مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

نبي کريم ص به«اشهدان محمدرسول الله» څه ډول ويل::

دارالافتاء ابوالفضل.


فتوانمبر(۶۳۱)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي: مولوي عبدالحق /ترکيه .

عاليقدر مولانا أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، محترمه ځما پوښتنه داده چي په يوه حديث کښي داسي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) به په «التحيات»يعني په تشهد کښي داسي ويل : «أشهدُأن لااله الا الله و أشهد أني رسول الله» يعني داسي بې نه ويل چي  « وأشهد أن محمدا عبده ورسوله» نو ايا دا حديث صحيح دئ او که څنګه ؟

:  الجواب ومنه الصوب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه ! دغه حديث أصل نلري  ، په متواتر ډول چي له نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه کوم ألفاظ  د تشهد راغلي دي هغه پدې ډول دی چي ده مبارک به په «التحيات الخ» کښي داسي ويل : « وأشهد أن محمدا رسول الله» . او دارنګه داسي راغلي دي چي ده به ويل : «أشهد أن محمدا عبده ورسوله»  .
البته له تشهد څخه پرته  په نوروځایوکي په ثابتو او درستو أحاديثو کښي داسي راغلي دي چي ده مبارک داسي ويلي دي   :  «أشهدُأن لااله الا الله و أني رسول الله»  .
 [قال الملا علي القاري (رحمه الله) في الموضوعات الکبری ص ۵۹  :  «قال الرافعي : المنقول أنه کان يقول في تشهده :  «  أشهد أني رسول الله»  ، قال العسقلاني في تلخيص تخريجه : ولا أصل لذلک بل ألفاظ التشهد متواترة عنه عليه الصلاة والسلام ، فانه کان يقول : «  أشهد أن محمدا رسول الله» ، و «أن محمدا عبده ورسوله»  .  واما في غير التشهد فقد وردَ في حديث سلمة بن الأکوع : لما خفت أزواد القوم ... فذکر الحديث ثم قال  : «وأشهدُأن لااله الا الله و أني رسول الله»  . والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery