مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ډېربهتردعبادتوهغه دئ چي ډېرسخت وي (الحديث)...

دارالافتاءابوالفضل.


فتوانمبر(۶۳۳)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:جاويد احمدتاجکستان
محترم استاذ مفتي صاحب السلام عليکم.
زماپوښتنه داده چي دعباداتو په اړه چي کوم يوروايت ذکردئ چي هغه دغه حديث دئ (افضل العبادات احمزها)کشف الخفاء/۱۷۵/۱. يعني ډېربهتردعبادتوهغه دئ چي ستړئ اوسخت وي اياداحديث کوم صحت لري اوکه يا.

الجواب ومنه الصوب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره  داحديث دمعني په دئ اعتبار صحيح دئ ولي چي بخاري اومسلم شريف ددې حديث په معني يوحديث ذکرراوړیدۍ هغه حديث دادئ:«الاجرعلی قدرالتعب».
خوپه لفظ اومتن کښي ددې حديث اختلاف دئ،دحديثو امام،امام زرکشي ويلي دي چي داحديث معروف  نه دئ ، اوابن قيم په شرح منازل کښي ويلي دي چي داحديث اصل نلري. اوامام سیوطي رحمه الله ددې حدیث په باره کي سکوت کړیدي والسلام

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery