مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له اول ا يت څخه تراتم آيت پوري مصحح اومکمل

پاره الم / سورة البقره
علامه محمد معين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
--------------------------------------------------------------------------------
تفسير سور ة بقره :
پوسه چي د قرآن کريم سورتونه دوه قسمه دي ـ اول مَکِي سورتونه دي ، دوهم مَدَنِي سورتونه دي . پر اصح قول مکي سورتونه هغه دي چي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تر هجرت کول له مَکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته له مخه نازل سوي دي . او مَدَني سورتونه هغه دي چي له هجرت څخه وروسته نازل سويدي .
د بقرې سورت له مَدَنِي سورتو څخه دئ ،دغه مبارک سورت دبقرې سورت ځکه بولي چي بَقَرَه په عربي زبان کښي و غوا ته ويل کيږي ، اوپه دې سورت کښي د بني اسرائيلو د يوې غوا يوه ډيره له عبرت څخه ډکه نادره قصه راځي . نو ځکه دغه مبارک سورت په همدې نامه سره نامداره سوئ دئ .
دغه مبارک سورت نور ټول په مدينه کښي نازل سوئ دئ ،ماسوی له دوه سوه اويواتيايم ( ۲۸۱) آيت څخه ،چي په مِنی کي په حجة الوداع کي نازل سويدئ . ددغه سورت (۲۸۶) اياتونه دي ،څلويښت (۴۰)يې رکوع ګاني دي . او د المطففين د سورت څخه وروسته نازل سويدئ ، په تلاوت کي دوهم سورت دئ . ځکه اول سورت په تلاوت کي د فاتحې سورت دئ . او په نزول کي اوه اتيايم (۸۷) سورت دئ ، يعني شپږ اتيا ،۸۶ ـ سورتونه له مخه نازل سوي وو . اُوه اتیايم سورت همدغه سورت ؤ ،چي پر رسول باندي - صلى الله عليه وسلم- نازل سو .
لفظي ترجمه .
( الــم ) خداي پاک عالم دئ په معني اوپه مطلب ددي لفظ يا معني ددي لفظ پټ سردي دخداي پاک اودرسول حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په منځ کښي ، (ذالک) دا(الکتاب) کتاب يعني داقران کريم ( لا ) نسته ( رَيبَ ) هيڅ شک (فِي) په (هِ ) ده کښي ، يعني په دغه کتاب کښي چي قران کريم دئ هيڅ شک نسته په دې معنی په دغه کتاب، قرآن کريم کښي هيڅ شک نسته ،چي د خدائ جل جلاله کلام دئ ، او د خدائ پاک له طرفه پر حضرت محمد ـ صلی الله عليه وسلم ـ باندي نازل سوئ دئ او ټولي خبري ،او مضمونونه يې حق دي او دکفارودغه ټولی خبری چی ددغه قران په باره کښی يې کوي باطلی اوددوۍپرکفر،عناداوپرتعصب باندی بنادۍ .. (هُدی) لار ښوونه ده ، يا لارښوونکئ دئ يعني دغه کتاب ( لِلمتقين) پرهيزګارانولره ، يعني لکه څرنګه چي دغه قرآن کريم بې شک او شبهې دالله پاک کتاب دئ ، پر حضرت محمد ـ صلی الله عليه وسلم ـ نازل سوئ دئ ، او ټولي خبري يې حقي دي . دغه رنګه دا قرآن هدايت کونکئ ، او دسمي لاري ښوونکئ هم دئ پرهيزګارانو لره .

تفصيل اوعلمي خبري (الم)
ّ پوسه چي ددغي مبارکي کلمې په شان چي کومي کلمي دسورتو په اول کي راځي لکه ( الم ،الر وغيرهما،ودغو ته مُتَشابِهَات او يا حروف مُقَطعَه ، يا مُقَطعات قرآنيه ويل کيږي . که څه هم دغه کلمي هره يوه اسم ده ځکه مثلاً په الف لام ميم کښي الف اولام ميم هريو ديوه معلوم حرف نوم دئ خوحروف په دي وجه ورته ويل کيږي چي دمتقدمينوپه اصطلاح کښي دحرف اطلاق پراسم اوفعل اوحرف دروسرو باندي کيږي اومقطعه په دي وجه ورته ويل کيږي چي هرتوري په تقطيع سره يعني په پريکړون سره له هغه بل حرفه څخه ويل کيږي اومتشابهات په دي وجه ورته ويل کيږي چي ددوۍ معني ګاني پوشيده اوپټي دي اوقرانيه په دي وجه ورته ويل کيږي چي دقران دسورتو په سروکښي راغلي دي

همدارنګه پوسه چي په دغوکلموکښي علماؤرحمهم الله سخت اختلاف کړئ دئ ،
په دي ډول چي ايا پرَته ،سوی له الله (جل جلاله)څخه بل څوک د دغو کلمو په معنی ګانو عالم کيدائ سي اوکه يا ، او که عالم کيدائ سي نو بيا تنها د خدائ پاک رسول د دغو کلمو په معنی پوهيدئ ،اوکه له رسول - صلى الله عليه وسلم- څخه پرته بل چا ته هم د دغو کلمو پر معنی ګانو علم حاصليدلائ سي ، او که حاصليدلائ سي نو بيا يې معنی ګاني څه دي ؟ . دغه ټول اختلافونه ذکر کول موږ له اصلي مقصد څخه وروسته کوي فقط هغه بيان په دې باب ذکر کوم کوم چي د امام الهمام ابو حنيفه رحمه الله تعالی د مذهب مفسرينو غوره کړيدئ .
هغه بيان دادئ چي ځيني علماء ځموږ د مذهب وايي چي : د دغو کلمو معنی له خدائ پاک څخه بغير و بل هيچا ته نه ده معلومه . او ځيني علماء وايي چي و رسول ته هم د دغو کلمو پر معنی باندي علم حاصل ؤ ، او معنی ګاني د دغو کلمو ، د خدائ پاک او حضرت محمد - صلى الله عليه وسلم- په منځ کښي پټ رازونه ؤ ، چي جبرئيل عليه السلام ته هم په هغوئ باندي علم نه ؤ حاصل .
ځموږ په مذهبي علماؤ کي د ځينو له قوله څخه ، اول قول بهتر معلوميږي .. او له خلفاووراشدينو څخه هم د اول قول مطابق روايت راغلئ دئ . او د بعضو علماوو له قوله ، د دوهم قول بهتروالئ معلوميږي . بهرحال د اول قول مطابق چي الم ووايې نو به دا ډول وايې الله پاک عالم دئ

په معنی د دې ، يعني د ( الـــم ّ ) .
او د دوهم قول مطابق چي (الم)و وايې ، نو به داسي وايې ، معنی ددي کلمي پټ سردئ د خدائ اود رسول په منځ کښي ، هر ډول چي په دغودووډولوکښي و وايې صحيح دئ .

عرفاني فايده .
پوسه چي ددغومقطعه حروفو په دي شرط چي مکررپه دوۍ کښي حذف کړه سي ټول تعداد څوارلس ياديارلس دي په دي شرحه (الم ــ المص ــ الر ــ المراــ کهيعص ــ طه ــ طسم ــ طس ــ يس ــ ص ــ حمعسق ــ ق ــ ن )

اوشاه عبدالعزيزرحمه الله فرمايلي دي چي سورت بقره له جملي څخه دهغو نهه ويشتوسورتوڅخه دئ کوم چي دهغوۍ ابتداء په حروفومقطعه ؤ سره سويده اودغه حروف مقطعه په دي شرط چي مکررحرفونه ورڅخه حذف کړه سي ټول څورلس حرفونه دي په دي ډول، الف، لام ،ميم ، صاد، را، کاف، ها ،يا ،عين ، طا ،سين، حا، قاف، نون ، انتهی ماقال .
همدارنګه پوسه چی په دغو ذکرسويو حروفوکښي ودغولاندی اسماء الهيه ؤ ته اشاره راغلي ده خو نه په دي معني چي دغه حروف له دغواسماء الهيه ؤ څخه رامختصرسوي دي بلکي په دي معني چي دغه حروف په دغواسماء الهيه ؤکښي موجوددي، هغه اسماء الهيه دادئ :

( ياالله جل جلاله يااحد جل جلاله يااخرجل جلاله ، يالطيف جل جلاله ، يا ملک جل جلاله ، يا مبدئ جل جلاله ، يا معيد جل جلاله، يا محيي جل جلاله ، يا مميت جل جلاله ، ياماجد جل جلاله ، يا مقتدر جل جلاله ، يا مؤخر جل جلاله ، يا منتقم جل جلاله، يا متعال جل جلاله، يا مالک الملک جل جلاله، يا مقسط جل جلاله، يا مغني جل جلاله، يامعطي جل جلاله ، يا مانع جل جلاله،يا صمد جل جلاله، يا صبور جل جلاله، يا رحمن جل جلاله، يا رحيم جل جلاله يا رزاق جل جلاله ، يارافع جل جلاله، يارقيب جل جلاله، يارؤف جل جلاله، يا رشيد جل جلاله، يا کبير جل جلاله ،يا کريم جل جلاله، يا هادي جل جلاله، يا عزيز جل جلاله، ياعدل جل جلاله، يا عظيم جل جلاله، يا علي جل جلاله، ياعفو جل جلاله، يا سلام جل جلاله، يا سميع جل جلاله ، يا حليم جل جلاله، يا حفيظ جل جلاله، يا حسيب جل جلاله، يار حيم جل جلاله، يا حق جل جلاله، يا حميد جل جلاله، يا حي جل جلاله، يا قادر جل جلاله، يا قيوم جل جلاله، يا قوي جل جلاله، ياقهار جل جلاله، ياحسيب جل جلاله، ياقدوس جل جلاله، يا نور جل جلاله، يا نافع جل جلاله، ياطيب جل جلاله)
دغه مذکورحروف مقطعه غيرمکرره سره له دغوالهي نومو دپاره دحل دمشکلاتو چي دري ورځي پرلپسي وويل سي او په دغودريوورځوکښي وشپږسوه دري نوي(۶۹۳) واره ته يې دويلو شمير ورسيږي نو دايو‌ډير مجرب عمل دئ .

(ذالک الکتاب )
پوسه چي د(ذالک الکتاب) دمبارکو دووکلمولفظي ترجمه په دري ډوله کيدلاۍ سي دوه ډوله ترجمه يې پردي تقديرده چي ذالک مبتداء سي اوالکتاب يې خبرسي په دغه تقدیرکښی بیادوه احتماله دی اول احتمال دادۍ چی دذالک په لفظ سره وهغه ته اشاره وکړه سی کوم چی له رسول علیه السلام سره ئی ددغوایاتو ترنازلولوډیرړومبۍ دانزال وعده الله پاک کړئی وه اودوهم احتمال دادۍ چی په ذالک سره وهغه ته اشاره وکړه سی کوم چی په تورات اوپه انجیل کښی الله پاک دهغه دنازلولو وعده فرمایلی وه چی تفصیل به ددواړواحتمالودرته راسی ، اودريم ډول ترجمه يې پردي تقديرده چي ذالک موصوف يا مبدل منه سي اوالکتاب يې صفت يابدل سي مجموع مبتدا سی او(لاریب الخ )ئی خبرسی چي دغه دري سره ډولونه په دي شرحه درته ذکرکوم .

اول ، (ذلِکَ) هغه چي وعده يي سوي وه له تاسره دنازليدو (الْکِتاَبُ) دغه کتاب دئ يعني کوم چي ته يې وخلګوته وايې، دوهم (ذلک) هغه چه وعده يي سوي وه دنازليدوله پخواڅخهﻻ ـ يعني په تورات کښي کوم چي پرموسي عليه السلام نازل سوي دئ او په انجيل کښي کوم چي پرعيسي عليه السلام نازل سوي دئ (الْکِتاَبُ) دغه کتاب دئ ـــ يعني هغه دغه قران کريم دئ چه ته يي وخلګوته وايي اوځني يي مني اوعمل په کوي اوځني يي نه مني سحرجادواوياشعريي بولي . پوسه چه په تورات کښي اوپه انجيل کښي ددي وعده الله پاک کړي وه چه دغه قران کريم به په خپل وخت کښي پر حضرت محمدصلي الله عليه وسلم نازلوي لکه چه له حضرت کعب څخه روايت دئ چه ده وخلګوته وفرمايل .

( علَيْکُم ْبِالْقُرْاَنِ فَاِنّهُ فَهْمُ الْعَقْلِ وَنُوْرُالْحِکْمَةِ وَيَنَابِيْعُ الْعِلْمِ وَاَحْدَثُ الْکُتُبِ بِالْلّهِ عَهْدًاوَقَالَ فِي التَّوْرَاةِ يَامُحَمَّدُ اِنِّي مُنَزِّل ٌعَلَيْکَ تَوْرَ ةً حَدِيْثاً تُفْتَحُ بِهَااََعْيُناًعُمْياًوَاَذَاناًصُمًّاوَقُلُوْباًغُلْفاً)
يعني اي خلګوﻻزم سي له دغه قران کريم سره يعني هم عمل په کوي اوهم يي تلاوت کوي اوهم يي زده کوي په خپله اوهم يي ونورو ته ورزده کوي ځکه چه دغه قران کريم داسي مقدس کتاب دئ چه هم دانسان دعقل لپاره فهم دئ اوهم له حکمته ډک نوردئ اوهم دده مبارک اياتونه دعلم اودپوهي چيني دي اودالله جل جلاله ترنورو ټولوکتابويي تعلق له الله سره تازه اونوي دئ ځکه دخداي ج ترټولوکتابووروسته نازل سوي کتاب دئ اوالله پاک په تورات کښي له پخواﻻفرمايلي وو چه اي محمده بيشکه زه نازله وونکي يم پرتاباندي دداسي يوه نوي تورات يعني چه قران کريم دئ چه په هغه سره به خلاصيږي هغه سترګي دخلګوچه دحق له ليدلوړندي وي اوهم به په ده سره خلاصيږي هغه غوږونه دخلګوچه دحق له اوريدلوڅخه کاڼه وي اوهم به په ده سره خلاصيږي هغه زړونه دخلګوچه له حق څخه په پردوکښي وي يعني دده په وجه به خلګ داسي هدايت پيداکړي چه هم به دحق نښاني په سترګوويني اوهم به دحق خبري دقبول په ډول په غوږواوري اوهم به دده په وجه دخلګوله زړوڅخه دکفراودګناووپردي ليري سي اوددوئ دزړوسترګي به خلاصي سي نوبيا به حق حق بولي اوباطل به باطل بولي دارنګه په انجيل کښي هم الله پاک دقران کريم دنازلولوپرحضرت محمدصلي الله عليه وسلم باندي وعده کړي وه اوداراز الله پاک له رسول عليه السلام سره هم له مخه ترنازليدودسورت بقري پرده باندی دپاته قران پاک دنازلولو وعده کړي وه په دي قول سره چه الله پاک فرمايلي دي( اِناَسَنُلْقِيْ عَلَيْکَ قَوْلاًثَقِيْلاً )ترجمه بيشکه موږ به ژرده چه وابه چوويعني نازل به کړوموږپرتاباندي قول دروندچه عبارت دئ له قران کريم څخه نوځکه مادذلک دلفظ په لفظي ترجمه کښي دوه ډوله تعبيرونه ذکر کړل دادواړه ډولونه پرهغه تقديردي چي ذالک الکتاب مبتداء اوخبرسي ، او دريم ډول ترجمه يې داده .

(ذالک ) دا ( الکِتاب ) کتاب( لا ـ) نسته( ریب) هیڅ شک( فیه )په ده کښی يعني په دغه قرآن کريم کښی. تنبيه ، دغه ترجمه يې پردي تقدير د ه چي د (الکتاب) لفظ له( ذالک) څخه بدل اويا يې صفت سي اومجموع مبتداء سي اولاريب فيه يې خبرسي ، پوسه چي دلته يوڅلورم ډول هم سته هغه دادئ چي په ذالک سره اشاره وقرانکريم ته وکړه سي اومبتداء سي او د(الکتاب) په لفظ کښي الف لام جنسي سي او د(ذالک) خبرسي نوبې ترجمه په دي ډول سي چي دغه قران جنس کتاب دئ يعني ګواکي له ده څخه پرته بل هيڅ کتاب نسته اومطلب به ورڅخه داسي چي په کتابوالي کښي ترده کامل کتاب نسته

، سوال دذلک په لفظ سره اشاره وکوم شي ته ده ځکه دذلک لفظ خوداسي مشاراليه غواړي چه بعيدوي جواب په مشاراليه کښي دذلک ډيراحتمالونه دي خوله جملي دهغوڅخه زه هغه احتمالونه درته ذکرکوم چه هغه ډيرپه زړه پوري دي اول احتمال دادئ چه په ذلک سره وهغه کتاب ته اشاره ده چه په تورات اوپه انجيل کښي يي دنازليدووعده سوي وه دوهم احتمال دادئ چه په ذلک سره اشاره ده وهغه کتاب ته چه وعده دنازليدو يي له رسول عليه السلام سره په خواترنازليدودسورت بقري سوي وه ددغودوواحتمالوتفصيل مخکي درته ذکرسودريم احتمال دادئ چه په ذلک سره اشاره ده ودغه حاضرقران کريم ته دغه حاضرقران کريم که څه هم بعيداوليري نه دئ بلکي قريب دئ خوپه ذلک سره چه اسم اشاره دبعيدده يادتعظيم له وجهي اشاره ورته سوي ده لکه چه علماؤدعلم بلاغت ذکرکړي دي چه کله کله وقريب شي ته په ذلک سره اشاره کيږي لپاره دښکاره کولودعظمت دهغه شي ځکه دغه قريب شي که څه هم دمکان په حيث نژدي وي خودمرتبي په اعتبارلوړاوليري وي نودغه ليري والي اولوړواليدمرتبی دده داسي فرض کړل سي لکه ليري والي په مکان کښي نوپه ذلک سره اشاره ورته وسي اوياله دي وجهي په ذلک اشاره ورته سوي ده چه مشاراليه چه قران کريم دئ کله چه دخداي له لوري پررسول عليه السلام نازل کړسواوځموږپه حضورکښي وګرزيدۍ نوګواکي له اشاره کونکي څخه په ذلک سره چه الله پاک دئ راليري کړسواوبعضي مفسرينوفرمايلي دي چه په ذلک سره اشاره ده وصراط مستقيم ته هغه صراط مستقيم چه په سورت فاتحه کښي ذکرسوي دئ بنا پردغه قول مناسبت دبقري دسورت دفاتحي له سورت سره په ډيره کامله وجه راځي پوسه چه په مشاراليه کښي دذلک يوشي بل هم ضروردئ هغه داچه محسوس به وي يعني ليدل کړکيدونکي به وي په سترګوسره اوحاضربه وي واشاره کونکي ته په وخت داشاري کښي دلته دذلک مشاراليه پرهرتقدير له ذکرسويوتقديروچه يي واخلي محسوس په سترګوسره نه دئ ددي سوال جواب په دي ډول دئ چه که څه هم حقيقة خوداسم اشاري په مشاراليه کښي محسوس والي دسترګوضروردئ خوکله کله په اسم اشاره سره اشاره کيږي وهغه شي ته چه محسوس والي يي محال وي اويامحسوس وي خوپه وخت داشاري کښي حاضرنه وي خودغه اشاره بنا پرمجازاواستعاره باندي ده په دي ډول چه دغه غيرمحسوس مشاراليه مشابه کړي په ذهن کښي له محسوس شي سره اويادغه مشاراليه چه په وخت داشاري کښي حاضرنه وي مشابه کړي په ذهن کښي له حاضرشي سره بياهغه لفظ چه په مشبه به کښي مستعمليږي داستعاري په ډول په مشبه کښي مستعمل کړي نوپه دغه وخت کښي په اسم اشاره کښي استعاره مصرحه جوړيږي ،د(الکتاب )په لفظ کښي الف لام ياعهدخارجي دئ نوبه په دغه الف ﻻم سره وهغه فردته دکتاب اشاره وسي چه پرمحمد صلي الله عليه وسلم نازل سوي دئ اوده وخلګوته وايه لکه چه لفظي ترجمه هم ماددغه صورت مطابق کړي ده اويا الف ﻻم په الکتاب کښي جنسی دئ نوبه بياظاهري ترجمه په دي ډول سي ذلک هغه قران چه پرتاباندي نازل سوي دئ اي رسوله ياذلک هغه قران چه دخداي پررسول باندي نازل سوي دئ اي خلګو الکتاب جنس کتاب دئ يعني ماسوي له ده بل کتاب نسته نوبه حصردمطلق کتاب راسي په قران کريم کښي خوحصرد جنس شي چه په يوشي کښي وکړل سي نو دغه په دوه ډوله دئ يوډول يي دادئ چه په نفس الامرکښي هم دغه جنس شي حصروي په دغه شي کښي بل ډول يي دادئ چه حصرددي جنس په دي شي کښي دمبالغي په ډول وکړل سی مرادورڅخه داوي چه دغه شي چه ماجنس شي په ده کښي حصرکړفرد کامل دهمدغه جنس دئ دلته چه جنس کتاب حصرسوي دئ په قران کريم کښي دغه حصرله دغه دوهم قسم څخه دئ ځکه چه په نفس الامرکښي خوکتاب حصرنه دئ په قران کريم کښي بلکي نورهم ډيرافرادلري (،لاَ رَيْبَ فِيْهِ ). يعني نسته هیڅ شک په دغه کتاب کښي چه قران کريم دئ پوسه چه کلمه د(ﻻ)دپاره دنفي دجنس ده اود(ريب) لفظ مبني پرفتحه دئ له وجهي ددي چه متضمن دئ حرف استغراق لره چه کلمه دمن ده ځکه تقديردکلام داسي دئ ﻻمن ريب يعني نسته هيڅ له يوشکه په دي قران کريم کښي او اسم دﻻدئ اود(فيه) لفظ په اعتباردمتعلق مقدرسره چه( ثابت) دئ خبردئ دلادپاره اَي (لاريب ثابتاً فيه) همدارنګه پوسه چي دريب لفظ په اصل کښي مصدردرَابَ دئ اومعني يې په اضطراب اوپه سرګرداني کښي اچول، ده اودريبة لفظ په معني داضطراب اودسرګردانئ ده بيادريب لفظ په معني دشک سره مشهورګرځيدلئ دئ ځکه چي شک سبب داضطراب اودبي اطمنانئ دنفس دئ، امام رازي فرمايلي دي چي دريب لفظ په معني کښي وشک ته ورنزدی ده مګردريب په معني کښي يوڅه زياتوالئ سته هغه دادئ چي ريب ودي ته ويل کيږي چي پريوشي باندي دبدوګمان وکړسي مطلب دا چي ريب وظن سوء یعني ګمان دبدوته ويل کيږي لکه چي داسلام پيغمبرفرمايلي دي ( دَعْ مَايُرِيْبُکَ اِلَي مَالَا يُرِيْبُکَ) حديث صحيح . يعني پريږده هرهغه شي چي اچوي تاپه بدګماني کښي وهغه شي ته،يعني اوځه وهغه شي ته چي هغه تاپه شک اوپه بدګماني کښي نه اچوي همدارنګه پوسه چي دلته يوسوال کيږي چي جواب يې ضروري دئ سوال په دي ډول کيږي چي کافران دمکي اودنوروځايودقران کريم دنازليدوپه زمانه کښي ځيني له قران کريم څخه منکروه اوځني پکښي شک کونکي وه نوله دي سره سره به دخداي پاک ددغه قول چي لا ريب فيه دصحت وجه څه وي جواب ددي سوال په مختلفو‌ډولوکيدلاۍ سي اول په دي ډول چي دخداي پاک دذکرسوي قول مطلب دانه دئ چي دخلګوله طرف څخه هيڅ شک په قران کريم کښي نه دي واقع سوئ بلکي مطلب ورڅخه دادئ چي په قران کريم کښي نسبت وهغه چاته شک نه پيداکيږي کوم چي سالم عقل لري اوله تعصب اوعنادڅخه پاک وي اودحق په لټه کښي وي اوله دي سره سره يې په هغوښکاره دلائلو کښي تأمل اوفکرکړيوي کوم چي دقران کريم پرحقيت باندي لالت کوي .

اودوهم په دي ډول چي لاريب فیه څخه مطلب دادئ چي قران کريم لائق په دي سره نه دئ چي په ده کښي شک وکړسي يعنی مرادله نفی دريب څخه نفی دلياقت دريب ده اودريم پدي ډول چی مقصودله آية څخه نهی ده يعنی شک مکوئ ای خلګو په دغه کتاب،قرآن کريم کښی نو به لاريب فيه په معنی دلاترتابوافيه سی ،بيضاوی وغيره
(هدًي )ﻻرښوول دۍ ، يعني دغه قران کريم دډيري کاملي ﻻرښووني په وجه چه حقه اوسمه ﻻروخلګوته ورښه يي ګواکي ټول سره ﻻرښوول ياﻻرښوونه ګرزيدلي دئ يا(هدي )په معني دﻻرښوونکي دئ مصدر دۍ په معنی داسم فاعل دۍيعني دغه قران کريم دحقي ﻻري ښوونکئ دئ پوسه چی دترکیب په لحاظ سره دهدی په لفظ کښی دوه احتماله دی اول احتمال دادۍ چۍ حال سی له ضمیرمجرورڅخه دفیه دوهم احتمال دادۍ چۍ خبرسۍ دمبتدامحذوفی دپاره چی لفظ د هو دۍ پوسه چی که دهدی لفظ پرخپله مصدری معنی باندی حمل سی نوبه په حمل دده کښی پرضمیرمجرورباندی یاپرمحذوفه مبتدا باندی مجازفی النسة راسی اوکه په معنی داسم فاعل سی نوبیابه دهدی په لفظ کښی مجاز فی الطرف اومجاز مرسل راسی همدارنګه پوسه چی دهدایت په اړه یوه برخه دتفصیل دسورت فاتحی په تفسیر کښی مادرته ذکر کړاومکمل تفصيل بې په بل ځاي کښي انشاءالله درته راسي خودلته په خلاصه ډول په دي دي اړه بيان درته کوم،پوسه چي دهدًی اودهدايت لفظونه داکثروعلماؤپه قول په يوه معني دي دغه دواړه لفظونه متعدي اولازمي دواړه قسمه راغلي دي چي متعدي سي نومعني ددواړو ښوونه دلاري ده اوچي لازمي سي نومعني ددواړوليدل دلاري دئ ، پوسه چي په هدايت کښي څلورمذهبه دي اول مذهب دادئ چي هدايت په لغت کښي په معني دلارښوولودئ چي په فارسي په راه نمودن اوپه عربي په الدلالة علي مايوصل الي المطلوب ياپه الدلالة سره تعبيرورڅخه کيږي داداهل سنت والجماعت مذهب دئ اودوهم مذهب دادئ چي هدايت په لغت کښي وداسي لارښوولوته ويل کيږي کوم چي ومطلب ته رسوونکئ وي چي په عربي کښي په الدلالة موصلة الی المطلوب سره تعبيرورڅخه کړکيږي دادمعتزله ؤ مذهب دئ ، دريم مذهب دادئ چي هدايت مشترک لفظي دئ دغودواړومعني ګانوپه منځ کښي دغه مذهب ځينو وعلامه تفتازاني صاحب ته منسوب کړيدئ که څه هم دغه انتساب غلط دئ، اوڅلورم مذهب دادئ چي هدايت مشترک معنوي دئ ددغودووذکرسويومعني ګانوپه منځ کښي دامذهب وقاضي بيضاوي ته منسوب سويدئ خوداانتساب هم غلط دئ،همدارنګه پوسه چي له معتزله ؤسره زموږيعني داهل سنت والجماعت په هدايت کښي له يوي بلي لاري څخه هم اختلاف سته هغه دادئ چي موږ وايوچي په شرعي استعمال کښي هدايت په غالب ډول په معني دخلق الاهتداء راځي اودوۍ وايې چي په معني دبيان الطريق الحق والصواب راځي دغه اختلاف زموږاوددوۍپه علم عقائد کښي مذکوردئ اوکوم اختلاف چي مخکښي ذکرسوهغه دتفسيرپه کتابوکښي اودارنګه دمنطقوپه کتابوکښي ذکرسويدئ .
په دغودوومعني ګانوکښي دهدايت دلفظ داستعمال طريقه .

پوسه چي ځني علماؤفرمايلي دي چي که چيري دهدايت نسبت والله پاک ته سويؤ نوبيا هدايت په معني ددلالة موصلة دئ اوکه يې چيري نسبت ورسول اووقران ته سويؤ نوبيا په معني ددلالة علي مايوصل دئ، اوعلامه تفتازاني رحمه الله فرمايلي دي چي کچيري هدايت ودوهم مفعول خپل ته بي له واسطي دحرف جرڅخه متعدي سويؤ نوبياپه معني ددلالة موصله دئ، اوکه په واسطه دلام جاره يادالي جاره متعدي سويؤ نوبياپه معني ددلالة علی مايوصل دئ .
نبراس، شرح مقاصد، نورالانوار، ميرزاهدوحواشيه .
مادمخه لاوِعده کړيوه چي په مکمل ډول به دهدايت بيان په بل ځايکښی انشاء الله په ناياب ډول درته کوم .
لِلْمُتَقِيْنَ پرهيزګارانولره.. يعني دغه قران کريم وهغه چاته دحق ﻻرښيي چه هغه داغواړي چه په تقوي سره مشرف سي اويامراددادئ چه قران کريم که څه هم سمه ﻻرخو وهرچا ته ورښيي که کافروي که مؤمن وي اراده ددي لري چه حقه ﻻرورته معلومه سي اوپرهغه ﻻر باندي وﻻړسي اوکه يي نه لري خوڅرنګه چه دقران کريم په ﻻرښوونه ګټه اوفائده هغوخلګوحاصله کړي ده چه هغه متقيان اوپرهيز ګاران دي نوګواکي قران کريم تنهاودوئ ته ﻻرښوونه کوي خاص ددوئ ﻻر ښوونکئ دئ نه دنورو

پوسه چی د(متقین)لفظ جمع دمتقٍ دۍ کوم چی داسم فاعل صیغه ده له باب څخه دافتعال اصل ئی موتقی ؤاومصدر ئی اتقاءً دۍ چی په اصل کښی اِوتقاءً
وواومجردمصدرئی وقایة دی کوم چی وسختی ساتنی ته دیوشی ته ویل کیږی په شریعت کښی متقی وهغه چاته ویل کیږی کوم چی له هرهغه څه څخه دخپل ځان ساتنه کوی کوم چی په اخرت کښی دده په ضرر تمامیږی پوسه چی تقوی لره په شریعت کښی دری مرتبی دی اوله مرتبه ئی ځان ساتل دی داخرت له همیشنی عذاب څخه په سبب داجتناب کولوله کفراوشرک اونفاق څخه په دغه مرتبه کښی تقوی په دغه مبارک ایت کښی مذکوره ده( والزمهم کلمة التقوی)یعنی لازمه کړئی ده الله پاک له مومنانوسره کلمه دتقوی چی دلااله الاالله کلمه ده اودوهمه مرتبه دتقوی ځان ساتل دی له هرهغه شی څخه چی سړۍ په ګناه ګاره کیږی عام له دی څخه چی کول دیوکاروی اوکه پریښوول دکوم کاروی ددغه قسم تقوی ذکرپه دغه ایت کښی راغلۍ دۍ( وَلَوْاَنّ اَهُل القری امنوا واتقوالفتحناعليهم برکاتٍ مّن السماء والارض ولکن کذبوافاخذناهم بما کانوايکسبون . الاعراف /۹۶ )

يعني .اوکه چيری ثابته سوي واۍداخبره چي بيشکه خاوندانوددغوقريو یعني کومي چي دانبیاؤ دتکذيب په وجه موږ په هلاکت ورسولي،ايمان راوړئ واۍ ا وځانونه يې ساتلي واۍ له ګناهونو څخه نوخامخا به راخلاص کړيواۍ موږ پردوۍ باندی برکتونه له اسمان څخه اوله ځمکي څخه مګرخودوۍ تکذيب اوانکاروکړ يعني له رسولانو زموږڅخه، نوونيول موږ دوۍ يعني هلاک کړل موږدوۍ، په سبب دهغه چي ؤ دوۍ چي کسب کاوه دوۍ دهغه يعني چي تکذيب اوکفراوبدعملونه ؤ،

اوپه شریعت کی همدغه قسم تقوی دتقوی په نامه سره متعارفه ده اودریمه مرتبه دتقوی ځان ساتل دی له هرهغه شی څخه کوم چی دانسان سر،روح اوباطن له الله پاک څخه راګر ځوی که څه هم هغه مباح کاروی دغه قسم دتقوی حقیقی تقوی بلله کیږی کومه چی په دغه مبارک ایت کښی الله پاک بندګان په امر کړیدی (یاایهاالذین امنوا اتقواالله حق تقاته ولاتموتن الاوانتم مسلمون)ال عمران ایت ۱۰۲؛ یعنی ای مومنانو وویریږۍ له الله څخه په حق ویریدلوله ده څخه اومه مړه کیږۍ خامخامګرپه داسی حال کښی چی تاسی مسلمانان یاست،پوسه چی دتقوی ددغودریومرتبوپه اعتبارسره متقيان او پرهيزګاران هم په درې ( ۳) قسمه دي ـ اول عام متقيان ، دوهم خاص متقيان ، دريم خاص الخاص متقيان . عام متقيان هغه خلګ دي چي فقط ايمان يې راوړئ وي ،عام له دی څخه چی له ګناؤئی پرهيز کړئ وي او کې ئی نه وي کړئ ، د داسي متقيانو چي ايمان لري خو له ګناهونو څخه يې پرهيز نه وي کړئ د آخرت په ورځ کښي حکم دادئ چي يا به الله (جل جلاله) عفوه ورته کوي ، او يا به د يو چا په شفاعت سره ځني په دوۍ کي له عذابه خلاص سي ، او يا به د ګناؤ په مقدار د دوږخ عذاب ورکړسي وروسته به جنت ته ولاړسي .

او د خاصو متقيانو حکم دادئ چي د آخرت په ورځ به له ابتداڅخه لا وجنت ته ځي ، اوددوزخ له عذاب څخه به خلاص وي . او د خاص الخاصو متقيانو حکم دادئ چي سره له دې چي د آخرت په ورځ کښي به له ابتداڅخه لا و جنت ته ورځي ، خاص خاص نعمتونه او لوړ مقامات به هم ورکيږي .
خاص متقيان هغه دي چي مؤمنان وي ، او له ګناوو څخه يې ځانونه ساتلي وي ، يا يې ګناوي کړي وي خو بيا يې په اخلاص توبه کښلې وي . او خاص الخاص متقيان هغه خلګ دي چي هم ايمان لري ، او هم يې له ګناهونو څخه ځانونه ساتلي وي ، له دې سره سره يې له هرهغه شي څخه ځانونه ساتلي وي چي هغه يې د الله له ذکره څخه منع کوي ، که څه هم هغه مباح شَئ وي .

دلته دوه سوالونه او دهغو جوابونه بيانول ضروري دي : اول سوال دادئ چي قرآن کريم خو د هرچا لپاره هدايت کونکئ دئ که متقيان وي ، او که غير متقيان وي ، کافران وي ، او که مؤمنان وي ،نو الله پاک ولي په دغه ځائ کښي قرآن کريم يواځي د متقيانو لپاره هدايت کونکئ بللۍ دۍ ؟

د دې سوال جواب دادئ چي که څه هم قرآن پاک خو و هر چاته سمه لاره ښيي ، خوڅرنګه چي دده په لارښوونه سره کافران کومه فائده نه اخلي ، ځکه عمل نه په کوي . او مؤمنان اومتقیان دده په لارښوونه فائده اخلي ،
ځکه چی ایمان ئی په راوړۍ دۍ اوعمل په کوي ، نو ګواکي دَی يواځي مؤمنانو لره چي متقيان دي لارښوونکئ دئ ،نه کافرانو لره .
دوهم ( ۲) سوال دادئ چي د قرآن کريم و هدايت ته خو ددې لپاره ضرورت سته چي له خلګو څخه متقيان ، او پرهيزګاران جوړسي . کله چي متقيان سي نو له دې وروسته خو و هدايت ته ضرورت نسته ځکه هدايت خو به تر تقوی له مخه لا سوئ وي له دی وجی چی بې هدايته خو تقوی اوپرهيزګاري نسی کيدلائ ؟
ددې سوال جواب په دوه ډوله کيدائ سي : اول په دې ډول چي د(للمتقين ) له لفظه څخه خپله اصلي معنی مراد نه ده . ځکه اصلي معنی خو په دې ډول کيږي چي ( لپاره د پرهيزګارانو ) يعني هغه خلګ چي د قرآن تر هدايت له مخه لا پرهيزګاران وي . بلکي دغه معنی ورڅخه مراد ده چي ( لپاره د هغو خلګو چي اراده کونکي وي د پرهيزګارئ ، اويا دا معنی ورڅخه مراد ده چي ( لپاره د هغو خلګو چي اخير اخير پرهيزګاره کيږي او په علم د خدائ کښي رجوع ددوۍاخير و پرهيزګارۍته وي چي ودغه ته په علمي اصطلاح کښي مجاز بالمشارفه ويل کيږي ، لکه چي خلګ و حج ته ځی نو و دوۍ ته حاجيان ويل کيږي ،سره له دې چي حاجيان خو دوۍ هلته جوړيږي چي احکام د حج ټول پر ځائ کړي .

او دوهم يې په دې ډول جواب کيدائ سي چي تقوی او پرهيزګاري خو بيحسابه مرتبې لري، نو په هره درجه کښي چي يو سړئ پرهيزګاره سي نو قرآن کريم وده ته تر هغي د لوړي مرتبې لارښوونه کوي .
دتقوي اودپرهيزګارئ ديني اودنيوي اواُخروي منقبتونه او کرامتونه .
محترمو وروڼو هر څوک چي د اسلام په هداياتو عمل وکړي اوتقوي غوره کړي نو څلويښت قِسمه منقبتونه او کرامتونه الله ( جل جلاله ) دده په برخه کوي .
امام حجة الإسلام غزالي ( رحمه الله ) په خپل کتاب ، منهاج ،کښي ذکر کړيدي چي کله ما په هغو شيانو کښي تأمُّل او فکر وکړ کوم چي الله ـ جل جلاله ـ يې و بنده ته په سبب د عمل کولو په هداياتو د إسلام يعني دتقوی په سبب ورکوي ، نو و دې نتېجې ته ورسيدم چي هغه په مجموعي ډول څلويښت کرامتونه او إنعامونه دي ، چي شل ۲۰ له هغوۍ څخه په دنيا کښي دي او شَل له هغوۍ څخه په آخرت کښي دي ، هغه شل إنعامونه چي الله پاک يې په دُنيا کښي و هغه چا ته ورکوي کوم چي د إسلام د مقدس دين له هداياتو سره سم خپله زندګي تيروي په دې شرحه دي :

۱ ــ الله ( جل جلاله ) ددغه راز انسان ذکر ، ثنا او صفت کوي .
په دنيا کښي چي يو وزير يا يو بادشاه په يو مجلس کښي د يو چا ذکر او صفت وکړي نو دغه څوک دا کار د خپل ځان په باب کښي څونه لوۍ إفتخار او عظمت ګڼي ، نو چي د يو چا ذکر او صفت د ملائکه ؤ په حضور کښي الله ( جل جلاله ) وکړي نو دا خو حتماً بايد دغه سړئ د خپل ځان لپاره له اندازې څخه وتلئ فخر او عظمت وبولي .

د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي چي په مشکوة و غيره کښي يې روايت سوئ دئ فرمايلي دي چي الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي : زه له بنده سره پرهمهغه ډول باندي يم لکه څرنګه چي دده ګمان وي پر ما باندي او زه له ده سره يم کله چي یاد وي دَی ما ، نو که ده زه له خپل ځان سره ياد کړم يعني بل څوک نه ؤ ورسره ، دتنهايي په حال کښي يې ځما ذکر وکړ نو زه به دَی له خپل ځان سره ياد کړم ، او که چيري ده زه په يوه ډله کښي ياد کړم نو ياد به کړم زه دغه بنده په داسي ډله کښي چي دده تر ډله به ډيره بهتره وي.

دوهم :
الله ( جل جلاله ) ددغه بنده چي د إسلام په هداياتو عمل کونکئ وي شکرګذاري او تعظيم کوي .

دريم :
الله ( جل شانه ) له دغه صالح بنده سره محبت کوي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :
( إن اللهَ يُحبُّ المتقين ) .
يعني بېشکه الله تعالی محبت کوي له متقيانو سره .

څلرم :
دا چي الله (جل جلاله) ددغه ډول بنده کارسازي کوي او دده کارونه الله پاک په خپل عظيم تدبير سره ورسمه وي .

پنځم :
دا چي الله (جل شانه) ددغه نيک عمله انسان روزي او رزق له داسي لارو څخه وربرابروي چي دده په خيال کښي لا هم نه وي ورتيري سوي او بېله دې چي دَی د روزي او رزق د حاصلولو لپاره کِسب او کار وکړي الله پاک وده ته روزي رسوي ، لکه الله تعالی چي فرمايلي دي :
( و من يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه مِن حيث لا يَحتَسب ) .
يعني : او هر څوک چي ويريږي له الله ( جل جلاله) څخه نو پيدا کوي به الله پاک دده لپاره ځائ د وتلو له مشکلاتو څخه ، او رزق به ورکوي وده ته له هغه طرفه چي ګمان به نکوي دَی يعني ددې چي له دغه طرفه دي و ماته رزق راکول سي .

شپــــږم :
دا چي الله ( جل جلاله) ددغه راز انسان نصرت او مدت کوي ، او هر دُښمن چي دده وي ، هر څوک چي وده ته د بدو اراده کوي ، نو دَی په خبر لا هم نه وي او الله پاک هغه له ده څخه دفعه کړۍ وی اوورڅخه دفع کوي ئی.

اومــ۷ـــ :
دا چي دغه ډول شخص الله پاک له وحشت څخه په امن کوي او له دې څخه يې بېغمه کوي چي ده ته دا ويره پيدا سي چي ځما په دغه ښه حال کښي او دارنګه په دغو نعمتو کښي چي ماته خدائ راکړيدي تغير او تبديل رانسي .

پوه سه چي يو څوک چي د الله (جل جلا له ) او دهغه د رسول (صلی الله عليه وسلم) نافرماني کوي نو د هغه په زړه کښي په غيبي ډول داسي وحشت او نفرت پيدا کيږي چي له هيچا سره يې زړه نه لګيږي او نا ارامه او مُضطرب الحاله وي ، او دارنګه که يوه خوشحالي او يو ښه حال باندي راسي نو دفعةً له ده سره دا ويره پيدا سي چي دغه حال په غم رابدل نسي او را څخه زائل نسي ، مګر صالح انسان له دغسي وحشت او ويري څخه الله پاک په أمن کړئ وي .

اتــــم :
دا چي د إسلام د هداياتو د تابعدارۍ په وجه الله پاک و انسان ته داسي لوړ هِمت او عزت وربخښي چي دولت ، مال ، جاه او جلال او ټول دنيوي شيان پرته له رضا د الله ( جل جلاله ) دده په فکر کښي هيڅ هم نه ورځي ، حتی که لوۍ لوۍ اميران ، سرداران او بادشاهان دده إحترام او خدمت کوي هم و ده ته سبب د عُجب ، کبر او غرور نه ګرځي ، بلکي دده هِمت د الله (جل جلاله) په عبادت کښي او د الله تعالی د مخلوق په خدمت کښي لپاره د رضا مندۍ د الله پاک مصروف وي .

نهـــم :
د إسلام د هداياتو د تابعدار انسان عقل ، مزاج او طبيعت له شخصي دنيوي ګټو څخه دا ډول تَرَفُع او بلندپروازي کوي لکه څرنګه چي لويان عاقلان خلګ د کوچنيانو او ښځو له کارو څخه ترَفُّع او ليري والئ کوي .

لســــم :
و متقي انسان ته الله پاک غناءِقلبي ، يعني د زړه غنيتوب وربخښي ، چي أصلي او حقيقي غنيتوب هم له دغه غنيتوب څخه عبارت دئ .
د چا چي په زړه کښي غِنا نه وي نو که تمامه دُنيا دده سي لا به هم دَی د مسکين او فقير په ډول ستړئ او سرګردانه وي ، او که د چا په زړه کښي الله پاک غِنا پيدا کړي او زړه يې غني سي نو که سل ورځي وږئ او تږئ ګرځي لا هم دَی مطمئن او ارام وي .

يولسم :
دا چي الله ( جل جلاله ) د هغه انسان په زړه کښي کوم چي د الله تعالی په أحکامو عمل کونکئ وي يو قِسم نور پيدا کوي چي د هغه نور په وجه دغه انسان و داسي علومو او أسرارو ته لار پيدا کوي چي هغه قِسم علوم او أسرار په ډير زيات مِحنت سره و چا ته نسي حاصليدلائ .

لکه چي د اسلام پيغمر په يوه مبارک حديث کښي کوم چي د حديثو په معتبرو کتابو کښي مذکور دئ فرمايلي دي :
(مَن عَمِلَ بِِما عَلِمَ وَرّثَهُ اللهُ عِلْمَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) .

يعني هر څوک چي عمل وکړي په هغه چي عالم سويوي دَی په هغه يعني چي هغه عبارت دئ له شرعي أحکامو څخه نو الله تعالی به وارث وګرځوي دَی د عِلم د هغو شيانو چي نسوائ عالم کيدلائ دَی په هغو شيانو يعني له بلي لاري څخه ، چي و دې ته علمِ باطني ، علم وراثت او علم لَدُني ويل کيږي .

لکه چي په دې اړه ځما يو شعر دئ :

د لَدُن په مقابِل کښي نظر څه دئ
و فولادو ته حَجَر او مدَر څه دئ
وسائل د عبور تا لره پــــکار دي
اوليـــاؤ ته د بـــحر ګذر څه دئ
چي نې مغز نه أثر نه يې ثمروي
أبوالفضله داسي علمُ وْهنر څه دئ .

دولـــسم :
دا إنعام الله جل جلاله وهغه چا ته ورکوي چي هغه د الله پاک په أحکامو عَمَل کوي ، چي الله تعالی دده شرح صدر وکړي ، يعني الله پاک يې سينه ورخلاصه او پراخه کړي چي په نتيجه کښ ددې په ده کښي داسي عظيم تَحمل او برداشت پيدا سي چي له هر څونه مشکلاتو او تکليفو سره چي دَی مخامخ کيږي نو هيڅ قِسم وارخطايي نکوي او په ډيره ميړانه او لوۍ هِمت سره د هغوۍ تحمل او برداشت کولائ سي .

شرح صدر دالله ( جل جلاله ) په نعمتو کښي يو ډير عظيم نعمت دئ ، حضرت موسی عليه السلام د همدغه نعمت د حاصلولو لپاره دُعا کړې ده ، لکه چي الله تعالی په قرآن کريم کښي له ده څخه په دې ډول حکايت فرمايلئ دئ :
( رَبِّ اشْرِحْ لِــيْ صَــدْرِيْ ) .

يعني اې ربه ځما راخلاصه کړه سينه ځما .
او الله ( جل جلاله ) و خپل رحمة للعالمين رسول حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) ته په مقام د تسلې او د وريادولو د نعمتو خپلو کښي داسي فرمايلي دي :

( اَلم نَشرح لــک صــدرک ) .

يعني : ايا نه ده درخلاصه کړې موږ ستا لپاره سينه ستا يعني بلکي درخلاصه کړې مو ده ،

ديارلــسم :
دا کرامت او نعمت الله پاک د إسلام د هداياتو و تابعدار ته وربخښي چي د خلګو په زړو کښي دَی هيبتناک او د دبدبې خاوند ګرځوي ، او دارنګه د خلګو په زړو کښي الله پاک دده إحترام او عزت پيدا کوي چي په نتيجه کي أخيار او أشرار دده إحترام کوي او هر ظالم ، جابر او د وخت فرعون له ده څخه ويريږي ، لکه چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي چي امام غزالي ،رحمه الله٬ يې په احيآءالعلوم کښي روايت کړئ دئ فرمايلي دي :
هر څوک چي له الله ( جل جلاله ) څخه ويريږي ، نو الله پاک به هرد ښمن له ده څخه په ويره کښي اچوي .

څوارلـــسم :
دا نعمت الله ( جل جلاله ) ورکوي چي دَی د انسانانو په زړو کښي محبوب وګرځوي او هر څوک له ده سره مينه او محبت کوي ، او هيڅوک له ده څخه نفرت کونکئ نه وي ، لکه چي په يوه مُثبت حديث کښي چي په مشکوة و غيره کښي یې روايت سوئ دئ داسي مضمون راغلئ دئ چي د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :

چي صالح او نيک انسان اول و الله ( جل جلاله ) ته محبوب وګرځي او په مخلوقاتو کښي هيڅوک له دې څخه خبر نلري چي دغه سړئ د الله تعالی محبوب او دوست دئ ، بيا الله پاک و جبرئيل ٫عليه السلام، ته وفرمايي اې جبرئيله زه له فلاني سړي سره محبت کوم نو ته هم محبت ورسره کوه ، بيا جبرئيل عليه السلام نوري پرشتې هم له دغه صورتحال څخه خبرداري کړي ، وروسته بيا د ځمکي د خلګو په زړو کښي دده محبت او مينه الله پاک پيدا کړي .
دغه راز محبوبيت نو چي د يو چا نصيب سي أصيل او صحيح محبوبيت دئ .

او محبوبيت د يو چا د خلګو په زړو کښي کله فاسد او باطل هم وي هغه دادئ چي يو انسان د الله تعالی په نزد مبغوض ، ملعون او تر حيوانانو لا په کښته درجه کښي وي ، مګر په خلګو کښي د مادياتو په خاطر محبوب او منل سوئ وي ، لکه چي ځما يو شعر دئ :

چي په اسمان کښي تســــليم نسي ابوالفـــضله اول
خالي پر ځمکه منل سوي صالحان دي سي ورک .

پنځلســـــم :
دا نعمت او کرامت الله پاک و خپل صالح بنده ته په دنيا کښي وربخښي چي دده هر شئ برکتناک ورګرځوي که يې خبري وي ، که يې حرکت او سکون وي ، که يې جامه وي ، که يې د ناستي ځائ وي او که يې د قدم خاوره وي په دغه هر شي کښي دده الله پاک برکت اچوي او د خلګو د ګټي او فايدې سبب يې ګرځوي .

شپاړســــم :
دا خَلعَت او کرامت الله پاک د ده په برخه کوي چي مځکه ، درياب او هوا وده ته تابعداره او مُسخره وګرځوي ، نو که پر ځمکه باندي تګ کوي نو ډيره ليري مسافه په يوه ثانيه کښي پرې کوي ، او که په درياب کښي د تګ اراده وکړي نو د اوبو پر مخ باندي روان وي او اوبه يې نه غوټه کوي ، او که و هوا ته قصد وکړي نو په هوا کښي هستوګه او تګ کولائ سي .

ځينو علماؤ په خپلو کتابو کښي ددې هري خبري مِصداق ذکر کړئ دئ ، داسي متعدد نقلونه سته چي د الله تعالی ځنو دوستانو به په هوا کښي کوډَل جوړه کړې وه او هلته بې د الله ( جل جلاله ) عبادت کاوه .

عبد الرحمن بابا ( رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي :
چي په يوه قدم تر عرشه پوري رسي
مــــا ليدلئ دئ رفـتار د درويــــشانو .

اولســــم :
څوک چي د الله (جل جلاله) او د هغه د رسول د هداياتو تابع سي نو الله پاک درنده ګان ، وحشي حيوانان او د ځمکي خزندې و ده ته مسخر او تابعداره ګرځوي ، لکه شيخ سعدي شيرازي (رحمه الله) چي په بوستان کښي فرمايلي دي :
چي یو سړئ مي وليدئ چي پر پړانګ باندي سپور ؤ نو زه ډير په تعجب کښي ورته پاته سوم ، دغه سړي راته وويل :

تو هم ګردن از حــکم داور مپيچ
که ګردن نه پيچد ز حکم تو هيچ .
يعني اې سعدي ته هم د الله ( جل جلاله ) له حکم څخه غاړه مه پيچه چي بيا به هيڅ شئ ستا له حکم څخه غاړه نه پيچي .

اتلســــم :
دا خلعَت او إنعام و متديّن انسان ته وربخښل کيږي چي الله پاک د مزکي مفاتيح او چابياني دده په اختيار کښي ورکوي ، بيا نو کچيري دَی وغواړي چي له ځمکي څخه خزانه ورته راښکاره سي نو چي ځمکه په لاس سره ووهي خزانه ورته راښکاره کيږي ، او که اوبه وغواړي نو چي مځکه په پښه سره ووهي د اوبو چينه ورته را وځي ، او که د خوراک اراده وکړي نو غيبي سترخوان ورته پيدا سي .

نولســــم :
دا نعمت او کرامت الله تعالی وربخښي چي د الله پاک په حضور کښي قدرمند او مخور وي ، او هر قسم ناز چي پر الله تعالی باندي وکړي نو والله ته منظور وي ، په همدې سبب خلګ دده د خدمت کولو په وجه او دده د وجاهَت او برکت په سبب د خپلو مشکلاتو حَل او د حاجاتو پوره کول له الله ( جل جلاله ) څخه غواړي .

شلـــــم :
څوک چي د الله ( جل شانه ) د هدايت مطابق ژوند کوي نو الله تعالی دده دُعا او شفاعَت قبلوي ، حتی ځيني داسي نيکان لا هم پيدا کيږي چي که و غره ته اشاره وکوي نو هغه غر له خپل ځائ څخه ليري کيږي ، او که په زړه کښي يو شئ ورتير کړي بېله دې چي په خوله د هغه سوال وکړي نو الله عــــز وجـــل هغه مطلب دده تر سره کوي .

دا ټول هغه کرامتونه دي چي په دنيا کښي يې الله پاک د هغو بندګانو په برخه کوي کوم چي د إسلام د هداياتو موافق ژوند کوي .
او هغه شل کرامتونه چي ددغي دنيا له ژوند څخه وروسته يې الله پاک دده په نصيب کوي هغه په دې شرحه دي :

( ۱ ) :ــ د مرګ سکرات او سختۍ الله پاک پر ده باندي اسانه کوي .
( ۲ ) :ــ په قبر کښي د نکير او منکَر د پوښتنو په وخت کښي الله پاک دَی پر کلِمه د إسلام مُحکم ګرځوي .
( ۳ ) :ــ دراحت ، أمن ، خوشحالۍ او دجنت زيرئ د خدائ له طرفه پر ده باندي کيږي
( ۴ ) :ــ دده روح کله چي دده له بدنه څخه جلا سي د اسمانو پر ملائکه ؤ باندي د إکرام او اعزاز په خاطر وړاندي کړه کيږي ، او د بدن سپارل يې و قبر ته د خلګو له طرفه په ډير اخلاص او تعظيم سره سر ته رسيږي ، او هر څوک دا غنيمت ګڼي چي دده په جنازه کښي شرکت وکړي .

پنځم : دا چي د جنت په نعمتونو کښي به هميشه اوسيدونکئ وي .
شپږم : په قبر کښي د نکير او منکر د سوال له هيبت څخه په أمن ګرځي .
اوم : قبر ورته فراخيږي او په قبر کښي نور ورته پيدا کيږي ، او قبر يو باغچه له باغچو د جنت څخه تر ورځي د قيامته پوري ورته ګرځي .
اتـــم : د ځينو اروحونه په دوۍ کښي د زرغونو مرغانو په نسو کښي اچول کيږي او په جنتو کښي ګرځي ، لکه د شهيدانو اروحان .
نهـــم : د حشرګاه په ورځ به د کرامَت او عزت جامې باندی أغوستلې کيږي او دارنګه به د کرامت تاج دده پر سر باندي ايښوول کيږي ، او پر بُراق باندي سپور به د حشرګاه و ميدان ته راځي .
(۱۰) :ــ د قيامت په ورځ به دده مخ له نور څخه ډک ، خندان او خوشحاله وي اوپه حشرګاه کښي به حاضريږي ، لکه الله ( جل جلاله ) چي فرمايلي دي :
( وجوه يومئذ مسفرة ضاحکة مستبشرة ) .

يعني يو قسم مخونه به په دغه ورځ کښي روښانه وي ، خندان به وي او خوشحاله به وي ( يعني چي هغه د صالحانو او نيک عمله انسانانو مخونه دي )
(۱۱)داکرامت الله جل شانه ورنصیب کوي چي دقیامت په ورځ کښي به الله پاک دَي له اهوالوویرواوسختیودقیامت دورځي په امن کړي .
(۱۲)داچي عملنامه به په راسته لاس کښي ورکړي ،اوځني به په دغونیکانوکښي داسي هم وي چي دسره به حساب اوکتاب نه ورسره کیږي بي حسابه به جنت لره ځي .
(۱۳) داچي که حساب ورسره کیدئ نوپه سهولت اوپه اساني سره به ورسره کیږي.
(۱۴)داچي تله دنیکواعما لوبي درنه سي اوځني خوبه لاداسي هم وي چي داعمالودتللوله انتظارڅخه به هم خلاص وي .
(۱۵)داچي دنبي علیه السلام دحوض کوثراوبه به یې نصیب سي.
(۱۶)داچي دصراط پرپله به په ډیره تیزي اواساني سره تيرسي ،حتی ځني به په دغونیکانوکښي داسي نازولي هم وي چي ددوزخ کښکي به لانه واوري.
(۱۷)داچي دعرصات پرمیدان به دګناهګارانودپاره دشفاعت کولواجازت ورکړسي .
(۱۸)داچي دجنت ابدي نعمتونه بې نصیب سي.
(۱۹)داچي رضوان اکبربه یې نصیب سي چي عبارت دي له رضا څخه دالله پاک چي ډیره لویه ده.
(۲۰)داچي ديدار دالله پاک بې نصیب سي
انتهی کذافي قطب الارشاد ،مع توضیح وزیادة ایرادالدلائل في اکثرالمواضع
اللهم ارزقنا جمیع ذالکَ بفضلک العظیم،امين یارب العلمين

لفظي ترجمه :
(الذِينَ) هغه کسان (يُؤمِنُونَ) چي ايمان لري یاایمان راوړی (بِالغَيبِ) په غيب يعني په هغه چي له دوۍ څخه غائب وي (و) او (يقيمون) دروي دوۍ يعني سم ادا کوي (الصلوة) لمونځ (وَ) او (مِمَّا) ځني له هغه يعني له هغه مَاله (رَزق) چي ورکړئ دئ (نَا) موږ (هُـمْ) ودوۍ ته (يُنْفِقُوْنَ) صرفه وي دوۍ يعني د خدائ د رضا لپاره يې و مسکينانو ته ورکوي يعني متقيان اوپرهيزګاران کوم چي هدايت اولارښوونه دقران کريم ودوۍ ته ګټه اوفايده رسوي هغه خلګ دي چي ايمان لري اوياايمان راوړي په هغه چي غائب وي يعني له دوۍڅخه لکه وجوددالله پاک اووحدانيت دالله پاک اولکه جنت اودوزخ اولکه ورځ دقيامت وغيره اودروي دوۍ يعني په صحيح توګه اداکوي لمونځونه اوبعضي له هغه څخه يعني ځني له هغومالوڅخه چي ورکړيدي موږودوۍته خرڅوي، صرفوي دوۍ يعني ومسکينانواوفقيرانواوداسي نورو مستحقينوته يې ورکوي مراددادئ چي له مالوڅخه زکاتونه وغیره باسي مطلب دایت دادۍچی متقیان هغه کسان دی چی په دوۍ کي دا صفتونه موجود وي :

اول دا چي صحيح ايمان لري اوعقيده يې برابره وي .
دوهم داچي لمونځونه کوي او په صحيح ډول يې کوي په صحيح ډول کول د لمانځه دادئ چي د لمانځه د فرضو شيانو، اود لمانځه د واجبو ، سنتو، مستحبو زده کړه يې کړېوي ، اوبياددغو ټولو شيانو په وخت داداکولود لمانځه کښي پوره پوره رعايت هم کوي ، اودارنګه په لمانځه کښي د زړه د حضوراودخشوع هم ټينګ مراعات کوي. محترمومسلمانانو په قران کريم کښي چي هرځاۍ الله جل جلاله وبندګانوته دلمانځه په کولوسره امرکړيدئ نوداقامت په لفظ سره يې امرکړيدي له دي څخه داڅرګنديږي چي کوم لمونځ چي په هغه کښي دذکرسويوشيانولحاظ ونه کړسي نوهغه لمونځ اصلي لمونځ نه دئ اونه دهغوتأثيراتواوبرکاتوسبب ګرځيدلاۍ سي کوم چي په اصلي لمانځه کښي موجوددي .

دريم داچي کوم مال او جايداد چي موږ ودوۍ ته ورکړئ وي ، نو ځني د هغه د خدائ د رضا لپاره و محتاجانو ته ورکوي ، مثلا زکوة ورکوي ، سرسايه ورکوي ، اضحيه کوي ،خيراتونه کوي ،له قريبانو سره وصيله رحمي کوي ، اوله علماوو ،طالبانو او مجاهدينو سره کومک کوي، همدارنګه پوسه چي په دغه ايت کښي چي کوم دري صفتونه دمتقيانو ذکرسويدي چي يو قلبي اوعقيدوي صفت دئ چي ايمان دئ اوبل بدني صفت دئ کوم چی لمونځ دۍ اوبل مالی صفت دۍ کوم چی زکوة وغېره دې دغه دری واړه داسی صفتونه دی که ددوۍ فعل په صحیح ډول یوڅوک ترسره کوی نویوخوپه دغه سړی کښی باقی ټول قلبی اوبدنی اومالی نیک صفات پیداکیږی کوم چی دقران پاک په بیلا بیلوځایوکښی الله پاک دمتقیانودپاره ذکر کړیدی لکه دبقره په ۱۷۷اودآل عمران په ۱۳۴اودزمرپه ۳۳وغیره کښی او بل دغه دری واړه مستلزم ګرځی وترک دټولونالایقه صفاتولره لکه چی الله پاک فرما یلی دی ان الصلوة تنهی عن الفحشاء والمنکر نوځکه الله پاک لته دمتقیانو دصفاتوله جملی څخه دلته همدغه دری صفتونه په ذکرسره خاص کړی دی اودارنګه ځکه موږمخکښی دصفت کا شفه احتمال هم ذکر کړ
تــفــصـــيــل اوعلمي خبري :

(الذين يؤمنون بالغيب)

پوسه چي په دغه موصول اوصله کښي دترکيب په اعتبارمتعدداحتمالونه موجوددي اول احتمال دادئ چي مقيده اومخصصه صفت سي د(المتقين) دپاره داپه هغه صورت کښي چی دغهله متقين څخه مرادهغه خلګ سي کوم چي له نالائقه کاروڅخه لکه زنا ، غيبت ، دروغ وغيره اجتناب کوي عام له دي څخه چي که لايق اوښايسته کارونه کوي اوکه يې نه کوي، اودوهم احتمال دادئ چي د(المتقين) دپاره کاشفه صفت سي کوم چي دموصوف دمعني اومفهوم بيانونکئ دئ خوداپه هغه صورت کښي چي له متقين څخه مراد هغه خلګ سي کوم چي دنيکوکاروکوونکي او دبدوکاروپريښوونکي وي اودريم احتمال دادئ چي دمتقين دپاره صفت مادحه سی کوم چي مقصودورڅخه مدحه اوصفت دموصوف وي اوڅلورم احتمال دادئ چي منسوب سي بنا پرمدحه باندي په تقديرد اعني سره اويامرفوع سي بناپرمدحه په تقديردمبتداسره چي لفظ دهُم دئ اَي اعني بهم الذين يؤمنون الخ اوهم الذين يؤمنون الخ اوپنځم احتمال دادئ چي دغه موصول سره له خپلي صلي اوسره له معطوفه مبتداسي او اولئک الخ يې خبرسي .
بيضاوي .

پوسه چي په ايمان کښي ځموږ د امام اعظم د مذهب د علماؤ دوه قوله دي : اول قول دادئ چي ايمان له دوو شيانو څخه جوړ دئ اول په زړه سره يقين او تصديق کول دي پر ټولو هغو شيانو چي په
شريعت کښي په هغوشيانو ايمان راوړل فرض دي کوم چی عبارت دۍ له هغو شیانوڅخه چی په یقینی ډول داثابته وی چی داشیان له دین څخه دمحمد علیه السلام دی ، لکه داچي خدائ پاک واحد ،لاشريک دئ او لکه داچي نبيان حق دي اوجنت او دوږخ حق دۍ او داسي نور، او دوهم دزړه د تصديق موافق په ژبه په همدغو شيانوسره اقرار کول دي، مګر د زړه تصديق او د خولې اقرار دا فرق سره لري چي که مثلا يو کافر پر يوه مسلمان باندي زور واچوي چي د کفر کلمه ووايه او که د کفر کلمه و نه وايې نو قتلوم دي ، نو دغه مسلمان ته دا جائزاو روا ده چي د کفر الفاظ په خوله ووايي او، په دې وخت کښي دَئ په دې سره نه کافر کيږي خوپه دې شرط چي د زړه تصديق يې پر خپل حال وي . او که کافران يو مسلمان مجبور کړي چي په زړه کښي د کفر عقيده و کړه او دئ همدا ډول و کړي نو بيا کافر کيږي ځکه دلته دَئ معذور نه بلل کيږي په دی وجه چی کافر خو دده پر زړه باندي علم نه لري نوپه دروغو ورته ویلای سي چي ښه دئ په زړه کښي مي د کفر عقيده وکړه . نوبنا پر دغه قول با ندی که يو سړئ په ټول عمر کي په ژبه اقرار ونه کړي او کوم عذر هم نه وي او د زړه تصديق يې برابر وي او په دې حال کښي مړ سي نو دغه سړئ به کافر ګڼل کيږي .

او دوهم قول دادئ چي ايمان عبارت دئ له تصديق څخه د زړه ،او په ژبه اقرار کول د ايمان جزء نه دئ او نه ايمان پر موقوف دئ البته په ژبه سره اقرار کول د دنيوي احکامو د جاري کولو لپاره شرط دئ ، مثلا که يو سړئ په خوله سره هم اقرار په ايمان سره کوي او کلمه د ايمان په خوله هم وايي ، نوبیا دده مؤمن توب و مسلمانانو ته ښکاره وي نو له ده سره په ژوند اومرګ کښي مسلمانان هغسي معامله کوي لکه څرنګه چی ئی له نورو مسلمانانو سره کوی. او که يو څوک په زړه کښي مومن وي او په ژبه يې اقرار نه وي کړئ اوچا طلب د اقرار هم نه وي ورڅخه کړئ نوپه آخرت کښي مؤمن بلل کيږي ، ليکن په دنيا کښي أحکام د کافرپرده باندي جاري کيږي . مثلا که مړ سي نو غسل نه ورکيږي ،لمونځ نه ورکيږي ، دمسلمانانو په مقبرو کښي به نه ښخيږي .پوسه چی په ايمان کښي ځموږ له مذهب څخه پرته نورهم ډیر مذهبونه سته چی تفصیل بی په بل ځاۍ کښي انشاءالله درته راسي .

پوسه چي که يو سړئ په زړه کي ايمان لري اوپه ژبه هم اقرار کوي اوله ګناهونو څخه يې هم ځان ساتلئ وي نو ودغه سړي ته کامل مؤمن ويل کيږي او که يې له ګناؤ څخه ځان نه ؤ ساتلئ نو ودغه سړي ته فاسق او ناقص مومن ويل کيږي او که يو سړئ په زړه تصديق په ايماني شيانو نه کوي مګر په خوله په ايماني شيانوسره اقرار کوي نو و دغه سړي ته منافق ويل کيږي

محترمو مسلمانانوخوندو او وروڼو پر هر مسلمان باندي فرض دئ چي ټول هغه شيان چي سړئ په کافر کيږي اويا دسړي ايمان او عقيده په سميږي له علماؤ څخه زده کړي په ګناه سره د سړي ايمان نه زائليږي ،خو البته ايمان په کمزورئ کيږي اوکه پر ګناه باندي څوک هميشه والئ کوي او توبه نه ورڅخه کاږي نو دا آخر سړئ و کفر ته رسوي او ځيني داسي اياتونه اوحديثونه راځي چي له هغو څخه داسي په ظاهره معلوميږي چي په ګناه سره انسان له ايمانه خارج ګرځي ، خو ددې جواب موږ داسي کوو چي دغه ډول اياتونه او حديثونه يا زَجرًا داسي حکم کوي اويا مراد ورڅخه دادئ چي د ګناه په سبب له کامل ايمان څخه سړئ بې نصيبه کيږي .

همدارنګه پوسه چي د(يؤمنون)لفظ له يمان څخه جوړدئ، ايمان په اصل لغت کښي وامن ورکولوته ويل کيږي بياپه لغت کښي دغه لفظ په معنی دتصديق اودوثوق اوداعتراف کښي مستعمل سويدئ، اود شرعي معنی بيان يې مخکښي تيرسودلته که ديؤمنون لفظ په معنی ديصدقون سي نوکه د بالغيب په لفظ کښي باجاره دتعدية دپاره سی نوبيابه د يؤمنون لفظ متضمن ګرځول کيږي معني دوثوق ياداعتراف لره او که باجاره دتعدية دپاره نسي لکه په هغه صورت کښي چي له غيب څخه مرادزړه سي نوبياودغه تضمين ته حاجت نسته .

( بالغيب )پوسه چي غيب هغه شي دئ چي له موږ څخه غائب وي په شريعت کښي غيب دوه قسمه
دئ يو قسم هغه غيب شيان دي چي نه په عقل معلوميدلائ سي او نه په نقل په دغه قسم غيب يواځي الله پاک عالم دئ وبس داهغه غيب دئ چي په دغه آيت کښي يې ذکر راغلئ دئ .
( وَ عِندَهُ مَفَاتِيحُ الغَيبِ لَا يَعلَمُهَا اِلا هُو ) او دوهم ( ۲) قسم هغه غيب شيان دي کوم چي په عقل سره يا په نقل سره يعني په دليل شرعي اویا په دلیل عقلی سره معلوميدلائ سي لکه وجود د الله اوداچي خدائ يو دئ او بې شريکه دئ او رسولان او نبيان حق دي جنت او دوږخ حق دي او داسي نور .

په ( يؤمنون بالغيب ) کښي له غيب څخه دغه دوهم قسم غيب مراد دئ .
پو ه سه چي ځيني علماء له غيب څخه زړه اخلي ، نو د يؤمنون بالغيب معنی داسي کوي چي ايمان لري په زړه يعني داسي نه وي لکه منافقان چي په خوله يې اقرار او په زړه يې انکار وي .

(ويقيمون الصلاة)
دلمانځه په اړه تفصيلي بيان

محترمومسلمانانولمونځ د الله (جل جلاله ) او د بنده تر منځ يوداسي عظيم او ډير لوۍ تعلق او ارتباط دئ ، اودارنګه يو داسي خوۍ ، خصلت او عبادت دئ چي دده په وجه انسان ته ظاهري او باطني تصفيه ، طهارت او پاکي حاصليږي،او پر ښو أخلاقو باندي و انسان ته باعث ګرځي او له بدو أخلاقو څخه د انسان حفاظت او ساتنه کوي ، او ديني او دنيوي او أخروي ، شخصي او إجتماعي بې مثاله منافع ، ګټي او فائدې پکښي موجودي دي .

حضرت فقيه ابوالليث سمرقندي ( رحمه الله تعالی ) په دې ارتباط يو مبارک حديث ذکر کړئ دئ چي د حديث مبارک متن په دې ډول دئ :

قال رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) : الصلوة مرضاة للرب تبارک وتعالی ،وحب الملائکة وسنة الأنبيآء ونور المعرفة وأصل الإيمان ، و إجابة الدعآء وقبول الأعمال وبرکة في الرزق وراحة للأبدان ، وسلاح علی الأعدآء وکراهية للشيطان ، و شفيع بين صاحبها وبين ملک الموت ، وسراج في قبره وفراش تحت جنبه و جواب مع منکر ونکير ومؤنس في قبره إلی يوم القيامة ، فإذاکانت القيامة صارت الصلاة ظلاً فوقه وتاجاً علی رأسه ولباساً علی بدنه ونوراً يسعی بين يديه وسِتراً بينه وبين النار ، وحجة للمؤمنين بين يدي الرب ( تبارک وتعالی ) و ثقلاً في الموازين وجوازاً علی الصراط و مفتاحاً للجنة ، لأن الصلاة تسبيح وتحميد وتقديس وتعظيم وقرآءة ودعآء ، و إن أفضل الأعمال کلها الصلاة لوقتها .

يعـــني : جناب رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : لمونځ رضا د الله ( جل جلاله ) ده ( يعني د لمانځه په سبب د کائناتو حقيقي واکدار او مالک راضي کيږي ، داد لمانځه له فايدو څخه اوله فائده ده ) .
او لمونځ محبت د ملائکو او فرشتو دئ ( يعني و ملائکو ته لمونځ ډير محبوب کار دئ ، يا لمونځ سبب د ميني او محبت د ملائکو دئ په دې معنی چي يو څوک په صحيح صورت لمونځ کوي نو د الله ( جل جلاله ) فرشتې له هغه سره محبت او مينه کوي ) ..
او لمونځ طريقه د نبيانو ده ، په دې معنی چي هيڅ داسي نبي و دنيا ته نه دئ راغلئ چي دهغه په دين کښي دي لمونځ نه ؤ ، يا دي هغه په خپله لمونځ په ډير لوۍ اهتمام او تأکيد سره نه کاوه ، نو په دې سبب لمونځ له جملې څخه د هغو أعمالو دئ چي د ټولو پيغمبرانو په منځ کښي مشترک وه ،چي يو انسان لمونځ کوي نو دغه انسان د ټولو نبيانو پر لار باندي له دغه جهته تلونکئ بلل کيږي .
او لمونځ نور د معرفت دئ ، يعني د لمانځه په سبب په انسان کښي د الله ( جل جلاله ) د معرفت او د پيژندني نور ښکاره کيږي او قوت او زياتوالئ پيداکوي .

او لمونځ أصل د إيمان دئ ، يعني کوم نيک عملونه چي د إيمان په تقاضا سره مسلمان کوي د هغو ټولو اساس او بنياد لمونځ دئ ، که يو سړئ لمونځ نه کوي نو نور ټول صالح عملونه کوم چي دَی يې کوي له فيض او برکت څخه معطل پاته کيږي او په ټولو صالحو عملو کښي لمونځ د فضيلت او د بهترۍ په إعتبار په اوله درجه کښي قرار لري .

او لمونځ إجابت د دُعا دئ ، يعني د لمانځه د کولو په سبب الله پاک د انسان دعاګاني قبلوي . لکه چي په ځينو نورو روايتو کښي راځي چي : يو له هغو وختو څخه چي دُعا پکښي قبليږي له فرضي لمونځو څخه د فارغ کيدلو وختونه دي .
او لمونځ قبلول د عملو دئ ، يعني د لمانځه په سبب د انسان نور صالح عملونه هم الله تعالی قبلوي .

او لمونځ برکت دئ په رزق او په روزي کښي ، يعني د لمونځ ګذاره سړي په رزق کښي زياتوالئ او برکت الله (جل جلاله ) پيداکوي ..
او لمونځ راحت دئ لپاره د بدنو ، يعني کوم خګ چي لمونځونه په پابندي ، په صحيح صورت سره کوي نو د هغو په بدنو کښي آسوده ګي ـ او راحت پيداکيږي .
او لمونځ سلاح ده پر دُښمنانو باندي ، يعني کوم سړئ چي لمونځ کوي په دې ډول چي د لمانځه په کولو کښي د لمانځه د ټولو حقوقو پابندي او مراعت کوي نو ددغه لمانځه په سبب چي کوم دُښمنان دَی لري پر هغو دُښمنانو باندي الله پاک و ده ته غلبه او برئ ورنصيب کوي ..

او لمونځ کراهِيَت د شيطان دئ ، يعني له لمانځه او لمونځ ګذاره څخه د شيطان ملعون ډير بَد کيږي ، او د لمانځه په سبب و شيطان ملعون ته ډير تکليف او زحمت ورکول کيږي .
او لمونځ شفيع ( سپارښګر ) دئ په منځ کښي د لمونځ ګذاره او د ملک الموت ، يعني کوم وخت چي حضرت عزرائيل ( عليه السلام ) د لمونځ ګذاره سړي روح قبض کوي نو په دغه وخت کښي هغه لمونځ چي په ژوند کي ده په صحيح صورت سره کړئ وي و عزرائيل ته دده سپارښ کوي ، او له دې څخه دَی خلاصوي چي د روح او د ساه د ختلو په وخت کښي کوم ربړ او تکليف وده ته ورسيږي .

او لمونځ سراج ( څراغ ) دئ په قبر کښي دده ، يعني کله چي لمونځ ګذاره سړئ له مرګ څخه وروسته و قبر ته ورداخل کړ سي نو په هغه توره تياره د قبر کښي الله پاک دده لمونځ وده ته ډيوه او څراغ وګرځوي چي په دې ذريعه دَی د قبر د ظلمت او د تيارې له مُشَقت څخه خلاص سي .
او لموځ فراش دئ لاندي تر بغل دده ، يعني د لمانځه په سبب په قبر کښي و لمونځ کونکي ته د راحت او عزت فرش غوړول کيږي .
اولمونځ جواب دئ سره له منکر اونکيره ، يعني کله چي په قبر کښي د سوالو او پوښتنو فرشتې چي نکير او منکَر دي له لمونځ ګذاره سړي څخه سوال کوي نو لمونځ و دوۍ ته دده له طرفه سبب د جواب ورکولو جوړيږي .
او لمونځ مؤنِس او ألفَت ورکونکئ دئ په قبر دده کښي تر ورځي د قيامته پوري ، يعني کله چي لمونځ ګذاره سړئ د قبر و وحشت ته ورداخل کړ سي نو لمونځ له ده څخه د قبر وحشت ليري کوي ، او يو داسي ملګرئ به دده ګرځي په قبر کښي ، کوم چي دده به ډير أنس او ألفت ورسره وي ، او ملګري د لمانځه به له ده سره تر هغه وخته پوري وي کوم چي خلګ به له قبرو څخه د حشرګاه وميدان ته ژوندي راپورته کيږي ، چي هغه د قيامت ورځ ده .بیا کله چي قیامت سي نو وبه ګرځي دغه لمونځ سایه سربیره پرده باندي اوخول پرسردده باندي اوجامه پربدن دده باندي اونور اوروڼا چي ځي به دَی په مخکښي د هغه ، او پرده او حجاب په منځ کښي دده او په منځ د اور ددوږخ .

او حجت او دليل لپاره د مؤمنانو په حضور کښي د الله ( جل جلاله ) او دروندوالئ په تلو کښي د ميزان او تيريدل پر پل صراط باندي او چابي او کيلي د جنت ، ځکه چي بېشکه لمونځ تسبيح ده او تحميد ، تقديس او تعظيم دئ او قرآئة او دُعا دئ .
او بېشکه بهترين د عملو ټولو لمونځ دئ په وخت خپل کښي .
يعني کومي چي مخکښي ذکرسوې هغه د لمانځه هغه فايدې دي چي د لمانځه په برکت په دُنيا او بيا په قبر کښي د قيامت تر ورځي پوري و لمونځ ګذاره ته رسيږي .
او کله چي د قيامت ورځ راسي نو بيا دغه فايدې د لمونځ ګذاره سړي په برکت د لمانځه نصيب کيږي :
اول : دقيامت په ورځ به دغه لمونځ د لمونځ ګذاره لپاره د سايبان په ډول دده پر سر باندي سايه وغوړه وي چي له حرارت او ګرمۍ څخه به د قيامت د ورځي دغه لمونځ ګذاره سړئ په أمن وي .
دوهم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ دده د سر تاج او خولۍ وګرځي .
دريم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ دده د بدن جامه او لباس وګرځي .
څلرم : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د لمونځ کونکي لپاره کله چي دَی و حشرګاه ته له قبره څخه روان وي او دارنګه په نورو ځايو کښي نور او رُڼا سي چي په مخ کښي بې روان وي .
پنځم (۵ ) : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د لمونځ کونکي او د دوږخ د اور په منځ کښي حجاب وګرځي چي په دې سبب به د دوږخ داور هيڅ قسم أثر وده ته نه رسيږي .
شپږم ( ۶) : په دغه ورځ کښي به د الله ( جل جلاله ) په حضورکښي دغه لمونځ د مؤمنانو لپاره داسي حجت او دليل جوړ سي چي د الله تعالی له ملامتيا څخه به مؤمنان دده په سبب نجات پيداکړي .
اوم ( ۷): په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ د نيکوعملو د تلو د دروندوالي سبب سي ، کله چي عملونه د خلګو د ميزان په تلو کښي تلل کيږي .
اتم ( ۸ ) : په دغه ورځ کښي به ددغه لمانځه په سبب لمونځ کونکئ د صراط پر پله باندي په سهولت او اسانتيا سره تير سي .
نهم ( ۹) : په دغه ورځ کښي به دغه لمونځ ولمونځ کونکي ته کلي د جنت وګرځي ، يعني د لمانځه په سبب به وده ته دروازه د جنت خلاصه که سي .

همدا سبب دئ چي د تارک الصلاة لپاره د ډيرو سختو جزاګانو او عذابو ذکر راغلئ دئ تر داسي حده چي امام أحمد بن حنبل ( رحمه الله ) فرمايلي دي چي : يو څوک که لمونځ په قصد سره قضا کړي نو دغه سړئ کافر دئ او قتل يې واجب دئ .
او إمام شافعي ( رحمه الله تعالی) فرمايلي دي : که چا په قصد سره لمونځ قضا کړ نو کافر نه دئ مګر قتل يې واجب دئ .
د تارک الصلاة په شان کښي چي بيخي اسانه لاره غوره کړه سوېده هغه ځموږ د إمام أعظم أبوحنيفه ( رضي الله عنه ) مسلک دئ ، ځکه ده مبارک ( رحمه الله ) فرمايلي دي : څوک چي په قصد سره لمونځ پريږدي نو هغه نه کافر دئ او نه به قتل کيږي ، بلکي اسلامي حکومت به دَی و محبس ته داخله وي تر څو چي توبه ګار ګرځي او يا مړکيږي .

محترمو وروڼو ! په هر کار چي الله پاک يا دالله تعالی رسول ( صلی الله عليه وسلم) خلګ أمر کوي نو هغه کار دغه ډول له ښيګڼو ، برکتو او فايدو څخه ډک وي لکه څرنګه چي د لمانځه په باره کښي وتاسي ته بيان وکړ سو
( ومما رزقناهم ينفقون ) پو ه سه چي ځني مفسرين وايي چي له دغه قول څخه فرض زکوة اداکول مراد دئ . او ځني مفسرين وايي چي هر قسم صرفه ول د مال چي د خدائ پاک د رضا لپاره وي هغه ټول ورڅخه مراد دي . او ځني مفسرين وايي چي دغه قول يواځي و مالي إنفاق ته نه دئ ورشامل ،بلکي هر قسم قوت چي الله پاک و انسان ته ورکړئ وي لکه علم ، مال ، بدن ، اعتبار ، رسوخ ، اوداسي نور ټول په دې قول کښي داخل دي .

دزکات په اړه تفصيل اوبيان .
محترمو وروڼوهر دسالم اودصحیح عقل خاوند چي له تعصب اوله عناد څخه خالي وي اوداسلام دمقدس دین په دغه سپیځلي حکم اوفرمان کښي چي(واتوالزکوة) دَی عقل او فکروچلوي اوکوم مصلحتونه اوګټي چي دانسانیت ، شخصیت ، اجتماعیت اواقتصاد اوددنیا اوداخرت په اعتبارداسلام په دغه مقدس حکم کښي پرتي دي په غور اوپه تعمق دنظر سره ملاحظه کړي اوسربیره پردې په دې اړه وخلګوته د الهي ترغیب اوترهیب هم مطالعه وکړي نوپه حتمي ډول به دزړه له کومي داووايې چي بیشکه داسلام پاک دین په اعلی درجه دمحاسنو اودښیګڼو دین دئ او ټول قبائح اوبدۍ اوناخوالي له اسلام څخه دباندي دي .

اوکه بالفرض له اسلام څخه پرته په بل کوم تهذیب اومذهب کښي څه محاسن او ښیګڼي وجود ولري نوباید داسي ووایوچي هغه یې داسلا م له ویبپاڼي څخه غلاکړیدي، لکه چي په دي اړه زمایوشعر دئ :
اصلي حسن اوکمال ټوله ځمادئ
که زمین دئ که اسمان پردي ګواه دئ
که بیاهم یو څه له تاسره موجود وي
هغه تاوړئ له ماڅخه په غلادئ

محترمومسلمانانو اول داسلام ددغه حکم چي زکات دئ و حکمتواوګټو ته ځیرسۍ :

اول(۱)دزکات لفظ په لغت کي ونماکولوته اوو زیاتیدلوته اوپاکیدلوته اووصلاح ته ویل کیږي ،
چي معني یې له (زکی یزکوزکاة وزکاءً) څخه رااخستله سويې ده .
اوپه شریعت کښي دزکات دلفظ اطلاق پردؤ معناؤ باندي کیږي :

اول اداءکول دهغه حق چي په خاصو مالو کښي په خاصه طریقه سره پرمسلمان باندي فرضیږي اودفرضيدو لپاره یې حَولان دحول یعني تیریدل دکال اونصاب شرط د ئ
دوهم : دزکات لفظ ومال مخرج ته ، یعني هغه قدر مال ته چي پرمسلمان باندي یې دزکات په نیت ایستل له خپله ماله څخه فرض وي هم زکات ویل کیږي په دغه نامه کښي شریعت دزکات وځینو غټو مصلحتو اوګټوته اشاره کړيې ده :

اول( ۱ ) : دزکات د ایستلوپه وجه دزکات ورکونکي په مال کښي نما اوبرکت پیداکیږي
دوهم( ۲) : دزکات ایستلو په وجه دزکات ورکونکي مال کمی نکوي بلکي زیاتیږي اوډیریږي
دریم( ۳ ) : دزکات ورکولو په وجه دمسلمان ومال ته طهارت او پاکي حاصلیږي
څلورم( ۴ ) : دزکات په وجه زکات ورکونکي طاهر او پاک ګرځي ، په دې ډول چي که يې زکات نه وائ اداکړئ نو بيا به ګناه ګار سوئ وائ او د ګناه په نجاست به ملوّث اوککړ سوئ وائ .
پنځم ( ۵ ) : د زکات د ورکولو په وجه د زکات ورکونکي نفس د بُخَل له ناروا خوۍ څخه پاکيږي کوم چي د انسان لپاره په هر لحاظ خرابوونکئ صفت دئ .
شپږم ( ۶ ) : دزکات د ورکولو په وجه زکات ورکونکئ د سخاوت په مُقَدس صفت سره موصوف ګرځي ، کوم چي د انسان لپاره په هر لحاظ له ډيرو کاملو صفتو څخه دئ .
د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي ـ : سخي انسان وخدائ ( جل جلاله ) ته نزدې دئ ، و خلګو ته نزدې دئ ، او و جنت ته نزدې او له دوږخ څخه ليري دئ ، او بخيل سړئ له خدايه ، له خلګو او له جنت څخه ليري دئ او دوږخ ته نزدې دئ .
اوم (۷ ) : د زکات د ورکولو په وجه د زکات ورکونکي مَشاعِر او حواس د مال او دولت د سوچ او فکر له سَلَطې څخه ــــ او دده زړه د دُنيا د ميني او محبت له غلبې څخه نجات پيداکوي ، کوم چي د انسان ټول شريف حيثيتونه بربادوي .
د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي چي امام غزالي رح يې په ( احيآءالعلوم ) کښي ذکر کړئ دئ فرمايلي دي چي :

دوه شرموښان او ليوان چي وږي وي او د پسو ويوې رمې ( ګلي ) ته ور ايله سي ، نو دومره فساد او خرابي نه رسوي لکه څونه خرابي چي د انسان ودين ته دغه دوه صفتونه رسوي :
۱ ـ محبت د دُنيا اومال
۲ـ محبت دجاه او منصب .

اتم ( ۸ ) : دزکات د ورکولو په وجه زکات ورکونکئ له رحمت او شفقت سره د الله تعالی پر مخلوق باندي عادت نيونکئ ګرځي .
نهم ( ۹ ) : دزکات ورکولو په سبب دفع دحاجت د محتاجانو راځي ، او د فقر او احتياج له مشقت څخه په جامعه کښي مجبور خلګ نجات پيدا کوي .
ځينو بزرګانو عالمانو ذکر کړيدي چي عادت د الله ( جل جلاله ) پر دغه باندي جاري دئ چي په هره منطقه کښي الله ( جل جلاله ) دونه غنيان او مالدار خلګ پيداکوي چي که دوۍ په کامله وجه د خپلو مالو زکات وباسي نو په هغه علاقه کښي چي څونه محتاجان او مسکينان وي د هغوۍ ټولو په دغه زکات سره تر بل راتلونکي کاله پوري چلاؤ او ګذاره کيدلائ سي .

لنډه داچي اسلام په دغه حکم کښي هم بې حسابه مَصالح د فَرد او د مُجْتَمَع په فهم کښي نيولي دي .

لفظي ترجمه :

(وَ) او (الذِينَ) هغه کسان (يُؤمِنُونَ) چي ايمان لري دوۍ یاایمان راوړی (بــِـمَا) په هغه يعني په هغه کتاب (أنزِلَ) چي نازل کړ سوئ دئ (اِلَي) وه (کَ تاته یعنی وتاته نازل کړسویدۍ چی قرآن دۍ ( وَ ) او ( مَا )په هغه يعني په هغه کتابو( أنزِلَ) چي نازل کړ سوئ دئ هغه( مِن) له (قَبلُ) مخه یعنی دمخه( کَ) ترتا ، يعني له مخه ترتاپرنورورسولانوباندی نازل کړسویدۍ( وَ) او ( بـِا لآخِرَةِ) په آخرت( هُم) دوۍ ( يُوقِنُون) يقين کوي ( اُلئکَ) هغه خلګ ، يعني هغه خلګ چي ذکر يې وسو چي په غيب ايمان لري او په صحيح صورت لمنځونه کوي بيا تر پايه د ذکرسويو صفتوپوری (عَلی) پر (هُدًی) لوۍ هدايت با ندی یعنی ثابت دی دوۍ پرلوۍ هدایت باندی( مِن ) له ( رَبِّ ) ربه یعنی له طرفه دربه (هِم ) د دوۍ ( وَ ) او ( اُلئکَ) هغه خلګ ( هُم) خاص دوۍ ( المُفلِحُون)هغه خلګ دی چی په مراد رسيدلي دي

تــفــصـــيــل :
يعني او بل به په متقيانو کي دا صفتونه موجود وي چي يو به دوۍ ايمان لري په هغه باندی چي پر تا باندي نازل سوئ دئ ، وتاته راغلئ دئ د خدائ له طرفه چي هغه دغه قرآن کريم دئ ،اودارنګه له قران څخه سوی نور هغه څه دی چي د خدائ له لوري وتاته ويل سويدي ، وحيه يې درته سوې ده .اوبل به په هغو کتابو ايمان لري چي تر تا له مخه پر نورو نبيانو نازل کړه سويدي لکه توراة ، انجيل ، زبور ، اوبل به په ورځ د آخرت ايمان لري ، داسي به نه وی لکه يهود چي وايي چي موږ خپل رسول موسی منو اودارنګه خپل کتاب توراة منو او نور لکه عيسی او انجيل ، حضرت محمد او قرآن نه منو .

اونه به داسي وی لکه نصاری او عيسايان چي د حضرت عيسی او د انجيل د منلو دعوه کوي او نور رسولان او خدايي کتابونه نه مني . اودارنګه د آخرت ورځ يهوديان په دې ډول مني چي هلته به په جنت کښي يواځي يهود وي ، اونصاری يې په دې ډول مني چي هلته به په جنت کي يواځي نصاری وي . دغه دواړه قسمه عقيدې باطلي او د کفر دي . متقيان او مسلمانان هغه خلګ دي چي په صحيح صورت سره په آخرت ايمان لري . هغه خلګ چي په دغو ذکرسويو صفتو موصوف وي پر عظيم الهي هدايت باندي دي . اوهمدغه خلګ په مراد رسيدلي او کاميابه دی هم په آخرت کښي ، اوهم په دنيا کښي .

پوه سه چي کله حضرت رسول اکرم ومدينې منورې ته په هجرت راغئ ، نوپه دغه وخت کښی د مدينې منورې خلګ درې ( ۳) قسمه سول اول صاف او مخلص مسلمانان دوهم سوچه اوپه ډاګه کافران دريم منافقان . مسلمانان بيا درې قسمه وو او ل قسم هغه کسان ؤ چي له مکې څخه و مدينې منوری ته په هجرت راغلي ؤ ، دوهم قسم هغه کسان ؤ چي د مدينې باشنده ګان ؤ اوپه اصل کښي عرب مشرکين ؤ، دريم قسم هغه کسان ؤ چي په اصل کښي يهود يا نصاری ؤ بيايې په اخلاص ايمان راوړئ ، ودغو دريو سره فرقو ته دا قول د خدائ چي ( هدی للمتقين ) ورشامل دئ . اودغه قول چي ( الذين يؤمنون بالغيب ) بیا تر آخره د آيته پوری په صفت کښي د اولودؤ قسمود مسلمانانو نازل سوئ دئ . او دغه قول د خدائ چي والذین یؤمنون الخ ددریمی ډلی دمسلمانانوپه صفت کښی نازل سویدۍ ا و له( الئک)څخه بيا تر ( المفلحون ) پوري د دغو دريو سره ډلو په صفت کي نازل سوئ دئ . او له ( ان الذين کفروا ) څخه بيا تر ( عظيم ) پوري د دوهمي ډلي په باب کښي کوم چي سوچه کافران ؤنازل کړسویدۍ البته په ایت کښی له کافرانوڅخه هغه کافران مراددی کوم چی دالله په علمکښی ددوۍ خاتمه پرکفرباندی وه او له دغه څخه وروسته راتلونکي اياتونه بیا د منافقانو په شان کښي نازل سويدي چي له (ومن الناس من يقول ) څخه بيا تر ( يا ایهاالناس اعبدوا ) پوري دي .

لفظي ترجمه :
اِن) بې شکه ( الذِينَ ) هغه کسان (کفروا )چي کافران سويدي ( سَوَاء ) برابر دئ (عَلَيهِم ) پر دوئ باندي (ءَ ) ايا (أنذَرتَ ) که وويره وې ته (هُم ) دوۍ يعني له عذابه د الله څخه( اَم ) او که ( لَم تُنذِر ) نه و ويره وې ته (هُم ) دوۍ ( لَا يُؤمِنُون) نه راوړي ايمان دوۍ .یعنی بیشکه هغه خلګ چی کافران سویدی یعنی اوپه علم دخدای کښی ددوۍ خاتمه پرکفر باندی ده،برابره دهپردوۍ باندی داخبره چی که ته ای رسوله دخدای له عذابوڅخه ویره وی اوکه ئی نه ویره وی په دی معنی ستانصیحت اوویرَول او نه ویَرول پردوۍ باندی سره برابردی چی پرهیڅ تقدیر دوی ایمان راوړونکی ندی

تــفــصـــيــل اوعلمی خبری
پوسه چی کله چي خدائ پاک داسي و فرمايل چي پر کافرانو باندي ستا نصيحت ودوۍ ته او نه نصيحت ،دارنګه ويرول ستا دوۍ لره او نه ويرول برابر دي نو دلته دوه سوالونه پيداسول اول داسوال چي دغه برابر والئ پر دوۍ باندي په څه معنی مراد دئ ايا په دې معنی مراد دئ چي که ئې ته اې رسوله وويروې هم ايمان راوړي دوۍ ،اوکه ئې نه وويروې هم ايمان راوړي او که په دې معنی چي کې ويره وې ته دوۍ ،اوکه يې نه ويره وې پریوه تقدیردوۍايمان نه راوړي ؟

نوددې سوال جواب الله پاک په خپل دې قول سره وکړ چي ( لايؤمنون ) يعني له دغه برابر والي څخه مراد برابر والئ دئ په دې کښي چي دوۍ ايمان نه راوړي ، نه په دې کښي چي دوۍ ايمان راوړونکي دي .
دوهم : دا سوال پيداکيدی چي اې خالقه ددې څه سبب دئ چي پر دغو بدبخته کفارو باندي ستا د مبارک رسول ويرول او نه ويرول برابر دي ،په دې معنی چي دوۍ ايمان نه راوړي ؟

نوددغه سوال جواب الله پاک په خپل دې قول سره کړیدۍ چي ( ختم الله الخ) چي تفصيل بې راسي ان شاءالله تعالی .
پو ه سه چي دلته دوه سوالونه نور سته چي جواب غواړي هغه په دې ډول دي

اول سوال دادئ چي هرکله چي و کافرانو ته د رسول نصيحت کول ،اونه کول دواړه بې فرقه وو،او فائده يې نه ورته رسوله ،نو بيا ولي خدائ پاک خپل رسول په دي سره امر کړئ ؤ چي ودغوکافرانوته تبليغ کوه ؟
ددې سوال جواب دادئ چي د خدائ پاک په دې کښي يو حکمت دا ؤ چي رسول ته د تبليغ کولو و دغو کفارو ته اجر او ثواب حاصل سي اوبل حکمت پکښي دا ؤ چي د قيامت په ورځ کښي پر دغو کفارو باندي دا بهانه و دريږي چي په دنياکښي و موږ ته حق نه دئ بيان سوئ اورسول نه ؤ راته راغلئ .

همداسبب دئ چي الله (عز وجل)داسي فرمايلي دي چي ويرول اونه ويرول ستاپر دوۍ باندي برابر دي نه داسي چي نسبت ورسول ته هم سره برابر دي .
اودوهم سوال دادئ چي په کافرانو کښي خو زيات داسي خلګ ؤچي اخير يې ايمان راوړئ نو الله څنګه داسي فرمايلي دي چي هغه خلګ چي کافران دي ايمان نه راوړي ؟
ددې سوال جواب دادئ چي په دغه آيت کښي له کافرانو څخه هغه کافران مراد دي کوم چي دالله پاک په علم کښي د دوۍ خاتمه پر کفر باندي وه لکه ابوجهل ،وغيره . نعوذ بالله من سوء الخاتمة .

لفظي ترجمه :
(خَتَمَ) مهرلګولئ دئ ( اَللهُ ) خدائ پاک (عَلی) پر (قُلُوبِ) زړوباندي (هِم) د دوۍ (وَ) او (عَلی) پر (سَمعِ) غوږوباندي (هِمْ) د دوۍ يعني الله پاک د دغو کافرانوپرزړواوغوږوباندي مهروهلئ دئ (وَ) او (عَلی) پر (اَبصَارِ) سترګوباندي (هِم) د دوۍ (غِشَاوََة) پرده ده (وَ) او (لَهُم) دوۍ لره يعني سته دوۍ لره د قيامت په ورځ کښي (عَذَاب) عذاب (عَظِيم) ډير لوۍ ، غټ . يعني داچي د خدائ پاک د رسول خبر په دغوکفارو کښي هيڅ اثر نه کوي ،که هر څونه دَئ نصيحت ورته وکوي بياهم دوۍ ايمان نه راوړي ،داپه دې سبب چي الله د دوۍ پر زړو او غوږو مهر وهلئ دئ ،او د دوۍ پر سترګو يې پرده وراچولې ده ،نو دوۍ نه حق اوريدلائ سي ،او نه حق معلومولائ سي ،او نه حق ليدلائ سي ..

تــفــصـــيــل اوعلمي خبري :
دکافرانو پر زړو اوغوږوباندي د مهر لګولواو دارنګه ددوۍپرسترګوباندي دپردي اچولو مطلب څه دئ ؟
جواب ددې سوال دادئ چي د دغو کافرانو په زړواوغوږو کښي د دوۍ د کفر په سبب الله پاک يو داسي کيفيت پيداکړئ ؤ چي د هغه کيفيت په وجه د دوۍ زړونو په هيڅ ډول حق نه قبلوۍ او نه په حق پوهيدل .. او د دوۍ غوږونو که څه هم په ظاهره خو د حق خبره اوريدله خو دهغه معنوي کيفيت په وجه کوم چي د دوۍ په غوږو کښي الله پاک پيداکړئ ؤ د دوۍ غوږونو نسواۍ کولائ چي حق په داسې ډول واوري چي دا حق دئ او وئې مني دارنګه مراد له دې قوله د الله جل جلاله څخه چي پر سترګو د دوۍ باندي پَرده ده ، دادئ چي د دوۍ د کفراو ګناؤ په سبب الله پاک ددوۍ په سترګو کښي داسي يو کيفيت پيداکړئ دئ چي د هغه په سبب دوئ نسي کولائ چي د حق نښانې او دليلونه په داسې ډول وويني چي حق په وپيژني ، پوه سه چي له دغه کيفيت څخه کوم چي په دغه آيت کښي د خَتَم په لفظ تعبير ورڅخه سوئ دئ په قرآن کريم کښي په نورو الفاظوسره هم تعبير ورڅخه سوئ دئ لکه دررَيْن په لفظ سره په دې آيت کښي ( کَلَّا بَلْ رَانَ عَلَی قُلوبهِمْ . .. .) او لکه د طبع لفظ په دې قول دالله کښي چي ( اُلئک الذينَ طَبَعَ اللهُ عَلَی قُلُوْبِهِمْ) . او لکه د أِغْفال لفظ په د ي آيت کښي ( وَلاتُطِعْ مَن اَغْفَلنَا قََلبَهُ عَنْ ذِکْرِِِنَا ).

او لکه د قَساوة لفظ په دې آيت کښي چي (وَ جَعَلْنَا قُلُوْبَهُمْ قَاسِيَّةً) او ځينو مفسرينو د دغو الفاظو په منځ کښي يو څه فرق هم ذکرکړيدئ .
په يوه مبارک حديث کښي چي د أحاديثو معتمدو کتابو يې روايت کړئ دئ داسي راغلي دي چي کله چي يو انسان يوه ګناه وکړي نو دده په زړه کښي تور ټکئ پيداسي بياچي کله دغه انسان له دغي ګناه څخه توبه ونه کاږي اوبيابله ګناه وکړي نو دده په زړه کښي بل تور ټکئ پيداسي ،تر داسي حده پوري چي دده ټول زړه دغه تور ټکي ونيسي نو دا هغه رَان دئ يعني چي الله پاک په دې قول کښي ذکر کړئ دئ چي ( کلا بَل رَان َ . . . .) . محترمو مسلمانانو کله چي د انسان زړه دغه تور ټکي ونيسي نو بيا ددغه انسان د سموالي او د هدايت امکان نسته اعُوذُ بالله منه ، همدارنګه په يوبل حديث شريف کښي راغلي دي چي دغه زړونه داسي زنګ نيسي لکه څرنګه چی اوسپينه زنګ نيسي يعني د ګناؤ په وجه يو قسم معنوي خراب صفت کوم چي د زنګ په ډول دئ په دغوزړوکښي دانسانانو پيداکيږي يوچا له ده مبارک څخه وپوښتل چي دغه زړونه چي زنګن سي نو بيا به په کوم شي سره بيرته صفا کيږي ؟ ده مبارک وفرمايل چي دمرګ په ډيره يادونه سره او په تلاوت دقرآن کريم سره .

په يوه بل حديث کښي رسول الله فرمايلي دي چي خبردار هر شي لره صفاکونکئ سته او صفاکونکئ دزړو يعني کله چي زړونه په ګناؤسره خيرن اوزنګن سي ذکر دخدائ دئ .
په يوه بل حديث کښي راځي چي بيشکه په جسد ، يعني په بدن د انسان کښي يوه ټوټه غوښه ده ، کله چي دغه غوښه صالح اوسمه سي نو ټول بدن صالح کيږي ،او که دغه غوښه خرابه ، فاسده سي ،نوټول بدن فاسديږي ، خبردار دغه ټوټه غوښه زړه دئ .
محترمو مسلمانانو په نن زمانه کښي د هرسړي ، او د هري ښځي زړه د ګناهونو په سبب کلک سوئ او زنګن سوئ دئ ، په دې سبب چي د خلګو شوق او ميلان وفساد ،او فسق ته ډير دئ ،او عبادت او بندګي د خدائ پاک باندي درنه وي ، او د علماؤ وعظ ، نصيحت هيڅ تاثير نه پکښي کوي .
نوهر مسلمان ته پکار ده چي اول د خپل زړه چاره وکړي په دې ډول چي مرګ ، قبر ، دآخرت حساب ، پر پل صراط تيريدل ، او د آخرت عذابونه ډير ډير په ياد ورولي ، او فکر پکښي وهي ، او دارنګه د قرآنکريم تلاوت ډير کوي ، او ذکر د خدائ پاک ډير ډير کوي تر څو چي په زړه کښي يې نرمي پيداسي او د ګناؤ له خِيرو څخه پاک سي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery