مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٧))
چاپخونې (مطبعې)

(( په افغانستان کې لومړۍ چاپخونه (مطبعه) پر ١٨٧٠م ١٢٨٧ل کال هېواد ته راوړل شوه)). (٤٩) د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر وخت نه يوازې په کابل کې نورې مطبعې جوړې شوې، بلکې د هېواد په ځينو ولايتونو کې هم يو شمېر چاپخونې جوړې شوې)). (٥٠)وروسته بيا د وخت له اړتياوو سره سم ګڼ شمېر چاپخونې په مرکز او ولايتونو کې جوړې شوي دي.
تر ١٣٧١ل کال دمخه يوازې په کابل ښارکې پنځلس لويې چاپخونې موجودې وې (٥١) چې په ټولو کې په سلګونو پايې لوى او واړه ماشينونه لګېدلي وو.
يوازې په (( دولتي مطبعه کې د حروفي طبعې، افيسټ، حرارتي طبعې سيستمونو (٢١٠) پايې عصري ماشينونه موجود وو. د جنګونو په اثر دا ټول ماشين الات او طباعتي وسايل، ټول شاپونه او د کاغذونو زېرمې، کيمياوي مواد او د هغو څو کلنې پرزې ټول له منځه لاړل. د ١٣٧٢ل کال د جدي پر مياشت د مطبعې مرکز او د هغو ټولو مربوطو ودانيو او کارخانو زيات ضرر وليده. د دې مطبعې د دويمې څانګې يانې په هودخېلو کې د کتابونو د چاپ مطبعې په ګډون د نوموړې تصدۍ ټولې تحويلخانې غلا شوې. د ١٣٧٣ل کال د افغانۍ د ارزښت په پام کې نيولو سره دې تصدۍ ته تر ٥٠ زره مليونو افغانيو زيات زيان اړول شوى دى. دغه راز دې تصدۍ د هېواد په نورو ولايتونو کې ١٩ نماينده ګۍ درلودې، چې هغو ته رسېدلې خساره لا په دې کې شامله نه ده. په دې نماينده ګيو کې تر سلو زيات ماشينونه پر کار مصروف وو. که چېرې ددې ماشينونو مالي ارزښت هم محاسبه شي، نو د ١٣٧٣ د افغانۍ د ارزښت له مخې به د دولتي مطبعې تصدۍ ته ټول رسېدلى زيان ٧٠ مليارده افغانيو ته لوړ شي. په دې تصدۍ کې د چاپي کارونو لپاره ١٣٤٦ تنه ماهر کارګران او مامورين پر کار مصروف وو)). (٥٢)
پر ١٣٧٣ل کال د دې چاپخونې رئيس وايي: (( لږ تر لږه لس مليونه امريکايي ډالره په کار دي، چې بېرته پرې د مطبعې عصري ماشين الات واخيستل شي او د وخت اړتيا پوره کړي)).(٥٣)
د دولتي مطبعې په شان د کاناډا مطبعه هم په هېواد کې يوه ډېره ستره مطبعه وه. په لسګونو پايې لوى او واړه ماشينونه په کې وو. دا مطبعه له کاناډا څخه وپلورل شوه او د پلچرخي په صنعتي پارک کې نصب شوه. دا چاپخونه د کاناډا د هېواد د کارپوهانو په مرسته مونتاژ او فعاله شوې وه.)) (٥٤)
پر دې چاپخونې باندې د غلو يو منظم پړاو تېر شو، اکثره ماشينونه يې روغ رمټ خلاص او پر ګاونډي هېواد پاکستان وپلورل شول. همدارنګه د کاغذ هغه ذخيرې چې په دې چاپخونې کې موجودې وې، هم ټولې غلا او وپلورل شوې. د دې چاپخونې مالي زيان لسګونو مليونو ډالرو ته رسېږي)).(٥٥)
ددې چاپخونې پر ماشينونو او ټنونو کاغذ سربېره ودانيو ته هم خورا زيات زيان اوښتى دى، يو شمېر توغندي د چاپخونې پر ځينو ودانيو لګېدلي او هغه يې تخريب کړي دي.
د پوهنې مطبعه چې د افغانستان په ښوونې او روزنې وزارت پورې تړلې چاپخونه ده، د دولتي مطبعې په شان د افغانستان له سترو چاپخونو څخه وه. ددې چاپخونې کارګرانو افغاني فرهنګ ته د هغو مليونونو ټوکو تعليمي کتابونو د چاپ له لارې ډېر زيات خدمتونه کړي دي، چې د ښوونې او روزنې وزارت بېلابېلو ښوونځيو ته يې چاپ کړي دي. دې مطبعې پر تعليمي کتابونو سربېره نور علمي، سياسي کتابونه او د دولت د اداري کارونو زيات کتابونه او پاڼې چاپ کړي دي، خو د هېواد د فرهنګ دښمنانو دا چاپخونه سره له دې چې تقريباً د ښار په زړه کې پرته ده، هم جوړه پرې نه ښوده. (( د ١٣٧١ل کال په ثور کې د نوموړې مطبعې د رئيس عبدالرحمن زيارمل په وينا يوازې د هماغه کال د ثور د مياشتې پر ٨-٩-١٠ نېټه په درېو ورځو کې دې چاپخونې ته يونيم زر مليونه افغانۍ زيان وررسېدلى و. د هغه وخت د افغانيو د ارزښت د محاسبې له مخې په همدې درې ورځو کې دې چاپخونې ته د اړول شوي زيان په پيسو د افغانستان د هر فرد لپاره درې ټوکه کتابونه چاپېدلاى شول)). (٥٦) دا د درې ورځو زيان خو د مطبعې هسې يوه سرسري خبره وه، په راوروسته ګرمو جګړو کې بيا په دې چاپخونې د غلو داسې منظمې او نامنظمې داړې پرېوتې، د کاغذو زياتو زېرمو په ګډون يې د مطبعې ګڼ شمېر ماشينونه غلا او ګڼ شمېر ته يې زيان واړاوه او هم له دې مطبعې څخه يې هغه مال او وسايل چې د غلا امکان يې موجود و ټول غلا کړل. همدارنګه ودانيو ته يې هم زيات تاوان واړاوه چې مجموعي زيان يې لسګونو مليونو ډالرو ته رسېږي.
همدغه اور د لوړو زده کو چاپخونې ته هم ورسېد، هغه چاپخونه چې د کابل د څلورمې کارتې په سيمه کې د وزارت په مقر کې جوړه شوه، تر شلو پايو پورې ماشينونه يې لرل او په ګودامونو کې يې ډېر زيات کاغذ موجود و. دا مطبعه هم د جګړې له کبله له منځه يوړل شوه او ودانۍ يې هم تخريب شوه. د لوړو زده کړو د وزارت د يو کار کوونکي او د همدې مطبعې د يو سابقه لرونکي کارمند ښاغلي محمد فاروق په وينا: (( موږ ته يوازې د ماشينونو له درکه يو مليون ډالره زيان اوښتى دى)). (٥٧) په همدې تناسب د چاپخونې ودانۍ، د کاغذ زېرمتون او د مطبعې نور امکانات هم محاسبه کېدى شي.
د کابل پوهنتون پر مطبعه هم دا حال راغى. دې مطبعې (( يو وخت ١٤ عنوانه بېلابېلې، مجلې چاپولې او تر ١٣٧١ل کال پورې د استادانو تر ١٦٠ عنوانو څخه زيات، علمي، مسلکي او درسي کتابونه په همدې چاپخونه کې چاپ شوي دي)). (٥٨)
د کابل پوهنتون مطبعې د پوهنتون د خپل وخت ټول طباعتي ضرورتونه پوره کولاى شول، خو اوس ډېرو زياتو پيسو ته اړتيا ده چې دا مطبعه خپل پخواني حالت ته ورسوي.
د طب د انستيتيوت چاپخونې ته هم د اور ليکې ورسېدلې. د دې انستيتيوت چاپخونې هم د خپل علمي مرکز اکثره اړتياوې رفع کولاى شوې، د جګړو له امله دا چاپخونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.
د صکوکو مطبعې ته زيانونه اړول شوي. د دفاع وزارت (اردو چاپخونه) سره له دې چې ډېر زيات زيان ورته اړول شوى دى، خو بيا هم د چوکاټ له مخې روغه برېښي او اوس يې هم له ځينو ماشينونو څخه ګټه اخيستل کېدى شي. د اريانا مطبعه هم پر همدې برخليک اخته شوه.
په کابل ښار کې چې نورې چاپخونې موجودې وې، پر هغو هم ورته حالات راغلل. د ولايتونو چاپخونې چې په نسبي ډول يې د هغو ولايتونو اړتياوې تر يوه حده پوره کولاى شوې، هم ددې طاعون ښکار شوې. په لغمان، غزني، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې چې کومې مطبعې موجودې وې يا په نسبي او يا هم په بشپړ ډول له منځه يوړل شوې.
د دولتي چاپخونو د يو مسوول شخص په وينا: ((يوازې د کابل ښار پنځه لسګونو چاپخونو ته د سامان الاتو، ماشينونو او د کاغذ د زېرمو له کبله د لومړۍ سروې له مخې تقريباً زر مليونه ډالره زيان اوښتى دى.))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery