مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

 اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟


داېمان پلورنکوداستان
اومه  برخه پرلپسې......(۱۸)

دصلیبي جاسوسې شبکې د روزل شو نجونو نادودې  او د مسلمانانوکمزوري:(۲)

د ډیر زیات  انتظار وروسته ، کله چې  ساتونکې د نورو زخمیانو په لور ولاړ ، نجلۍ  هم د  لاسونو او پښو  په کومک سره  خیمی ته  ورسیده ، او پرده  ئې پورته کړه او دخیمي دننه ورغله ،   دننه په خیمه کې تیاره وه ، دوه درې  زخمیانو په  کلاره کلاره  زوږ کاوه ، داسې  بریښیده  چې  دهغوې څخه کوم  یو دخیمی د پردې په  پورته کولوپوه شوې و. هغه په ډیر کمزوری  اواز وویل  چې �څوک  ئې ؟� نجلۍ دخپلې  خولې  څخه د � شي � اوږود  اواز وویست اوپه ډیره سوکه  توګه  وئې  پوښتل  چې  �رابن   چیرې دې ؟� ځواب  ئې واورید  چې �دهغې لورې دریېم � نجلۍ د هغه دریېم کس  پښې  و خوځولې  ، پروت  سړي  اواز  کړ  چې څوک  ئې ؟  نجلۍ  ځواب  ورکړ ، �موبي�.

رابن  راپورته شو او کښیناست ، لاس  ئې  را  اوږود  کړ اونجلۍ ئې  له لاسو ونیوه  اوپه خپل بستر ئې  له ځانه  سره څملوله ، خپله  کمبله ئې  را  واغوسته او د نجلۍ  څخه ئې و پو ښتل  چې  �ساتونکی خو نه ئې کتلې ، له ما سره ځان را جوخت کړه ، هسې نه  چې  ساتونکې مو ووینی � او زیاته  ئې کړه چې � زه  په  دې  خبره  حیران پاته شوم  چې دلته هم زمونږ   لیده کاته و شوه ،دا یوه نه منونکې خبره  ده ، داسې بریښې  چې   د یسوع مسیح خداې  ته زمونږ بریا  منظور  ده ،  مونږه  ډیره  سخته ماتې  خوړلې ده ، خو دا ټوله  دوکه او چل ول  و،� دا هماغه  زخمی بندې و  چې دنورو  څخه  جدا  او دمخ او څهرې  څخه یو معمولي سپاهې نه بلکه د لوړې رتبې  خاوند  معلومیده،   صلاح الدین ایوبي  هم  ویلې و  چې دا کوم معمولې  عسکر نه دې ، نوموړې  تر سترګو  لاندې  کلک و څارئ ، علي بن سفیان  به له هغه څخه  پوښتنې  ایګنې وکړي .

�ایا ته ډیر سخت زخمې شوې ئې؟ � نجلۍ  ترې  و پو ښتل، � کوم  هډوکې خو دې مات شوې نه دې ؟ � �زه بلکل  روغ رمت یم ،� رابن  ځواب  ورکړ ، هیڅ  ځاې  مې  مښل  شوې  هم نه دې . هغوې ته مې ویلې چې  دننه  زخمي  یم او کوم هډوکې  مې مات  شوې ، په سینې  کې مې  سخت  درد  دې ، خو زه بلکل  روغ  رمټ  یم .�

�بیانو دلته  ولې را غلي یاست ؟� نجلۍ ترې   وپوښتل.،

ما  ډیره  هڅه وکړه  چې مصر ته  ور ننوځم ، او تر سوډانی  لښکرو پورې  ځان ور رسوم . خو هرې  لورې ته اسلامي فوځ  خپور وور دې ، هیڅ لاره می و نه موندله ،  هغه نور پنځه زخمیان  مې  را ټول کړل  اودهغوې  سره  زه هم د زخمي  په څیر دلته  راوستلاې  شوم ، اوس  به د تیښتې  هڅه کوم  خو تر اوسه  را ته شوني  نه ښکاري،� هغه لږ څه په  غُصّې  سره وویل �ماته ددوه  پو ښتنو ځواب  راکړه ،  اول  داچې ما ایوبي  ژوندې وکوت  ، ولي ؟  ایا غشي تمام شوي  و، او یا هغه حرام خور  بې زړه  شوې دې ؟ او بله پوښتنه دا چې  تاسې ټولې اوه  نجونه ولې د مسلمانانو په  قید کې  یاست ؟ ایا هغه  پنځه نور  له منځه  ولاړل او یا  تښتیدلي دي ؟

� هغوې  ژوندي دي  ، رابنه !� موبي ورته وویل ، � ته خو  وائې  چې د مسیح خداې ته زمونږ  بریا  منظور ده  خو زه وایم  چې  زمونږ  خداې مونږ ته دکومې ګناه  سزا  راکوي ، صلاح الدین ایوبي  په دې خاطر ژوندې   دې  چې  غشې  د هغې  د پښو تر منځ  په شګو کې و لږید.�

� ایا دا غشې کومې  نجلۍ  ویشتلې  و؟�رابن  ترې و پوښتل �کرسټوفر  چیرې و؟�

�غشې خوهمغې ویشتلې و مګر.......�

�ایادکرسټوفر  غشې  خطا ولاړ؟ � رابن  ترې  په  حیرانتیا  سره و پو ښتل ، � هغه کرسټوفر  چې غشي   ویشتو ئې  پادشاه  �اګسټس  � حیران کړې  و او هغه  ته ئې  خپله د لاس  توره په انعام  کې ورکړې وه ؟  دلته د راتلو سره دهغه نښه  دومره خرابه  شوه  چې شپږ  فټه  اوږود او  درې فټه  غټ  او پلن  صلاح الدین ایوبي ئې د غشي  څخه خطا شو؟ د هغې بدبخته  لاسونه  به د ویرې  څخه  لړزیدلې وي؟�

�فاصله  ډیره وه ،� موبي ورته وویل �  او کرسټوفر و ویلې� کله   چې غشې د کمان څخه وت  نو  په همغه لمحه کې یې  ماشې په  سترګه  کې  ور ننوت ، اود نښه  یې خرابه  شوه .�

�بیا  څه وشول ؟�

� څه چې باید  شوې واې �موبی ورته وویل  � صلاح الدین ایوبي ساحل ته  تللې و ، دهغه سره د هغې درې قومندانان  هم  ملګري و  چې څلورو ساتونکو ئې  ساتنه کوله ، هغوې هرې لورې ته  خپاره  شوې و ، دا خو زمونږ  برخه  ښه وه  چې دغه  سیمه  د غونډیو  نه ډکه وه ، کرسټوفر  ځان خوندې کړ او ووت ، او بیا مونږ ته  دومره  وخت په لاس راغې   چې  پاته غشي  اولیندۍ مو په  شګو  کې  ور ننویستې  او   اوښ  مو  پرې   چو  کړ. کله  چې سپاهیان  راغلل نو کرسټوفر  ورته  وویل  چې مونږ  پنځه کسان د مراکش  تاجران   یو  او دا نجونې  د سمندر څخه  راوتلې او مونږ ورته پناه ورکړې  ده ، مسلمانو سپاهیانو  زمونږ  د سامانونو   لټون او تالاشي  وکړه ، هغوې ته د تجارتې  سامان  پرته نور هیڅ  په لاس ور نه غلل ،  هغوې  مونږ ټول  یوځاې د سلطان ایوبي  مخې ته  یوړو ، مونږ  ورته وویلی  چې مونږ د سیسلي د ژبې  پرته په بله هیڅ  ژبه  باندې نه پوهیږو ، کرسټوفر  ایوبي ته وویل  چې هغه زمونږ  په ژبه   پوهیږي ، مونږ  اوه  واړو  نجونو په خپلو  څهرو  باندې  ویره   او خوف   راڅرګند کړ ې و،�

موبي  رابن  ته ټولې  هغه خبرې وکړې  چې د سلطان  ایوبې سره ئې کړې وې ، دغه  اوه  نجوني او پنځه نارینه  چې دمراکشي تجارانو په  کالیو کې پټ ول او خپل ځانونه ئې مراکشي تجاران ښوولې و، دوه ورځې دمخه  په ساحل  کې  د کشتیو څخه پیاده  شوې و. دغه پنځه واړه  کسان د صلیبیانو  تجربه لرونکې  جاسوسان اوقومندانان و، او نجونې  هم روزل شوې جاسوسانې وې ، دجاسوسۍ  څخه اخوا دهغوې  بل کار داهم و  چې مسلمان سالاران او جنرالان   په خپلو دامونو کې را ونښلوي ، هغوې  که  له یوه اړخه  ښایسته  او ښکلې وې  خو د بله اړخه ورته د ذهنونو د تخریبولو  روزنه هم ورکړل  شوې وه، په دې   روزنه کې   اداکارۍ  ځانګړې  اهمیت  درلود. دهغو پنځه  نارینه و  دنده دا وه  چې صلاح الدین ایوبي له منځه  یوسي، او دناجي سره  اړیکي  ټینګ کړي ، دې نجونو مصري  ژبه  هم په ډیره  روانۍ سره ویلاې شوه ، خو هغوې  هیڅکله  هم دا خبره  را برسیره  نه کړه ، رابن ددې څانګې  مشر و ، هغه ته د ناجي  پورې  ورسیدل   اړین کارو. خو د صلاح الدین ایوبي  او علي بن سفیان  پالیسیود حالاتو مخه  بل  لورې ته  یوړه .

� ایا ته صلاح الدین ایوبي  په خپل  جال کې نه  شې  را نښلولې ؟�رابن  ترې و پوښتل ،� اوس  خو دلته زمونږ لمړنۍ  شپه ده ،� موبي ورته   وویل ،� هغه پریکړه  چې سلطان ایوبي  زمونږ  په اړوند کړې ده ، نو که  چیرې  په هغه کې هغه  ریښتونې  وې  نو دهغې مقصد  خو داد ې  چې هغه  انسان  نه بلکه تیږه ده . که  چیرې هغه  زمونږ سره کومه  علاقه  درلوداې  نو زمونږ  څخه خو به ئې  یوه نجلۍ خپلې خیمې ته  بللې واې ،.....د هغې وژل  هم دومره اسانه  نه دي. هغه  یواځې  یوځل  ساحل ته راغلې و خوزمونږ  غشې  خطا ولاړ،  هغه د سالارانو او ساتونکو په  ډله کې  اوسیږي ، دلته ئې یو سپاهې  زمونږ په سر درولې دې  اوهلته د صلاح الدین ایوبي  په خیمه  د ساتونکو  یوه  ډله  پهره کوي ،�

هغه پنځه  نور اوس چیرې دې ؟� رابن  ترې و پو ښتل ،

�  لږ څه  لرې دي � موبي  ځواب  ورکړ ،� هغوې به اوس  همدلته اوسي،�

�واوره    موبي !�رابن  ورته وویل � دې ماتې  زه  لیونې کړې یم ، زما په   ضمیر  باندې دومره ستر  بار  پروت  دې  لکه چې ددې ماتې ټوله  مسئولیت  زما په غاړه  پریوځي .  په صلیب  باندې  په لاس  ایښولو سره  خو ټولو سوګند یاد  کړې دې ، خو د یو سپاهي  په سوګند کې او زما  په سوګند کې د ځمکې او اسمان  تر منځ  توپیر موجود دې ، زما رتبه  خپل مخته  کیږده ، زما  دندې  ووینه ، ماته  نیمائې  جنګ  د ځمکې د لاندې   څخه، اونور نیمایي د دښمن د شا  څخه  په  وار کولو  سره  ګټل   و ، خو ما او تاسې اوه واړو اوهغه پنځو  یو هم   خپل فرض  نه دې  ادا کړي ، له ماڅخه دا صلیب   اوس ځواب  غواړي � هغه  په خپله  غاړه کې را ځوړند  صلیب  ته لاس کړ او  وئې ویل �زه  دا صلیب  هیڅکله هم د سینې  څخه نه  شم جدا کولې ،� هغه د موبي په سینې باندې لاس  را ښکود او د هغې صلیب  ئې په لاس  کې   را ونیو او وئې ویل ،�ته خپل مور او پلار ته  دوکه  ورکولاې شې  خو ددې صلیب  څخه سترګې نه شې اړولاې ، هغه چې  کومې دندې تاته  سپارلي، هغه به پوره کوې، هغه ښایست  چې تاته   خدای درکړې  ،  دهغې  په واسطه  به ته غرونو  څیروی او لاره  به ځانته  په کې  پیدا کوې ، زه تاته یوځل بیا وایم  چې  زمونږ  دغه ناڅاپي  او د توقع خلاف  لیدنه کتنه  ددې خبرې  څرګند ثبوت دې  چې مونږ به بریا لې کیږو ، زمونږ  لښکر د روم د بحیرې  په هغه  غاړه کې  را ټولیږي ، هغه  چې  ولاړ ل   ولاړل ، خو هغوې  چې ژوندي دي هغوې  په دې  پو هیږې چي دا ماتی  نه وه  بلکه  چل ول  او دوکه وه . ته بیرته خپلې خیمی ته ولاړه شه ، او هغو نجونو ته ووایه ، چې  په خیمه کې مه پریوځئ، بیا بیا د صلاح الدین ایوبي  سره  ووینئ ، دهغې د سالارانو سره ووینئ ، دهغوې سره په کتلو کې بې  تکلفي اواسانتیا  را پیدا کړئ ، هغوې ته  دخپلو ځانو په هکله د مسلمانیدو ډاډ ورکړئ ، مخکې تاسې په خپله  پوهیږې   چې څه اوڅنګه  باید وکړئ�

�د ټولو تر مخه خو دا  معلومه کړئ  چې اخر دا وشول  څه ؟� موبي ورته وویل � ایا سوډانیانو  مونږ ته دوکه راکړې ده �

� زه   اوس په ډاډمنه توګه  څه نشم  ویلاې � رابن  ورته وویلې �  ماد یرغل  د مخه  په مصر کې دخپلو  جاسوسي شبکو له لارې  چې کوم  معلومات   تر لاسه کړي و  هغه دا  وچې صلاح الدین ایوبي    په خپلو پنځوس  زره  سوډاني  عسکرو   باندې  باور  نه  کوي ، حال داچې دا   دمصر د مسلمانانو  د وایسراې  خپل فوځ دې ، ایوبي دلته  په راتللو سره  خپل ځانته  مصری  فوځ  تیارکړ. سوډانیانو نه غوښتل  په دې فوځ کې ورګډ شي . دهغوې قومندان  ناجي زمونږ څخه  کومک  و غوښت ، ما دهغه  لیک لیدلې و  اوما دهغې تصدیق هم کړې و  چې دا  لیک د ناجي د خپل  لاس  دې.  اوپه دې کې هیڅ ډول  دوکه  نه وه ، خو زمونږ سره  زمونږ  په   تاریخ کې  تر ټولو  لویه دوکه  وشوه ، زه  به دا  په ډاګه کوم  چې دا څه ډول  وشوه ؟  چا وکړه ؟،  زه  ددې  دمعلومولو پرته  بیرته  نه ستنیږم . اګسټس  پادشاه  په  ډیر فخر  سره ویلې و چې  زه  به د مسلمانانو دکورونو  په منځ  کې  د راز  خلک  پیدا کړم او دهغوې بنسټونه به  و لړزوم . اوس نو ته  تصور  وکړه    موبي ! د شا هنشاه  په زړه کې  به څه  تیریږي ، هغه به ماته  د مرګ د سزا  پرته  بله څه  سزا  راکړي  او د صلیب  قهر  خو به په  ځانته توګه  پر ما   نازلیږي .�

�زه په ټولو پو هیږم ،� موبي ورته وویل � جذباتي خبرې  مه کوه ، د عمل خبره کوه ،  ماته  ووایه  چې زه څه وکړم؟�

د رابن په اعصابو دخپلو  فرضو  د  ادأ او د ماتي  احساس  دومره اغیز کړې  و  چې  هغه ته  د ا احساس هم  نه کیده  چې د موبي  په څیر  زړه وړونکي  نجلۍ ، دهغې تر سینې  سره یوځاې  شوې  او دهغې د وریښمو په څیر نرم اوملایم ویښتان  دهغې  نیمایي  مخ  ور پټ کړې دې .  رابن دهغې ویښتان  لمس کړل  او  وئې  ویل � موبي !  ستا دا ویښتان  دومره  کلک  زنځیرونه  دي  چې که  چیرې یو ځل د صلاح الدین ایوبي په  شاوخوا کې  را چاپیر شول  نو هغه به ستا  غلام کړی ،  خو ته باید  تر ټولو لمړۍ دا کار  وکړې  چې کرسټوفر اودهغې ملګروته   ته به ووائې  چې هغوې د همدې تاجرانو په کالیو کې تر ناجي  پورې ځانونه  و رسوي  او دا  معلومه کړي  چې تر اوسه پورې د هغه  لښکرو  ولې   بغاوت  و  نه  کړاې شو،  او دا   راز  څه   ډول  فاش   شو  چې دهغې څخه په ګټې اخستلو سره د صلاح الدین ایوبي  یو څو معمولي عسکري دلګيو  په  مورچلو کي په کښیناستلو سره  زمونږ  ستره بحري   بیړه   غرقه  کړه؟  اوهغه ته دا هم  ووایه چې  دا  را ته  ډاګیزه کړي  چې ناجي  خو به د صلاح الدین ایوبي  سره  بیرته  نه وي  یو ځاې  شوې ؟  او یا خوئې  زمونږ  ددې ماتې او شکست  له پاره  دا لیک مونږته نه و   را استولې ؟  که چیرې همداسې  شوې  وي  نو مونږ ته  خو بیا په  خپلو  جنګي  منصوبو او پلانونو کې د بدلون  د راوستلو اړتیا ده ، زه ډاډمن شوې  یم  چې  د مسلمانانو شمیره  که ډیره لږه هم وې  مونږ  هغوې ته په  اسانۍ  سره ماتي نه شو ورکولې ،  دې  ته اړتیا  پیدا شوې  چې د هغوې دحکمرانانو  او دهغوې  د عسکري  قیادت  جذبه  و ځپل  شي   ،  مونږ ستاسي په څیرنورې  نجونې هم   د عربو  په  حرام  سرایو او حویلیو کې  ور ننه  ویستي دي �

�خبره  دې  بیا اوږده کړه  � موبي  هغه ته  په  ټوکنې  لهجې  سره وویل � مونږ په خپل کور کي په یوه بستره  باندې نه یو ملاستي   چې  په  خوند  خوند سره یو دبل  قصې واورو ، مونږ ددښمن په عسکري پنډ غالي  کي  بندیان  یو ،  د باندې  ساتونکي   ولاړ دي  ، شپه  په تیریدو ده ،  زمونږ سره د اوږدو  خبرو کولو  له پاره  وخت  نه شته ،  زمونږه  مشن  له منځه تللې ،  اوس  ووایه  چې  په دې حالاتو کی مونږ  څه کولاې  شو؟ مونږ  ټول ټال  اوه  نجونې  او شپږ سړي  یو،  مونږ څه وکړو ؟  یو داچې  تر ناجي  پورې ولاړ شو  او دهغې ددې  دوکي  په  هکله  معلومات  پیدا کړو ،  بیا  ددې  اطلاع  چاته ورکړو  ؟  له تاسره بیا  چیرته ووینو ؟�

� زه  له دې   ځایه څخه  دتښتې  هڅه کوم �رابن ورته وویلې � خو د تیښتې  څخه دمخه ددې پنډ غالي ،  په دې کی   د وګړو  د شمیرې  او د ایوبي  د راتلونکو  موخو  په هکله  مفصل  معلوما  له ځانه سره  را ټولوم ،  ددې  وګړي  په هکله مونږ   باید  ډیر زیرکه  واوسو . په دې  وخت  کې په اسلامی  امت  کې همدا یواځنې وګړې دې  چې د صلیب  له پاره   ګواښ  ګرځیدلې دې  او که نه اسلامي خلافت  زمونږ  په  چال او جال کې تل  پروت  وي ، ایملرک  پادشاه به ویل ،  چې مسلمانان دومره کمزوري  شوي دي  چې  اوس د  هغوې په  خپلو  پښو د کښینولواو راپرځولو  له پاره  یواځې یوه  ټکان ته  اړتیا ده ،  خو دهغې داخبره  یواځي  یو خیال  و خوب  ثابت شو.  زه  باید دلته پاته  شم او د ایوبي  کمزورې  رګونه  ووینم ،  او تاسې دهغه پنځه کسانو سره یوځاې  شئ  او سوډانې لښکر  را وپاروئ  او بغاوت  پرې  وکړئ ، ډیره اړینه داده  چې ایوبي  ژوندې پاته نه شي ، خو که چیرې  هغه ژوندې پاته کیږي  هم  ، نوژوند به یې زمونږ په  هغه بندي خانه کې وي  چې د عمر تر اخره په کې د لمر څرک  هم و نه ویني ،او نه ورته د شپې د اسمان کوم ستورې  په سترګو راشي ......ته لمړې خپلې خیمې ته ولاړه شه  هغه  شپږو نورو نجونو ته  دهغوې کار ور وسپاره ،  هغوې ته په ځانګړي توګه دا  ووایه  چې  هغوې علي بن سفیان  دخپلو ښایسته  زلفو او ملائمو  جسمونو په واسطه  دومره  بیکاره  کړي  چې  هغه بیا د  صلاح الدین ایوبي دکاره او ښیګڼې  څخه ووځي،  اوکه  چیرې  وکړاې شي  نو دهغې او د صلاح الدین ایوبي تر منځ  دې داسې  ناخوالې  او غلطې انګیرنې  را پیدا کړي   چې هغوې یو دبل  دښمنان  وګرځي ، تاسې ټولې  په  ښه توګه  پوهیږئ  چې ددوه  نارینه و تر منځ  ناخوالې او دښمني  څه ډول  را پیدا کیداې شي ،.... ولاړه شه !  او  پاته نورو نجونو ته مکملې لار ښوونې  وکړه او بیا کرسټوفر  ته ځان  ور سوه ، هغه ته  زما  احترام  وړاندې   کړه ، او دا هم ورته ووایه ، چې  اخر ستا غشې  ایوبي ته  په ورسیدو  ولې خطا شو؟ اوس  به ددې  ګناه کفاره  ورکړې  او هغه کار  چې تاته در سپارل  شوې دې  هغه سل  په سلو کې  پوره کړه�

رابن  د موبي  ویښتان  ماچ کړه  او ورته  ئې وویل � تاخو په صلیب  باندې خپل عزت  هم ځار کړ . خو د مسیح د خداې  په  وړاندې ته  دمریم  په  څیر  پیغله ئې !!   د جرړو  او بیخه د اسلام  ویستل  ستا دنده ده ، که چیرې مونږ  یروشلم  (بیت المقدس  ) په خپلو  لاسو کې  وساتو نو مصر به هم زمونږه  وي .�

*****(۱۹)

  موبي  د رابن  د بسترې  څخه را ووته ،  دخیمې څنډې ته ورغله  ، پرده ئې  پورته کړه  بیرون  ئې و کتل ،  په تیاره کې ورته هیڅوک تر سترګو نه شول ،  هغه بیرون را ووتله  اودخیمې  د څنډې  څخه  ئې وکتل  چې  ساتونکې  چیرې  ولاړ دې ،  هغه ته  لږ څه لرې  د چا داواز   زمزمه  په  غوږو  شوه ،  وئې ویل  کیداې  شي  همدا ساتونکي وي ،  موبي  روانه شوه ،  د  ونو  بوټو  څخه  تیریده  اودهر قدم  د پورته  کولو وروسته به ئې یو ځل دخیمي  په لور کتل  ، هغه  تر غونډۍ ور  ورسیده  او دخپلې  خیمي  په لور   روانه شوه،   نزدې  نیمائې  لاره ئې   وهلې  وه  چې هغې  ته ددوه کسانو د خبرو کولو  زوږ  تر  غوږو  شو ، دا  خبرې  د هغې د خیمي  سره  نژدې   سیمه کې  چاکولې ، هغه ته  دا ویره   په زړه شوه  چې  کیداې شي ساتونکې  ته دا په ډاګه شوې  وي چې یوه نجلۍ  ورکه  شوې ده ، او هغه بل کوم ساتونکې او یا خپل کوم قومندان  را بللې وي ، هغې فکر وکړ  چې خیمې ته د تللو پر ځای  د هغو پنځه  ملګرو په لور ور شي  چې د مراکشي تاجرانو په لباس  کې نژدې  یو نیم  دوه میله لرې   ئې  خیمې درولي دي . خو هغه  ته دا فکر هم را پیدا شو چی د هغې  په ورکیدو  به  هغه  پاته نورې نجوني  په کوم  مصیبت  کې و نښلي ، هغوې ډیرې  ګړندۍ  او چالاکه  وې،  بیا هم ویریده  ځکه   چې  پر هغوې  د بندیزونو د   کلکیدو   کواښ موجود و ، او ددې نه  اخوا بله لاره  هم نه وه ،  موبي  لږ څه نوره  هم مخته ولاړه  تر څو  ددې نورو دواړو  خلکو خبرې واوري ، هغه د هغوې په ژبه پوهیده ،  داخو دهغوې  چل ول  و  چې ویل ئې  چې  هغوې د سیسلي د ژبې  پرته  په بله کومه ژبه  باندې نه پو هیږي.

مګر هغه دواړه خبرې کونکې  چپ  شول ، موبي  په  سوکه  توګه  مخته  ولاړه، هغه  خپلې  کیڼ  لورې ته د قدمونو  اواز واورید ،  هغې هغه  لورې ته وکتل ،  هلته  د ونو تر منځ هغې ته   یو تور  سیورې  چې دکوم  انسان و  ، تر سترګو شو ، هغې  خپله  لاره  بدله کړه  اود غونډۍ  په لور روانه  شوه ، موبي نه غوښتل  کومه خطره  قبوله کړي ، هغه په غونډۍ  و ختله ، غونډۍ دومره  لوړه  نه وه ، سمدستي  پاس  پرې پورته شوه ، که څه هم هغه ډیره  هوښیاره  وه  خو هر انسان په  هر قدم کې  پوره  احتیاط  نه شي کولاې ، هغه د غونډۍ  په سر و دریده ، دهغې تر شا د ستورو نه ډک اسمان و، دبله اړخه د سمندر اودښتې فضا  د شپې  له اړخه د آینې  په  توګه شفافه  وه ، هلته په ونو کې تلونکې یوسړي  په غونډۍ  باندې  ختونکې یو سیورې  و کوت ، موبي  خپل اړخ  دهغې  سړې  په لور کړ، دهغې ویښتان  پرانستي و  چې پر خپلو لاسو  ئې  شاته  ور  وغورځول ، داسړې د شپې د ساتونکو قومندان و، هغه  په نیمه شپه  د پنډغالي د ساتونکو  په ګزمه  را وتلې و ، ساتونکي  ئې کتل او  ګرځیده ،دا د ساتونکو د بدلون  وخت و ، قومندان په دې خاطر هم ډیر زیات   متوجه و  چې پخپله صلاح الدین ایوبي د خپلو درې  سالارانو  سره  په پنډغالی کې  موجود و،  سلطان  په  ډسپلین کې  ډیر سخت و ، هر چاته به هره  ثانیه  خطره  محسوس  کیده  چې  سلطان  د شپې را پاڅیږي او  په  ګزمه  باندې   راوځې ،

قومندان  پوه  شو چې  په غونډۍ باندې کومه  نجلۍ  ولاړه ده ، په هماغه  ماښام  قومندانانو ته خبر ورکړل  شوې و  چې صلیبیانو د تخریب  او جاسوسۍ  له پاره  نجوني  را لیږلې دي ، دانجونې د صحرائې کوچیانو په څیر هم  را څرګندیداې شي  او دداسې  غریبو  نجونو په څیر هم چې په  عسکري بنډغالو  کې د پاته  شوې غذا د راټولو  سوال  کوي ، ددې تر څنګ  دا نجونې  خپل ځانونه  د را تښتول شوو او مظلومو  ښځو په څیر هم را ښکاره کوی او د پنا ه  غوښتلو هڅې هم کوی .

قومندانانو ته  دا ویل  شوی و  چې  نن  اوه   نجونې  د سلطان  په پناه کې  راغلي دې ،  که څه  هم  سلطان  په هغوې رحم کړې   خو په اصل کې ئې  هغوې  د شکمنو په څیر  په  ځانته خیمه کې  اچولي دي ، هغه قومندان  ددې  احکامو  په اوریدو سره  خپل  یوه  ملګري ته په  ټوقو کې  ویلې و  چې � الله دې وکړی چې دغسې  یوه نجلۍ  زما څخه پناه وغواړي ،� او هغوې دواړو  پرې خندلې  هم و.

اوس نو د شپې  په نیمائي کې  ، په داسې  حال کې  چې ټول  پنډغالي  بیده دې  په دې غوندۍ باندې د یوې نجلۍ  سیورې تر سترګو کیږی ، لمړې  خوقومندان  پخپله  په ویره کې  شو چې هسې نه  چی کوم پیری  وي ، هغه ساتونکې ته د نجونو په خیمه  ددرولو په وخت کې ویلې و  چې  دننه  اوه  نجونې دي ، کله چې هغه  پرده  پورته کړه نو هماغه  اوه  بسترې ورته  په مړژوانده  رڼا کې  تر سترګو شوې ، هرې نجلۍ خپله کمبله  پر مخ  راغوړولې وه ، یخني ډیره  وه  ، هغه دننه  ولاړ  نه  شو  تر څو وویني  چې  اومه   بستره  تشه  پرته  ده ، خو پر هغې  ئې   کمبله داسې غوړولې وه  لکه کوم  څوک  چې په کې پروت   وي ، هغه ته د امعلومه نه وه  چې اومه نجلۍ  پر  غونډۍ  دده تر مخ  ولاړه ده ، هغه د لږ څه  وخت  له پاره په فکر  کې  شو  چې  ورته  اواز وکړي او یا پخپله  هلته ورشي  نو که  چیرې هغه  پیرۍ  او یا  جادوګره   وی  نو دهغې  د ورکیدو  انتظاربه  وکړي ،

دلږ  څه ډیر  انتظار وروسته بیا هم  هغه سیورې   ورک   نه شو  بلکه  دوه   درې  قدمه نور هم مخته راغې  او بیا بیرته وروسته  شو،  او هملته و درید . دغه  قومندان  چې �فخرالمصري � نومیده  سوکه  سوکه  غونډۍ ته ورغې او  ورغږ  ئې کړ � ته څوک ئې  ؟  ښکته را شه �  نجلۍ د هرن  په  توګه  و ځغاستل او د غونډۍ  بل اړخ ته ولاړه  ، فخر ته ډاډ  پیدا   شو  چې  کوم  پیرې او یا  جادوګره  نه  بلکه  انسان دې ، هغه د قوي  هیکل  خاوند  و ،  غونډۍ  هم  دومره  لوړه  نه وه ، اوږده  اوږده قدمونه ئې واخستل اوپر غونډۍ  ور  وخوت ، هلته هم تیاره  و ه ، د شپې  په  چوپتیا کې دهغې نجلۍ  د قدمونو  اواز  تر غوږو   شو   هغه د غونډۍ  څخه ښکته  شو اود نجلۍ  پسې  ئې  ورمنډه کړه ،  نجلۍ  خپل قدمونه  نور هم ګړندي کړل ، فاصله لږ څه زیاده  و ه ،  فخر  پخپله  عسکر و  ، دزمري  په څیر ئې  منډه وهله ،د  غونډۍ  شاته  لوړه  ژوره  ځمکه او  وچ  بوټي  او  په ځینو ځایو کي  یوه   یوه  وچه ونه   هم  ولاړه وه، هغه ډیره منډه   واخسته  خو وئې کتل  چې  تر مخه  ئې څوک  نه شته ، و درید او هر لورې  ته ئې وکتل ، هغه  دخپله  ځانه  وروسته  او ډیر لرې  کیڼ  اړخ  ته د نجلۍ د قدمونو  اواز  واورید . هغه روزل  شوې  جاسوسوه نجلۍ وه ، هلته  چې ورته د هغې  دښایست او ښکلا  روزنه ورکول  کیده  تر څنګ ئې ورته عسکري  روزنه  هم ورکول کیدله ، تر څنګ  ئې د خنجر وهلو په  لوبو کې  هم پوهه  درلوده ، هغه دکومی ونې تر څنګ  پټه شوې وه ، کله  چې فخر مخته  راغې  نو هغې  بلې لورې ته منډه کړه .

دې تعقیب  د پټوني  شکل  ځانته و نیو، فخر د شپې تیاره  اندیښمن کړې و ، کله به چې د موبي قدم  و درید   نو هغه به هم ودرید ،  خو  چې د قدمونو اواز  به بیا واوریدل  شو نو هغه به منډه وهله ،  هغه د غصي  څخه  تک سور  شوې و،  هغه په دې و پو هید  چې دا کومه ځوانه  نجلۍ ده  که چیرې د زیات عمر  ښځه وای نو دومره ګړندۍ او دومره زیاته  منډه  به ئې نه شوه وهلاې ، فخر نژدی دوه میله فاصله  ووهله ، موبي هم د وچو لمدو بوټو  او د ځمکې د لوړو  ژورو  څخه پوره  ګټه واخسته ، دهغې  د نارینه ملګرو ځاې  را نژدې  شوې و. هغې  په منډه  منډه  هلته  ځان  ور   ورساوه ، هغې خپلو  خلکو ته اواز   ورکړ ، هغوې د ویرې  په حال کې را پورته شول او د خیمي  څخه  بیرون  را وتل، یو خو له ځانه  سره  مشال  هم  را واخست ، دا  د یوه لرګي   په سر باندې د  را چاپیره کړل شوې  ټوټې  څخه   جوړ شوې و چې  روښنائې  ډیره زیاته وه . فخر خپله توره  را وویستله او تیګاه وهونکې او رپیدونکې ستړې ستومانه دهغوې  تر مخ و درید.    هغې و کتل  چې دا  پنځه کسان  د لباس  له اړخه تاجران  اومسلمانان  بریښي. نجلۍ د هغوې  څخه د یوه په   پښو کې  په داسې حال کې چي دهغې  ورنونه  ئې   کلک نیولې کښیناسته ، د مشال  په  رڼا سره معلومیده  چې د هغې په  مخ  باندې   ویره  را څرګنده شوې وه ، دهغې سینه  غورځیدله ،او ساه ئې  په سختۍ  سره اخستله . 

�دانجلۍ ماته  حواله  کړئ�فخر المصرې  تاجرانو ته  په حاکمانه لهجې سره وویل .

�دا  یوه نه ده �، یو سړي په  عذرانه  لهجې سره وویل � مونږ خو اوه نجونې ستاسې  سلطان  ته ورحواله کړي ، ته دا نجلۍ له ځانه  سره  وړلاې  شې ،�

�نه !� موبي  د هغې  پښې  نورې  هم ټینګې  و نیولې، په ویره او ژړا کی  ئې وویل � زه د هغې سره  نه ځم ،  دا خلک  د عیساییانو څخه هم ډیر  وحشیان دي، د هغوې سلطان  انسان  نه دې  سنډا  دې !! سنډا.  هغه د څیرونکې  حیوان  په څیر  زما هډوکی  مات  کړي دي ،  زه د  همغې څخه دلته  را تښتیدلي یم ،�

�کوم  سلطان ؟� فخر  په  حیرانتیا  سره  ترې  و پو ښتل .

� همغه  چې تاسې  ئې  صلاح  الدین  ایوبي  بولئ ،� موبي  ځواب ورکړ � هغې اوس په  مصري عربي  ژبه هم خبرې کولي .

� دانجلۍ سخت  درواغ  وایي ،� فخر  وویل  او ورڅخه ئې و پوښتل �  دا څوک  ده ؟  او ستاسې  څه کیږي  او څه ډول   اړیکي ورسره لرئ ؟�

�لږ دننه  راشه  دوسته ،  بیرون  هوا یخه ده �  یو سړې  فخر ته  وویل .  خپله توره په  تیکی  کې  کیږده ،  مونږ تاجران  یو  له مونږه  څخه تا ته  هیڅ  ګواښ  نه شته ،  را ځه ،  ددې نجلۍ   قصه واوره ، �  هغه یو  �اه�  وکړ او وئې ویل � ما ستاسې سلطان  یو مؤمن  مسلمان  ګاڼه ، خو د یوه ښایسته  نجلۍ  په کتلو سره  هغه  دخپل ایمان  څخه  لاس  په سر شو ، هغه به د هغه پاته  شپږو نجونو  سره هم همداسې  لوبې  کړې  وي .�  هغوې به  هغه نورو سالارانو بې عزته  کړې وي ،� موبي  وویل �  ماښام  ئې هغه  ټولې  بې وزله خپلو خیمو ته وړې وې  او د بې  هوشۍ  وروسته  ئې   خیمې ته  را وغورځولې ، هغوې ټولې اوس  په خیمه کې  بې  هوشه  پرتې دي.�

فخرالمصري خپله توره  په  تیکې  کې  کښیښوده  او دهغوې  سره دننه خیمي ته ولاړ، هلته د کښیناستو وروسته یو سړې  اور  بل کړ  اود قهوې  له پاره ئې   اوبه  پخې کړې ، خو  څوک  نه پوهیدل  چې  په هغې کې  ئې څه څه ور  واچول ، بل سړې د فخر  څخه و پو ښتل  چې هغه  دکومي  رتبې  خاوند دې ؟  هغه ورته وویل  چې هغه قومندان  دې ،  هغوې  له ده سره  ډیرې  زیاتې خبرې وکړې  چې دهغې څخه  دوې  دا  و انګیرله  چې دا  سړې معمولي سپاهي نه دې  بلکه کوم  مسئول   وګړې دې ، ذهین  او زړه  ور هم دې ، دهغې خلکو څخه یوه  (کرسټوفر)  ددغې  اوه نجونو  هماغه داستان  فخر ته  تکرار کړ ، کوم ئې  چې صلاح  الدین  ایوبي ته  ویلې و، هغوې  فخر ته دا هم وویل چې سلطان  ایوبې ددوې  په هکله  هغوې ته  څه ویلې و، دې نجونو سلطان  ته  دا وړاندیز  هم کړې و  چې  هغوې  خو اوس  خپلو کورونو  ته بیرته  نه  شي  تللاې  او همدا  راز نه غواړي چې  د عیسایانو  سره هم پاته شي  په دې خاطر هغوې دې ته تیارې  دي  چې  اسلام  و مني ، خو په دې شرط  چې د کومي ښې  رتبي خاوند  له هغوې سره  واده  وکړي ، مونږ  اوریدلې  و چې صلاح  الدین  ایوبي  د کردار  له اړخه  د تیږي  په څیر دې ، اومونږ هره  ورځ  سفر کونکي  تاجران  یو ، مونږ   به دا نجونې  په کومو کومو  ځایو کې له ځانه سره ګرځوو. مونږ دوې  ټولې د سلطان  په حواله کړې  خو هغه څه  چې سلطان  ددې نجلۍ سره وکړل  هغه تا پخپله دهغې د خولې څخه واوریدل .

فخر المصرې د نجلۍ  په لور  وکتل نو نجلۍ  ورته و ویل � مونږ ډیر خوښ  و  چې  خداې  مونږ د یوې  فرښتې  په  پناه کې ورکړی  یو.  خو د لمر د پریوتو سره سم د سلطان  یو ساتونکې  راغی  او ماته ئې وویل  چې سلطان دې  ځانته  غواړي ،  زه  د پاته شپږو نجونو په نسبت  ډیره ښکلې وم.  دا  زما د توقع  خلاف  وه چې ستاسې ایوبي به ما  په داسې  بد نیت  ځانته  غواړي ، زه  ولاړم ، سلطان  ایوبي  د شرابو  صراحي  پرانسته  ، یوه پیاله  ئې  په خپله مخکې   کیښوده  او بله ئې ماته  را کړه، زه  خو عیسایي  یم  او سل ځله هم شراب  څښم ،  په بحري  جهاز کي عیسائې  قومندانانو  زماد  جسم  څخه د لوبو  یوه  اله   جوړه کړې  وه ، او  اوس  صلاح  الدین  ایوبي  هم  غوښتل  زما د  جسم  سره همغسې  لوبې وکړي ، شراب  او سړي  زما له پاره  کوم  نوې شې  نه دې .  خو ما ایوبي  یوه فرښته  ګڼله ،ما  د هغې   وجود  دخپل ناپاکه  وجود  څخه لرې  ساتل  غوښتل ،  خو هغه د هغو عیسایانو څخه هم  ډیر  چټل وخوت  کومو  چې زه په بحرې   جهاز کې   د لوبو  نانځکه ګرځولې وم . کله چې دهغوې  جهاز په ډوبیدو  شو  نو زه  هغوې  دبحرې  جهاز  څخه  را کوزه او  په یوې  کشتۍ کې واچولم او په سمندر کې ئې  پریښولم  ، هیچا  را سره کومک  و نه کړ . زما   جسم لړزیده او زما  هډوکې یو له بله سره  ورغلي و.......

�خداې  مونږه  خوندي کړو  او دهغې  انسان په پناه کې ئې ور  واچولو  چې د فرښتې په  لباس کې یو څیرونکې حیوان  دې ،ماته سلطان  ویلې  و  چې  زما نورې  ملګرې  شپږ  نجوني د هغې د سالارانو په خیمو کې دې .. ما د سلطان  لاس  او پښې و نیولې  او  ورڅخه مې و غوښتل  چې له ماسره واده وکړه ، خو هغه راته وویل  چې که  چیرې ته ما خوښوی   نو د واده  پرته  زه تا په خپل حرم  سراې  کي له ځانه سره ساتم ، ... هغه له ماسره د وحشیانو په څیر  سلوک  وکړ.  هغه په شرابو کې بدمسته و، هغه  زه  د خپله ځانه سره په بستر  څملولم ، خو کله  چې دهغې سترګې  ورغلې  زه د هغه ځایه څخه را وتښتیدم ، که  چیرې زما په خبرو  مو باور  نه کیږی  نو دهغې  د ساتونکو څخه و پو ښته . �

په دې وخت کې  یو سړې  فخر ته  قهوه  ورکړه ، لږ  څه  وروسته د فخر  مزاج بدل شو ، هغه د کرکې  څخه په زوره  زوره  وخندل،  � مونږ ته  حکم کوي   چې د شرابو اوښځو  څخه ځانونه  لرې کړئ  او پخپله د شرابو  د څښلو نه  وروسته  د  ښځو سره شپې تیروي ،  �  فخر دا احساس هم ونه کړ  چې د نجلۍ قصه   پوره  بې بنسټه ده  ،او نه   ئې دا محسوس  کړه  چې دهغې مزاج ولې  بدلون وموند .  هغه ته ئې  حشیش  ورکړې و، پر هغې داسې نشه راغلی وه  چی  هغه نشه نه ګڼله ،  هغه اوس  په خپله  انګیرنه  کې  پادشاه  ګرځیدلې و ،  د نجلۍ  په مخ  باندې د مشال  رڼا  ګډیدله ، د هغې  خواره  واره ویښتان  تور ځلیدل ،  هغه اوس  فخر ته د پخوا څخه ډیره ښایسته  ښکاریده ،  هغه په پوره  نا ارامۍ سره  هغې ته وویل � چې که ته غواړې  نو زه به دی  په خپله پناه کې واخلم .�

�نه �  نجلۍ دویرې  څخه شاته  شوه.او وئې ویل � ته به هم له ما سره د خپل سلطان  په څیر  سلوک وکړې ، ته به ماخپلې  خیمې ته یوسې  او زه به یوځل بیا ستا د سلطان  په  غیږ  کې کښیوزم .  �

�مونږ  خو اوس دهغو نورو  شپږو نجونو د خوندې کولو په فکر کې یو � یو تاجر وویل �مونږ خو دهغوې عزت خوندې ساته  خو زمونږ  څخه  سهوه وشوه او تیروتو�

دفخرالمصرې  سترګې  په نجلۍ  نښتې وې ، هغه کله هم داسې ښکلې نجلۍ نه وه کتلې ، په خیمې کې چپه چپتا وه ، خو  دا  چپتیا  کرسټوفر  ماته  کړه او  وئې ویل � ته  د عربو  څخه  راغلې ئې او که مصرې ئې ؟�

� مصري � فخر ورته وویل �  ما تر اوسه  دوه  جنګونه  کړې دې  ، په دې خاطر  ماته  دا  رتبه راکړل  شوې ده .�

�هغه سوډاني  فوځ  چې سالار  ئې ناجي  دې  هغه  اوس  چیرې دې ؟�کرسټوفر  ترې و پوښتل ،

�دهغې فوځ یو سپاهې  هم له مونږه سره نه دې راغلې ،�فخر ځواب  ورکړ،� پوهیږئ  چې داسې ولې وشو؟ � کرسټوفر ورته وویل � سوډانیانو د صلاح  الدین  ایوبي امارت او قومنداني نه ده منلې ، هغه فوځ خپل  ځان  ازاد ګڼي ، ناجي سلطان  ایوبي ته ویلې و چې هغه دې د  مصر څخه ووځي ، ځکه چې هغه دلته  بیګانه دې ، په دې خاطر ایوبي  ځانته مصري  فوځ  جوړ کړ او  د جنګولو  له پاره  ئې دلته  راوست ، هغه تاسې ته د شرافت او نیکۍ  دوکه  درکړه ، او په خپله عیش کوې ، ایاتاسې ته دغنیمت  مال  په لاس  درغلې دې ،...که چیرې تاسي ته  تر لاسه شوې هم وي نو د طلا او  سپینو زرو   یوه  یوه ټوټه  به وي ، حال  داچې د صلیبیانو د جهازونو څخه  بې بها  خزانه  د سلطان  ایوبي  لاسو ته ورغلې  هغه ئې ټوله دشپې  په تیاره  کې په  سلګونو اوښانو بار  او قاهرې ته  ولیږله ،چې د هغې ځاې څخه به دمشق او بغداد  ته  ولیږل  شي . سلطان  غواړي   سوډانې لښکر  لوڅ او دغلامانو په څیر ترې کار واخلي ، اوبیا به د عربو  څخه  فوځ  راشي او تاسې مصریان  به هم د غلامانو په څیر وګرځوي .�

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery