مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٠))
نندارتونونه

د نورو فرهنګي مرکزونو ترڅنګ د افغانستان نندارتونونو ته داسې زيان واړول شول، چې اوس څوک هغه سيمه ګوري، نو فکر نه کوي، چې دلته به هم يو وخت د يو لرغوني هېواد داسې کلتوري مرکزونه وو، چې يو وخت به هر کال په زرګونو افغانانو او په سلګونو بهرنيانو ورڅخه ليدنه کتنه کوله او د افغانستان د کلتور، پراختيا او لاسي صنايعو د ځينو برخو پر څرنګوالي او څومره والي به خبرېدل.
د کابل ښار حضوري چمن ته ورڅېرمه ( د کابل نندارې) په سيمه کې د هېواد د لاسي صنايعو، قيمتي ډبرو، غاليو، ټولنيزې پراختيا او برېښنا بندونو، مهمو ودانيو، او ډول ډول لرغونو او اوسنيو وسلو ( پنځلس نندارتونونه) (٣٤) جوړ شوي وو. په دې نندارتونونو کې د ((شوروي اتحاد)) او افغانستان د تخنيکي همکارۍ او نورو برخو يو ځانګړى نندارتون هم موجود و.
دې نندارتونونو هر يو ځانته ځانګړې ودانۍ درلودله، چې د اړوندې څانګې خپل اثار په کې د نندارې لپاره وړاندې شوي وو. هر نندارتون په خپل ذات او د امکاناتو د لرلو په وجه د زيات ارزښت وړ و.
په دې ګڼو نندارتونونو کې د قيمتي ډبرو يو ستر نندارتون د زياتو کتونکو پاملرنه ځانته راګرځوله. په دې نندارتون کې د افغانستان له اکثرو هغو کانونو څخه چې بېلابېلې قيمتي ډبرې يې درلودې، يوه يوه او يا هم څو بېلګې خوندي وې، چې د ليدونکو زړه يې ځانته راکاږه، نه يوازې د دې نندارتون سمبوليک ارزښت ډېر زيات و، بلکې هغه قيمتي غمي او تيږې چې دلته ايښودل شوي وو، هم تر لکونو ډالرو څخه يې مالي ارزښت زيات محاسبه کېدى شي.
بل نندارتون، چې هغه هم په ډېر زيات زحمت او ظرافت جوړ شوى و، هغه د افغانستان د غاليو نندارتون و. په دې نندارتون کې د افغاني غاليو تقريباً ټول ډولونه نندارې ته ايښودل شوي وو. د نندارتون دېوالونه او متن ټول پر رنګارنګ غاليو فرش او ښکلى شوى و. له ورېښمينو غاليو څخه نيولې د غاليو ټول ډولونه په کې خوندي وو. دلته له ډېرو کوچنيو غاليو څخه نيولې بيا تر ډېرو لويو غاليو پورې هر ډول غالۍ راټولې شوې وې. پر هرې غالۍ خپل قيمت ليکل شوى و. په دې غاليو کې داسې غالۍ موجودې وې، چې له نن څخه دېرش يا څلوېښت کاله دمخه يې قيمت په مليونو افغانيو وو چې د اوس وخت له لسګونو زرو ډالرو سره معادل دي، دا ډول غالۍ دې نندارتون ته راټولې شوې وې. اوس نو د غاليو د نندارتون يوازې څلور دېوالونه ولاړ دي او بس. د کابل نندارې په سيمه کې چې موږ د کومو ١٥ نندارتونونو ياد وکړ دا ټول د ١٣٧١ل کال د ثور د مياشتې پر ٧مه، ٨مه او ٩مه نېټه جنګونو کې، چې له يوې خوا د جمعيت ګوند او د دوستم ملېشې او له بلې خوا د اسلامي حزب د قواوو ترمنځ وشول، له منځه يوړل.
دا سيمه د لنډ وخت لپاره د اسلامي حزب تر واک لاندې وه، خو کله چې د دوستم ملېشې او د نظار شورا کسان دلته داخل شول، نو لومړى دا ټول نندارتونونه چور او بيا يې ځينو ته اور واچول شو او ځينې يې بيا په پرله پسې جګړو کې له منځه يوړل شول. د شاه شهيد او سيد نورمحمد شاه مېنې ځينو اوسېدونکو دا نندارتونونه په خپلو سترګو ليدل، چې لوګي ترې پورته کېدل. ځکه چې د دوى کورونو ته ډېر نږدې پراته وو. د شاه شهيد اوسېدونکي وايي چې موږ پر هغو شپو ورځو په خپله ليدل، چې د دوستم ملېشو د نندارتونو اثار په ډېره ارزانه بيه پر خلکو ان پر عادي لارويانو هم خرڅول، ځکه چې د دوى عادي اشخاص د دې اثارو پر قدر نه پوهېدل. خو د نندارتونونو ډېر مهم او قيمتي اثار په ډېر دقت او مهارت سره چور او مهمو قوماندانانو پټو ځايونو ته انتقال کړل.
دا د افغانستان د نندارتونونو غملړلى برخليک و. هغه چا چې مخکې دا سيمه ليدلې وه او اوس يې بيا وګوري، نو کېدى شي ويې نه پېژني او فکر وکړي، چې په خوب کې دا سيمه ګوري، يو وخت به هلته د علم او تمدن، پوهې او فرهنګ مينوال افغانان او بهرنيان د دغو نندارتونونو کتنې لپاره ورتلل، خو اوس په کې د وزو، پسونو او غويو ګلې ګرځي. اوس يوازې د نندارتونونو ولاړ او لغوړن شوي دېوالونه ښکاري او بس، چې يو لوى تېر شوى وحشت په کې نندارې ته وړاندې شوى دى.
کوم اثار چې په دې ټولو نندارتونونو کې موجود وو، په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې د هغو بيا لاسته راوړل، لکه د افغانستان د نورې لوټ شوې فرهنګي شتمنۍ په شان ناممکن دي او نه يې څوک د زيان اندازه ټاکلى شي. هسې که په سرسري ډول هم محاسبه وکړو، نو تر لسګونو مليونو ډالرو اوړي. يوازې د هغو د ودانيو د بيا رغونې لپاره په مليونو ډالرو ته اړتيا ليدل کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery