مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:
اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
اخري برخه
دسلطان صلاح الدين ايوبي د وخت نوري ريښتوني پېښي له دې ځايه ولولئ
«دا ستا دقوم دسپاهیانو لاشونه دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار ګرځیدلي چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیي او ....دکوموکومو ځاېو څخه دلته راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ایونا» په عایشې بدله شوه: (۸-۴)
کله چې هغه بیرته خپلې کوټې ته راستون شو نو هغه ته حکم و شو چې مرکز غواړي دې همدلته وساتي . په دې خاطر دې هغه هر وخت په ارام ځاې کې شتون ولري ، هغه حیران و چې مرکزي کمان له ده سره څه کار لري ؟ دا حکم علي بن سفیان د”ایونا» په هکله د مالوماتو د راټولو له پاره ورکړې و . هغه غوښتل وويني چې د ”ایونا» قصه تر کومه ځاېه پورې ریښتوني ده ، هغه هلته پنډغالي ته ولاړ ، ”ایونا» ورته دخپل پلار نوم ښوولې و ، علي بن سفیان ئې د پلاره څخه خبره تصدېق کړه چې دهغه لور په کوچنیوالي کې تښتول شوی وه، مشر ځوی اوښځه ئې وژل شوي و او کشر ځوی ئې د ګاونډي کور ته تللې و چې بیا ورته دلته په پنډغالي کې وويل شو چې هغه د (شوبک) څخه ويستل شوی دې.
نیمائې شپه وه ، ”ایونا» د بسترې څخه راپورته شوه ، تر هغه وخته پورې ورته خوب نه ورته ، هغې د علي بن سفیان له سلوک څخه دا احساس کړې وه ، چې پر هغې ئې باور نه دې کړې ، او اوس نه پوهیږي چې انجام به ئې څه وي ، هغې فکر کاوه چې په څه توګه دوی ډاډمن کړي چې هغه قصه چې هغې دوی ته کړې هغه درواغ نه ده ، ددې سره دهغې وينه د انتقام اخستلو له پاره په جوش کې راغله ، عماد سره یوځاې هلته خپل کور ته د تللو په وخت دهغې په ذهن کې د کوچېنوالي یادونه ، په خپله را بیداره شوی و . او دخوب په څیر ورته ډیرې خبرې را یادېدې هغې ته داهم ور په یاد شول چې هغې ته د تښتولو وروسته ډیره زیاته مینه ، د لوبو نانځکی او ډیر ښه خوراک څښاک ورکول کیده اوبیا هغې ته هغه ګناهونه راپه یاد شول چې ددې په لاسو به ئې کول ، او بیا دا ټوله د سر نه تر پښو پورې ګناه و ګرځیدله،هغه د انتقام اخستلو له پاره ناقراره وه ...... اوهمدې جذباتي حالت هغه خوب ته نه پریښوده ، په همدې ذهني کیفیت کې ئې دخپل پلار سره د کتلو غوښتنه هم قوي کیدله ، هغه بیرون نشوه را وتلاې ، ځکه بیرون دوه کسه ساتونکي هروخت موجود و ، دهغې دماغ اوس دفکر کولو وړتیا هم له لاسه ورکړې وه ، اود احساساتو تر اغیز لاندې را غلې وه .
هغې دروازه پرانسته د خبرو اواز ئې تر غوږو شو ، ښي لورې ته نژدې شل ګزه لرې ئې هغه دواړه ساتونکي په خبرو کې بوخت وکتل ، نجلۍ ددروازې څخه سر را ويستلې و اوهغوی ته ئې کتل اوغوږ ئې ورته نیولې و. ساتونکي دهغه ځاېه لږ څه نور هم لرې ولاړل ، نجلۍ په ډیره سوکه توګه را ووته او د عمارت بهرنۍ برخې ته ولاړه ، مخکې لاره ښکته شوی وه ،د خپلو پښو په خويدو سره لاندې ولاړه ، اوس نو هغه د ساتونکو په نظر نه راتلله ، هغې ته مالومه وه چې دمسلمانانو پنډغالې چېرې دې ؟ او دا هم ورته مالومه وه چې هغه اوس په میلمستون بدل شویدې ، په دې خاطر هغې ته دا خطره نه وه چې هلته به ئې کوم ساتونکې و دروي ، هغه دخپل پلار سره د کتلو له پاره ور تلله هغې ته ئې یواځې نوم مالوم و . هغه تیزه تیزه روانه وه چې تر شا ئې د قدمونو اواز را پیدا شو ، شاته ئې و کتل خو څوک ئې تر سترګو نه شو ،اوهغه اواز ئې دخپلو قدمونو اواز وګاڼه او روانه شوه ، خو دا دبل چا دپښو اواز و ، یو قوي او تنومنده انسان دهغې پسې دهغه ځاېه روان شوی و په کوم ځاې کې چې هغه لاندې راکیوتې وه ،
دا اواز یو ځل بیا د ”ایونا» ترغوږو شو ، هغه لا ولاړه نه وه چې په سر او خوله ئې ټوټه را و غورځیده ، د سترګو په رپ کې ئې ټوټه و تړل شوه ، اودوو ځواکمنو لاسوو هغه و نیوله ، هغې چې هر څومره ټوپونه ووهل ، خو ټوپونه وهل ئې بیکاره و. شپه تیاره وه او داسېمه هم اباده نه وه . لږ څه مخکی ئې هغه په یوی کمبلې کې را ونغاړله، او د یوه لرګي په څیر په اوږه کړه ، هلته یو نه دوه کسان و ... نیم ساعت وروسته ئې هغه بیرته ښکته کړه ، اوس نو دوی په یوی کوټه کې وو چې دوه ډیوي په کې بلیدې ، دلته څلور کسان و، هغې ټولو ته په حیرانتیا سره بیا بیا وکتل او ورته ئې وويل «تاسې تر اوسه پورې همدلته یاست ؟.... او ګیرالډه ته؟ ته تر اوسه پورې دلته ئې ؟»
«مونږ ولاړو اوبیرته راغلو »ګیرالډ ځواب ورکړ ،«ددې ځاېه ستاسې دټولو د ويستلو په خاطر. ښه شو چې ته خو تر لاسه شوی .»
دا د هغه څلويښتو صلیبیانو د ډلې وګړي و چې د (کرک) څخه ئې د همدې کار له پاره را استولي و تر څو هغه ټولې جاسوسې نجونې چې دمسلمانانو په ولکه کې دي دهغه ځاېه را وکاږي ، او د (شوبک) خپل جاسوسان هملته په شوبک کې منظم کړي ، اوکه شوني وي نو همدلته دې په تخریبکارۍ پیل وکړي ، په تخریکارۍ کې ئې دا کار هم شامل و چې په تبیلو کې به ور ننو ځي او د ځناورو په وښو کې به زهر ور ګډوي. لوژیستکې موادو ته دې اور ور اچوي ، دعسکرو په لنګر ځاې کې که شوني وي نو دهغوی خورا ک دې هم په زهرو و لړي .
ددې ډلې قومندان ګیرالډ نومي یو انګلیس و چې د تباه کونکي څارکښۍ ماهر و ، ”ایونا» هغه ډیر ښه پیژانده بلکه د هغه شاګرده پاته شوی وه ، او ډیر نژدې دوستانه اړیکې ئې ورسره درلودل،دهغه په کتلو سره د ”ایونا» وينه دانتقام د اخستلو له پاره یوځل بیا ګرمه شوه خو ډیر ژر ئې ځان کنترول کړ ځکه دا وخت دهغې د نفرت او کرکې د ښکاره کولو له پاره مناسب نه و ، ګیرالډ داسې ګمان هم نه شو کولاې چې ”ایونا» به بدله شوي وي، هغه د ”ایونا» څخه وپوښتل چې هغه چېرې تلله ؟ ”ایونا» ورته وويل چې د تیښتې فرصت ئې پیدا کړې و .او غوښتل ئې و تښتیږي .
ګیرالډ هغې ته وويل چې هغه دچریکي جاسوسانو یوه ډله د (کرک) د مظلومو مسلمانانو په بڼه کې دلته راوړې ده ، په هغه ورځو کې د(شوبک) حالات داسې و چې دا ډله په اسانۍ سره د یوي ډلې په څیر را ننوتې شوه. د جنګ جګړې په اساس خلک تلل را تلل، د شاوخوا د کلو مسلمانان هم ښار ته ډلې ډلې را تلل ، په همدې تر تیب دا ډله هم را ننوتې وه ، هلته په ښار کې لا د پخوا څخه جاسوسانو شتون درلود.هغوی دا ټوله ډله د پردې تر شا و ساتله . ګیرالډ ”ایونا» ته وويل چې هغه ددوو شپو څخه دغه ځاې په نښه کړې چې نجونې په کې بنديانې دي ، دهغه ځاې په هکله هغه ته پوره پوره مالومات و ، بلکه همغه پخپله جوړ کړې و ، د شپې به هلته د کتلو له پاره ورته، او کتل به ئې چې د پهره دارانو کړچار څه ډول دې خو دا ډیر ښه اتفاق و چې د ”ایونا» سره یوځاې شو . ”ایونا» ورته وويل چې د نجونو را ويستل دومره اسانه خبره نه ده ،خو بیا هم شونې کار دې.
د شپې له اړخه پلان جوړ شو ، ”ایونا» ګیرالډ ته وويل چې نجونې په پرانستو خونو کې دي چې دبندي خاني شکل نه لري ، یواځې دوه کسه پهره داران دي ...او په همدې تر تیب ئې نور تفصیلات هم ورکړل ، دا پریکړه وشوه چې د نجونو د راويستلو له پاره چې څومره وګړو ته اړتیا وي هومره به هلته ولیږي ، اونور پاته خلک چې په کوم ځاې کې سره راټول شوي دي هملته به پاته وي . ددې پلان وروسته ”ایونا» ورته دا وړاندېز وکړ چې هغه باید بیرته هلته ولاړه شي ځکه چې دهغې په ورکیدو سره به د نجونو د پاسه پهره نوره هم سخته شي. او بیا به دا پلان ټول ناکامه شي . ګیرالډ د ”ایونا» وړاندېز ډیر غوره و ګاڼه ، او هغه ئې دخپله ځانه سره دهغې د اوسیدو تر ځاېه پورې یوړه ، ساتونکو چې ”ایونا» د بیرونه څخه د راتللو په وخت کې وکتله ، نو سختې پوښتنې ئې ترې وکړې ، خو هغې یواځې یوه خبره وکړه چې هغه لرې نه وه تللې ، ساتونکې په دې خاطر چپ شول چې دنجلۍ په وتلو کې هغوی ته د هغوی د بې پروائې او غفلت سزا ورکول کیدله .
بله ورځ علي بن سفیان په یوه بل کار کې مصروف و ، ”ایونا» ساتونکو ته وويل چې هغه سمدستي علي بن سفیان ته یوسي ،ساتونکې ددې کار څخه ډه ډه وکړه او فکر ئې وکړ چې دلته به دهغې په رابللو څوک را نشي . ”ایونا» په دېر سخته توګه ساتونکی قایل کړ چې هغه بل چاته ووایي چې مرکزي کمان ته دا خبره ورسوي چې ډیر زیات مهم او نازکه پیغام دې . هغې ساتونکی ته وويل که چېرې هغه ددې پیغام و نه رسوو نو دومره زیات زیان به ورسیږي چې دهغې د بې غورۍ په هکله به دا ساتونکی هم د سزا څخه خوندي پاته نه شي...... ساتونکو د پیغام د رسولو چمتوالي وښود ، علي بن سفیان د پیغام د ورسیدو سره سم هغه نجلۍ ور وغوښتله ، اودهغې وروسته نجلۍ بیرته خپلې کوټې ته راستنه نه شوه ،
کله چې دشپې له اړخه د (شوبک) ټول فعالیتونه اوخوزښتونه په ځاې و دریدل او ښار په خواږه خوب ويده شو. نو دهغه عمارت په شاوخوا کې نژدې لس کسه سیوري اوختل را اوختل چېرې چې نجونې پاته کیدې . عجیبه خبره دا وه چې دواړه ساتونکي غائبه شوي و. د هغوی څخه اته کسو د ګیډو په خويدو سره ځانونه پورته را وړل ، هغوی ته”ایونا» ويلې و چې نجونې په کومو کومو خونوکې ناستې دې ، هغوی ته د کوټو دروازې او کړکۍ هم مالومه وی ، دوه کسان یوی کوټې ته ور ننوتل ، پاتو ددې پروا کولو پرته چې هلته ساتونکي شته او که نه د نورو کوټو په لورې په ډیره ډاډمنه توګه ورغلل،ځکه هغوی ته ويل شوي و چې هلته یواځې دوه کسان ساتونکي دي ، اولسوکسانو ته ددوو کسانو قابو کول اسانه و . هغوی د ټولو نجونو په کوټو کې ور ننوتل ، خو دهغوی څخه یوئې هم بیرون را ونه ووت .
ګیرالډ په هماغه ځاې کې چې تیره شپه ئې ”ایونا» له ځانه سره وړې وه ناست و . په دې کور کې دپلان په مطابق شل کسان وسیدل . پاته نور ئې د بل کوم عیسائې په کور کې پټ شوی و. ګیرالډ په بې صبرۍ سره د نجونو انتظار کاوه ، تر اوسه پورې هغوی باید دلته را رسول شوی واې ......اخر دروازه و ټکول شوه ،دا د دروازې د ټکولو ځانګړې شان و . ګیرالډ پخپله ورغې او دروازه ئې پرانسته ، دا کور دپخوانۍ زمانې یوه ستره ښکلې شانته کلا وه، چې یو امیرکبیر عیسائې تاجر په کې اوسیده. څنګه چې ګیرالډ دروازه پرانستله نو هغه چا دبیرون څخه راښکود ، د فوځيانو یو هجوم په دروازې کې را ننوت. دهغوی په لاسو کې اوږدې اوږدې برچې وي فوځيان د تیز او تند سیلاب په څیر دننه ولاړل ، په یوي پراخه کمرې کې ناست صلیبي چریکي جاسوسانو ته دځان د خورولو فرصت هم تر لاسه نه شو. دهغوی څخه وسلې واخستل شوی اوهغوی ئې د کور د خاوند او دکورنۍ د غړو سره یو ځاې بیرون راوستل.
همداسې یوه حمله په هغه ځاې باندې هم شوه ، چې پاته صلیبي چریکان په کې خوندي و، دا دواړه حملې په یوه وخت کې تر سره شوی ، دا فعالیت ټوله شپه روان و ، دکورنو لټون وشو اوسهار علي بن سفیان دصلاح الدېن ایوبي ترمخه چې کوم خلک و درول په هغوی کې ګیرالډ او دهغه څلويښت کسه چریکان هم و. او نژدې همدومره شمیره دهغو جاسوسانو او تخریبکارانو و چې د نورو ځاېو څخه نیول شوي او را وستل شوي و. دهغو کورونو څخه چې څه شیان تر لاسه شوي و په هغو کې ډیره اندازه وسلې ، د زهرو ډیره اندازه ، برچې ، غشي ، اور اچونکي ماده ، اوډیره نقدي هم وه . دا د”ایونا» فعالیت و ، هغې د ګیرالډ سره پلان جوړ کړ اوهغه ئې خپل انجام ته ورساوه. او ټول هغه څه ئې پرې را برسیره کړه چې په (شوبک) کې ئې پټ کړي و . ګیرالډ په ”ایونا» باندې پوره باور درلود، ”ایونا» د راتګ سره سم علي بن سفیان ته خبر ورکړ او د سهاره تر شپې پورې ئې دا پلان جوړ کړ اود جاسوسانو د ځاېونو مالومات ئې را ټول او دهغوی ځاېونه ئې په نښه کړل ، دشپینې عملیاتو له پاره ئې دصلاح الدېن ایوبي چریکان را وبلل،نجونې ئې دکمرو څخه راوويستلې اوپه بل کوم ځاې کې ئې پټې کړې . اودهغوی په ځاې ئې په کمرو کې درې درې چریکان کینولي و . کله چې جاسوسان د نجونو د وړلو په خاطر هغو کوټو ته ور ننوتل نو مسلمانو چریکانو هغوی هملته و نیول ،په دې ترتیب په (شوبک) کې دصلیبیانو نژدې ټول جاسوسان نیول شوي و چې تر ټول ارزښتناک ئې هیرالډ و .ټول د تفتیش او دهغې وروسته د سزا له پاره په بندي خانوکې واچول شول.
”ایونا» د ټولو هغو مسلمانو شخصیتونو نومونه هم را بر بنډ کړل چې په قاهر ه کې دسلطان ایوبي پرخلاف مشغول و.، هغه منصوبه چې دحشیشینوپه لاسو د صلاح الدېن ایوبي اوعلي بن سفیان د وژلو له پاره جوړه شوی وه ، هم ”ایونا» بې پردې کړه اوسلطان ایوبي ته ئې وويل « اوس نو به ستاسو پر ما باور راغلي وي »
هغه منظر ډیر جذباتي او ژړونکی و کله چې عماد ته وويل شو چې ”ایونا» ئې خور ده او کله ئې چې ورور او خور د خپل پلار مخې ته ودرول نو د احساساتو په څپو کې دازوړ پلار بې هوشه شو . کله چې په حال شو نو وئې ويل چې دهغه د لور نوم عائشه دې ، نوسلطان ایوبي ددې کورنۍ له پاره ځانګړې معاش و ټاکه اودعلي بن سفیان شبکې ته ئې حکم وکړ چې دټولو جاسوسو نجونو په هکله پلټنه وکړئ . صلیبیانو نورې نجونې هم دمسلمانانو له کورونو څخه را تښتولې وی ، سلطان پر خپل حکم کې وويل چې په هغوی کې چې څوک مسلمانه وي دهغوی کورنۍ ولټوئ او لوڼي ئې په پوره درنښت ور وسپارئ.
دسلطان ایوبي فوځ دډیرې سترې خطرې څخه خوندي پاته شو ... د (شوبک) څخه د لرې جنګی محاذونو خبرونه هم زړه خوشحالونکې و. خو سمدستي دې ته اړتیا لیدل کیده چې خپور وور فوځ سره را ټول کړل شي ، سلطان ایوبي دهمدې موخې دتر لاسه کولو له پاره فوځي نظام خپلو نائبیونو ته وسپاره اوپخپله ئې خپل مرکز د (شوبک) نه لرې صحرا ته یوړ . هغه د ګړندېو قاصدانو یوه ډله له خپله ځانه سره واخسته ، او دهمغوي په واسطه ئې په یوي میاشت کې دننه دننه خپل ټول فوځ سره راټول کړ ، دهغې وروسته ئې فوځ په درې برخووويشه او د(شوبک) دفاع ئې داسې ټینګه کړه لکه د قاهرې ئې چې کړې وه ، د ټولو لرې سرحدي دلګي و چې سپرو به ئې ګشت کاوه،دهغوی څخه پنځه میله لرې د فوځ دویمه برخه په خیمو کې میشته و او درېيمه برخه ئې خوزنده ډله وه .
په (کرک) کې د را ټول شوي فوځ څرنګوالې داسې و چې هغوی د سمدستي حملې چمتوالي نه درلود، له دې اړخه سلطان ایوبي د نوو فوځيانو بهرتي کول ګړندي کړل اودنوو وګړو د روزنې له پاره ئې هملته په صحرا کې پرواګرام جوړ کړ . هغه علي بن سفیان ته وويل چې (کرک) ته جاسوسان و استوي چې دهغه ځاېه د خبرونو د راوړلو نه علاوه دا کار هم وکړي چې دهغه ځاې ځوان مسلمانانو ته دکر ک څخه د وتلو او دلته په فوځ کې دخدمت کولو په لور ترغیب ورکړي.
*****(۹۱)
الحمد لله .
ددې کتاب ژباړه چې د ۲۰۰۸م ز کال د جون دمیاشتې په شپږمه پیل شوې وه د همدې کال داګست په پنځمه پاې ته ورسیده.
زما نورې ژباړې



اسلامي سیاست : د مولانا ګوهر الرحمن (رحمة الله علیه ) لیکنه.


اسلامي ریاست : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة الله علیه ) لیکنه .


د اسلامي انقلاب حکمت: د سیداسعد ګیلاني (رحمة الله علیه ) لیکنه .


حجاب : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة الله علیه ) لیکنه .


خلافت او ملوکیت : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة الله علیه ) لیکنه .


دنبوت پاې : د شیخ الاسلام مولاناعبدالسلام رستمي (غفرالله ) لیکنه .


دقران د انکار نه تر دحدیثو تر انکاره پورې : د شیخ الاسلام مولاناعبدالسلام رستمي (غفرالله ) لیکنه.


د ایمان پلورونکو داستان : د التمش لیکنه او د حکایت د مجلې د مدیر عنایت الله را ټولونه .
او یو شمیر نوری کوچنۍ رسالی ، چی نومونه به یی وروسته ، انشأالله، و لیکل شی .

ډالۍ:
د صلاح الدین ایوبي دوخت دریښتونو پیښو په لړ کې دایمان پلورنوکو دداستان دا ژباړه د وطن د نومیالي او وتلي شاعر سمیع الله تړون ددې شعر په بنسټ چې :
زمونږه ځمکه او فضا اوس د پردیو سره ده
تورتم زمونږ دې خو رڼا اوس د پردیو سره ده
مونږ یې په خپل کور کې په خپلو وینو ولړلو
ژړا زمونږ ده خو خندا اوس د پردیو سره ده
مونږ ددې لوې جهان بې خاورې بې وطنه قام یو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس دپردیو سره ده
مونږه په ځان کې اوس د «او» او د«نه» توان نلرو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس د پردیو سره ده
یهودان ګرځي ایوبي صلاح الدین نه شته دې
ملاعمر ا و اسامه او ګلبدین نه شته دې
ټولو هغه وطنوالوته ته چې د خپل هیواد دصلاح الدین ایوبي په لټه کي دي ، په ډیره مینه ډالۍ کوم .
قریب الرحمن سعید
ناروی :۲۹ اګست۲۰۰۸م کال
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery