مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-09-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دقضاءحاجت پروخت وقبلې ته مخ ياشاګرځول:


فتوانمبر(۶۱۳)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي: نسيم کاکړ.

قدرمن مفتي صاحب السلام عليکم ، زه يوه پوښتنه لرم هغه داچي   په وخت دقضاء حاجت کښي وقبلې شريفي  ته مخ ياشا ګرځول داسلامي شريعت له رويه څه حکم لري.

الجواب ومنه الصواب ـ


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه وروره په دې اړه نهه مذهبه دي :

(۱)مخ ياشا ګرځول وقبلې ته په وخت دقضا حاجت کښي مطلقا ناروا دئ ، که په صحرا کښي وي او که په ودانيوکښي وي : دامذهب دابوهريره اوحضرت ابن مسعود ، حضرت ابوايوب انصاري ، حضرت سراقه بن مالک ، حضرت مجاهد ، ابراهيم نخعي ، طاوس بن کيسان ، حضرت عطاء ، ابوثور ، امام اوزاعي ، سفيان ثوري ، امام ابوحنيفه ، امام محمد ، ابن حزم الظاهري اودابن قيم دئ ، اودامام احمد څخه هم يوقول دغه ډول رانقل سوئ دئ ، اودحنفيه وو په نزد هم فتوا پردغه قول ده.
(۲): وقبلې شريفي ته مخ ياشاګرځول مطلقا روااوجائزده ،دامسلک دحضرت عائشه (رضي الله تعالی عنها) ، عروه بن زبير ، دامام مالک داستاذ ربيعة الرأي اوله داود ظاهری څخه منقول دئ.
(۳:مخ ياشاګرځول وقبلې ته په صحرا کښي ناجائز اوپه اباديو کښي جائزدي ،دامسلک دحضرت ابن عباس حضرت عبدالله ابن عمر ، عامر شعبي امام مالک امام شافعي اود اسحاق بن راهويه دئ، اوله امام احمد څخه هم دغه ډول یو روايت نقل دئ.
(۴): مخ ګرځول وقبلې ته په هرصورت کښي ناروا اوشاګرځول په هرصورت کښي رواده ، داقول له امام احمدڅخه منقول دئ ، اوبعض اهل ظاهرهم داسي وايي ، اوله امام ابوحنيفه څخه هم يوقول داسي نقل دئ.
(۵): مخ ياشادقضاحاجت په وخت کښي وقبلې ته ناجائزدي بلکي له دې سره سره وبيت المقدس ته هم مخ ياشا ګرځول مطلقا ناروا اوناجائزدئ ، داقول ابن سيرين دئ ، اوديوه روايت مطابق دابراهيم نخعي هم دغه مسلک دئ.
(۶): دمخ او شاګرځولو حرموالي صرف دمدېنې منورې تراوسېدونکو پوري خاص دئ ، کوم څوک چي له مدېنې منورې دباندي وي هغوته داحرمت نسته ، داقول دابوعوانه دئ.
(۸)وقبلې ته مخ ياشاګرځول مطلقامکروه تنزيهي دئ ، داډول  يوروايت له امام صاحب څخه هم راغلئ دئ کوم چي صاحب دنهرالفائق په شرح دکنزالدقائق کښي ذکرکړئ دئ ، شاه ولي الله صاحب په  «المصفي» کښي اومشهور عالم علامه شوق نيموي په اثارالسنن کښي ودې قول ته ترجيح ورکړېده .شروح الترمذي.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery