مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٦))
نندارې يا سينماوې

د تېرو شلو کلونو په بهير کې په ځانګړي ډول هغه وخت، چې جګړه لا له غرونو، رغونو، کليو او بانډو څخه د ښارونو زړونو ته نه وه ننوتلې، د هېواد په لويو ښارونو په تېره په کابل ښار کې سينماوې ښه په ګرمه توګه چلېدې، هندي فلمونو او نورو جنګي امريکايي او اروپايي فلمونو د سينماګانو بازارونه ښه تاوده کړي وو. هره ورځ تقريباً دوه ځله او کله هم درې ځله سينماوې چلېدلې. په دې ډول له يوې خوا د نندارچيانو ذوقونه خړوبول او له بلې خوا يې عايدات هم درلودل. دا چې دې سينماګانو د هېواد د ځوان پښت او نورو نندارچيانو د ذهن په روزلو کې کوم ډول رول ترسره کړى دى، په دې باب کېدى شي مختلف نظرونه او فکرونه موجود وي. ځينې اشخاص وايي چې په دې سينماګانو کې داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل، چې هغو زموږ له ملي کلتور او اسلامي عقيدې سره سمون نه درلود او د هغو خلاف بهير کې يې برخه اخيسته. دغه راز ځينې نور بيا په دې نظر دي، چې دا فلمونه که هر ډول وو او هر څنګه وو، ښېګڼې او بدګڼې يې دواړه درلودلې، خو ځينې فلمونه يې د ستاينې وړ وو. په مجموعي ډول ويل کېدى شي، چې په افغانستان کې سينماګانو د هېواد د ځوان پښت او په مجموعي ډول د ټولو نندارچيانو د ذهني سطحې او ذوق د اوچتولو په لاره کې مثبت ګامونه پورته کړي او هغوى يې له نړيوال کلتور، تمدن، پرمختيا او نويو پرمختګونو سره اشنا کړي او هم د هنر او تخنيک بېلابېل ډولونه يې هغوى ته ورښودلي دي.
دا خو د سينماګانو د معنوي رول او د هغو د اغېز په باب د نظر د اختلافونو خبره وه، خو اوس راځو دې ته چې همدا سينماوې هم چا خپل مثبت او يا منفي پدل ته پرېښودې او که نه؟ په خواشينۍ سره بايد ووايم، پر دې فرهنګي مرکزونو هم ناترسه ګوزارونه وشول. د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې خصوصاً په کابل ښار کې سينماګانې په دومره عصري او اساسي توګه جوړې شوې وې، چې فزيکي جوړښت يې د هغه وخت له لسګونو مليونو افغانيو او د اوس وخت له لکونو ډالرو سره معادل دى.
يوازې په کابل ښار کې ١٦ سينماوې موجودې وې، چې له هغې جملې څخه د کابل نندارې، ميوند، فرخي، بهزاد، بريکوټ، اريانا، ميرويس ميدان سينماوې يا په بشپړ ډول او يا هم په سلو کې ٩٠ برخې له منځه وړل شوې دي، نورو سينماګانو، لکه پامير، بهارستان، اريوب، باختر نندارې، زينب، پارک، ملي، د خيرخانې سينما او تيمورشاهي په قسمي ډول زيانمنې شوې دي. که ددغو ټولو سينماګانو اوسنۍ بڼې ته څوک وګوري او يا وغواړي بېرته يې په همغه لومړني شکل له سره جوړې کړي، نو د اټکل له مخې به له پنځه مليونه ډالرو څخه تر لسو مليونو ډالرو پورې لګښت پرې راشي. دا چې د څو کلونو جګړو او نورو فکري او ذوقي سانسورونو په وجه دا سينماوې له ګټې څخه لوېدلي دا خو نو بل دروند مالي زيان دى، چې دا هم تر لکونو ډالرو اوړي، داچې دې سينماوو به دهنر په برخه کې څومره معنوي خدمتونه کړي واى، دا خو بل معنوي زيان دى.
د کابل ښار پر سينماوو سربېره د هېواد په ځينو ولايتونو، لکه: کندهار، ننګرهار، هرات، هلمند، مزار، لغمان او نورو ولايتونو کې هم يو شمېر سينماوې موجودې وې، چې هغه هم پر همدې برخليک اخته کړاى شوي. دغه راز په کابل ښار کې له تجارتي سينماګانو پرته يو شمېر نورو دولتي ارګانونو داسې ودانۍ درلودلې، چې هغوى د سينما او غونډو لوى لوى تالارونه لرل، چې هم د دولتي او رسمي غونډو لپاره کار ورڅخه اخيستل کېده او هم د هنري، علمي فلمونو د نندارې او د غونډو د جوړولو لپاره مناسب ځايونه وو. لکه د استقلال، اماني، خوشال خان لېسې د غونډو تالارونه، چې د سينما او فلم پوره وسايل يې درلودل او يا هم د ځينو وزارتونو او دولتي ادارو سالونونه او د کنفرانسونو خونې، چې اوس اکثره يا په بشپړ ډول ويجاړ کړاى شوي او يا يې زياته برخه له ټولو وسايلو او وسايطو سره له منځه وړل شوې ده. که ددې ډول تالارونو او سالونونو ټول مالي لګښت په پام کې ونيسو، نو تر لسګونو مليونو ډالرو هم اوړي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery