مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-19   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

داسي ذکرچي ګناهونه رژه وي:

دارالافتاء ابوالفضل.


فتوی نمبر(۶۴۶).


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي:محمدعارف/جرمني .
محترم ابوالفضل صاحب ماته يوداسي نېک عمل راوښيه چي په هغه سره ګناوي له سړي څخه ليري کيږي ، اومغفرت يې په برخه کيږي

 الجواب ومنه الصواب

الجواب ومنه الصواب

محترمه په دې باره کښي په احاديثو کښي ډېر شيان راغلي دي ، خويوډېرپه زړه پوري شي دادئ چي په يوه حديث کښي چي په جامع صغير کښي چۍ په«۹۹۵۵» نمبر سره راغلئ دئ، داسي راغلي دي چي کله چي دجمعې په ورځ امام دجمعېله لمانځه څخه سلام وګرځوي نو له مخه تردې چي انسان يوې اوبلي خواته ښوري في الحاله په دغه ناسته کښي «الحمدلله» شريف او«قل هوالله» شريف اود«قل اعوذبرب الفلق» اود«قل اعوذبرب الناس»
سورتونه هريو اوه اړه واره ووايي نو مخکني اووروستني ګناهونه به ټول الله پاک وروبخښي علامه مناوي رحمه الله ویلي دي چي مرادصغيري ګناوي دي اودکبيروګناووبخښل هم دالله پاک له عظیم فضل څخه لري ندئ،والسلام

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery