|
|
|
|
ښـــــکلا |
|
ښکلا مجله په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه ده چي په نړۍ کي د افغاني ليکوالو ټولنيزي، ادبي او کلتوري مقالې او څېړنيزمضامين خپروي دا مجله يوازي او يوازي د همدې مجلې د مينه والو اوفرهنګپالو په مالي پېرزوينه اودټولني په شخصي لګښت چليږي،چي مسؤل چلونکی يې تاند ليکوال عبدالقديم پتيال دی |
|
هـــوسـۍ |
|
هوسۍ مجله په کابل کي خپردونکې خپلواکه ناپېيلې دومياشتنۍ خپرونه ده په زړه پوري کلتوري،ټولنيز، او ادبي مضامين خپروي داد فرهنګپالوپه مالي پېرزوينه او د مسول چلونکي په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ، ددې مجلې مسول چلونکی تاند ليکوال صالح محمد صالح دی |
|
پــالــــنه |
|
پالنه مجله په کوئټه دصحاف د خپرندويه ټولني خپلواکه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي هررنګه اربي ټولينيز او فرهنګي ماصامين خپروي دا مجله د صحاف خرندويه ټولني په شخصي لګښت چاپيږي کوم مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی حميدالله صحاف دی |
|
مــــيونـد |
|
مېوند مجله په کابل کي خپريدونکې خپلواکه ناپېيلې مجله ده چي په زړه پوري ټولنيز ، ادبي او کلتوري مضامين خپروي ، دا مجله د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه او د چلونکي په شخصي لګښت چاپيږي کومه مالي منبه نه لري ، ددي مجلې مسؤل چلونکی عبدالنافع همت دي |
|
هـــــــوډ |
|
هوډ مجله په کندهار کي د لوی احمد شاه بابا دد علمي او کلتوري مرکز خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي په زړه پوري تاريخي ،کلتوري او ادبي مضامين خپروي دا مجله په هرو دو مياشتو کي د همدې مرکز په مالي لګښت له چاپه راوزي او مسول چلونکی يې روښان ولسمل دی . |
|
پخــــلاينه |
|
پخلاينه د هيواد د زړه کابل څخه خپريدونکې سياسي ټولنيزه او فرهنګي جريده ده چي په زړه پوري مطالب خپروي او په لوړ تېراژ چاپيږي ددې جريدې د امتياز څښتن ښاغلی محمد شينواری دی او مسؤل چلونکی ئې بريالی جهش دی |
|
|
ســــېلۍ |
|
سېلۍ مجله د هميشه بهار ننګرهار په زړه کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي هررنګه سياسي ، علمي اوادبي مضامين خپروي ،دامجله د همدې ټولني په مالي لګښت په هرو دومياشتو له چاپه راوزي ددې مجلې مسول چلونکی رحمت ګل حليم دی |
|
لمــــــبه |
|
لمبه مجله په کوټه کي دپښتو ادبي غورځنګ له خو خپرېدونکې دومياشتنۍ خپلواکه ادبي خپرونه ده چي هر رنکه علمي ، تاريخي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د همدې غورځنګ د ځوانانو په شخصي لګښت له چاپه راوزي او کومه مالي منبه نه لري او مسول چلونکی يې تاند ليکوال محمد صادق ژړ ك دی |
|
څانـــــګه |
|
څانګــــه مجله : ـ په جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی ( بشير ګواښ ) دی |
|
وردګ |
|
وردګ جريده له وردګو نه دوردګ زلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده نوموړې خپرونه چې يوه خپلواکه فرهنګي او ناپيلې خپرونه ده دچلوونکو په مالي لګښت چاپېږي او کومه مالي منبه نه لري ددې جريدې مسوول چلوونکی حميد ناصري وردګ دی٠ |
|
تـنـــــده |
|
تـنده مجله په کندهار کي د هيواد ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ده ، چي د سيمي د ليکوالانو هر اړخيزي ادبي کلتوري او تاريخي ليکني خپروي ددې مجلې مالي لګښت د کندهار يو تجار حاجي عبدالله ايوبي له خوا ورکول کيږي او مسول چلونکی يې ښاغلی واصل حسن يار دی ، |
|
اقتـــصاد |
|
اقتصاد مجله په کابل کي خپريدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه چي اقتصادي ادبي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د چلونکي په مالي لګښت او د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه چليږي ددې مجلې مسول چلونکی محمد اصف ننګ دی |
|
نښــــــتر |
|
نښتر مجله په لوی پکتيا کي کي خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې ادبي مجله ده هر ډول سياسي کلتوري او ادبي مضامين او نوري سيميزي ليکني او څېږنيزي مقالې خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت له چاپه راوزي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ( ډاکټر اکرام خپلواك) دې |
|
|
مــــــــــينه |
|
مــــــينه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی (عزت الله ځواب) دی |
|
|
سوغا ت |
|
سوغات : جريده د کندوز زړه څخه خپريدونکې خپواکه ناپېيلې ټولنيزه تاريخي او ادبي مجله ده چي د سيمي د ليکوالو هر اړخيزه مقالې او ليکني پکښي خپريږي ددې جريدې مسول چلوونکی عزت الله پامير او دامتياز څښتن ګل رحيم نيازمند دی |
|
|
پـګـــــــــړۍ |
|
پګړۍ مجله د هلمند د باستاني ولايت د په زړه کي د بست د کلتوري ټولني له خوا خپريدونکې درې مياشتنۍ خپرونه ده چي هر ډول سيميز، ادبي ، کلتوري او تاريخي مواد خپروي ددې مجلې د امتياز څښتن ښاغلی بريالی هلمند دی او مسول چلونکی ئې تاند ليکوال رازمحمد نظامي دی |
|
|
ورېــــــښـم |
|
ورېښم مجله د افغانستان د زړه ( کابل) څخه خپريدونکې ادبي ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي تر ډيره حده ادبياتو ته ځانګړې شوې ده او هر ډول ادبي توکي د ځان سره لري ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عبدالهادي ( هادي ) دې |
|
|
اوښکه |
|
اوښکه مجله د هميشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې ادبي ، تاريخي ، ټولنيزه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي هر ډول څيړنيز مضامين ،ادبي مقالې او روزنيزي ليکني خپروي ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عطا محمد هيله من دې |
|
|