفقت لاس را ښکود اوپه ډیره مینه ئې دهغې د روغتیا د حال پوښتنه وکړه.

درېیمه شپه احمد کمال د نجلۍ سر ته ناست و نو نجلۍ ترې په یوه ځانګړې لهجې سره و پو ښتل ،« احمده! تا خو له ماسره واده کړې دې که نه ؟ ....ما خو خپله وعده پوره کړه ، تا هم خپله وعده پوره کړېده ؟ خدای به زما ګناهونه ماته بښلې وي ،»

دهغې ژبه غټه شوه ، هغې د احمد کمال لاس په خپلو دواړو لاسو کې کلک و نیوه ، خو کلکوالی بیرته په سستوالي باندې بدل شو، احمدکمال سمدستی کلیمه وويله، او نجلۍ ئې په خداې و سپارله ، په بله ورځ د سلطان ایوبي د حکم په مطابق هغه ئې دمسلمانانوپه هدېره کې خاورو ته وسپارله ،

فیض الفاطمي او دهغې ملګرو یواځې دوه ورځې اذیتونه وګالل ، او د خپلې ډلې ټول وګړی ئې په ګوته ګوته و ښول ، هغوی هم و نیول شول .

مراکشي پیښې لیکونکې «اسد الاسدې » د سلطان ایوبي دوخت د یوه کاتب په حواله لیکلې دې ، کله چې سلطان ایوبي د فیض الفاطمي دمرګ په سزا باندې لاسلیک کاوه نو سلطان په زوره زوره و ژړل .

پاته په پنځه ویشتمه برخه کې ولولئ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery