مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-09-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په ولاړي بولی کول:


 فتوانمبر(۶۱۴)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . 

 

مستفتي: کبيري.
ومحترم مفتي صاحب اودبېنوا وټولو کارکونکو ته نيکي هيلي اوسلامونه وايم ، زما سوال دادئ چي په ولاړي بولي کول په شريعت کښي څه حکم لري، ستاسو دجواب په انتظار .

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په ولاړي  بولي کول په دې باره کښي څلور مسلکه دي :
اول مسلک دحضرت سعيد بن مسيب اود امام احمد(رحمه الله) دئ ، دوۍ وايي چي په ولاړو بولي کول که په عذر سره وي که بې عذره روا دي.
دوهم مسلک دځينو علماوو داهل الظاهر دئ هغه وايي چي په ولاړو سره بولي کول حرام اوناروا کاردئ.
دريم مسلک دجمهورو اواکثرو علماوو دئ هغه دادئ چي بې له عذره په ولاړي بولي کول مکروه تنزيهي دئ؛ ځکه چي دمنع په باره کښي يو صحيح السند حديث نه دئ ثابت.
څلورم :مسلک په احنافوکښي د انور شاه کشميري دئ هغه ويلي دي چي په ولاړي  بولي کول په دې وجه چي دکفارو شعار ګرځېدلئ دئ نو داکار بې عذره مکروه تحريمي دئ .شروح البخاروالترمذي.

والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery