مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


 
زما ترانې
 
زما ترانې ټولې په زهرو لړلې دي.
ولې به نه وي لړلي، ايا تا زما د زنده ګۍ په جام كې زهر توى نكړه؟
زما ترانې ټولې په زهر ولړې دي، ولې به نه وي لړلي ايا زه پخپل زړه كې په زرهاو ماران نلرم؟
ايا له دغو ټولو مارانو علاوه ته زما په زړه كې ځاى نه لرې، اى زما دلداره!
                                    (هاينه )


د هوسونو مرګ
 
زما هوسونه مړه شوه، مګر زه لاژوندى يم.
ما خپل زړه له خوږو او خوندورو روياو څخه وشكاوه اومړنه شوم.
اوس ماته بې له رنځ تېرولو او غم خوړلو نه نور څه نه دي پاته.
زما غلى او چوپ زړه د همېشه دپاره د اميدو له تودوالي محروم دى.
زما د سرنوشت طوفانونو زما د ژوند تر او تازه ګل مړاوى كړ اوس زه يوازې له نا اميدۍ او افسرده ګۍ سره مخامخ يم او د نجات وروستۍ ګړۍ ته ګورم.
زه هغه وچه پاڼه يم، چې منى او خزان يې ليدلى، مګر دا لا په لغړ ښاخ پاتې ده او د ساړه ژمي بادونه يې رېږدوي.     (پوشكين )
 
 

د شاعر حال
 
ترڅو چې د هنر رب النوع تازه طعمه ونه غواړي شاعر غلى او ارام دى.
دى هم د نورو غوندې په خوړو او اوبو پسې هڅه كوي او د وګړو په شان په ډېرو وړوكارونو باندې بوخت وي.
د ده اسماني سرينده غلي وي او هېڅ غږ ترينه نه خيژي.
زړه يې له غم او رنځه فارغ وي او د ژوند له مبتذلو خوښيو سره يې تعلق وي.
لنډه دا چې د جهان بې هنره خلكو غوندې عادي ژوند لري.
كله چې ناڅاپه د هنر رب النوع د شاعر په زړه كې څه واچوي روح يې لكه ګربته، چې له درانه خوبه پاڅېږي ريږدي او له  دغه احمقانه وخت تېرولو څخه خوابدي كېږي.
د جهان له عادي شور او غوغا څخه تښتي او خپل سر د خلكو ناڅيزه بوتانو ته نه ټيټوي، بلكې په ډېر قار او ټينګار له دغه عالمه كناره كېږي. د ډكو سيندونو په موجونو او د ځنګلو په شاعرانه زمزمو پسې روانيېږي.      
(پوشكين)
 
 
شاعر ته
شاعره! د خلكو په ستاينه مه غولېږه! ځكه چې د مدح او تحسين نغاره ژرغلي كېږي.
د احمقانو او بېشعوره خلكو خندا او وينا ته غوږ مه ږده!
تل غلى، جدي او ټينګ اوسه!
ته پادشاه يې بايد د شاهانو غوندې په انزوا كې ژوند وكړې.
ته خپله لاره مه پرېږده او هغه ځاى ته ولاړ شه، چې ستا ازاد طبيعت يې درښيي.
ته د خپلو هغو اندېښنو او خيالاتو محصول، چې په تا باندې ډېر قدر لري خلكو ته وړيا وركړه او په خپله دغه بخشش له چا نه مه غواړه.
اجر او مزدوري مه غواړه، ځكه چې ستا مكافات بې له تا نه بل څوك تا ته نشي دركولى.
ته پخپله د خپل ځان قاضي يې، ځكه چې هېڅوك ستاپه باب كې تا غوندې سختګير نه دى.
اى مشكل پسند هنرمنده! ايا ته پخپل كار پخپله خوښ يې؟ ايا ستا زړه خوشحاله دى؟ كه دغسې وي نو بيا څه پروا ده كه خلك له تا سره دښمني وكړي او تاته بدووايي.
پرېږده چې احمقان د هغه معبد په غولي كې لاړې توكړي، چې په محراب كې يې ستا د نبوغ اور لمبې كوي. پرېږده دوى د خپلې بې عقلۍ په وجه ستا د ځلاند مشعل پايې ولړزوي.
                                                       (پوشكين )
ادب او محبت
 
پام يې نه و، د دې  په ځاى چې په ډېر ادب راته (تاسو) ووايي، په ډېره مينه يې راته وويل: (ته)
په دغه وخت كې د خوشحالۍ او خوشبختي خيال زما مضطرب او پرېشانه روح ونمانځه او عاشقانه مچې يې ترې واخستله.
زه اوس د هغې په مخكې ولاړ يم او يوه شېبه ترېنه سترګې نشم اړولى.
په خوله وايم: اى ښكلې پېغلې (تاسو) څومره په ادب ياست، مګر په زړه كې وايم:
ته پر ما باندې څومره ګرانه يې.
(پوشكين )
 
 
د حقيقت اظهار
 
كه زه د حقيقت په اظهار كې زيان ووينم پروا نشته، خو چې حقيقت زما د چوپوالي په وجه زيان ونه ويني.  
                                                (مترلينګ )


پيغمبر
 
د معنىٰ تنده او تلوسه راسره وه.
په چوپه او غلې بيديا كې لالهانده ګرځېدم.
هغه پرښته چې شپږ وزرونه لري له پاسه راكوزه شوه او خپلې ګوتې يې چې له خوب او خياله سپكې وې زما سترګو ته رانږدې كړې.
ما د وارخطا ګربتي غوندې خپلې سترګې رانونيستې.
د هغې لاس زما د غوږونو له څنګه تېر شو زما په غوږونو كې ناڅاپه يو مرموز اواز پيدا شو.
همدغه وخت ما د اسمان دړه د تپېدو اواز واورېده.
د درياب له موجونو لاندې مې د بحري حيواناتو تګ راتګ وليده.
د كورو په بوټوكې مې د تاك څانګې  او پاڼې ليدې، چې وده كوي او لويېږي.
پرښته زما شونډو ته رانزدې شوه زما هغه ژبه يې رانه پريكړه چې كار يې نيش وهل وو.
بيا يې پخپلو لاسونو چې په وينو لړلي وو يوه بله ژبه زما په خوله كې كښېښوده.
زما په ځيګر يې تېره توره ومنډله زما رپيدونكى زړه يې راوايست او د اور سوځوونكې لمبه يې زما په سينه كې ننويستله.
زه د يوه مړي په شان غلې او بې حركته د بيابان په شګو كې پرېوتم دغه وخت مې ناڅاپه خدايي غږ تر غوږه شو، چې ماته يې ويل: پاڅېږه! سترګې وغوړوه، د خداى فرمان ته غوږ ونيسه او د اجرا دپاره يې سمدلاسه روان شه له بيابانونو او دريابونو نه تېر شه پخپلو خبرو د ايمان اور د خلكو په زړو كې بل كړه!
                                                                                     ( پوشكين )
 
 
 
د نېكانو ارمان
 
د نيكانو لوى ارمان دا دى، چې د سړو جوړولو په كار كې برخه ولري كه څه هم د دوى كار پټ پاته شي او څوك پرې پوه نشي.
                                                                                              (سپنسر)

 
قبر او ګل
 
قبرسره ګل ته ويل:
اى د عاشقانو ګله! هغه د اوښكو څاڅكي چې هره شپه د چرګ غږ او سحر له سترګو ستا په ښكلي بڼه راتويېږي ته پرې څه كوې؟
ګل وويل:
اول ته راته ووايه! هغه چې ته يې هر وخت خپلې ګيډې ته ننباسې څه ورسره كوې؟
قبروويل: ګله! زه له هرې اروا نه چې ماته يې سپاري پرښته جوړوم او اسمان ته يې لېږم.
ګل وويل: قبره! زه دغه اوښكې ورو ورو د عطرو او عسلو په صورت تبديلوم او خلكو ته يې وركوم!            
                           (هوګو)


افتخار
 
دا طلايي سكه چې د دنيا په بازار كې د افتخار په نامه چلند لري هېڅ ګڼمه.
هو! زه ورته په كركه ګورم او له پښولاندې يې كوم.
هغه چې د خپل هنر مزدوري غواړي د ټيټ فطرت خاوند دى.
هغه چې د دغه بازار په سرو او سپينو پسې لېوال دى پرېږدئ، چې دې بې ارزشه سكې ته لاس وغځوي.
دا سكه هغه څوك اخلي چې ځان خرڅوي.
كه ته غواړې چې دغه خلق وپېرې، نو راشه دوى ټول ځانونه خرڅوي.
ته بايد دوى ته يو مناسب قيمت وټاكې او خپله امياڼۍ وشرنګوې.
كه داسې ونكړې، نو د دوى په تقوىٰ اعتراف كوې.
اياته نه پوهېږې چې دوى ټول د تقوىٰ خاوندان دي.
افتخار او تقوىٰ تل اوږه په اوږه وړاندې ځي.
ترڅو چې دنيا شته خلق د تقوىٰ بهاپه افتخار تاديه كوي.
د افتخار د سكې اواز دې، چې دنيا يې په پښو ودرولې ده.
ماپرېږدئ، چې د جهان د پرهېزګارانو په مقابل  كې بد معامله اوسم.
پرېږدئ چې زه د افتخار خاوندانو ته هېڅ ښكاره شم.
زه چې ځان د دغسې خلكو په مخكې وينم زړه مې خپلې اندازې نه زيات د حقارت تمنا لري.
زه دغه طلايي سكه چې د جهان په بازار كې رواج لري او د افتخار په نامه يادېږي هېڅ ګڼمه او په نفرت ورته ګورم.
زه اوس د افتخار او تقوىٰ غوندې وړو څيزونو په مخكې نه يم ولاړ.
زه دغه وخت له ډېرو لويو حقايقو سره مخامخ يم، چې يا بايد غلى او چوپ پاته شم يا بايد ډېرې لويې خبرې وكړم.
اى زما پوهې او هوښارۍ! راشه هغه څه ووايه چې د نورو په فكر كې نه راځي.                                
                   (نيچه )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery