مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-09-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ديوکار شروع کول دچهارشنبې يادوشنبې په ورځ :


فتوانمبر(۶۱۵)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:مولوي عبدالفتاح،کنړ.

 

السلام عليکم زما پوښتنه داده چي په مسلمانانو کښي دډېره وخته داعادت دئ چي يوه نوي سلسله ياکار شروع کوي ، يامثلايوطالب کتاب شروع کوي اويادمدرسې دسبقانو افتتاح کيږي ، نوددوشنبې ياچهار شنبې په ورځ دکاريادسبق شروع يادمدرسې افتتاح کول بهتر ګڼي ، شرعا ددې کوم ثبوت سته اوکه څنګه ؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
هوصاحبه ددې اصل سته ، د کتاب «تعليم المتعلم»کوم چي  مصنف ئې دهدايه دمصنف شاګرد دئ دخپل استاذ معمول په دې ډول بيانوي:« کان استاذنا الشيخ الامام برهان الدين رحمه الله يوقف بداية السبق علی يوم الاربعاء».
يعني زموږ استاذ شیخ امام برهان الدين (رحمه الله تعالي) چي به کله درس شروع کوي نوشروع به يې دچهار شنبې وورځي ته ځنډوله ، بياده په خپل سند سره يوحديث راوړئ دئ ، روايت په دې ډول دئ:« مامن شيءبدءيوم الاربعاءالا وقدتم».
خوبعض محدثينو په دې حديث کښي خبري کړي دي ، لکه چي علامه سخاوي ذکرکړيدي:«لم اقف له علی اصل»[المقاصدالحسنة].
اوددې حديث ټکريې دطبراني له هغه حديث سره بيان کړئ دئ کوم چي په هغه کي دچهار شنبې و ورځي ته یوم نحس مستمر ويل شوئ د‌ئ.
خوملاعلي القاري (رحمه الله تعالي) دسخاوي ددې قول چي:«لم اقف له علی اصل» په دې ډول جواب ورکړئ دئ چي امام سخاوي داخبره دخپل علم په اعتبار کړېده؛ولي صاحب دهدايه غوندي فقيه او محدث چي يوحديث دسندسره مرفوعا بيان کړي نودا دهغه حديث دصحت لپاره کافي دئ.
اودطبراني دروايت جواب يې په دې ډول ورکړي چي هغه روايت ضعيف دئ.
اوکچيري داحديث ومنونو ددې توجيه داسي ده چي چونکه په دغه ورځ کښي پر کافرانو عذاب نازل سوئ دئ نو په دې وجه دغه ورځ دکافرانو په حق کی منحوس ده نه دمسلمانانو په حق کښي
دصاحب دهدايې اودنورو علماوو ددې معمول تائيد بعض علماوو په دې حديث سره هم بيان کړئ دئ :« ان الله خلق النور يوم الاربعاء»رواه مسلم اودامعلومه خبره ده چي علم هم ټول سراسر نور دئ نو له دې وجي دچهارشنبې په ورځ دسبق شروع کېدو مناسبت ظاهر دئ. داټول بحث علامه عبدالحي اللکنوي هم ذکرکړئ دئ.
اوددوشنبې په باره کښي دغه مبارک حديث راغلئ دئ:«اطلبواالعلم يوم الاثنين ، فانه ميسر لصاحبه» [رواه ابونعيم اصفهاني في تاريخ اصفهان بسنده عن انس رضي الله عنه].
يعني تاسي دعلم طلب کوۍ ددوشنبې په ورځ ،يعني شروع اوافتتاح يې په دغه ورځ کښي کوۍ ؛ ځکه چي دغه ډول علم يعني چي شروع يې ددوشنبې په ورځ وسي اسانه ګرځېدونکۍ دئ لپاره دصاحب اودطالب دعلم.،
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery