مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی: بهرنیانوته مو دا وروستی اخطار دی

ملګری

ولسمشرکرزی نن د ورځي پر یوولسوبجو او شلو دقیقو په ولسمشرۍ ماڼۍ کي یوه خبري کنفرانس ته حاضرسو؛

ښاغلي کرزي په دغه کنفرانس کي دهیواد د وروستیو پېښو په هکله څرګندوني وکړې او د خپل هغه اخطار چي نړیوالوځواکونوته یې ورکړی وو بیاتکرار او وضاحت یې وکړ؛ دده په خبره بهرنیان نور دشپې له خوااو خپلسروعملیاتو اجازه نه لري اوکه پرته له اجازې عملیات وکړي او ددوی خبري په پام کي ونه نیسي بیانودوی د افغانستان سره د همکارۍ په موخه نه بلکي داشغال په موخه راغلي دي؛

دیوې پوښتني په جواب کي چي که چیري یې بهرنیان خبره ونه مني نودافغان دولت غبرګون به څه وي ښاغلي کرزي وویل: که چیري دوی بیاهم تېرو وحشتناکو او ازاروونکو کړنو ته دوام ورکړي بیانو دوی سوله ساتي او زموږ دوستان نه بلکي یرغلګر دي او د افغانستان تاریخ ښوولې ده چي افغانان د یرغلګروسره څه کوي؟!)

ولسمشر د امریکاپرپالیسۍ هم نیوکي وکړې او ویې ویل چي امریکا د تروریزم په هکله واضح دریڅ نه لري ؛ د تروریزم د ځالو پر ځای د بې ګناه افغانانو کورونه بمباروي.

ولسمشرکرزي د دولتي مامورینو د ترور د لړۍ په یادولو د حاجي ظاهر قدیر؛ اکرم خاکرېزوال؛ انجینر عمر ؛ خان محمد؛ او نورو تر نومونو وروسته د تخارد امنیه قوماندان شاه جهان نوري او د شمال د پولیسو د قوماندان داوود  داوود مرګونه هم محکوم کړل او دا یې د هیواد د دښمنانو کړني وبللې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery