مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وکفی واالصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی امابعدمحترمومسلمانانووروڼولکه څرنګه چی تاسی وینۍ چی پراسلام اومسلمانانوباندی له هره طرفه دانکاراواعتراض لاری په موجوده دورکښی راخلاصی سویدی په همدې ابتلا کښی علم طریقت اوتصوف کو م چی داسلام اوداسلامی علومومغزدۍ اوهمدارنګه اولیاءالله هم راشکیل سویدی کوم چی الله ته دورتیرواومقربوبندګانوله جملې څخه څلرمه برخه ده چی نبیان صدیقان شهداءاوصالحین دی کوم چی الله پاک ددوئ په باره کښی فرمایلی دی ،فاولئک مع الذین انعم الله علیهم من النبیین والصدیقین والشهداء والصالحین، ځکه چی له یوې خواتصوف ،طریقت اواولیاءالله تش په نامه پیران اومریدان کوم چی په باطن کښی ټګان اودطریقت اوداولیاؤدښمنان دی بدنامه وی لکه چی دهمدغسی ټګانوپه باره کښی مادابیت ویلی دۍ،
اذکاردلطائفوکه ظاهره بل ته ښه یې،په ګیډه کښی سری خفی اخفی وهی په بډه،اوله بلی خوادڅلورومذهبودښمنان وهابیان وغیره پرطریقت اوپرولیانودخدای پاک کوم چی مولانا رومی ددوئ په شان کښی فرمايې،
اولیا راهست قدرت ازاله، تیرجسته بازګرداندزراه،
قسم قسم طعنونه وایې اوله بیحیایې څخه ډکی خبری دتصوف اودولیانوپه شان کښی کوی موږیوځل په خوادبینواپه ویب سائټ کښی دتصوف اوعرفان لړۍ پیل کړی وه خوله بده مرغه څه عوارض ووچی دالړۍ پاته سوه اوبیامحترم خالد هادی حیدری صاحب دمتدینومسلمانانوپه خواهش موږته داخبره عرض کړه چی دالړۍ بیرته پیل کړونودادۍ ستاسی مسلمانانووروڼودنفع په خاطرمودالړۍ پیل کړه چی ان شاءالله په دې سلسله کښی به داسی موادووینۍ چی نه به سترګولیدلی اونه به غوږواوریدلی اونه به چاپه خوب کښی لیدلی وی خواول دتصوف داهدافوپه اړه معلومات درکوم ځکه چی دیوشی دحسن اودقبح دپیژندلویوه لاردهغه شی دهدف پیژندل دی،محترمومسلمانوپه اجمالی ډول چی درته ووایم نودتصوف اوعرفان اودطریقت هدف دانسان تخلیه اوتحلیه ده یعنی دانسان وجوداوباطن له بدواخلاقوڅخه لکه حسد،بغض،بخل،ریا،کبر،عجب وغیره څخه پاکول اودارنګه دانسان وجوداوباطن په ښواخلاقوسره لکه اخلاص،تواضع،حسن نیت ،له خالق اومخلوق سره صحیح تعلق ،وغیره ښائسته کول دی اوپه تفصیلی ډول ئې دنومونی په توګه ځینی مهم هدفونه درته ذکرکوم.
د تصوف اوعرفان له تفصيلی اهدافو څخه لومړئ هدف :


محترمو وروڼو! د طريقت او د تصوف له تحليلي او مفصلو اهدافو څخه ړومبنئ هدف دادئ چي د انسان د زړه اصلاح وکړي . نو دلته په کارده چي اول په دې ځانونه خبر کړو چي د انسان د زړه اصلاح د شريعت له نظره په څونه اندازه کښي مهم او ضروري کار دئ . د دې لپاره چي د تصوف او طريقت د شان عظمت او فيض او برکت ښه راته واضح سي ،
محترمووروڼو داسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي چي امام بخاري ئې د صحيح بخاري په کتاب الايمان کښي ، او امام مسلم ئې په باب� أخذالحلال وترک الشبهات � کښي روايت کړيدئ ) فر مايلي دي : اَلا اِن في الجسدِ مُضغَة اِذَا صلحتْ صَلَح َالجسد کُله و اِذا فسدت فسدَالجسد کله اَلَا و هي القلبُ . يعني خبردار اوسۍ په دې چي بې شکه په بدن کښي د انسان يوه ټوټه غوښه ده کله چي دا غوښه سمه سي نو ټول بدن سميږي ، او که دا غوښه فاسده او خرابه سوه نو ټول بدن فاسد او خراب ګرځي خبردار ! دا ټوټه غوښه د انسان له زړه څخه عبارت ده . په دې مبارک حديث کښي د اسلام پيغمبر د زړه په باب و انسانانو ته عموما ، او و مسلمانانو ته خصوصا دوه قسمه تعليم ورکړئ دئ : اول دا تعليم چي د انسان زړه هم سميږي او هم خرابيږي . دوهم دا تعليم چي د انسان نور ټول بدن او دارنګه د بدن ټول أعضاء په سموالي او په خرابوالي کي د انسان دزړه تابع دي ، که زړه سم وو نو ټول بدن به ئې سم وي ، او که زړه خراب وو نو ټول بدن به ئې خراب وي .
دارنګه په يوه بل مبارک حديث کښي چي په مشکوة شريف کښي ئې ذکر راغلئ دئ داسلام پيغمبر فرمايلي دي : بې شکه دغه زړونه د انسانانو په دې ډول زنګ نيسي لکه څنګه چي اُوسپينه � حديد� زنګ نيسي ، په اصحاب کرامو کښي يوه سړي له ده مبارک څخه پوښتنه وکړه چي ائ دخدائ رسوله ! دغه زړونه چي زنګن سي يعني د ګناهونو او رذيلو اخلاقو په وجه نو بیا به په کوم شي سره دغه زنګن زړونه بيرته صفا کيږی ؟ د اسلام پيغمبر په جواب کښي ورته وفرمايل : چي د مرګ په ډيره يادونه سره ، او په تلاوت دقران کريم سره .
دارنګه په يوه بل مبارک حديث کښي چي په مشکوة شريف کښي ئې روايت سوئ دئ ، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : خبردار ! هرشي لره يو صفاکونکئ سته او د انسانانو د زړو صفاکوونکئ د الله �جل جلاله � ذکر دئ . همدا سبب دئ چي د طريقت په سلسلو کښي د� نقشبنديې � طريقې استاذان په اول نوبت کښي و مريد ته د قلبي ذکر وظيفه ورکوي ، مولانا �جلال الدين رومي رحمه الله � په مثنوي شريف کښي په دې ارتباط داسي فرمايلي دي :
آئينه کز زنګ و آلايش جدا است پر شعاع ِ نورِ خورشيدِ خدا است
يعني دکوم انسان چي د زړه هنداره له زنګو څخه د بدو اخلاقو او اعمالو جلا او پاکه وي نو هغه به د الله �جل جلاله� له تجلياتو او أنوارو څخه ډکه وي .
ومن الله التوفيق نوربیا۰۰۰۰۰
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery