مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-19   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

یولمونځ په صحراکي دپنځوستوپه سر:

دارالافتاء ابوالفضل.



فتوی نمبر(۶۴۳).



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي: عابد کاکړ/هرات/افغانستان.

محترم علامه ابوالفضل صاحب سلامونه مي قبول کړه
پس له سلامه زماپوښتنه داده چي ماله ځيني علماوو اورېدلي دي چي په ځينو وختو کښي چي يوڅوک تنها لمونځ وکړي اوپه جماعت سره هم نه وي نو دغه لمونځ يې دنورو وختو له پنځوستو لمونځو سره برابروي نو دا کوم لمونځ دئ؟؟؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
هو محترمه وروره!په«الجامع الصغير/کي په رقم۵۱۷۴».سره یوحدیث مبارک په دې ډول راغلي دۍ
،الصلاة في جماعة تعدل خمسا وعشرين صلاة فأذا صلاها في فلاة فاتم رکوعها وسجودهابلغت خمسين صلاة».(د ک)عن ابي سعيد الخدري(ح).
يعني:يولمونځ په جماعت سره برابر دئ له پنځه ويشتو لمونځو سره (يعني چي بې جماعته وي)بيا کله چي يولمونځ سړي په يوه دښته کښي وکړي (يعني په داسي حال کښي چي تنهاوي)نو پوره ادا کړي رکوع ددغه لمانځه اوسجده ددې لمانځه نو رسيږي دغه لمونځ دده وپنځوستو لمونځو ته.
مناوي (رحمه الله تعالي) په شرح کښي ددغه حديث ذکرکړيدي چي ددې وجه داده چي سړي  چي په دښته کښي په کامله خشوع سره اوپه کامل اداکولو دارکانولمونځ کوي نو بېحسابه ملائکه اومومنان دپېرانانو له ده سره په دغه لمانځه کښي حاضريږي .جامع صغير/رقم الحديث:۵۱۷۴.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery