مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان

یودیرشتمه برخه

پرلپسې (۸۸-۸۶)

«دا ستا دقوم دسپاهیانو لاشونه دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار ګرځیدلي چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیي او ....دکوموکومو ځاېو څخه دلته راغلي و»( عماد هاشم)

او کله چې «ایونا» په عایشې بدله شوه: (۸-۲)

*هلته په (کرک) کې صلیبیان د سلطان ایوبي پر خلاف د ځوابي حملې په فکر کې ډوب و دهغوی مرکزي قومندان دخپلو قاصدانو له لارې خپل خپور وور فوځ ته احکام لیږلي و چې دمسلمانانو سره د جنګیدو هڅه مه کوئ ، بلکه دهغو ځاېو څخه د راوتلو لارې و لټوئ ، تر څو د ځوابي حملې له پاره زیات فوځ را ټول کړاې شو . ددې احکامو تر څنګ هغوی د څلويښتو کسو سرتیرو یوه ډله تیاره کړه چې باید د مظلومو مسلمانانو په بڼه کې هلته (شوبک) ته وروننوځي ، او جاسوسې نجونې دهغه ځاېه را وکاږی ، صلیبي حکمرانانو په دې فکر کې چې سلطان ایوبي د مصر څخه غیر حاضر دې هلته د خپلو تخریبکارانو د ډیرښت له پاره پریکړه کړې وه ، هغوی غوښتل چې ژر تر ژره حبشي سوډانيان اود فاطمي خلافت پاته شوني سره را یوځاې کړي او پر قاهره باندې ولکه و مومی .

د (شوبک) او (کرک) په منځنۍ برخه کې لا تراوسه وينې بهیدې ، هغه ټوله سیمه همواره شګلوړه نه وه ، په څو ځاېو کې هلته د خاورې او شګو سترې سترې غونډۍ پرتې وی او یا دشګو داسې سیمي وی چې که څوک به یو ځل ور ننوت نو بیا به ئې د وتلو شونتیا لږه وه. په داسې سیموکې صلیبیان هم له منځه تلل او د سلطان ایوبي مجاهدېن هم . اوهلته د (شوبک) هغه عیسایان هم له منځه تلل چې دمسلمانانو له ويرې د ښاره څخه د(کرک) په لور را تښتیدل ، هلته د جنګ منظر داسې و لکه د یوه افق نه تر بله پورې چې انسانان یو د بل وينې تويوي ، په دې پراخه شګلوړه کې یوځاې نخلستان یا د خرماو د بوټو ځنګل هم و چې هلته اوبه تر لاسه کیداې شوی اوستړي ستومانه انسانان ، زخمي انسانان او دتندې مړه کیدونکی انسانان هلته ورتلل او لويدل به .

عماد هاشم د سلطان ایوبي دفوځ دېوي کوچنۍ سر تیرې ډلې قومندا ن و، هغه شامي نژاده و په دې خاطر ئې دخپل نوم سره عماد شامي لیکه ، هغه جذبه چې دصلیبیانو پر خلاف پر هر مسلمان کې شته وه هغه په عمادشامي کې هم موجوده وه ، خو دهغه په جذبه کې د انتقام اوبدل اخستلو قهر او غضب زیات مالومیده ، د هغه په اړه ټولو ته ډاګیزه وه چې هغه یتیم و او نژدې خپلوان ئې هیڅوک هم نه درلودل. خو هغه په دې خبره ډاډمن نه و ، چې هغه یتیم دې او که نه ، ځکه د هغه پلار دهغه د سترګو تر مخه نه وفات شوی ، هغه د پنځلس شپاړس کالو په عمر کې دخپله کوره را تښتیدلې و. په هغه وخت کې ئې کور په (شوبک) کې و ، هغه ته په یاد و چې دهغه په کوچنیوالي کې صلیبیانو په (شوبک) باندې ولکه موندلې وه، او بیا يې دمسلمانانو په وينو تويولو لاس پورې کړې و . دهغه کوچنیوالې د صلیبیانو په دهشت او وحشت کې تیر شوی و ، هغه مسلمان جنګي بنديان هم کتلي و چې په وهلو وهلو به ئې راوستل ، او دهغه تر مخه ئې ددوه کسانو سرونه هم پرې کړي و، او دا ځکه چې هغوی د زخمونو له لاسه نور د تللو وړ نه و. هغه دمسلمانانو له کورونو څخه دنجونو د تښتولو پیښې هم په خپلو سترګو کتلې وي او مسلمانان ئې بیګار کیمپ ته د وړلو په وخت کې هم کتلي و. د (شوبک) مسلمانانو به ويلې ، کله چې په ښار کې عیسایانو بې له کومه دلیله مسلمانانو نیول او پنډغالي ته ئې بوتلل او دهغوی په کورونو یرغلونه کول پیل کړل نو په دې پوه شه چې چېرې هغوی د مسلمانانوپه لاسو د ماتې سره مخ شوی دي .

د عماد شامي کور هم د عیسایانو دېرغل څخه خوندي نه و پاته ، هغه ته خپله خور یاده وه ،چې عمر ئې اوه اته کاله و ډیره ښایسته او دنانځکې په څیر نجلۍ وه ، په کور کې ئې پلار ،مور اويو ورور هم و . یوه ورځ د عماد دغه کوچنۍ خور بیرون ووتله ، او درغل شوه ، پلارئې ورپسې لټون وکړ خو پیدا ئې نشوه کړاې ، یو مسلمان ګاونډي ورته وويل چې هغه عیسایانو پورته کړه او یوړه ئې ، پلار ئې دښار د حاکم دربار ته فریاد وروست ، خو څنګه ئې چې وويل چې مسلمان دې نو حکمران ورته په غضب شو او الزام ئې پرې و لګاوه چې په حکمران قوم باندې دومره ددرواغو ډک الزام لګوی ، کور ته په را ستنیدو سره ئې پلار او د عماد مشر ورور د عیسایانو پر خلاف شور و شر جوړ کړ. ددې پایلې دا شوی چې د شپې د هغوی په کور باندې یرغل وشو عماد خپل مشر ورور او مور په وينو کې ډوب وکتل ،هغه پخپله بیرون را ووت او وتښتید، او دېوه مسلمان په کور کې پټ شو. دهغې وروسته بیا هغه خپل کور ته ستون نه شو. ځکه هغه مسلمان ګاونډي عماد ددې ويرې هلته بیر ون نه پریښوده چې عیسایان به ئې ووژني.

لږې ورځې وروسته هغه مسلمان ګاونډي دا یو بل چاته وسپاره ، او هغه په پټه د ښاره را وويست ، د سهار په وخت هغه د یوي قافلې سره روان و ، دډیرو ورځو د سفراو ستومانتیا وروسته ، هغوی شام ته ورسیدل ، او هلته ورته د یوه ستر تاجر په کور کې نوکري ورکړل شوه ، اوس نو دهغه ژوند همدا و چې نوکري کوه اوژوندې اوسه ، هغه په ذهني توګه بالغ اوځوان شوی و، د انتقام او بدل اخستلو جذبه په کې ژوندۍ او قوي وه ، او دهمدې جذبي په درلودلو سره پرې فوځيان ښه لګیدل ، هغه ددې تاجر نوکري پریښوده او د یوه فوځي حاکم کورته ولاړ اوهلته نوکر شو. عماد هغه ته دخپل تیرشوي ژوند پیښې بیان کړې اودائې هم ورته وويل چې غواړي په فوځ کې خدمت وکړي .

دغه فوځي حاکم دهغه پالنه وکړه او د شپاړرسو کالو په عمر ئې په شام کې په عسکري خدمت کې و نیوه ، هغه دانتقام اوبدلې له پاره ناقراره و ، هغه ته په درې څلورو ځاېو کې په جنګ کې ګډون له پاره فرصت تر لاسه شوی و ، چې په هغوی کې هغه خپل فن اومیړانه و ښووله ، لس یولس کاله وروسته هغه ئې دهغې فوځ سره مصر ته ولیږه ، چې نورالدېن زنګي د سلطان ایوبي د مرستې له پاره و ر استولې و ، دوه کاله ئې په مصر کې تیر کړل ، بیا خدای دهغه دا مراد او غوښتنه هم پوره کړه چې هغه په (شوبک) باندې د برید کونکي فوځ سره یو ځاې هغه لورې ته ولاړ. خو هغه ئې په هغه فوځ کې وساته چې په شګلوړه ځمکه کې یې د صلیبیانو پرخلاف غلچکي یرغلونه کول .

هلته عماد د صلیبیانو له پاره قهر ګرځیدلې و ، دهغه غلچکي ډله ډیره مشهوره شوی وه ، عماد شامي دخپلو سپرو سره یوځاې په صلیبیانو باندې اور را ښکته کړې و خو د هغې د سیني اور مړکیدونکی نه و ،.... یوه میاشت وروسته دهغه په ډله کې یواځې څلور کسان پاته شوي و پاته نور ټول شهیدان شوي و ... یوه شپه هغه د همدې څلورو سپرو سره یوځاې د صلیبیایو په یوي پنځوس کسیزه ډله باندې برید وکړ ، هغه ټوله ورځ پټ پټ دهغوی شاته ته ،د ورځې له اړخه یې نه شو کولاې دخپلو څلورو کسو سره په هغو پنځوسو کسانو برید وکړي ، د هغوی په تعقیب پسې دا تر ډیره لرې ځاېه پورې ولاړ ، د شپې صلیبیان تم شول او یوځاې کې ئې پړاو وکړ ، خو زیات شمیر ساتونکي ئې بیداره پریښول ، عماد د نیمي شپې په وخت کې په اسونو ور وځغاستل او د ويدو صلیبیانو تر منځ داسې تیر شو چې په خپلې برچې باندې به ئې په ښي او کیڼ لورې وار کاوه ،او دهغه هغه څلور واړو ملګرو هم همداسې کول .

هغوی ته به چې کوم خوزنده شې تر سترګو کیده ، په هغوی به ئې د تورو او یا برچو وار کاوه ، اوبیرته به ئې ځانونه غایبول ، څو کسه په خوب ويده صلیبیان دهغوی د آسونو تر پښو لاندې شول ، ساتونکو به په تیاره کې غشي ويشتل چې خطا به تلل ، مخته عماد دخپلو سرتیرو ډله و دروله ، او دهغې ځاېه ئې خوندي ځاې ته بوتله، هغه دا فکر هم نه وکړې چې دښمن بیداره شوی دې هغه یو ځل بیا اسپ سواره هغوی ته نژدې ور وړل ، او په هغوی ئې دبرید کولو حکم وکړ . په تیاره کې ورته څه سیوري تر سترګو شول ، پنځه واړه اسونه په ځغاسته ولاړل او دهغوی په منځ کې تیر شول ، خوکله چې په دښمن د وار کولو وروسته شاته شول نو وئې کتل چې د پنځو په ځاې درې را وتلي دي . دهغو دوه کسان صلیبي غشي ويشتونکو را پرځولي و. د عماد وينه نوره هم ګرمه شوه ، او خپلو مجاهدېنو ته ئې وويل : « اوس به بدله اخلو .»دا د هغه بې عقلي وه ، هغه خپل دواړه مجاهدېن را و ګرځول او د صلیبیانو په لور را غلل او د رانژدې کیدو په وخت کې ئې د برید حکم وکړ . اوس خو اسونه هم ستومانه شوي و، او دښمن هم په پوره توګه بیداره و . ددې یرغل پایلې دا شوی چې عماد یواځې پاته شو . دا ځل چې هغه ددښمن څخه ووت نو دخپلو دوه ملګرو په ځاې ورسره دوه صلیبیان و چې دهغه تعقیب ئې کاوه . صلیبیانو پرې و رغږ کړ . هغه هم په تیاره کې د غږ څخه و پيژندل ، او که نه هغه خو هغوی خپل ملګري ګڼلي و.

هغوی هغه ته ور رسیدلي و، او په تورو ئې پرې برید وکړ ، دهغه سره اوږده برچه وه، په ځغاستي آس باندې ئې ددواړو مقابله وکړه ، ددوی جنګ پوره اوږود شو ، او هغه دواړه بیرته و ګرځیدل خو عماد دا دواړه هملته له منځه یوړل ، او ددواړو آسونه ئې (شوبک) ته د ور وستولو له پاره د واګو څخه و نیول . دهغوی توري ئې هم را واخستې خو هغه دې ته متوجه نه شو چې تر کومه ځاېه پورې رسیدلې دې.، هغه اسونو ته او هم خپل ځان ته د ارام د ورکولو له پاره په یو ځاې کې پړاو وکړ هغه د ويده کیدو څخه ويریده ، ځکه چې په هر وخت کې اود هرې لورې څخه ددښمن په برید کې را تلاې شو. هغه شپه په بیدارۍ کې تیره کړه ، د ستورو په کتلو سره ئې دا مالومه کړه ، چې (شوبک) کومي لورې ته او (کرک) کومي لورې ته دې . او په دې صحرا کې چېرې ور ته تلل ور په غاړه دي تر څو د خپلو ملګرو سره یوځاې شی.

د سهار دراختلو سره سم هغه روان شو ، هغه د صحرا د پیریانو په څیر د لارې د ورکیدو خطره نه احساسوله، هغه تجربه لرونکې چریک و ، د لرې څخه ئې د خطرې د بوي کولو احساس کولاې شو . هغه ته ډیر لرې د صلیبیان څلور څلور او یا پنځه پنځه کسانو ډلې تر سترګو شوی نو که چېرې دهغه سره دغه دوه زیاتي اسونه نه واې نو په یوه ټولي خو ئې برید کاوه ، هغه خوندي په خپله لار روان و ، هغه روا ن و اولمر په اسمان کې را پورته کیده ، مخته ورته د غونډیو سیمه راغله ، دلته ورسره ويره پیدا شوه چې د صلیبیانو کومه ډله به د شپې له اړخه قیام وکړي ، نو غوښتل ئې د لمر د پریوتو تر مخه دهغه ځاېه ځان و کاږي ، ددې نه هم ويریده چې په کومه غونډۍ د صلیبیانو کوم غشي ويشتونکی ناست نه وي ، هغه هرې لورې ته او هم پورته کتل او روان و .

*****(۸۶)

مخته لاره ددووشګلوړه غونډیو تر منځ ګرځیدلې وه ، دهغې ځاېه چې راتاوشو نو ناڅاپه ورته د چا د پښو اواز تر غوږو شو . داسې مالومیده چې څوک د هغه دڅنګ غونډۍ سره پټ شوی و . هغه دخپل آس واګو ته ټکان ورکړ او د خپل اس تګ ئې ګړندې کړ . کله چې هغه د غونډۍ شاته ولاړ نو هلته لاره یوي بلې غونډۍ بنده کړې وه ،دې سیمې دغونډیو ترمنځ د یوی پراخه کندې بڼه خپله کړې وه، د عماد څخه شل قدمه لرې په خاورو کې خړ پړ یو چا چې چوغه ئې اغوستې وه هڅه کوله د لاسو او زنګنو په مرسته پورته و خیژي،دهغه شا د عماد په لور وه ، اوسرئې هم پټ و ، عماد پرې ور غږ کړ خو هغه دعماد غږ ته د ځواب ور کولو پرته خپلو پورته ختلو ته دوام ورکړ . غونډۍ شګلورړه او ختل پرې ستونزمنه و ، عماد مخته ورغې هغه انسان یو بله هڅه وکړه خو لاس او پښي ئې ټینګي نه شوی ، هغه نیم بې هوشه شانته و . بیرته را ورغړید او د عماد د آس په قدمونوکې تم شو . د هغه دسر څخه د چوغې برخه لرې شوی وه، عماد دهغې په کتلو سره حیران پاته شو. هغه یوه ځوانه نجلۍ وه او دومره ښایسته چې پخوائې کله هم نه وه تر سترګو شوې.

عماد د آسه را ښکته شو ، نجلۍ په ويره کې وه ، دهغې پاته توان هم ويرې ختم کړې و. هغې غوښتل و دریږي خو کیناسته ، عماد ترې وپوښتل چې څوک ده ، هغه ځواب ورکړ ،« اوبه راکړه » عماد د یوه اس څخه اوبه راپرانستې او هغې ته ئې ورکړي، هغې په ډیره بې صبرۍ سره اوبه وڅښلې نو سترګي ئې په پټیدو شوی .

عمادهغې ته دخوراک له پاره هم څه ورکړه، نو دهغې په مخ باندې د ژوند نښې را برسیره شوی ، عماد ورته وويل «له ما څخه مه ويریږه ، ووایه چې څوک ئې؟»

« د(شوبک) څخه د خپلې کورنۍ سره را وتلې وم ،» هغې په ستړي او ستومانه اواز وويل « ټول مړه شول ، زه یواځي پاته شوم ، په لار کې مسلمانانو برید را باندي کړي و.»

«ماته ولې ریښتیا نه وائې ؟» عماد ورته وويلې « هغه څه چې تاوويل ټول درواغ دي »

« که ته ئې درواغ ګڼې و ئې ګڼه » هغې په ويریدلې لهجې سره وويل ،« خو پر ما رحم وکړه او ما (کرک) ته ورسوه ،»

« تر (شوبکه) پورې » عماد ورته وويلې « زه تا (شوبک) ته وړلاې شم ،(کرک) ته نه » ته ويني چې زه مسلمان یم ، زه نه غواړم چې په لاره کې د عیسائې فوځ په لاسو ومرم .»

بیا نو ماته یو آس را کړه »نجلۍ ورته وویلي ، « زه نجلۍ یم که چېرې په لاره کې د چا لاسو ته ورغلم نو ته پوهیږې چې زما انجام به څه وي ؟»

« زه درته آس هم نه شم درکولاې ، اوتا له دې ځاېه ځانته هم نه شم لیږلاې ، عماد ورته وويل « دا زما دنده ده چې تا له ځانه سره (شوبک) ته یوسم .»

« هلته به ما چا ته سپارې ؟»

« خپلو حاکمانو ته !» عماد ورته وويلې او تسلي ئې ورکړه چې «ستاسره به هغسې سلوک نه کیږي چې ته ترې ويریږی »

نجلي (کرک) ته د تللو ضد کاوه ، عماد هغې ته وويل چې هغه ته حکم شوی دې چې د (شوبک) هیڅ عیسائې اوسیدونکې ددې ځاېه تیښتي ته مه پریږدئ . ددې نه علاوه هغه نجلۍ خبره کړه چې هغه (کرک) پورې نه شي رسیدلاې ځکه چې هغه تور رنګه ښایسته نجلۍ ده . مګر نجلۍ ددې نه ويریدله چې دا مسلمان فوځي به ئې بې ابرو کړي ، هغې فکر وکړ چې باید ددې سړي سره دخپلې ابرو سودا وکړي ، هغه ته به ووائې چې آس راکړه او له ما سره چې څه کوي هغه وکړه . نجلۍ خپله رويه بدله کړه او عماد ته ئې وويل « زه ډیره ستومانه شوی یم ، نن شپه همدلته پړاو وکړه ، سهار به (شوبک) ته ولاړ شو» عماد هم ستومانه شوی و او آسونه خو لاد پخوا څخه ستومانه و . هغه د نجلۍ حالت هم همداسې وکوت ، نو په دې خاطر ئې هملته د تم کیدو پریکړه وکړه . ددې تر مخه نجلۍ دې ته دومره په غور سره نه وکتلي ، هغې همدومره کتلي و چې دا د اوږدې ږیري مسلمان دې چې په خاورو او دوړو ککړ ې څهرې ترې وحشي جوړ کړې ، نو هغې دهغه څخه د رحم هیله نه دلورده ، اوس چې هغې یو پلان په فکر کې نیولې و نوپه دې خاطر ئې عماد په ژوره توګه تر سترګو تیر کړ.

عماد هم هغې ته په ژور نظر وکتل ،او فکر ئې کاوه چې دومره ښکلې او ښایسته نجلۍ په دې صحرا کې ځانته پاته کیدل ، په داسې حال کې چې صلیبي او اسلامي عسکر دزیاته وخته راهیسي د وږو لیوانو په څیر منډې ترړې وهي ، ددې له پاره څومره خطرناکه دي ، او دا هم شونې ده چې ددې نجلۍ په سربه سپاهیانو او قومندانانو یو بل سره وژلي وي . هغه پخپله هم فرښته نه وه ، دهغې نجلۍ سترګو ته ئې وکتل ، په همدې وخت کې نجلۍ هم ده ته کتلې ، عماد هڅه کوله چې د نجلۍ څخه خپلې سترګي واړوي ، خو دنجلۍ سترګو ددې سترګي را ستنولې ، نجلۍ په خپل جسم کې کومه داسې جذبه احساسوله چې دهغې له پاره پردۍ وه ، هغې یو ځل سترګې ښکته کړې خوسترګې ئې په خپله را پورته شوی او ډیرې نارامه شانته ښکاریدې ، د نجلۍ په شونډو نرۍ غوندې خندا را غله ، عماد ورته وويل « چې شاید ناواده شوی پیغله ئې ؟!»

«هو !» نجلۍ ورته وويلې ، اوبیا ئې دڅه فکراو ځنډ کولو پرته وويل « زه په دنیاکې هیڅوک نه لرم ،که ته له ماسره (کرک) ته ولاړ شې نو زه به له تاسره واده وکړم .» عماد را بیداره شوی غوندې و،هغه ورته وويل « بیا به ته ماته وائې چې اوس دې نو مذهب هم را بدل کړه ، راځه ته له ماسره (شوبک) ته ولاړه شوه او هلته مسلمانه شه او واده راسره وکړه »

« زه باید په هر صورت تر (کرک) پورې ولاړه شم .» نجلۍ ورته وويلې « که چېرې ته له ماسره تر هغه ځاېه پورې ځې نو ستا دنیابه بدله شي .»

نجلۍ د سودا لوبه پیل کړې وه ، خو عماد څه نور فکر کاوه ، دا فکر داسې و چې هغه پرې پخپله هم نه پوهیده ، هغه به بیا د نجلۍ مخ او څهرې ته کتل اوبیا به ئې سر ټیت کړ او په څه فکر کې به ډوب شو. داسې مالومیده چې هغه د نجلۍ خبره اوریدله هم نه ده . لږ څه وروسته د نجلۍ مخ اوڅهره دماښام په تیاروکې ورکه شوه، هغه د آس دزین سره تړلي دخوراک څښاک شیان را واخستل ، نجلۍ ته ئې هم ورکړل اوپخپله ئې هم وخوړل ، د هغه جسم دومره ستومانه وه چې د څملاستو سره سم ئې سترګې ورغلې.

****(۸۷)

دنیمائې شپې څخه ډیره برخه تیره وه چې نجلۍ خپل اړخ بدل کړ ،او سترګې ئې پرانستې ، عماد ته یې وکتل، چې په خواږه خوب ويده و، هلته څو قدمه لرې آسونه ولاړ و ، د شپې د اولې برخې سپومۍ د غونډیو سر ته را غلې وه، نجلۍ آسونو ته وکتل ،زینونه پرې ایښي و ، عماد دومره ستومانه و چې د آسونو څخه ئې زینونه هم نه و راښکته کړي ، نجلۍ اسونه تیار وکتل او دائې هم وکتل چې عماد په خواږه خوب ويده دې او د خوراک څښاک وروسته ئې خپل توان هم بیرته تر لاسه کړې ، په خپله چوغه کې ئې لاس ننويست او کله ئې چې لاس را وويست نو دهغې په هغو ښایسته ګوتو کې خنجر و ، په سپوږمۍ کې ورته د عماد مخ تر سترګو کیده ، اوکتل ئې چې هغه د بې هوشۍ په خوب ويده پروت دې . نجلۍ د سپوږمۍ په رڼا کې د خنجر ځلا ته وکتل ، اويو ځل ئې بیا د عماد په مخ سترګې ور واچولې ، عماد په خوب کې بړیده ، هغه په خوب کې خبرې کولې نجلۍ داسې وپوهیده چې هغه ته خپل خپلوان راپه یاد شویدي.

نجلۍ د عماد سینې ته په غور سره وکتل ، اواندازه ئې وکړه چې دهغه زړه چېرې دې ، هغې د یوه څخه زیات وار کول نه غوښتل ، خو دا وار باید په زړه وشي ، تر څو عماد سمدلاسه و مري ، او که نه په مړینه مړینه کې به هغه هم له منځه یوسي ، نجلۍ خپل خنجر نور هم په قوت سره و نیو او د آسونو په لور ئې وکتل ، هغه په زړه کې ټول هغه څه چې باید کړې ئې واې را وګرځول ،او هغه داچې هغه به په خپل خنجر د عماد زړه سوری کوي ، په آس به سپریږې او آس به ځغلوي . خو هغه عسکره نه وه او که نه بې له سوچه او فکره به ئې خنجر دعماد په سینه کې ور ننويستې واې اوله منځه به ئې وړې واې ، هغه ته همدا علت بسنه کوله چې عماد مسلمان دې ،اودهغې دښمن. خو هغې به بیا بیا د عماد په مخ باندې سترګې ور غوړولې او کله ئې چې خنجر د وار له پاره پورته کاوه ، نو زړه به ئې په ټوپونو پیل کاوه. عماد یوځل بیا و بړید ، اوس نو دهغه دخبرو الفاظ څرګند و، هغه په خوب کې خپل کورته رسیدلې و ، دخپلې مور نوم ئې واخست ، خور ئې هم رایاده کړه ، او څه داسې الفاظ ئې دخولې څخه راووتل چې هغوی وژل شوي وي او عماد دهغوی قاتلینو پسې ګرځي.

دا چې کوم احساس یا جذبي د نجلۍ لاس تم کړ مالومه نه دې ،شوني وه چې ويره به وي . او د نه وژلو جذبه به هم وي ،نجلۍ ناارامه شوه ، هغې اراده وکړه چې وژل به نه کوي ، سوکه سوکه به پورته شي په آس به سپره شي اوسوکه سوکه به ددې کندو څخه ووځي . هغه راپورته شوه او خنجر ئې په لاس کې را واخست د اسونو په لورې ولاړه ، خو شګو دهغې پښه را ایساره کړه ، هغه ودریده اوعماد ته ئې یو ځل بیا وکتل ، ناڅاپه ئې په ذهن کې دا خیال راغې چې دې سړي دومره پروا هم ونه کړه چې دهغه سره یوه ځوانه نجلۍ په یواځې ځاې کې یوځاې شوی ده ، او دا فکر ئې هم و نه کړ چې دا نجلۍ عیسائې ده او کولې شي چې دخوب په وخت کې ئې ووژني ،هغه د آسونو څخه زینونه هم نه دي راښکته کړي او خپله برچه او توره ئې هم په احتیاط سره نه دي سمبال کړي -- ولې ؟ ایا هغه پر ما باور دلود ؟ یا ایا دومره بې احساسه دې چې زما ځوانۍ په هغه کې هیڅ جذبه راپیدا نه کړه ؟...؟ هغې ته داسې احساسیدله ، چې هغه سړي دې ته داس څخه زیات ارزښت هم نه دې ورکړې ، هغه سوکه سوکه تر یوه آسه پورې راغله ، آس و شنړیده ، نجلۍ وويریدله او د عماد لورې ته ئې وکتل ، د آس په اواز هم دهغه سترګې خلاصې نه شوی .

هغه ددرې آسونو تر منځ ولاړه وه ، کله ئې چې په یوه آس د سپریدو اراده وکړ ه نو د شا له خوا ئې اواز واورید.« څوک ئې ؟ » نجلۍ یو دم شاته وکتل ، یو سړي په خوله باندې شپیلې وواهه « زمونږه دا قسمت!؟» هغوی دوه کسان و ، بل ئې وخندل ، نجلۍ ئې د ژبې څخه و پوهیده چې صلیبیان دي ،یوه نجلۍ د لاسه و نیوله ،او خپل ځان ته ئې را ښکوده ، نجلۍ ورته وويلې « زه صلیبي یم » هغو دواړو و خندل اويوه ئې وويل « بیا خو ته ټوله زمونږه ئې -- راځه »

«لږ صبر وکړۍ او زما خبره واورۍ ،» هغې ورته وويلې ، زه د (شوبک) څخه راتښتیدلې یم ، زما نوم ”ایونا» دې زه د څارکښۍ د شبکې غړی یم ،(کرک) ته ځم ، هلته ووينۍ یو مسلمان سپاهی ويده دې ،هغه زه نیولې وم ، ما هغه ويده پريښود او ترې تښتم ، زما سره مرسته وکړئ ، دا اسونه واخلۍ اوما (کرک) ته ورسوئ ،» هغې دوی دواړو ته ډیرې خبرې وکړې چې هغه د صلیبي فوځ له پاره څومره ارزښتناکه پانګه ده.

یوه صلیبي هغه د وحشیانو په څیر په خپلو لاسو کې را ومروړله ، او وئې ويل « هر چېرې چې غواړې رسوو دې» خو هغه بل ډیره بیهوده خبره وکړه ، اودواړو نجلۍ یوي لورې ته ور ټیل وهله ، هغوی د صلیبي فوځ پیاده عسکر و ، چې دمسلمانو چریکانو څخه را تښتیدلي و، هغوی د شپې چېرې پټ شوي و او ارام ئې کاوه،دداسې ښکلې نجلۍ په کتلو د هغوی څخه حیوانات جوړ شول . کله چې نجلۍ وکتل چې هغوی ته د صلیب هم څه پروا نه شته ، نو هغې په دې هیله په لوړ اواز خبرې پیل کړې چې عماد راپورته شي خو هغه سپاهیانو له ځانه سره راښکودله .

ناڅاپه یوه په ويریدلی اواز د خپل ملګري نوم واخست او ويي ويلې « ځان څنګ کړه » خو دهغې دخبرې دمخه دعماد برچه دهغه په ملا کې ور ننوتي وه. هغه بل توره را وويسته ، نجلۍ چې کله خپلو لاسو ته وکتل نوګوری چې خنجر ورسره دې هغې دا خنجر د صلیبي سپاهي په اړخ کې ور ننويست او یو په بل پسې ئې دوه واره پرې وکړل ، او په چغو چغو ئې وويل «« تاسو ته د ژوندي پاته کیدو هیڅ حق نه شته ، تاسې د صلیب په نوم ناولې تور داغ یاست .»

کله چې دواړه صلیبیان یخ شول ، نو نجلۍ بې قابو شوه او په ژړائې پيل وکړ. عماد هغې ته تسلي ور کړه او ورته ئې وويل « اوس دلته پاته کیدل سم نه دي ، شونې ده چې ډیر سپاهیان به دهغې لورې راشي ، مونږ همدا اوس (شوبک) ته روانیږو ،»

هغه دنجلۍ څخه و پوښتل « ایا هغوی ته راپورته کړې وی؟»

« نه ! » نجلۍ ځواب ورکړ ،« زه ويښه وم او دآسونو سره ولاړه وم ،»

« هلته دې څه کول ؟»

« غوښتل مې په اس سپره شم او وتښتم ،» نجلۍ اقرار وکړ او وئې ويل « ما نه غوښتل له تاسره ولاړه شم .»

« دا خنجر دې له کومه کړې؟»

« د پخوا څخه له ماسره و »نجلۍ ځواب ورکړ ، « ما د مخکې نه په لاس کې نیولې و.»

« ولې دې پخوا را خیستې و؟» عماد ترې و پوښتل « په دې خاطر که زه راويښ شم نو ما به ووژنې ،»

نجلۍ ځواب ورنکړ. عماد ته ئې همداسې کتل . د لږ څه ځنډ وروسته ئې ورته وويل « پخوا له دې چې ته ما ووژني ماو غوښتل تا ووژنم او بیا درڅخه و تښتم . » زه تاته داپه ډاګه کوم چې ما خنجر ستا د وژلو له پاره را خستې و خولاس مې نه پورته کیده . زه دا نه شم ويلاې چې ما ولې ستا په زړه کې خنجر و نه شو ننويستلاې . ستا ژوند زما په لاسو کې و ، زه بې زړه نه یم ، خوبیا هم زه و نه توانیدم تا ووژنم ، زه ددې کوم علت نه شم ويلاې ، کیداې شي ته څه ووائې ؟»

« دژوند او مرګ پریکړې د الله ج په لاسو کې دي ،» عماد ورته وويلې ،« ستا لاس زما الله ج له ما څخه منه کړې و، اوستا عزت هم الله ج خوندي کړ. زما وجود خو هسې یوه وسیله شوه ،... په هر آسپ چې سپریږې سپره شه اوځغله .»

نجلۍ خنجر د عماد په لور ور وړاندې کړ او ورته ئې وويلې« زما خنجر د خپله ځانه سره و ساته ، اوکه نه زه دې وژنم »

« ته دا زما توره هم له ځانه سره واخله » عماد ورته وويل « بیا هم ما نه شې وژلې »

دا ټوکې نه وي ، دواړو په پور ه هوش او فکر سره داخبرې کولې ، هغوی په اسونو سپاره شول اويو اس ورپسې روان و.

دلمر تر راختلو پورې دوی هغې سیمې ته رسیدلي و چېرې چې صلیبي عسکر نور نه تر سترګو کیدل ، دعماد دفوځ خپل څو کسه سپاهیان تر سترګو شول ، هغه ورسره خبرې وکړې او مخته ولاړل ، داپریل د میاشتې لمر ډیر ګرم وي هغوی خوله اومخ پټ کړي و اوروان و ، لرې شګي د اوبو دسمندر په څیر را وځیلیدې ، او په ښې اړخ کې ئې د شګلوړه غونډیو غرونه تر سترګو شول ، دسفر په دوران کې هغوی له یوه بله سره یوه خبره هم ونه کړه ، د ګرمۍ نه علاوه د انسانانو لاشونو هم په هغه ځاې کې چپه چپتا اود ويرې فضا را پیدا کړې وه ، عماد نجلۍ ته وويلې « دا ستا دقوم دسپاهیانو لاشونه دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار ګرځیدلي چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالي او ....دکوموکومو ځاېو څخه دلته راغلی و .

نجلۍ چپه خوله ناسته وه، هغې به بیا بیا عماد ته کتل ، او د یوه سوړ اسويلې وروسته به ئې بیرته سترګې واړولې ، عماد د (سلول) دغرونو په لور مخه کړه، هغه ته مالومه وه چې هلته به اوبه اوسیورې پیدا شي ، لمر دهغې شاته پاته شو. غرونو ته ورسیدل ، د لټون وروسته ئې شنه ګیاه او بوټي تر سترګو شول ، په یوه ځاې کې د غره لمن شکیدلې وه، او هلته اوبه وې ، دآسه را ښکته شو، اول ئې پخپله و څښلې اوبیا ئې آسونه د اوبو څښلو ته ور پريښول ، او تر سیوري لاندې کیناستل .

« ته څوک ئې ؟» نجلې ترې وپوښتل ،« ستا نوم څه دې؟ او دکوم ځاې اوسیدونکې ئې؟»

« زه مسلمان یم » عماد ځواب ورکړ ،« زما نوم عماد دې او زه شامي یم »

«تا دشپې په خوب کې څوک یادول ؟»

« ماته په یاد نه دي » عماد ورته وويل « زه لکه چې په خوب کې خبرې کوم، زما ملګرو به هم ماته همداسې ويلې ، چې زه په خوب کې ګړیږم .»

«ستا مور یاخور شته ؟نجلۍ ترې و پو ښتل . او ورته ئې وويل «شاید چې ته هغوی یاد وی ،»

« وو ، یووخت !» عماد د افسوسه په ډ‌ک اوسیلې سره وويل .«اوس هغوی په خوب کې وينم .» نجلۍ ترې د ټولو خبرو د پوښتلو هڅه وکړه خو عماد ورته نور څه و نه ويلې، هغه نجلۍ ته وويلې « تا دخپل ځان په هکله ماته درواغ ویلي و. ماته ستا څخه د پوښتني کولو اړتیا هم نه شته چې ته څوک ئې ؟ زه به تا هغه اړوندې شبکې ته سپارم اوبیرته به را ستونیږم ، که چېرې ريښتیا ويلې شی نو دخپل ځان په هکله را ته څه ووایه خو دا مه وایه چې ته دهغو صلیبي نجونو څخه نه ئې چې زمونږ هیواد ته د څارکښۍ له پاره راغلې و ې .»

«ته سمه خبره کوي »نجلۍ ورته وويل .« زه جاسوسه نجلۍ یم ، زما نوم ”ایونا» دې »

ستامور اوپلارپه دې خبر دي چې ته څه ډول دنده تر سره کوی ؟» عماد ترې و پوښتل.

« زما مور اوپلار نه شته ،» ”ایونا» ورته وويل « ما دهغوی شکلونه هم نه دي کتلي ، زما محکمه زما مور او دهغې مشر زما پلار دې ،» هغې دا خبره همدلته پریښوده ، او وئې ويلې « زما یوی ملګری د یوه مسلمان سپاهي د په څنګ کولو په خاطر زهر و خوړل ، زه هغه وخت ډیره حیرانه وم چې کومه صلیبي نجلۍ د یوه مسلمان له پاره دومره قرباني ورکولې شي ؟ خو زه نن دا احساسوم چې هو دا کار کیداې شي .»

«داسې څرګنده شوی وه چې هغه مسلمان سپاهي هم ستاپه څیر هغه نجلۍ د غلو څخه دخپل ځان په قیمت خوندي کړې وه. اوبیا هغې نجلۍ هغه په زخمي حالت کې دخپله ځانه سره (شوبک) ته وړې و. ستا په څیر هغه هم دافکر نه کاوه چې نجلۍ څومره ښایسته ده ،، لوزینا ډیره ښایسته نجلۍ وه ، زه داويلې شم چې زه هم اوس ستا په خاطر خپل ځان ځارولې شم .»

« ما خپله دنده تر سره کړې ده » عماد ورته وويلې ، « مونږ دحکم تابع یو .»

« کیداې شې دا د جذباتو اغیز وي چې زه داسې محسوسوم لکه ما چې ته پخوا کله کتلې ئې .»

«کتلې به دې یم » عماد ورته وويلې « ته به مصر ته تللې وی ، هلته به دې کتلې یم .»

« زه مصر ته تللې یم » نجلۍ ورته وويلې،« خو ته مې هلته نه ئې کتلې ،» هغې ورنه په خندا کې وپوښتل .

« زما په اړوند ته څه فکر کوي ؟ ایا زه ښایسته نه یم ؟»

« ما ستا د ښایست څخه انکار نه دې کړې ،» عماد ورته وويل « زه پوهیږم چې ته داپوښتنه ولې کوی.؟»

ته به حتماُ حیرانه شې چې ما له تاسره هغه سلوک ولې ونکړ چې ستا د صلیب دوه ملګرو له تاسره کول غوښتل ، کیداې شي ستا په زړه کې داويره تر اوسه هم شتون ولري چې زه تاته دوکه درکوم. اوتا (شوبک) ته د وړلو وروسته خرابوم. اويا ستا د خوښې خلاف له تاسره واده کوم . او یا دې پلورم ، زه غواړم ستا دا ويره له منځه ولاړه شي ، نجلۍ که زما له مذهبه وي اوکه له بله مذهبه ، زه هیڅ ښځینه ته به بد نظر نه شم کتلاې، دهغې علت دادې چې زه چې کله د دولس دېارلس کالو وم نو زما یوه کوچنۍ خور تښتول شوی وه ، دهغې عمر شپږ اوه کاله و ، اوس دادې شپاړس کاله تیریږې ، هغه په (شوبک) کې عیسایانو زمونږ دکوره پورته کړې وه، زه نه پوهیږم چې هغه به ژوندۍ وي اويا مړه ، که چېرې ژوندۍ هم وي نو دکوم امیر په حرم سراې کې به وي ، اويا به ستا په څیر جاسوسي کوي . هره نجلۍ چې وينم هغه خپله همغه خور ګڼم ، هغې ته په خراب نظر ځکه نه شم کتلاې چې هسې نه چې هغه هغه زماورکه شوی خور وي ، زه تا په دې خاطر (شوبک) ته له ځانه سره وړم ، چې هلته خوندي پاته شې ، زه پوهیدم چې په صحرا کې ستا ځانته تګ او بیا پیاده تګ تا څه ډول انجام ته وررسوي، او بیا که ته د چا په لاسو کې کیوتې واې نو ستا حال به هماغه و لکه ستا صلیبي ورونو چې له تاسره کول غوښتل ،ماته دخپل ښایست احساس مه راکوه ، زه ددې احساس له اړخه مړ یم، زه په دې صحراو کې د صلیبیانو پسې د اس دځغلولو او هغوی په خپلو وينو کې د لمبلو څخه لذت اخلم .

نجلۍ هغه ته په حیرانونکو سترګو سره کتل ، دهغې په سترګو کې دتندې اغیز و ، دهغې سره تر اوسه پورې داسې خبرې چا نه وی کړې ، هغې ته دبې حیائې اوعیاشۍ درس ورکړل شوی و. هغه ئې یوه ډیر ښکلې دوکه اوفریب ګرځولې وه، په هغه ئې د حسن او شرابو نشه خپروله ، او هغه ئې د عصمت د مرغلرو څخه بې برخې کړې وه، او هغې ته ئې دروزنې وروسته د خپلو نورو نجونو ملګرو په څیر خپل ځان د نارینه و په غیږو کې د ور اچولو حکم کړې و. تر څو د هغوی زړونه په خپله ولکه کې واخلي . هغوی دخلکو په زړونو او دماغونو حکومت کاوه او خپل ځانو نه ئې شهزادګۍ ګڼلې ، هغې ته دا هم په یاد کې نه و پاته چې کور ئې چېرې وه، او مور وپلار ئې څوک و . د عماد جذباتي خبرو دهغې په ذات کې د یوي ښځې جذبات را پارولي و ، هغه په ژور سوچ کې ډوبه وه ، دهمدې ژور سوچ په وخت کې ئې وويل « ماته د یو ويرونکې خوب په څیر دا په یاد راځي چې زه ئې دېوه کوره تښتولي وم ، خو ماته یاد نه دي چې په هغه وخت کې به زه څو کلنه وم » هغې خپل دواړه لاسونه په ويښتانو کې تیر کړل او خپل ويښتان ئې په دواړو موټو کې را ونیول او داسې ئې کلک کړل لکه څوک چې پخواني یادوونه را ويښوي ، هغې وويل « په یاد نه راځي ، ځکه زما ماضي په شرابو ، عیش او عشرت او په ښکلې فریبونو کې ورکه ده ، ما هیڅکله هم فکر نه و کړې چې زما مور اوپلار څوک و او څنګه و ، ماته کله دمور اوپلار اړتیانه ده پيښه شوی ، زما احساس له منځه تللې و، ماته دا مالومه نه ده چې نارینه پلار او ورور به هم شتون ولري ، نارنیه خوما دخپلې تفریح داستعمال یو نانځکه ګڼي، په هغوی چې زما ښایست او زما ځواني نشه را نه وړي نو زه هغه دحشیشو او شرابو په واسطه خپل غلاموم ، خو اوس چې تا کومې خبرې وکړې هغې په ماکې هغه احساسات را بیداره کړل چې د مور ، پلار ، ورور او خور مینه غواړي .»

د هغې نا ارامي زیاتیدله ، هغه به تم تم کیده او خبری به ئې کولې ، او بیا بلکل چپ پاته شوه، کله به ئې عماد ته سترګې و نیولې او کله به ئې د خپل سر ويښتان په دواړو لاسو کې و نیو ل، هغه په حقیقت کې د خپلې ورکې ماضي او حال تر منځ په جګړه بوخته وه ، کله چې عماد ورته وويلې چې پاڅه چې ځو ، نو هغه د یوه کوچنۍ ماشومې نجلۍ په څیر د هغه سره روانه شوه ، د هغوی آسونو هغوی د غرنۍ سیمي څخه ډیر لرې یوړل خو بیاهم به هغې عماد ته همداسې کتل ، یواځي یو ځل هغې په خندا کی وويل .« ما کله هم د نارینه و په خبرو او وعدو باندې باور نه دي کړې ، زه نه پوهیږم چې زه ولې احساسوم چې زه باید له تاسره ولاړه شم؟» عماد ورته وکتل او مسکې شو.

***** (۸۸)

پاته په دوه دیرشتمه برخه کې ولولئ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery