مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-12-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دلمونځودرکعتو لپاره دخاص تعدادحکمتونه:

دارالافتاءابوالفضل.

:


فتوي نمبر(۶۵۶):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي :محمدنبي/جلال اباد/افغانستان.

؟
محترم مفتي صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!!!
الله (جل جلاله) دي وکړي چي په خير اوعافيت کښي  ياست!
زما پوښتنه داده چي دلمانځه درکعتو تعدادکښي څه حکمت دئ ،  يعني دسهار لمونځ مثلا فرض دوه رکعته دئ اودماپښين ‌ مثلاڅلور رکعته دي نو دا معلوم تعداد په څه وجه خاص
سوئ دئ....

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
 په انموذج العلوم ، اومعاني الاثار کښي له عبيدالله بن محمدهغه له عائشې (رضي الله تعالي عنها) څخه نقل دي  چي څرنګه چي توبه دآدم (عليه السلام) څخه  دصبح صادق په وخت کي قبوله سو ه نو ده دوه رکعته لمونځ وکړ...  نوپه دې وجه دسهار لمونځ دوه رکعته فرض سو؟
 او کله چي ابراهيم (عليه السلام) داسحق (عليه السلام) له حلالېدوڅخه په فديه خلاصو سو او وخت دماپښين وو نوابراهيم (عليه السلام) څلور رکعته لمونځ وکړ....
په دې وجه دماپښين څلور رکعته فرض سو!
اوکله چي عزير (عليه السلام) سل کاله بعد له خوبه را ويښ سو نو داد ماځيګر وخت وو نوپه دې وخت  کي ده څلور رکعته لمونځ وکړ ، په دې وجه دماځيګر څلور رکعته فرض سول.
او کله چي د داود (عليه السلام) توبه قبوله سوه نودا دماښام وخت وو ، نو ده ددې په  شکرکي په لمانځه شروع وکړه نوکله چي ده درې رکعته  لمونځ وکړ نو ډېر يې وژړل اوله ډيري ژړا څخه له څلورم رکعت څخه عاجزه سو.
نو له دې وجي دماښام لمونځ درې رکعته فرض سو!
اودماخستن لمونځ اول نبي (عليه السلام) څلور رکعته کړئ دئ ....اودده له خصویاتودۍ پوسه چي ذبیح په صحیح قول اسماعیل علیه السلام وو خوپه ځینوروایاتوکي لکه په دغه روایت کي اسحاق علیه السلام راغلئ دئ
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery