مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٣))
د افغانستان د علومو اکاډمي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پر ١٣٥٧ل (١٩٧٨م) کال د پښتو ټولنې، د تاريخ ټولنې، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز او د دايرة المعارف ټولنې څخه د هغه وخت د وزيرانو شورا په چوکاټ کې جوړه شوه.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ترکيب کې اکاډميسنان، د کاډميسنانو کانديدان او افتخاري غړي شامل دي. د علومو اکاډمي د لاندنيو څلورګونو علمي رتبو لرونکې ده:
١- د محقق مرستيال
٢- محقق
٣- د سرمحقق مرستيال
٤- سرمحقق
د علومو په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو سرته رسول، په هېواد کې د ملي اقتصاد د پياوړتيا او د فرهنګي بډاينې په مقصد د اوږدې مودې علمي تحقيقاتو پرمخ بيول، د اوبو د سرچينو، خاورې، تودوخې، انرژۍ، منرالي موادو، اومو موادو او د نورو طبيعي منابعو څېړنه او ارزيابي کول، د زېرمو ټاکنه او له هغو نه د اغېزمنې ګټې د لارو چارو لټول، په ملي اقتصاد کې د ډېرو نويو علمي تخنيکي لاسته راوړنو او پرمختګونو نه د ګټې د امکاناتو او لارو چارو لټول، د هېواد د اقتصادي، ټولنيزې ودې، د لنډې او اوږدې مودې د پلانونو جوړول او څېړنه، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا او فرهنګي بډاينې په مقصد د اسلامي هدفونو په لاره کې فعاليت او ونډه اخيستل، په افغانستان کې د علم او پوهې د سطحې لوړوالى، د علومو په ډېرو سترو برخو کې د څېړنو ټاکنه او رهبري کول، په هېواد کې د علمي او څېړنيزو چارو سمون، يووالى او د تجربه يي څېړنيزو مسالو د پرمخبيولو لپاره د مادي او تخنيکي امکاناتو د برابرولو په لاره کې هڅه او هاند د افغانستان د علومو اکاډمۍ ستر هدفونه دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د همدغو هدفونو د پوره کولو لپاره کاميابي او بريمنې هڅې کړې دي. په کورنۍ کچه يې يو زيات شمېر څېړونکي او پوهان روزلي او د هغو د کار ثمرې يې ټولنې ته وړاندې کړې دي. يوازې د بشري علومو په برخه کې يې تر ١٣٥٧ل کال پورې د کتابونو او رسالو په ګډون ( دوه سوه پنځه شپېته پروژې) برابرې کړې دي. په کورنۍ سطحه يې په لسګونو لويې او وړې علمي او ادبي غونډې او سيمينارونه جوړ کړي او په لسګونو عنوانه بېلابېل څېړنيز، تاريخي، علمي او ادبي کتابونه، چې عمومي شمېر يې لکونو ټوکو ته رسېږي، په ډېره ښه بڼه او کچه چاپ او خپاره کړي دي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کورنۍ سطحه د هېواد د فرهنګ په بډاينه کې خپله ونډه اخيستې ده. د علومو اکاډمۍ ځينو غړو په نړيوالو سيمينارونو او غونډو کې د افغانستان نماينده ګي کړې او هلته يې د خپل هېواد علمي پرستيژ ساتلى دى. په خپله د علومو اکاډمۍ له خوا هم تر لسو زيات علمي نړيوال سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ شوي چې د کوشانيانو په اړه، د پښتو د نړيوالو څېړنو د مرکز د لسمې کاليزې، د ابو علي سينا بلخي، خوشال خان خټک، امير کروړ او ناصر خسرو بلخي نړيوال سيمينارونه د يادونې وړ دي. په دې سيمينارونو کې د نړۍ له نورو هېوادونو نه هم ګڼ شمېر پوهانو ګډون کړى و.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپلو علمي پروژو د چاپ او خپراوي ترڅنګ په بېلابېلو وختونو کې د آريانا، خراسان، کابل، پښتو، لرغونپوهنه، طبيعت او ځينې نورې مجلې هم خپرې کړې دي او د زېري جريده هم. دغه راز يې په لسګونو خطي نسخې چې د اکاډمۍ لاسته ورغلي، بيا پرې کوم څېړونکي کار کړى او چاپ شوې دي او په دې ډول يې له مرګه ژغورلي دي.
خو اوس راځو دېته چې ايا اکاډمي هم چا خپل کار ته پرېښوده؟ او که پر هغې يې هم د سکروټو او قهر اورونه وورول؟
کله چې پر ١٣٧١ل کال د يوې غميزې له پاسه بله غميزه راغله، نو د اکاډمۍ پر ودانيو هم لوى ناتار خور شو. د اکاډمۍ اکثره ودانيو ته درانه زيانونه واړول شول. د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز ودانۍ او د پښتو ژبې او ادبياتو، همدارنګه د کابل مجلې دفتر او يو شمېر نورې ادارې پر پوځي اډې واړول شوې. له کتابونو نه د سون د موادو په توګه کار واخيستل شو او د نوموړو مرکزونو زياتره علمي اثار او کړي کارونه له منځه يوړل شول. د علومو اکاډمۍ د خپلو ادارو ترڅنګ د کتاب ساتنې او کتاب پلورنې مرکزونه هم درلودل. ټول هغه کتابونه چې په کتاب ساتنځايونو او کتاب پلورنځيو کې موجود وو، هغه يا چور شول او يا له منځه لاړل. د علومو اکاډمۍ په هغو ودانيو کې چې پوځي چوڼۍ جوړې شوې وې کتابونه د هغو د ملېشو د ډوډۍ پخولو لپاره د سون مواد ګرځېدلي وو. هغوى به يو لوى دېګ ايښى و او يو يو کتاب به يې تر دېګ لاندې لمبو ته غورځاوه. کله چې د کتابونو زېرمې پاى ته ورسېدې بيا نو د ودانيو پر کړکيو او دروازو پيل وشو. وايي چې د افغانستان مشهور عالم مرحوم دوست شينواري د کتابونو د سون همداسې يو حالت وليد. هغه د خپل عمر يو مهم څېړنيز کار پسې د علومو اکاډمۍ ته تللى و. هغه کار پسې دى ډېر سرګردانه شوى و او د ده د کلونو د زيار پايله وه، کله چې دى خپل دفتر ته ورنږدې شو، نو ګوري چې يو ټوپکي د ده د پروژې د کړي کار او کتاب يوه يوه پاڼه راشکوي او د اور کومي ته يې ګوزاروي. کله چې ده ټوپکى له دې کار څخه منع کولو ته دعوت کړ، نو هغه په تونده ژبه له دې ځايه ده ته د وتلو امر وکړ او ستغې سپورې خبرې يې هم ورپسې زياتې کړې. کله چې دوست صيب له داسې يوې صحنې سره مخامخ شو، نو تاب يې رانه وړ، زړه کې يې يو تاو پيدا شو او کله چې کور ته لاړ څو شېبې روغ و بيا پرې د زړه يوه حمله راغله، تر روغتون پورې يې ساه يوړه، خو بيا يې بېرته تر خپل کور او دفتره رڼې سترګې رانه وړې.
پر يو شمېر نورو ليکوالو هم د زړه حملې راغلې او ډول ډول کړاوونو يې د ژوند ستوني او لاسونه ومروړل.
په دې ډول د اکاډمۍ په زرګونو ټوکه کتابونه او په لسګونو عنوانه پروژې، خطي نسخې او تر لاس لاندې کړي او کېدونکي کارونه له منځه يوړل شول. (١٥)
د علومو اکاډمۍ مرکزي کتابتون سره له دې چې له فزيکي پلوه روغ ښکاري، خو بيا هم ځينې مهم کتابونه او خطي نسخې يې په بازارونو کې ليدل شوې دي. د علومو اکاډمۍ د ټولو څېړونکو څېړنيزې پروژې او نور علمي کارونه تقريباً د څلورو کلونو په واټن کې پر ټپه ودرېدل. د کتابونو او ودانيو د فزيکي زيان د محاسبې له مخې نوموړې اکاډمۍ ته په مليونونو ډالره زيان اړول شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery