مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-12-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمحمد صابر دپوښتني اوګيلې جواب:

دارالافتاءابوالفضل.


فتوی نمبر(۶۵۳

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي: صابر.

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته
محترم مفتی صا حب یو عرض لرم چی دغه ده پوښتنو د جوابونو لړی ډیره کمزوری شویده یعنی ویلی شم چی صفر ده څکه چی پخپله ما ځو واری پوښتنی کړی دی خو جواب نشته
وایی چی موړ نو ده وژی په حال ځه خبر دی یوه اسانه پوښتنه به وی خو موژته دا سی معلومیژی لکه غر لیکن تاسو وایاست چی دا خو یوه اسانه پوښتنه ده تا سو ولی دا سی پوښتنی کوی اسانه خو تاسو ته ده موژ ته خو نه ده
وس می نو پوښتنه داده چی که یو سړی معزوره وی ده سهار ده لمانځه وروسته قران شریف تلاوت کوی چی کله لمر راوخیژی نو بیا خو دده اودس مات شو نو که وس دغه سړی ده قران شریف ورقی په پټو یا یو بل پاک ټوکر سره اړوی او تلاوت یی کوی روایښت لری او یا خو دست کلی په لاس کړی او بیا ده قران پاک تلاوت کوی او ورقی یی اړوی روایښت یی شته که نه
والسلام

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه وروره! اول ستا ددې پوښتني په جواب کښي چي زموږ دجوابو سلسله اوس کمزوري سوېده بايد ووايم چي په دې کښي شايدته خطآوتلئ يې ، ځکه چي تراوسه څوسوه فتواوي موږ په بېنواکښي دمسلمانانودمشکلاتودحل دپاره نشرکړيدي په دغو فتواوو کښي اکثرمشکلات دمسلمانانو وروڼوحل دي .
اوبل تاهغه مشهور متل ذکرکړئ دئ ، نو وروره اصلي خبره داده چي په دغه متل کښي هم سهوه سوئ يې چي زه دي موړبللئ يم اوځان وږئ ، اصلي وږئ زه يم ، ستاسو دپوښتنو هم وږئ يم اوستاسي دجوابو دپيداکولو هم وږئ يم ، اودفرصت اووخت هم وږئ يم.
ستاسي به داخيال وي چي زموږ کار هم يوازي دادپوښتنوجوابونه دي ، زموږ په ديني مصروفيتو کښي چي لرو يې دپوښتنو  جوابونه تقريباپنځوستم مصروفيت دئ.

اوس ستادپوښتني وجواب ته راځم:
محترمه!دامام اعظم صاحب اودده ددوو غټو شاګردانو امام ابویوسف اوامام محمدصاحب (رحمهم الله تعالی) په نزد دمعذور سړي اودس دوخت په وتلو سره ماتيږي ، نوکه مثلا معذور سړي دسهار دلمانځه دپاره اودس تازه کړي نوکله چي لمر راوخيږي نودده اودس مات دئ ، بياوده ته دقرآن کريم ورآخيستل اومسه کول روا ندي.
که دده قرآنکريم په ياد وي نو بايد له ياده يې ووايي ، او يابل اودس تازه کړي.
اوکه يې قرآنکريم پيادنه وو اوبل اودس کول هم ورته ګران وو نو بيا کولائ سي چي په يوپاک ټوکرياپټو يا په يوه پاک نري لرګي ورقي رااړوي او دقرآنکريم تلاوت  کوي.
تردستکلو او ياپټو دغه طريقه ډېره مناسبه ده.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery