مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دملائکو له عثمان رض څخه دحيا وجه اودهغه وخت:

دارالافتاءابوالفضل.


فتوانمبر(۶۳۴)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:سلام،
ومحترم جليل القدر عالم ابوالفضل صاحب اودبېنوا وټولو کارونکوته سلامونه وايم پس له سلامه زماپوښتنه داده  چي داخبره چي کيږي چي ملائکوله حضرت عثمان(رضي الله تعالی عنه) څخه حيا وکړه نو  دا  کوم وخت وواوڅه وجه وه چي دوئ حيا ځيني وکړه.

الجواب ومنه الصوب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
 محترمه وروره حافظ سخاوي (رحمه الله تعالی) په خپله فتاوی کښي ذکر کړي دي چي له ماڅخه دهغه ځائ پوښتنه وسوه چي په هغه کي  ملائکة الرحمن له سيدناحضرت عثمان څخه حياوکړه نو ما په دې ډول جواب ورکړ چي په دې خبره زه ديوه معتمد حديث له لاري نه يم عالم سوئ .
ليکن زموږاستاذ(البدرالنسابة) په بعض دمجاميع خپلو کښي له جمال کازروني څخه داسي نقل کړئ دئ چي هغه وخت چي نبي(صلی الله عليه وسلم)په مدينه کي دمهاجرينو اودانصاروپه منځ کښي داخوت او ورورګلوئ عقدونه کول په داسي حال کښي چي انس بن مالک غائب وو اوحضرت عثمان (رضي الله تعالی عنه) ددغه کار لپاره رامخته سو نو په دغه وخت کښي دده سېنه لوڅه وه  نو په دې وجه په همدغه ځائ کښي چي کوم ملائکه وو نو هغوۍ له حضرت عثمان (رضي الله تعالی عنه) څخه پرشاسول ، نونبي (صلي الله عليه وسلم) وحضرت عثمان رضي الله تعالی عنه ته امر وکړ په پټولو سره دسېني دده نو بيا ملائکه بيرته وخپل ځائ ته راوګرځېدل بيا نبـــــــــــــي عليه الصلاة والسلام له دوئ څخه پوښتنه وکړه چي تاسي په څه وجه له خپلو ځايوڅخه پرشاسولاست نو دوۍ ورته وويل چي له حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه څخه دشرم اوحيا په وجه.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery