مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-10-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له بدن سره دروح تعلق اودهغه قسمونه:

دارالافتاءابوالفضل.



فتوانمبر(۶۲۰)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:محمـد حسين/برلن/جرمني.

السلام عليکم مفتي صاحب زماسوال دادئ :چي
دانسان دروح تعلق له بدن سره څو مراحل اوډولونه لري ‎.

 الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه!
دروح له بدن سره پنځه  قسمه تعلقه دي:
(۱): دمور په نس کي دروح تعلق له بدن سره اوداکمزورئ تعلق دئ.
(۲):له پيداکېدو وروسته بيا دعمر ترپايه ، اوداتعلق تر اول تعلق يوڅه زورور دئ.
(۳):په خوب کښي دروح تعلق له بدن سره ، اوداتعلق ډېر کمزورئ دئ ؛ولي چي دخوب په وخت کښي دروح تعلق له عالم برزخ سره دئ نو له دې وجي له بدن سره يي تعلق کمزورئ وي .
کله چي يوصحيح خوب انسان وويني نو هغه دعالم برزخ ددتګ او سير نتېجه ده .
(۴): تعلق له مرګ څخه وروسته تعلق دئ دبدن له روح سره ، له مرګ څخه وروسته که څه هم روح له بدن څخه دمرګ په وجه جلا سويې وي مګر بياهم بالکل نه جلا کيږي بلکه يوډول تعلق له بدن سره لري.
(۵): تعلق دروح دۍ له بدن سره،  دقيامت په ورځ ، اوداتعلق ترټولو تعلقو قوي اوزورور دئ ، ولي چي نه کمزورئ کيږي اونه ليرکيږي .
والسلام ومن الله التوفيق.

 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery