مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2015-12-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د « الکافرون » مبارک سورت تفسير :

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
غوښتونکي : محب الله / محمد . درنو او محترمو استادانو ، علمآء کرامو ، او ټولو کاروکونکو خصوصا مفتي علامه صاحب ته دزړه له کومي نبوي تحفه وړاندي کوو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . موږ د دارالافتاء له محترمو اعضاء ، کارکنانو او مسئولينو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو تر څو د علامه صاحب د « الکافرون » دمبارک سورت جامع تفسير راته وړاندي کړئ ، تر څو موږ او ټول مسلمانان وروڼه ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړي !!! ستاسي دجواب په انتظار . -------- [سُوْرَةُ الْکافرون] پوه سه ! چي دغه مبارک سورت دابن عباس رضي الله تعالی عنه او دجمهورو په نزد مکي دی ، او ابن مردویه له ابن زبير ( رضي الله تعالی عنه ) څخه روايت کړیدی چی مدني دی ، او دواني ( رحمه الله تعالی ) ويلي دي چي داسورت په اتفاق مکي دی خو دا خبره درسته نه ده ! روح،. ددغه مبارک سورت اياتونه شپږ ، کلمې يې شپږويښت او حرفونه يې نهه نوي،۹۹، دي . \ ددې سورت نومونه : ۱ : الکافرون ، ۲ : مُقَشْقِشَه ، اي المبرئة من الشرک ، يقال قشقش المريض اذا صح ، ۳ : سورة العبادة ، ۴ : سورة الاخلاص . مناسبت : پوسه چي ددې مبارک سورت مناسبت له مخکي سورت سره له ډېرو وجو دی ، اوله داچي په مخکي سورت کي د« شانئ » يعني ددښمن حال ذکرسويدی ، او په دې سورت کي له هغه دښمن څخه چي کافر دی برائت ذکر دی ، دوهمه وجه داده چي په مخکي سورت کي د « فصلي لربک وانحر » په جملو کي توحيد او په دغه سورت کي له شرکه برائت ذکر دی ، دريمه وجه داده چي په مخکي سورت کي ددښمن دابتريت او په دغه سورت کي له هغه سره ددښمني داظهار طريقه ذکر سوېده .، ددې سورت مقصود له ټولو کافرانو څخه دبرائت او بيزاری اظهار دی ، خلاصه يې امر دی په ښکاره کولوسره دبيزاري له کافرانوڅخه ، د معبود او دعبادت دطريقې په اعتبار . ،شان نزول : پوسه چي ددې سورت دنزول سبب داؤ چي دقريشو ځيني مشرانو ، لکه ابوجهل ، عاص بن وائل ، ولید بن مغیره ، اسود بن عبد یغوث او اسود بن عبدالمطلب دحضرت عباس ( رضي الله عنه ) په لاس يو پيغام ورسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) ته وليږو ، هغه داچي ته زموږ دمعبودانو پيروي وکړه، بد مه پسي وايه او دالله تعالی په وړاندي ددوئ په شفاعت قائل سه ! موږ به ستا دمعبود عبادت کوو، نو الله پاک دا مبارک سورت نازل کړ . اوپه ځيني روايتو کي داسي راغلي دي چي ولید دمغیره زوی ، عاص دوائل زوئ ، اسود دمطلب زوئ او امیه دخلف زوی له رسول الله ( صلی الله تعالی عليه وسلم ) سره مخامخ سول او داسي يې ورته وويل : اي محمده ! راسه ته زموږ دمعبودانو عبادت کوه ،موږ به ستا دمعبود عبادت کوو ، کچيري موږ پر حق وو ته به يومخ بې برخي نه يې ، او که ته پر حق وې نو موږ به بې برخي نه يو ، له همدې امله دا مبارک سورت نازل سو . او په يو بل روايت کي داسي راغلي دي چي دقريشو له سرکښانو يوې ډلي ونبي اکرم ( صلی الله عليه وآله وسلم ) ته وويل : راسه يو کال ته زموږ دخدایانو عبادت کوه ، او يو کال به موږ ستا دخدای عبادت کوو ، نو نبي اکرم ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وويل : پناه غواړم په الله ( جل جلاله ) له دغه کاره چي تاسي يې راته واياست ، بيادوئ ورته وويل چي صرف زموږ خدایان په لاس مسه که موږ به ستا تصديق وکړو ، اوستا دخدای عبادت به شروع کړو ، نو له دې وجي دامبارک سورت نازل سو ، بيا نبي اکرم ( صلی الله عليه وسلم ) ومسجد حرام ته راغلی ، هلته دقريش دلويو مشرانو يوه ډله ناسته وه ، ده مبارک د« قل يا أيها الکافرون » سورت ورته تلاوت کړ ، او دکفارو طمع ورڅخه پرې سوه . قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (۱) (قُلْ) ووايه [یعني اې محمده]صلی الله تعالی علیه وسلم،ودغوقریشومشرکانوته (يَاأَيُّهَا الْكَافِرُونَ ) چي اې کافرانو (۱) ،تفصيل او علمي خبري : پوه سه ! چي د « قل » په لفظ کي پردې دليل دئ چي له کافرانو برائت او بيزاري پر هر مسلمان فرض ده ، او له کافرانو څخه دلته هغه کافران مراد دي چي خاتمه يې هم پر کفر وه . دا دځينو مفسرينو خبر ده ، خو بهتره داده چي له کافره بيزاري تر هغه فرض ده چي کافر وي عام له دې که تر مرګه کافر وي، او که وروسته توبه وکاږي، دلته الله پاک د« الکافرون » لفظ ويلئ دی . د« المشرکون » لفظ يې نه دئ فرمايلئ له دوو وجو : اوله داچي عموم فايده کړي ، نو به يهودو ، نصاری او نورو کافرانو ته هم ورشامل سي ، دوهمه داچيدقریشومشرکانو په دې باندي چي په مشرک ورته وويل سي پروا نکوله ، خو په دې ډېر خفه کېدل چي دکافر په لفظ سره خطاب ورته وسي .( لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ) (۲) ،لفظي ترجمه : (لَا أَعْبُدُ) نه کوم عبادت زه (مَا) د هغه (تَعْبُدُونَ) چي عبادت کوی تاسي،دهغه، (۲). تفصيل او علمي خبري : پوه سه ! چي دلته نفی په « لن » سره نده سویې بلکي په « لا » سره سوېده ، داځکه چي په « لا » سره نفي پر دوام او دزمانو پر عموم دلالت کوي ، او په « لن » سره نفي يواځي پر استقبالي نفي دلالت کوي. اوصاحب دتفسیرمظهري علیه الاف رحمة الله تعالی ذکرکړي دي چي بیضاوي رحمه الله تعالی ویلي دي چي دلاکلمه نه داخلیږي مګرپرهغه مضارع باندي چي په معنی داستقبال وي نودلته نفی دعبادت په استقبال کي مرادده یوله دې وجي چي کفاروله ده مبارک څخه غوښتنه دمسالمت اودجوړجاړي د استقبالي زماني په اعتبارکړیې وه ،اوبل له دې وجي چي په حالي زمانه کي خودده مبارک مخالفت له دوی سره ښکاره و او د « اعبدوا » لفظ له عبادت څخه جوړ دئ ، دلته له عبادت څخه عام مراد دئ که دزړه وي او که دبدن اوياد مال وي . سوال : دطاعت اودقربت اودعبادت ،ترمنځ فرق سته اوکه څنګه(جواب) هودادرې سره لفظونه فرق سره لري ،په دې ډول چي طاعت وکولودکاردثواب ته ویل کېږي عام له دې څخه چي که نیت پکښي ضروراوشرط وي اوکه نه وي اوعام له دې څخه چي دغه طاعت کونکئ هغه څوک پېژني چي دغه طاعت دهغه دپاره دی اوکه یي نه پېژني،نوپه طاعت کي نه نیت شرط دی اونه معرفت دهغه چي داطاعت هغه لره وي،اوقربت دثوابي کاروکولوته ویل کېږي په دې شرط چي هغه څوک به پېژني چي وهغه ته په دغه کارسره قربت اونزدېکت حاصلېږي عام له دې څخه که نیت پکښي ضروروي اوکه نه وي نوطاعت ترقربت عام سو،اوعبادت وهغه ثوابي کارته ویل کېږي چي هم نیت پکښي فرض اوشرط دی اوهم معرفت اوپېژندنه دمعبود،فی ردالمحتار، «مطلب: الفرق بين الطاعة والقربة والعبادة» ،، أن الطاعة فعل ما يثاب عليه توقف على نية أو لا، عرف من يفعله لأجله أو لا،،. ،،والقربة: فعل ما يثاب عليه بعد معرفة من يتقرب إليه به وإن لم يتوقف على نية،،. والعبادة: ما يثاب على فعله ويتوقف على نية،،، فنحو الصلوات الخمس والصوم والزكاة والحج من كل ما يتوقف على النية: قربة وطاعة وعبادة، وقراءة القرآن والوقف والعتق والصدقة ونحوها مما لا يتوقف على نية: قربة وطاعة لا عبادة،، پوه سه !چي د « ما » په کلمه کي اختلاف دی ، امام شعرانۍ رحمه الله له سيبويه څخه نقل کړی دی چي دما کلمه عامه ده په ذوي العقولو اوپه غير ذوي العقولو کي په دواړوکي استعماليږي نو بنا پردغه قول دلته دما په کلمه کي کوم مشکل نسته ؛ ځکه چي دمشرکانو معبودان اکثر غيرذوي العقول او ځيني ذوي العقول وو ، خو دجمهورو نحويانو په نزد د« ما » کلمه تر غير ذوي العقولو پوري خاصه ده ، پر دې تقدير به دلته داويل کيږي چي دلته تغليب دغير ذوي العقولو پر ذوي العقولو راغلئ دئ. خوصحیح داده چي ،ما،عامه ده، (وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ) (۳) لفظي ترجمه : (وَ) او (لَا) نه (أَنْتُمْ) تاسي (عَابِدُونَ) عبادت کوونکي ياست،یعني په آینده کي لکه څرنګه چي یې اوس فی الحاله عبادت کونکي نه یاست (مَا) د هغه (أَعْبُدُ) چي عبادت کوم زه،دهغه، (۳) تفصيل او علمي خبري: يعني او نه تاسي عبادت کونکي ياست دهغه ذات چي زه يې عبادت کوم . سوال : مشرکانو دالله پاک عبادت هم کاوه ، نو داخبره به څنګه صحيح سي چي تاسي دهغه معبود عبادت کونکي نه ياست دکوم چي زه عبادت کوم؟ ؟ ددې سوال جواب په دې ډول دی چي له عبادت څخه دلته مراد معتبر او شرعي عبادت دئ ، ددوئ عبادت خو الله پاک لره غيرمعتبروو او شرعي نه ؤ . پوه سه چي دما په کلمه سره له الله جل جلاله څخه تعبير سويدی له وجي دمشاکلت او مناسبت له مخکي « ما » سره ، او بل لپاره داشارې ودېته چي مشرکانو له الله پاک سره په ذات کي شریک نه ثابته وئ بلکي په وصف دعبادت کي يې ثابتوئ . اولان المرادالصفة کانه قال لااعبدالباطل ولاانتم عابدون الحق وقیل مامصدریة،مظهري وغیره وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (۴) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (۵) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (۶)،لفظي ترجمه، (وَ)او (لَا) نه (أَنَا) زه ، يعني او نه زه (عَابِدٌ) عبادت کوونکی وم،یعني ترنبوت له مخه هم وتاسي ته معلومه ده چي ماستاسي دمعبودانوعبادت ندی کړئ (مَا) دهغه،یعني دهغوبتانو(عَبَدْتُمْ) چي تاسي عبادت کوی (۴) (وَ) او (لَا) نه (أَنْتُمْ) تاسي ، يعني او نه تاسي (عَابِدُونَ) عبادت کړی دی په یووخت له وختوکي،اسم فاعل دلته په معني دماضي استمراري ده (مَا) دهغه،یعني دهغه حق معبود (أَعْبُدُ) چي زه عبادت کوم،دهغه، (۵) (لَكُمْ) تاسو لره ،یعني ثابت دی تاسي لره (دِينُكُمْ) دين ستاسي (وَ) او (لِيَ) ما لره ،یعني اوثابت دی مالره (دِينِ) دين زما [يعني دين ستاسي بېل او جلا دی زما له دين څخه] (۶) تفصیل اوعلمي خبري،پوسه چي په اخیري دووجملوکي دماکلمه ځینومفسرینووصفیه بللې ده له پاره دبیان دکیفیت دعبادت چي کیفیت دتوحیداودشرک دی،همدارنګه پوسه چي له پاره دنفی دعبادت له هرطرف څخه دوې دوې جملې راوړلې سویې دي ددې تکرارپه وجه کي متعددقولونه دي «۱»فراءاوطیبي رحمهماالله تعالی ویلي دي چي دریمه جمله لپاره دتاکیدداولي جملې ده اوڅلرمه جمله لپاره دتاکیدددوهمي جملې ده،«۲» زمخشري ویلي دي چي اوله اودوهمه جمله له پاره دنفی دعبادت ده په استقبالي زمانه کي اودریمه اوڅلرمه جمله لپاره دنفی دعبادت ده په تېره زمانه کي«۳»ابوحیان رحمه الله تعالی ویلي دي چي په اولودووجملوکي نفی استقبالي ده اوپه اخیري دووجملوکي نفی لپاره دحال ده«۴» له زجاج څخه عکس دقول دابوحیان راغلئ دی«۵»ابومسلم اصفهاني رحمه الله تعالی ویلي دي چي په اولودووجملوکي ماپه مانادذات ده نوبه پرمعبودباندي دلالت وکوي اوپه وروسته دووجملوکي مامصدریه وصفیه ده نوبه پرکیفیت دعبادت باندي دلالت وکوي نوبه اولي دوې جملې لپاره دبیان دتمیزسي په منځ کي دموحداودمشرک په اعتباردمعبودسره اواخیري دوې جملې به له پاره دتمیزسي ددوی دواړوپه منځ کي په اعتباردکیفیت دعبادت سره«سوال»ددې څه وجه ده چي دنبي علیه الصلوة والسلام له عبادت څخه دمستقبل په صیغوسره تعبیرسوی دی اودمشرکانوله عبادت څخه اول دمستقبل اوبیا دماضي په صیغه سره تعبیرسوی دی؟«جواب»دمشرکانوخوخپل معبودان بدلول کله بې دیوه اوبل وخت بې بیادبل بت عبادت کاوه اومومن اوموحدخوهمیشه دیوه معبودچي الله پاک دی عبادت کوي.(لکم دینکم ولی دین)دلته په یوڅوخبروځان پوهول پکاردي«۱»داکثروعلماؤپه قول د،لکم دینکم،جمله تقریرددغودووجملوده چيد،لااعبدالخ اود،ولااناعابدالخ جمله ده،اود،ولی دین،جمله تقریردجملې د،ولاانتم عابدون الخ ده یعني دین ستاسي پرتاسي باندي مقصوردی وماته امکان دراتیریدونلري چي زه دي عمل په وکړم اودین زماپه نسبت وتاسي ته پرماباندي قصردی وتاسي ته یي ددرتیریدوامکان نسته ځکه چي ستاسي پرزړومهروهل سوی دی اوخاتمه موپرکفرباندي ده پردغه تقدیربه په دواړوځایوکي حصراضافي سي اوخطاب به په لکم سره وهغوکفاروته سي چي دالله پاک په علم کي ددوی خاتمه پرکفرباندي وه اوځینوویلي دي چي مقصودله دغه آیت څخه متارکه ده یعني زه دخدای پاک نبي یم ماتاسي وحق ته راوبللاست تاسي زمادعوت قبول نکړبلکه ماته دشرک دعوت راکوی نوستاسي یي خپل شرک زه کارنه درلرم اوزمایې خپل دین تاسي کارمه رالرۍ،«۲»ددین لفظ دلته په معنی دحساب هم کیداسي اوپه معنی دجزاهم کېدای سي یعني تاسي لره دخپلوعملوحساب یاجزاده دقیامت په ورځ وماته يي کوم ضررنه رسیږي اومالره دخپل عمل حساب یاجزاده،پوسه چي لام جاره په لفظ د،لی،کي لپاره دنفع دی اوپه،لکم،کي دمشاکلت دپاره دی اوپه معنی دحال هم کیدای سي یعني تاسي لره هغه حال دی چي له تاسي سره لائق دی اومالره هغه حال دی چي له ماسره لائق دی«۳»دغه مبارک آیت په هغه صورت کي منسوخ بلل سویدی چي مقصودورڅخه متارکه سي اوپه نوروټولوصورتوکي غیرمنسوخ دی . سوال :عالیقدرعلامه ابوالفضل صاحب السلام علیکم ،ددغودریوالفاظوترمنځ څه فرق دی،عبادت،عبودیت،عبودت ؟ جواب : پوسه چي عبادت ودې ته ویل کېږي چي یوسړی دالله پاک بندګي په دې نیت سره کوي چي داخرت ثوابونه وګټي اوله عذابوڅخه خلاص سي،اوعبودیت،ودیته ویل کېږي چي خالص دالله پاک دپاره وي دثواب اودجزالحاظ نه وي پکښي سوئ او،عبودت عبارت دی له عمل بالله څخه .[الكوكب الوهاج]. اوپه مراقی الفلاح کي یي ویلي دي چي ،عبودیت وهغه عبادت ته ویل کېږي چي انسان لذت اوخوندپه اخلي په دي ډول لکه سړی چي دسیب یادانګوروپه خورک خونداخلي دانوپه هغه وخت کي وي چي انسان په مقام دشوق اوذوق کي وي چي مقام دحلاوة الایمان اومقام داستلذاذالطاعات هم ورته ویل کېږي او،عبودت وهغه طاعت ته ویل کېږي چي فقط په دې وجه یي سړی کوي چي الله پاک دعبادت کولوپرماباندي حق لري دی مي مالک اوزه یې مملوک یم .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
ipower mainport spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery