مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په غړو کې د اوبلنو توکو او مالګې چار

ډاکټر ظهیر

په غړو کې د اوبلنو توکو او مالګې چار

په تودو او لندو موسمو کې د يوې ګړۍ ( ساعت ) په بهري کې د درندو سپورټي سياليو پر مهال د بدن دروندوالى له  دوه اعشاريه پېنځه څخه تر څلور اعشاريه پېنځه کيلو ګرامه کموالى ممومي. چې د وزن دا بايلل کېدل د بدن د خولې کېدو  په وجهه را مېنځته کېږي. په بسنده ( کافي ) اندازه له بدن څخه د خولو وتل يوازې درې سلنه د سپورټ کووونکي چاريز ځواک کموي. په چټک ډول دروندوالى له لاسه ورکول يانې له پېنځه تر لس سلنې پورې ډېري ناوړه پايلې پر بدن اچوي لکه د غړو شخي ( قولنج )، خوا ګرځېدنه ، د بدن د اوبو کمی یاDehydration ، د بدن د اسيد ــ قلوي  غونډال ګډوډي، بې سېکي ، او داسې نور. نو اړينه برېښي هغه اوبلن توکي چې په کومه چټکتيا له بدن څخه وځي په همدې سرعت سره بايد بېرته واخيستل شي.

د مالګو او پوټاشيم بېرته اخيستل

څرنګه چې د خولو په مټه په پراخه کچه مالګې له بدن څخه وځي. له پخوانيو زمانو را په دې خوا دا دود دى چې ټول هغه سپورټ کوونکي چې د ګرمۍ په موسم کې په تکړښت بوخت دي، بايده ده چې د مالګې لرونکې ګولۍ ( کلورو سوډيم ) تر لاسه کړي. خو پام دي وشي چې تر ټاکلې اندازې ډېره مالګه ونه کاروي. ځکه چې د ګټې پر ځاى زيان نه را مېنځته کوي. او همدارنګه سپورټمېن ته ښايي چې خپل سپورټي چار په پوړيز ( تدريجي ) ډول د يوې يا دوو اونيو په موده کې لوړ بريد ته ورسوي. تر څو يې بدن او د پوستکي د خولو مرغېړي ( غدې ) د چاپېريال له تودوخې سره بشپړه يو رنګي ( توافق ) ومومي. چې دا د مرغېړيو سازش په ټوليز ډول د الدو سترون د هورمون ( دAdrenal- gland   د پوټکي يا پوښ څخه افرازېږي ) د ډېر ترشح لامل ګرزي. الدوسترون په خپل وار سره نېغ په نېغه د خولو په مرغېړيو اغېږ کوي. چې کلورو سوډيم بيا جذب، مخکې له دې چې خولې د مرغېړو له ټيوبولونو ( وړوکي نلونه ) څخه پوستکي ته راځي، د جذب ظرفيت لوړ کړي. څرنګه چې مالومه شوه هغه سپورټمېنان چې له چاپېريال سره يو رنګي ( توافق ) لري ډېر ليږ مالګين بشپړوونکي ( نمکي مکملوونکي ) د سياليو په وخت کاروي.
له بلې خوا هغه څېړنې چې په پوځي ډلګيو تر سره شوې او دوي په ناڅاپي ډول په وچو بېدياوو کې په درندو چارو  وګمارل شول په همدې کسانو کې الکټروليتي ستونزې په ځانګړې ډول د پوټاشيم دفع په کې په لوړه کچه تر سترګو شوې چې همدا په کمه اندازه د الدوسټرون ترشح ډېروي. اوس مهال په بازارونو کې د پوټاشيم، سوډيم اونورو معدني توکيو محلولونه چې د مېوو اوبه ورسره يو ځاى شوې دي؛ شته.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery