مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالقیوم : ایا ږیره یوازي دزني وریښتانو ته ویل کيږي ؟

مفتي مولوي موسى كليم دانش

پوښتنه کوونکي : عبدالقیوم

محترم مولوی صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
پوښتنه مي ده چي  د ږیری پریښودل خو واجب دی بعضی خلک وایی چي ږیره هغه ویشتان دی کوم چی په زنی باندی دی او د مخ دواړو خواو ته ږیره نده  او که چیری د قبضی څخه کمه هم شی پروا نه لری ایا دغه صحیح خبره ده ؟؟


-----------------------------------------------------------------------

ګرانه وروره  !     ږيره خريل ياكمه ول دواړه حرام دي اوږيره تنها دزني ويښتانوته نه ويل كيږي بلكه ږيري اطلاق په هغه ويښتانوكيږي چه په زنه اوخدينو يعني دمخ دواړوطرفوته وي اودغه ټولوته ږيره ويل كيږي اوږيره خريل ياكمه ول دمجوسوعمل دي اوږيره چه كله له قبضي څخه درازه شي يعني اوږده شي بيايي قطعه كول باك نه لري داڅه چه دمخ ددواړوطرفوږيره كمه ول حرام دي بلكه بعض كتابوكي ذكردي چه دحلق ويښتان به هم نه خريي اګركه امام ابي يوسف صاحب فرمايي چه دحلق ويښتان كمول باك نه لري
 (وفي الردالمحتار
(اللحية الشعر الثابت على الخدين من عذار وعارض والذقن وفي شرح الارشاد اللحية الشعر النابت بمجتمع الخدين والعارض ومابينهما وبين العذار (ردالمحتار ۱ج۲۲۵ص
 (والسنة في اللحية القبضة فمازاد منها على قبضة قطعه (ردالمحتار ۱ج۲۲۵ص
وفي طريقه محمديه
(عن ابن عمر مرفوعا انهكو الشوارب واعفواللحى مشكوة ) قال المحشي لان في ذلك جمالا للوجه وزينة للرجل ومخالفة لذي المجوس (طريقه محمديه ۲۸۷ص
 (عن جابر رضي الله تعالي عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم نهى ان يتعاطى السيف مسلولا والقزع وحلق راس المراة ولحية الرجل وقص اقل من قبضة (رواه ابوداود والترميذي ) طريقه محمديه ۲۴۰ص
 وفي الهنديه
ولاباس اذاطآلت لحيته ان ياخذ من اطرافها ولايحلق شعر حلقه وعن ابي يوسف رحمة الله عليه لاباس بذلك (هنديه ۵
 ۳۵۸صـــ

لطيفه
له هشام څخه نقل شوي اوهغه فرمائي چه زماداسي حفظ كاو چه دهيچاهم دغسي حفظ نه وه اونسيان مي هم دومره وو چه بل چا دغسي نسيان نه درلود
 هغه دا چه قران كريم مي په دريو ورځوكي يادكړو اواراده مي وه چه خپله ږيره چه له قبضي څخه درازه ده هغه قطع كړم خوبالعكس ماددي په ځاي لاندي قطع كړم نوبرسيره مي قطع كړه
 (نقل عن هشام بن الكلبي قال حفظت مالم يحفظه احد ونسيت مالم ينسه احد حفظت القران في ثلاثة ايام واردت ان اقطع من لحيتي مازاد عن القبضة فنسيت فقطعت من اعلاها (ردالمحتار۹ج۶۷۱ص
المفتي ابوالفيض مولوي موسى كليم دانش الغزنوي

 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery