مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

داذان دجملو جواب دوه ډوله دئ:

دارالافتاءابوالفضل.



فتوانمبر(۶۳۵)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:محمد داود.چین
تر هر څه له مخه و محترم استاد علامه أبوالفضل او د بینوا ادارې مسئول قدرمند خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي ددې ستر ديني خدمت هزارها بار شکريه ادا کوم زماپوشتنه داده چي داذان اجابت څوډوله دئ اوڅه حکم يې دئ؟

الجواب ومنه الصوب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه داذان اجابت دوه ډوله دئ :اول په فعل سره: دوهم په قول سره ، .
په فعل سره اجابت دادئ چي سړي به ولمانځه ته ځان رسوي ددې حکم دادئ چي ځيڼي علماء يې واجب بولي اوځيني يې فرض بولي .
زموږ په مذهب کښي اصح قول دادئ چي سنت مؤکد دئ.
اودوهم اجابت داذان په ژبه سره دئ چي مؤذن کوم څه وايي ته هم هغه ورسره وايي
دااجابت بالقول  بولي ددې په باره کښي زموږ دمذهب په کتابو کښي اختلاف واقع سوئ دئ:

په «الخلاصه ، فتاوی خانيه ، التحفة کښي ذکر دي چي اجابت دمؤذن واجب دئ ـ
او صاحب ددرمختار وايي چي داذان داورېدو په وخت کښي دي بل هيڅ شغل نه کوي بې له اجابت داذانه  تردادسي حده چي دسلام جواب دي هم نه ورکوي ، که څه هم دسلام جواب واجب دئ .
او امام طحاوي ويلي دي : «انه اختلف التصحيح في وجوب الاجابة باللسان والاظهرعدمه»
يعني په تصحيح  کي يعني په حکم کي په صحت سره دواجب والي داجابت په خوله سره دعلماوو اختلاف سته اواظهر يعني ډېره ښکاره خبره داده چي واجب نه دئ.
والله تعالی اعلم .والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery