مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-10-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د«اؤلئک مع الذين انعم..»آيت شريفه تشريح:

دارالافتاءابوالفضل.


فتوانمبر(۶۱۸)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:محب الله صاحبزاده/کنړ/افغانستان.

محترم  مولوی صاحب ديوې پوښتني وجواب ته سخت ضرورت لرم پوښتنه مي په ارتباط ددې آيت ده چي:« وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (69).
په دغه آيت کښي څلور ډلي دالله پاک نيکان بندګان ذکرسوېدي ، نبيان ، صديقيان ، شهيدان اوصالحان مقصود زما ددغو څلورو ډلو تعريفونه اوددوۍ په منځ کښي فرق دئ..........

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره !
په مذکوره آيت شريفه کښي چي څلور ډلي ذکرسوي دي نوفرق دهغو په منځ کښي اودارنکه تعريفونه يې په لاندي ډول دي:

(۱):انبياء ، انبياء د الله جل جلاله هغه غوره بندګان دي چي وخلګوته دتبليغ لپاره لېږل سوي دي.عام له دې څخه چي  نوي شریعت اوکتاب هم ورکړسوي وي اوکه یا ،په بل تعبیرنبي هغه دۍ چي علمي اوعملي دواړه قوتونه يي دواړه بلا واسطه الله پاک ورکامل کړي وي اوپه بل تعبرنبي هغه دۍ چي دزړه په مشاهده سره داسي وي لکه الله پاک چي يې بيخي له نزدې څخه په سترګو لیدلي وي 

(۲): صديقين ، صديقين هغه مکرم صحابه دي کومو چي بې له کوم مخالفته اوتوقف څخه ئي په اول وهلت کي ايمان قبول کړئ دئ لکه ابوبکرالصديق(رضي الله تعالی عنه ).په بل تعبیرصدیق هغه دۍ چي علمي اوعملي قوتونه يي دنبي په ډول کامل وي خو په واسطه دنبي سره وي او په بل تعبير صديق هغه دئ چي ونبي ته په معرفت کښي دخدائ پاک ورنېږدې وي  اودزړه په مشاهده سره داسي وي لکه الله پاک چي يې له ليري ليدلي وي.

(۳):اوشهداء هغه کسان دي کومو چي خپل ځان اومال دالله جل جلاله په لار کښي قربان کړئ دئ.
اوپه بل تعبيرشهید هغه دئ چي په مذکورو دوو قوتو کښي يې يوه قوه دنبي په ډول کامله وي اوبله قوه يې په کمال کښي دنبي تر قوې ناقصه وي.
اوپه بل تعبير شهيد هغه دئ چي نسبت وخدائ ته دزړه په مشاهده سره داسي وي لکه يوڅوک چي په هنداره کښي يوڅوک وويني.

(۴):صالحين ، صالحين دالله جل جلاله هغه بندګان دي کوم چي په ظاهر اوپه باطن ، په پټه اوښکاره دنېکو اعمالو پابنده وي.
چي په عرف کښي اولياء ورته ويل کيږي.
اوياپه بل تعبيرصالحين هغه دي چي دواړه قوتونه يې په کمال کښي دنبي تردواړو قوتو کمزوري وي.
اوپه بل تعبير صالحين هغه دي چي نسبت ونبی ته دزړه دمشاهدې له لاري داسي وي لکه يوڅوک چي له ليري په هنداره کښي يوڅوک وويني.[تفسیرفتح العزیزوغیره].
  والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery