مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٤))
عامه کتابتون

عامه کتابتون په افغانستان کې د ډېرو سترو کتابتونونو له جملې څخه و، تر ١٣٤٥ل کال پورې يې د ښوونې او روزنې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کاوه، وروسته بيا په اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې وتړل شو. بيا يې په کابل ښار او ولسواليو کې ٢٨ څانګې پرانستلې، چې ټول ١٠٣٠٩٥ عنوانه کتابونه په کې خوندي وو. وروسته يې په ولايتونو کې ٥١ بېلابېلې څانګې پرانستلې، چې ١٠٤٩٧١ عنوانه کتابونه په کې د مطالعې لپاره ايښودل شوي وو.
عامه کتابتون تر ١٣٧١ل کال پورې په ټول افغانستان کې ٧٩ کتابتونونه درلودل، چې ٢٠٨٠٦٦ عنوانه کتابونه په کې خوندي وو.
پر ١٣٧١ل کال د هېواد د نورو فرهنګي مرکزونو په شان عامه کتابتون ته هم درانه زيانونه واړول شول. تقريباً د عامه کتابتون ټولې څانګې له منځه يوړل شوې، اکثره کتابونه چور او غلا شول.
د مسولينو په وينا اوس د ټول افغانستان په سطح د عامه کتابتون ٣ څانګې پاتې دي او نورې ټولې له منځه وړل شوي دي، چې د دوى په قول اوس په کې ٨٩٠٤٩ عنوانه کتابونه پاتې دي.
د BBC راډيو د يو خبر ترمخه له عامه کتابتون څخه ٦٧ زره عنوانه کتابونه غلا شوي دي. (٣٨) خو د عامه کتابتون د ځينو مسوولينو د څرګندونو له مخې له عامه کتابتون څخه په مجموعي ډول تر يو سل زره عنوانو څخه زيات کتابونه غلا شوي دي. (٣٩)
د کتابونو تر چور او چپاول سربېره هغو ودانيو ته هم زيات زيان اړول شوى، چې د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې د کتابتونو لپاره جوړې شوې وې. دا ودانۍ يا په بشپړ او يا هم په قسمي ډول له منځه وړل شوې دي.
په خپله د عامه کتابتون مرکزي ودانۍ ته هم د توغنديو د لګېدو په وجه زيات زيان اړول شوى دى. دغه راز ويل کېږي د مرکزي کتابتون د مجلو او اخبارونو له څانګې څخه د مجلو او اخبارونو ځينې کلکسيونونه هم ايستل شوي دي. د کتابتون د ټول رسېدلي زيان د اندازې ټاکل خورا ګران کار دى. د کتابتون مسوولين وايي، چې دې کتابتون ته تر زر مليونو افغانيو زيات مالي زيان اوښتى دى، خو که موږ لږ تر لږه د کتابتون يو سل زره عنوانه کتابونه په پام کې ونيسو، سره له دې چې تر دې به هم زيات وي او د هر کتاب بيه له اوسني نرخ سره سمه ٤ ډالره اټکل کړو، نو يوازې به د کتابونو له درکه څلور سوه زره ډالره زيان اوښتى وي، که د کتابتون د وسايلو، وسايطو او خپله د ودانيو رسېدلى زيان په پام کې ونيسو، نو دا تر پنځه سوه زرو ډالرو هم اوړي، چې د اټکل له مخې کېدى شي لږ تر لږه ټول يو مليون ډالره محاسبه شي، که چېرې دا په افغانيو واړوو، نو د ننني نرخ له مخې به څليريشت زره مليونه افغانۍ شي.
د کابل پوهنتون، د طب او پوليتخنيک انستيتيوت او ځينې نور کتابتونونه:
لکه د کابل پوهنتون په بحث کې چې مو وويل، د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون د هېواد له سترو کتابتونونو څخه و. دغه راز د کابل پوهنتون پر مرکزي کتابتون سربېره د نوموړي پوهنتون ١٣ ګونو بېلابېلو پوهنځيو هم اکثرو ځانګړي کتابتونونه درلودل. ان تر دې چې د کابل پوهنتون ٥٢ بېلابېلو څانګو هم اکثرو کتابتونونه درلودل. ځينو استادانو د پوهنتون په ساحه کې د ځان لپاره واړه ځانګړي کتابتونونه جوړ کړي وو، خو دا اکثره له منځه يوړل شول. د دې ټولو کتابونو بشپړ او دقيق شمېر معلوم نه دى، خو په مجموعي ډول د ټولو شمېر تر دوو مليونو ټوکو زياتېږي.
د کابل طب انستيتيوت هم دېته ورته کتابتونونه درلودل، چې يوازې له مرکزي کتابتون څخه يې ٥٠٠٠٠ زره عنوانه کتابونه وړل شوي او سېزل شوي دي. د طب پر مرکزي کتابتون سربېره په دې انستيتيوت کې د محصلينو د زده کړې هغه په زرګونو ټوکه بېلابېل کتابونه هم اکثراً تباه شوي، چې د محصلينو په درسي پروګرام کې شامل وو.
کابل پوليتخنيک هم پر همدې ډول برخليک اخته شو. د پوليتخنيک په مرکزي کتابتون کې کتابونه اکثره چور او غلا شول. سربېره پر دې په ځينو وزارتونوکې هم يو لړ بډايه کتابتونونه موجود وو، چې پر کابل ښار باندې د جګړې د واکمنۍ پر کلونو يا په بشپړ ډول او يا هم په نسبي ډول زيانمن شوي دي. په دې کتابتونو کې د ښوونې او روزنې وزارت کتابتون او د سرحدونو چارو وزارت کتابتونونه هم شامل دي. د ښوونې او روزنې وزارت له کتابتون څخه يو ټاکلى شمېر کتابونه او د سرحدونو چارو وزارت له کتابتون څخه اکثره کتابونه غلا شوي دي.
دغه راز په نورو اکثرو وزارتونو او دولتي ادارو کې، چې هغوى د خپل کار او اړتيا مطابق کوم کتابتونونه جوړ کړي وو، هغه هم پر همدې برخليک اخته شول.
پر وزارتونو او دولتي ادارو سربېره د هېواد په اکثرو ښوونځيو، روزنيزو، تعليمي او تحصيلي موسسو کې هم د هغوى د سطحې او اړتيا وړ کتابتونونه موجود وو، چې د هغوى هم اکثره له منځه وړل شوي دي. ددې ټولو کتابونو دقيق شمېر ټاکل ناشونى دى، خو په تخميني ډول تر مليونونو ټوکو اوړي.
د ارګ کتابتون:
د ارګ دننه د ښکلو ودانيو په منځ کې يو ډېر ښکلى او مجهز کتابتون موجود و، چې د ډېرو کلونو په موده کې د ګڼ شمېر علمي، ادبي او تاريخي کتابونو ترڅنګ په دې کتابتون کې يو زيات شمېر خطي نسخې، چې په پښتو او فارسي ژبو ليکل شوې وې، هم موجودې وې. دې کې داسې خطي نسخې هم موجودې وې، چې تراوسه لا چاپ شوې نه وې او زموږ د ادب او فرهنګ لپاره ډېرې مهمې ګڼل کېدلې.
د ١٣٧١ل کال د ثور مياشتې پر ٧، ٨، ٩ نېټه په ارګ کې درنې جګړې وشوې، دغه راز د ارګ ودانۍ داسې ملېشو ته په لاس ورغله، چې نه يوازې له فرهنګ سره يې مينه نه درلودله، بلکې په وحشت، دهشت، غلا، چور او چپاول کې يې ريکارډ ټينګ کړى و. دوى د ارګ د نورو شتمنيو د لوټ ترڅنګ د ارګ کتابتون ته هم لويه ضربه ورکړه. تر هغه وروسته پر ارګ باندې څو ځله بمباري وشوه، څو ځله په کې چاودنې وشوې او په زرګونو توغندي پرې وورول شول. اوس د ارګ اکثره ودانۍ يا په بشپړ ډول او يا هم په نيمه ډول زيانمنې شوې دي. د کتابتون هم هېڅ درک نه شته، يوازې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه په کور، چې اوږدې پردې پرې راځړول شوې دي، په چوپه او غلې ژبه د يوې لويې تېرې شوې غميزې بيان کوي، په خونه کې يو څه کتابونه خوندي پاتې دي. څرنګه چې پر دې وخت د ارګ د کتابتون هغه پخواني مسلکي مامورين دندو ته نه راځي، نو په دې وجه د کتابتون د غميزې داستان او د ضايع شويو کتابونو او د کتابتون د چور او چپاول ټوله کيسه پوره بيان نه شوه، خو په غالب ګمان هر څومره چاپي کتابونه او خطي نسخې چې په دې کتابتون کې خوندي وو هغه ټول چور شوي دي. د ارګ کتابتون له دې پلوه هم د زيات ارزښت درلودونکى و، چې په ښه ظرافت او ښو امکاناتو سره جوړ شوى و او بل دا د ټول هېواد په سطح هغه يوازينى کتابتون و، چې نه يوازې محققينو ترې ګټه اخيستله، بلکې د هېواد مخورو سياسي اشخاصو او لومړۍ درجې واکوالو لپاره هم د مطالعې او ماخذ يوه منبع وه.
(( د وطن ګوند)) کتابتون:
د وطن ګوند مرکزي کتابتون د هېواد له ډېرو سترو او لويو کتابتونونو څخه و. دا کتابتون چې د نوموړي ګوند په هڅو د څو کلونو په بهير کې جوړ شوى و؛ زيات شمېر کتابونه او د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو مجلو او اخبارونو کلکسيونونه په کې خوندي وو. سره له دې چې په دې کتابتون کې اکثره هغه کتابونه راټول شوي وو، چې د نوموړي ګوند له سياسي تګلارې سره سم مطالب په کې چاپ شوي وو، خو بيا هم يو زيات شمېر علمي، ادبي، تاريخي او نور کتابونه په کې موجود وو، چې د هېواد علمي کړيو ورڅخه ګټه اخيستلاى شوه. له فزيکي پلوه پر کتابتون خورا زيات لګښت شوى و او د يو عصري او مجهز کتابتون د بډايه کولو لپاره يې زياتې هلې ځلې کړې وې. د دوى ځينې دا هڅې تر دې حده هم رسېدلې وې، چې له ځينو نورو مهمو کتابتونو، لکه عامه کتابتون او نورو څخه يې ځينې مهم کتابونه او د مجلو او اخبارونو کلکسيونونه په زور او يا د واک د نفوذ پر اساس، دې کتابتون ته راوړي وو. په همدې وجه د دوى په دې عمل په ځينو فرهنګي کړيو او اشخاصو کې انتقادي ګونګوسى راپورته شوى و.
دا کتابتون د ١٣٧١ل کال د ثور پر ٧-٨ نېټه او وروسته تر هغې په څو نورو جګړو کې له يوې مخې چور شو او هغه په زرګونو عنوانونه بېلابېل کتابونه، مجلې او د اخبارونو کلکسيونونه، چې په دې کتابتون کې موجود وو، ټول له سترګو پناه شول.
(( د ځوانانو سازمان)) مرکزي کتابتون:
دا کتابتون چې د نوموړي سازمان له خوا جوړ شوى و او د هغه مال ګڼل کېده، د ١٣٧١ل کال د ثور پر ٨-٩-١٠ نېټو، چې د کابل نندارې، شاه شهيد او حضوري چمن په سيمه کې د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت او د دوستم د ملېشو ترمنځ کوم جنګونه پيل شول، ټول له يوې مخې چور شو. دا کتابتون سره له دې چې د وطن ګوند د کتابتون په پرتله بډايه نه و، خو بيا هم ډېر دروند مالي لګښت پرې شوى و. د داخلي اخبارو، مجلو او کتابونو ترڅنګ يې يو شمېر هغه خپرونې هم درلودلې چې په پښتو او دري ژبو په ځينو نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په شوروي اتحاد کې چاپ شوې وې. دا کتابتون د ((ځوانانو سازمان)) د خپل سياسي تګلوري له فکر سره سم ګڼ شمېر شوروي چاپ کتابونه هم درلودل، خو د دې ترڅنګ داسې ادبي، هنريي، ذوقي، علمي او نور کتابونه او اثار هم په کې موجود وو، چې ډېر ګټور او په زړه پورې وو.
شخصي کتابتونونه:
کله چې جګړه له کليو نه پر ښارونو راخوره شوه، نو د عامه دولتي فرهنګي شتمنۍ ترڅنګ هغه فرهنګي شتمنۍ هم له منځه يوړل شوې، چې په خپله په ليکوالو او پوهانو پورې يې اړه درلوده. په دې کې د ليکوالو هغه کتابتونونه شامل دي، چې دوى د خپل ټول عمر په اوږدو کې په ډېر زيات زيار او زحمت جوړ کړي وو. د دې ډول ځاني کتابتونونو شمېر خورا زيات دى. د افغانستان په ګوټ ګوټ په تېره بيا په مهمو ښارونو له هغې جملې څخه په کابل ښار کې ځينو ليکوالو او پوهانو ځانته شخصي کتابتونونه درلودل. دلته د ساري په توګه د څو ليکوالو د کتابتونونو نومونه اخلو:
د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي کتابتون:
د کابل په جمال مېنه کې د لوى استاد کور واقع و. دې کور نه يوازې زموږ فرهنګي کړيو ته له دې پلوه زيات ارزښت درلود، چې د استاد ځينې کتابونه او ځينې خطي نسخې په کې خوندي وو، بلکې له دې پلوه هم د زيات ارزښت درلودونکى و، چې دا د افغاني د فرهنګ د يو ستر خدمتګار او پالونکي کور و. ډېرې شپې او ډېر وختونه دا کور د ليکوالو او فرهنګيانو د ناستې ځاى پاتې شوى او ډېرو ليکوالو او د علم او پوهې لارويانو همدې کور ته د خپل علمي مشکل د حل لپاره د يوه ماخذ په توګه ځان رارسولاى دى.
په همدې فرهنګي کور کې د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي بډايه علمي کتابتون هم موجود و (٤٠) په دې کتابتون کې ګڼ شمېر علمي، ادبي، تاريخي او سياسي کتابونه او ډېرې زياتې خطي نسخې خوندي وو. سره له دې چې ويل کېږي تر جګړې وړاندې موده کې د استاد له دې کتابتون څخه يو شمېر مهم کتابونه او خطي نسخې يو خوندي ځاى ته انتقال شوي وو، خو بيا هم د استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په قول د استاد علامه عبدالحى حبيبي په ځاني کتابتون کې ډېر زيات شمېر کتابونه او خطي نسخې خوندي وو، چې د زيات تاريخي او علمي ارزښت لرونکي وو.
د استاد کور په هغو جګړو کې له يوې مخې وسوځول شو او ړنګ بنګ شو، چې د نظار شورا او وحدت حزب ترمنځ پر بېلابېلو وختونو د کابل پوهنتون او د جمال مېنې په نورو برخو کې ترسره شوې. اوس د استاد په کور کې هېڅ شى پاتې نه دي، يوازې سوي اونيم ړنګ ولاړ دېوالونه پاتې دي، چې پر دې سيمه د يوې لويې خونړۍ او ورانوونکې تېرې شوې غميزې انځورنه کوي.
د لوى استاد عبدالحى حبيبي تر کتابتون وروسته د استاد پوهاند صديق الله رښتين پر کتابتون هم دا ناورين خور شوى. د استاد رښتين کتابتون هم د کابل ښار په غربي سيمه کې واقع و، دلته هم جګړې ورځ په ورځ زور اخيسته. د استاد رښتين کتابونه هم ټول چور او تالا شول. په دې کتابتون کې هم د افغاني ادب او فرهنګ ګڼ شمېر کتابونه او هم نور ډول ډول کتابونه او خطي نسخې خوندي وو. د جګړې په شپو ورځو کې ډېر داسې کتابونه د کابل ښار په تړو کې له کتاب پلورونکو سره پيدا شول، چې د استاد پوهاند صديق الله رښتين د کتابتون نښه پرې لګېدلې وه.
د کابل د زړو مکروريانو په سيمه کې د هېواد نوميالي عالم کانديد اکاډميسين محمدصديق روهي کور واقع و. د استاد په کور کې د هغه له ځاني کتابتون څخه ګڼ شمېر کتابونه د نابودۍ کندې ته رسول شوي دي. همدا راز د کابل ښار د درېيم مکروريان په سيمه کې د هېواد بل عالم کانديد اکاډميسين محمدابراهيم عطايي کور او کتابتون واقع و. د استاد عطايي په کتابتون کې د ده په وينا (اوه زره) عنوانه بېلابېل علمي، ادبي او تاريخي کتابونه خوندي وو. دا کتابونه د يونسکو له خوا هم کتل شوي او ثبت شوي وو.
د ١٣٧٢ل کال د جدي د مياشتې د خونړيو جګړو له امله غلو او داړه مارو دې کتابتون ته هم مخه وکړه او ټول کتابونه يې غلا کړل. دې سره ورنږدې د هېواد د دوو تنو نورو نامتو ليکوالو استاد واصف باختري او رهنورد زرياب کورونه او کتابتونونه واقع وو. په دې کتابتونونو کې هم ډول ډول مهم او قيمتي کتابونه موجود وو. پر دې کتابتونونو هم ورته ناتار خپور شو.
د همدې مکروريانو په بله غاړه کې د نوميالي شاعر سليمان لايق ځاني کتابتون واقع و. هغه هم چور او چپاول شو، څو موده وروسته ډېر داسې کتابونه په بازار کې وموندل شول، چې د سليمان لايق د کتابتون ټاپه پرې لګېدلې وه.
په زړو مکروريانو کې د افغانستان د بل نوميالي ليکوال پوهاند دوکتور مجاوراحمدزيار کور او کتابتون واقع و. د استاد کتابونه او د کور نور لوازم هم د غلو او لوټمارو ښکار شول. د استاد زيار کتابتون هم له هغو کتابتونونو څخه و، چې د ډېر زيات ارزښت او اهميتت درلودونکى و، د استاد د ټول عمر د زيار او ثمر نتيجه وه او ګڼ شمېر علمي، ژبني او نور ډول ډول اثار په کې خوندي وو.
د استاد زيار له کوره څو بلاکه وړاندې د علومو اکاډمۍ د يو بل غړي ښاغلي محمد ولي مندوزي کور موقعيت درلود، چې خپل ګڼ شمېر کتابونه يې په کې خوندي کړي وو. د مندوزي صيب ټول کتابونه د هغه د کور له اکثرو کاليو سره په همدې کور کې د توغندي د لګېدو له کبله پر ايرو بدل شول.
په همدې زړو مکروريانو کې د ښاغلي پوهنوال زېورالدين زېور او پوهندوى زرغونې زېور کور واقع و، د دوى کتابتون هم د دوى د کور له اکثرو کاليو سره له منځه يوړل شو.
د مکروريانو تر پخو او اوسپنيزو کورونو لږ څه وړاندې هلته د زمانخان کلا په خامه او خټينو کورونو کې د هېواد نامتو عاطفي شاعر اسحق ننګيال په يوه کرايي کور کې خپل نازولي ماشومان (کتابونه) خوندي کړي وو، د جګړې ډېرې شپې يې له همدې بېوزلو او بېکسه ماشومانو سره، چې په دې شپو او ورځو کې د شپې او تيارې بچي توره په لاس ورپسې ګرځېدل تېرې کړې، خو د ننګيال په شعر کې د ټول عمر رالويو شويو عاطفي لښکرو د دې وس نه درلود، چې دا نازولي او بې ضرره ماشومان د مرګ د تورې بګوې له خولې راوژغوري، په پاى کې هغه ټول د نورو همزولو غوندې د همدې وبا او همدې ښامار خولې ته وغورځېدل. تر ننګياله څو کيلو متره لرې هلته د شاه شهيد(رح) د زيارت په سيمه کې يو بل بېکسه او بېوسه شاعر اوسېده، د شمشاد د غره پر سر د خيال په ورېښمو او عاطفي جاموکې ناست و، ډېرې چيغې وهي خو څوک يې اواز نه اوري. د ښاغلي نصرالله حافظ خټينه کوډله همدلته ودانه وه. ده د خپلو دردونو د راز و نياز ملګري له کلونو کلونو جرګو، مرکو او منډو ترړو وروسته همدلته راټول کړي وو او هره شپه چې به پرې د غم لښکرو زور راووړ، نو ده به خپلو همدې نږدې ملګرو (کتابونو) ته پناه وروړه او د غم بار يې ورسره وېشه. له حافظ صيب څخه يې خپل دا خواږه ملګري پر ډېر لنډ وخت داسې جلا کړل، چې بيا به يې په ټول عمر کې مخ هم ونه ګوري. حافظ صيب له خپله کوره لرې په تايمني کې مهاجر شو. يوه ورځ زه د هغه ليدو ته ورغلم، هغه په يوه سپېره خونه کې ناست و، نه يې څنګ ته کتاب و او نه د شاعرۍ هغه رباب و، چې حافظ صيب به د خپلې ځوانۍ وير په کې کاوه.
پر شخصي کتابتونونو د راغليو غميزو په لړ کې د يوې بلې سترې او دردونکې غميزې يادونه په ځانګړې توګه د يادونې وړ ده.
د افغاني فرهنګ لوى خدمتګار سرمحقق زلمى هېوادمل چې افغاني احساس او عاطفې يې د وجود ټول رګونه نيولي دي. پښتو ادب ته يې نه يوازې تر دوو سوو ټوکو زيات کتابونه، چې يا د ده د قلم تر نوکې راوتلي او يا هم د ده د زيار په برکت چاپ او خپاره شوي، ورکړي، بلکې ټول ژوند يې هم له افغاني فرهنګ څخه لوګى کړى دى. استاد هېوادمل چې په افغانستان کې زموږ د يو ليکوال په قول (( د ژوندۍ اکاډمۍ)) حيثيت لري، تر هر چا زيات پر کتاب مين دى. د استاد هېوادمل ټول ژوند د کتابونو په پاڼو کې ډوب و. که سړى انصافاً دا خبره وکړي، چې ډېرو لږو کسانو به د پښتو ادب په خدمت کې د زلمي هېوادمل په اندازه خولې تويې کړې وي، نو له انصاف نه به لرې نه وي. دا خبره په دې مانا نه ده، چې تر هېوادمل صيب نه چا زيات خدمت نه دى کړى، بلکې مقصد مې له منډو ترړو، خولو تويولو او د ځاني ژوند له قربانۍ څخه دى. داسې ډېر کم خلک به پيدا شي، چې د ژوند خوږې ورځې يې د خپل فرهنګ لپاره پر ځان ترخې کړې وي او شپې يې هم رڼې سبا کړې وي. نه يوازې دا چې خپل فردي ژوند يې د قربانۍ په پوله ودرولاى، بلکې خپله ټوله کورنۍ يې هم په دې قربانۍ کې شريکه کړې. زما خو هېڅ وخت داسې نه يادېږي، چې هېوادمل صيب دې ځان له فرهنګي کارونو څخه، لکه د نورو مامورينو په شان پر رسمي وخت خلاص کړى وي او کور ته دې د دمې او استراحت لپاره تللاى وي، همېشه په ده شپه راغلې او په شپه کې يې کور ته مزل کړى او دا هم په همدې هيله چې يو روښانه فرهنګ ته لاره وکړي. دلته انصافاً او اخلاقاً د مرحوم روهي صيب او په خپله د هېوادمل صيب له درنې کورنۍ څخه مننه او قدرداني په کار ده، چې د هېوادمل صيب د فرهنګي چارو لپاره يې په ډېره قربانۍ لاره اواره کړې ده، خو اوس راځو دېته، چې د هېواد مل صيب پر دې دومره قربانيو، جګړې او جګړه مارو د زړه رحم وکړ او که نه؟ په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې نه هېڅکله نه!
هېوادمل صيب پر کتاب پاللو او ساتلو دومره مين و، چې هر کتاب به په هر ځاى کې نوى چاپ شو، نو له هغه سره به يې يو ټوک موجود و. په دې وجه کوم پښتو او دري کتابونه چې په افغانستان کې چاپ شوي د هغو ډېرې کمې بېلګې که هېوادمل صيب سره موجودې نه وي، نور اکثره کتابونه ورسره موجود وو. دغه راز هغه پښتو کتابونه، چې په کوزه پښتونخوا کې چاپ شوي وو، هم اکثره يې له هېوادمل صيب سره موجود وو. له چاپي کتابونو سربېره له هېواد مل صيب سره د پښتو ادب خطي نسخې او همدارنګه په فارسي ژبه ډېرې زياتې خطي نسخي موجودې وې، چې تر دې وخته يې لا ځينو چاپ ته لاره نه وه کړې. کله چې پر کابل جګړه پيل شوه نو اورونه يې د هېوادمل صيب تر کتابونو هم ورورسېدل. زيات کتابونه يې تيت و پرک او ځينې يې چور شول. تر ټولو د غم خبره لا دا وه، چې د هېوادمل صيب په لاس په ډېر زيار او زحمت راټولې شوې خطي نسخې هم چور او غلا شوې او څو مياشتې وروسته يې د پېښور په بازارونو کې سر راوېست. د ځوان ليکوال او پر خپل فرهنګ مين اورنګزېب افغان دې کور ودان وي؛ د همدې خطي نسخو پر يو شمېر ورپېښ شو، هغه يې په خپلو پيسو له بازاره واخيستې او بېرته يې هېوادمل صيب ته ورحواله کړې، خو دا د ګوتو په شمار خطي نسخې وې اونور ګڼ شمېر کتابونه او خطي نسخې چې د هېوادمل صيب له کتابتون څخه چور شوي، بيا تر ننه چا ونه لېدلې.
د کابل ښار د درېيم مکروريانو په سيمه کې د هېواد د يو بل ليکوال محمد اکبر کرګر کتابتون هم موجود و، د نوموړي په خپلې وينا د ده کتابتون د يو منظم پلان له مخې چور شوى دى. په دې کتابتون کې ( دوه زره عنوانه) بېلابېل علمي، تاريخي، فلسفي او نور کتابونه موجود وو او همدا راز د اخبارونو او مجلوګڼ شمېر کلکسينونه. دغه راز د هېواد يو بل ځوان او تکړه شاعر احمد تکل کتابتون هم د غلو ښکار شوى، د نوموړي په کتابتون کې ٧٠٠ عنوانه بېلابېل کتابونه موجود وو.
د پورتنيو ياد شويو ليکوالو پر کتابونو سربېره په هېواد کې د نورو لسګونو ان په سلګونو ليکوالو، پوهانو او د علم او پوهې د نورو خاوندانو نور ډېر لوى او واړه کتابتونونه موجود وو، چې د جګړې د همدې کلونو په بهير کې له منځه يوړل شول، خو موږ دلته يوازې د بېلګې په توګه د څو ليکوالو د کتابتونونو د برخليک يادونه وکړه.
په مجموعي توګه له منځه وړل شوي کتابونه:
په افغانستان کې د وروستۍ غميزې له کبله د له منځه وړل شويو کتابونو د ټول شمېر معلومول خورا ګران کار دى، خو د ځينو هغو موسسو، چې په ډله ييز ډول يې کتابونه او کتابتونونه له منځه وړل شوي دي، د هغو له اټکليز مجموعي شمېر څخه د ټولو ضايع شويو کتابونو شمېر تر يو حده معلومېدى شي. د افغانستان په فرهنګي موسسو او فرهنګي علمي مرکزونوکې، چې د کتابونو له پلوه ورته تر ټولو زيات زيان اړول شوى، هغه د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت دى، ځکه له يوې خوا د نوموړي وزارت له خوا د چاپ شويو کتابونو تيراژ ډېر زيات و، يانې د هر عنوان کتاب چاپي تيراژ تقريباً يو سل زرو ټوکو ته رسېده، نو که اوس موږ د نوموړي وزارت په چوکاټ کې د ١٢ ګونو ټولګيو د لسګونو عنوانو همدا تيراژ په پام کې ونيسو، نو شمېر يې مليونو ټوکو ته رسېږي. دغه راز په نوموړي وزارت کې د اکثرو ټولګيو کتابونه انبار شوي وو، همدارنګه د ښوونې او روزنې وزارت په کتاب ساتنځايونو او د اکثرو ښوونځيو په تحويلخانو کې په مجموعي ډول په مليونونو ټوکه کتابونه خوندي وو، چې دا اکثره له منځه وړل شوي دي.
که د ښوونې او روزنې، د لوړو زده کړو نور مرکزونه، عامه کتابتون، د وطن ګوند او ځوانانو سازمان کتابتونونه، بيهقي کتاب خپرولو موسسه، د علومو اکاډمۍ او نور ګڼ شمېر علمي مرکزونه او د هغوى کتابتونونه او کتابونه په پام کې ونيسو، نو مجموعي ضايع شوي کتابونه به تر شلو مليونو ټوکو څخه هم زيات اټکل شي.
د پرمختللو ټولنو په پرتله چې هلته د کتاب چاپ په ډېر لوړ تيراژ ترسره کېږي، دا دومره کتابونه نه دي، خو زموږ د خپل هېواد په سطح دا د دې هېواد د کتاب د چاپ له تاريخ څخه بيا تر دې وخته د ټول عمر پانګه او لاس لرلې فرهنګي شتمني وه، چې زموږ د ولس له لاسه وايستل شوه. د کتابونو د شمېر په پام کې نيولو سره د هغوى د معنوي زيان اټکل هم کېدى شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery