مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کابل مجله


ستا شان
 
كه زه ښه وكړم  ته راسره ښه كوې كه بد وكړم د بدو سزا راكوې.
كه ستا مينه زما په زړه كې پيدا شي په محبت راته ګوري.
كه زه بې مينې شم ستا مهرباني كمېږي.
ستا د رحمت بارانونه په ماباندې هغه وخت ورېږي، چې زما په زړه كې رحم وي.
زه چې هرڅه وكړم ته هماغسې را سره كوې.
كه څوك په عذاب كړم په عذابوې مې. كه ستا په امر او ستا په نامه چاته څه وركړم په عوض كې ډېرڅه راكوي.
زما نېك بختي زما په عمل اړه لري او جنت يا دوزخ ته تګ زما د ښه عمل او بد عمل نتيجه ده.
زمونږ عقل او فكر همدغه دى، مونږ چې تا ته پخپله آيينه كې وګورو ستاپه باب دغه راز فكر كوو، كه مونږ ځانته ونه ګورو ستا لوى شانته وګورو ته زمونږ له خيال او فكر نه ډېر لوى يې او ستا لويي مونږ پوره نه شو ليدى.
ستا ذات او ستا شان زمونږ له عقل او فكر نه ډېر اوچت دى. مونږ چې د ځان غوندې خلكو دپاره كالي نيسو او هغه د سر په سترګو نه وينو يا لنډ وي يا اوږده. ستا كارونه زمونږ په خيال او فكر كې نه راځي او بس همدومره پوهېږو، چې ته مونږ غوندې نه يې، مونږ ډېر واړه او كوچني  يو او ته ډېر لوى يې، چې په وهم او قياس كې نه ځايېږي.
دا زمونږ كار دى، چې د ښو په مقابل كې ښه وكړو او د بدو په مقابل كې بد، كه مونږ څوك ووهو حاكمان مونږ وهي، كه مونږ د ځمكې په لمن كې غنم وشيندو او اوبه وركړو ډېر غنم  راكوي او زمونږ اب و دانه ځمكه بې عرضه  نه پرېږدي.
كه د يوه نيالګي پالنه او روزنه وكړو ډېره خوږه ميوه او يخ سيورى راكوي كه سوداګر ته پيسې ولېږو څه چې وغواړو راكوي يې،كه له يوه ماشوم سره مينه وكړو له مونږ سره مينه كوي ستا شان له مخلوق نه اوچت دى. ستا اراده زمونږ د ارادې تابع نه ده.
ستا كړه زمونږ له كړو نه پيدا كېږي.
ستامحبت زمونږ له محبت نه وروسته نه دى.(١)
 
 
 


له مدرسې نه ايستل
 
استاد وويل: ځان وړوكى وګڼه او د لويوالي خيال له سره لرې كړه!
شاګرد حيران غوندې شو او په ډېر احترام  يې وويل: كه سړى ځان صغير وګڼي او روژه وخوري، څوك به يې نه ملامتوي؟ ايا د حقيقت په مخ پرده اچول څه بدكار نه دى؟
استاد: ته زما په مقصد پوه نه شوې، زه وايم لويي ښه نه ده:
ځانته په حقارت كتل ښه كار دى، سړى بايد خپل ځان له هر چانه ټيټ او ښكته وګڼي، كه غواړې چې په رښتيا لوى سړى شي په مانا كې ځان وړوكى وګڼه او په لوى نظر ځانته مه ګوره!
شاګرد: دا څنګه كېداى شي چې سړى يو ځل پوه شي چې لوى يم او بيا پخپل نظر كې ځان كوچنى ماشوم كړي كه دا كار ممكن وي او په رښتيا يوه لوى سړي ته ځان وړوكى او حقير ښكاره شي، نو بيا هېڅ كله نه شي لويېداى.
هغه چې ځانته په درانه نظرنه ګوري، په سپكو كارونو نه شرمېږي او لوى لوى  كارونه نه شي كولى. سړى بايد ځان لوى وګڼي او لوى مسوليت قبول كړي. شاګرد ته استاد يوڅه وويل او عصر و زمانې بل سبق وركاوه، استاد په تنګ شو او خپل شاګرد يې د شيطان په نامه له مدرسې نه وايست.(١)


انسان څه غواړي؟
 
کوم انسان او څنګه انسان؟ د پوښتنې سړى بايد معلوم شي، چې څوک دى او څه دى او څه شى ته زيات احتياج لري. که مونږ دا پوښتنه له کوم  ړانده نه وکړو خبره دمخه فيصله ده، چې ړوند له خدايه څه غواړي؟ دوه سترګې، همدرانګه يو وږى په اوبو پسې هڅه کوي رنځور وايي:
روغ صورت پاچايي ده او د صحت خاوندان نور نور څه غواړي.
دا پوښتنه ډېرې ډډې او اړخونه لري، تاسې هېڅکله داګمان مه کوئ، چې ليکونکى دکوم مريض تپوس کوي ياله کوم وږي تږي سره کړېږي.
دا سوال له دغسې ضروري او بديعي خوايجو نه هغه خوا ځاى لري. د عشق په لېونيو پورې هم ځه ارتباط نه لري، ځکه چې د هغوى ليلې مغلومه ده او پوهېږو، چې د ګلزار بلبلې سره ګلونه او پتنګان بلې ډيوې غواړي.
دا پوښتنه له هغوکسانو څخه ده چې په تن پټ او په نس ماړه دي، د عقل او بصيرت دعوې کوي او په انساني مطالبو کې لږه ډېره مطالعه لري يا په ملايي تعبير له ماکولاتو نه معقولاتو ته رسېدل دي، مګر دلته هم ښايي چې ټول يو راز جواب رانه کړي يو به وايي زه د ملت او وطن سعادت غواړم بل به خبره دبشريت خواهۍ  ته ورسوي او له عصري ريا کارۍ نه به کار واخلي، دغه راز غټې دعوې هر څوک په رښتياو نشي کولى  او په دنيا کې ډېر لږ خلک دي، چې دغه راز عالي شعور به لري، نو د دې  دپاره چې د دغسې لويو دعو مخه ونيول شي، يو ټکى په خپله پوښتنه کې زياتوو او وايو:
ته د خپل ځان دپاره  څه غواړې؟ ډېرې پيسې؟ که نوم او شهرت؟ عزت او اعتبار ته ډ ېراحتياج لرې، که له دې حده تېر شوې يې او غواړې چې د عالم له شور و شره ځان ليرې كړي او د علم او معرفت په دنيا کې د حقيقت رڼا ولټوي، هغه خوند چې دنيادار يې په جاه وجلال، زينت او ارايش، خوږو او خوندور شيانو کې پيدا کړي؟
رښتيا ووايه! چې ته څوک يې او څه غواړې؟ دا وروستۍ دعوه هر څوک نه شي کولى او هر سړى دغسې نه شي کېداى له ډېرو ډوډۍ غړپو او وچو ماديونو څخه اورو" تواضع کم کن و در مبلغ افزاى) ځينې نور لا وايي (مرا نان ده، کفش بر سر بزن) همدغه راز اشخاص دي، چې په دنيا کې عموميت او کثريت لري يا په بل عبارت وطنونه ترې ډک دي په هر ځاى او هره طبقه کې چې ګورو په همدغه شي پسې هڅه کېږي او د ټولو كوښښونو غايه همدغه شى دى. چې مال او دنيا يې بولي، که تاسې د هر چازړه ته غوږ ورنژدې کړئ په ډېرو سينو کې همدغه  څه ترينه غواړي، هر زيارت لره چې ځي مراد يې همدغه شى وي او په بتخانه او حرم کې همدغه ورکه لټوي. څوک يې د دلبرو د صدقې دپاره غواړي او څوک يې اصلي معشوقه بولي. ډېر لږ کسان دي چې دمال او دنيا په سيوري کې نوم او شهرت عزت او اعتبار هم لټوي او د چا ګوښو ته سرونه نه نيسي، يعنې د نورو تواضع او پيسې دواړه غواړي او په يوه کمبوت هم نه راضي کېږي دا راز خلک خپل ځان له تش ماديت نه پورته ګڼي او په يوازي پيسو نه خوشالېږي، مګر له پيسو هم زړه نه شي صبرولى او په تش نوم نه غوړېږي دوى وايي.
هغه نه يم چې په مال به افتخار کړم
يا د تش نامه دپاره به هر کار کړم


 

دوى مال او دولت د راحت او اسايش، عيش وعشرت دپاره غواړي او د افتخار دپاره يې نورو څيزونو ته زړه کېږي.
دا هغه خلک دي چې په دنيا کې دوه برخې غواړي، يعنې له شلو زامنو سره دنجلۍ مېرمن هوس هم لري، دوى په ظاهره وايي (ادمى فربه شود از راه گوش) مګر د نوش فکر هم تل ورسره وي او ثنا وصفت سره مال او دولت ګډ او مخلوط غواړي، همدغه راز خلک په دنيا کې اکثراً کامياب وي او د مهارت خاوندان بلل کېږي، د دوى شاوخوا ډېر خلک راټولېږي او له هر چاسره سر خوځوي، د دوى په مجلس کې خواږه او تروه شيان، کتاب او کباب، د اخرت فکرونه او دنيايي نعمتونه هرڅه وي او هر ډول خلک ورته راځي، د داسې کسانو مستخدمين زښت ډېر وي، مګر هغوى په ځان نه پوهېږي او نه وي خبر چې مونږ څومره خدمت کوو او له څه راز تسخير لاندې راغلي يو همدغه طبقه ده چې د جهان ګډې وډې ښه او بد د دوى لاس کې دي او څه چې غواړي هغه کوي، همدوى د نورو خلکو وليان او وصيان وي او د دنيا ظاهرې متصرفين ورته ويلى شو.
له دې کسانو نه چې تېر شو او سترګې وغړو، چې له دې دوه صنفونه هغه خوا هم څوک شته چې درېيم صنف وباله شي که يه؟ نو ډېر لږ او بيخي لږ کسان وينو چې هغه له دې سطحې نه ډېر پورته دي، مګر له عمومي نظره لويدلي او هرڅوک يې نه ويني، دا راز خلک هماغه کسان دي چې يوه علمي فکر کې ډوب تللي او نور هر څه يې هېر کړي دي، په ظاهره په دې نړۍ کې اوسېږي، مګر شپې ورځې يې په بل عالم کې تېرېږي، په هغو شيانو چې مونږ خوشحالېږو يا خپه کېږو دوى نه خبرېږي او څه چې نور خلک يې ارزو لري دوى يې نه غواړي دغه راز فلسفيانه يا شاعرانه مزاج، چې په هر چا کې پيدا شي هغه بيا له دې عالمه د شوق و ذوق په لحاظ بېلېږي هغه د دې  عالم په بدبختيو او غمونو ژاړي، مګر د خپلو اوښکو اجرا له دوى نه نه غواړي، د هغه ټول کوښښ د پوهېدلو دپاره وي او پوهه پخپله يو داسې حقيقت ګڼي چې نور ټول خواهشات او لذتونه مغلوبوي، څوک چې دغه ذوق او دا تصور رښتيا پيداکړي هغه بيا په دنيا کې بل هېڅ شى د لوړوالي او ټيټوالي معيارنه ګڼي، دغه بډايي يا دنيوي عزتونه او عبارات چې نورو ته د تعظيم سرونه ټيټوي د ده په نظر کې هېڅ قدر او قيمت نه لري او نه په دغسې شيانو کې له چاسره رقابت او حسادت پيدا کوي، دا راز کسان هېڅکله خپله پوهه او معرفت چې د لوى خداى يوه لويه عطيه ده او له قراني هداياتو نه رڼا اخلي ددنيا په قليله متاع او لږو پېسو نه خرڅوي، ځکه چې له دغسې زيانمن تجارت څخه خداى هم انسان منع کړى دى. علم او پوهه د انسان هغه شرف دى چې خرڅول يې لوى عيب دى. هغه کسان چې دې تجارت ته زړه ښه کوي او خپله بينايي خرڅوي ړانده دي او د بينايۍ په قدر نه پوهېږي. يو پتنګ هېڅکله يوه بله ډيوه د دنيا په مال نه پلوري، ځکه چې په ده توره شپه راځي او په تورتم کې ژوند نه شي کولى او هېڅ وخت هغه کيف د دنيا په سروګلوکې نه شي پيداکولى.
اوس ډېرکسان په دې عقيده دي، چې د انسان اصلي او حقيقي فايده مال دى او ځينې نور ورسره جاه و جلال هم ملګري کوي، دوى وايي: نور ټول شيان د همدغې غايې پټ او ښکاره وسايل دي، چې د همدغه مقصد دپاره انسان استخداموي.
څوک چې دا وايي ښايي چې هغه به خپلې آينې ته ګوري او د عامو وګړو په روش او خوي او مزاج باندې  په استناد کوي.
نو راشئ چې د انسان په فطرت او طبيعت کې مطالعه پيل کړو او وګورو، چې انسان څوک دى او څه غواړي؟ دا خو څرګنده ده چې د مال حب او د تملک مينه د ده په غرايزو کې داخله ده، په خپل ژوند او حيات کې دغه شي ته احتياج او ضرورت لري.
 دى هېڅکله داسې نه شي کولى چې په تشو نندارو يا تصوراتو شپې ورځې تېرې کړي او له نغري نه يې هېڅ دود پورته نه شي، مګر له دې حقيقته هم انکار نه شو کولى چې د ده په غم او خوشحالۍ، سعادت او شقاوت کې نور شيونه قوي تاثير لري او يوازې مال دى نه شي قانع کولى، د نورو ملتو حال احوال يوې خواته پرېږدئ يوازې د پښتنو ژوند تحليل کړئ، چې دوى د دنيا مال ته په څه نظر ګوري او څه راز تعبيرات ورځنې کوي. زه دلته يوازې د خوشال خټک يا حميد او نورو پښتنو شاعرانو په بيتونو استناد نه کوم، چې هغوى پښتانه راښيم چې په دنيا پسې شپه او ورځ سرګردانه دي په هلو ځلو او ډېرو خواريو يې لاس ته راولي، مګر د ننګ وغيرت په ځاى کې دخپل عمر ټوله خواري بربادوي او هېڅ ورته نه پاته کېږي، نو لږ څه ښار او بازار ته واوزئ او د ملت په طبيعت کې ننوزئ يوازې د دوى د دنيا سرګرداني په نظرکې مه نيسي، بلکې د سرښندلو او مال قربانولو په وخت کې يې وګورئ، چې دوى څه غواړي او څه کوي؟ يوه وړه طعنه يا يو شاباس او افرين په دوى څومره اثر لري او څه راز ايثار او قربانۍ ته يې حاضروي.
نو د اکثريت او عموميت په لحاظ هم ويلي شو، چې خلکو په مال او دنيا ايمان نه دى راوړى او اصلي غايه نه ده، ډېر خلک شته چې له خوارۍ ژرنده، ستايي او له کبره مز نه اخلي، مال او دنيا دلاس خېري او د هندو ږيره بولي، دپښتون او پښتونولۍ په مفهوم کې نور شيونه داخل ګڼي او هغه بډايان چې يوازې پيسې لري په نورو نومو يادوي، د انسان شرف او اهميت په نورو حقايقو پېژني او يو شتمن سړى مجبورېږي، چې د مال په قربانۍ خپل ځان هغې اصلي غايې ته ورسوي، دغسې چې يو مسلمان په خپل مخکې يوه قبله او کعبه لري، چې د مال په زاد و راحله ځان رسوي او هغه د خپل سير او سفر غايه ګڼي. هر ملت پخپله ذهني او معنوي دنيا کې هم يوه لوړه غايه لري، چې د مال توښه ورته ضرور ايسي او د مال پيداکولو علت يې غايه ګڼل کېږي، په ډېرو ممالکو او ملتو کې ګورو چې ډېرکسان خپل لوړ منصبونه او لوړ مراتب پرېږدي، مګر خپله يوه نظريه او مفکوره چې ښايي هېڅ مادي منافع به پکې نه وي نه پرېږدي.
وروسته تر دغسې ډېرو فکرونو، چې په انساني نړۍ کې يې کوو او مختلف طبقات په نظر کې نيسو، يعنې له زيد و عمر نه تيريږو او بشري مفهوم ته ګورو حيرانېږو، چې انسان څه غواړي او څه غايه لري؟ که په يوه ملت کې دغه غايه درک شي او د يوې عميقې مطالعې په اثر کې دغه نفسي او روحي راز او شر ښه تعين شي، نو د هغه ملت په نهضت او ويښولو کې ښه کار ورځنې اخيستل کېږي او همدغه راز نبض پېژندل د يوه ملت د پوهانو او رهبرانو اصلي وظيفه ده، چې په اجتماعي حيات کې خورا ډېر دخل او تاثير لري، څوک چې د يوه ملت شايق کېږي هغه بايد په دې پوه شي، چې دغه ملت څه غواړي؟ او له همدغه پوهې استفاده وکړي.(١)
 
 
 
 
 
کارونه
 
ځينې کلمات شته، چې که سړى ورځنې به نورو کلماتو تعبيرکوي او حقيقت يې لټوي معنىٰ يې ګرانېږي او داسې مثال لري لکه چې سړى دلاس غوټه په خوله خلاصوي يا له رڼا نه تيارې ته ځي، دا ځکه چې د بشر پوهه او معرفت  بې د الفاظو د زده کړې څه بل شى نه دى، نو که انسان الفاظو او کلماتو ته قانع نه شي يو اسانه او عام فهمه مفهوم هم مشکلېږي او د هغو کلماتو تعبير، چې لوى او واړه، پوه او ناپوه يې په ورځ کې له سلو ځلو نه زيات وايي هم څه اسانه کار نه دى.
کار هم له همدغسې کلماتو څخه يوه کلمه ده چې که تعبير يې په فعل او عمل سره وکړو په لوى لاس يې معنىٰ پټوو او د بني اسرائيلو غوا ورځنې جوړېږي.
که ووايو کار د غړو او لاس و پښو حرکت دى، نو يو ګوځنډ وهلي سړي خو شپه او ورځ په حرکت کې وي، مګر څوک يې کاريګر نه بولي، ډېر خلک دي چې خوشحال ګرځېدل کار نه ګڼي او خبرې هم د کار جانب مقابل ګڼي، مګر ځينې کسان يوه ځاى ته د چا خبرې وړي او وايي هلته کار لرم. يو سړى ځاى په ځاى ولاړ وي او د يوه شي حفاظت او مراقبت کوي، مګر دغه درېدل اوکتل که څه هم هېڅ حرکت به پکې رانه شي کار باله شي.
که ووايو د انسان هغه عمل او حرکت دى چې د يوې فايدې دپاره وي دلته له کارنه د فاېدې پېژندل ګرانېږي او ډېر بې فايدې کارونه چې خلک کار بولي کار له تعريفه وزي.
که کار ته په لغوي او صرفي عينکو وګورو، نو ځينې صرفي او ګرامري افعال د کار د فعل په معنىٰ شته چې د انسان قصد او اراده په کې هېڅ دخل نه لري، لکه لوېدل، رنځورېدل، مړه کېدل چې څوک يې په کار کې نه حسابوي، بلکې ځينې افعال لا بيخي په انسان پورې هېڅ ربط او تعلق نه لري، لکه د کاڼو ماتېدل، د پاڼو رژېدل، د بوټو لويېدل او داسې نور.
که ځينې فکري او دماغي کارونه په نظر کې ونيسو، نو بيا مجبورېږو، چې تصور ته هم کار ووايو او په يو خيالي وجود ورته قابل شو، چې د حادثې  او واقعې له دايرې نه هم کار خارج وبولو.
دا لغوي بحث او تحقيق به په همدغه ځاى پرېږدو او کارته به د اجتماعي مفاد او مصليت په سترګه وګورو چې کار څه شى دى؟ دا چې خلک وايي فلانکى د کار سړى دى يا د ملت، جامعې او مملکت دپاره ښه کار کوي څه معنىٰ؟
په دې لحاظ نو کار يو بل راز مفهوم پيدا کوي او ډېر افعال لکه خوب و خندا څښل او خوړل د کار له مفهوم وزي او يوازې همدغه افعال پاتي کېږي، چې په اجتماعي نظام کې پوره دخل او اغېزه لري. که يو سړى يوې کوي يو بل هم قلم را اخلي اخبار ته مقاله ليکي هغه بل ناست وي د اجتماعي چارو د بهبود دپاره فکر کوي هر يو کار کوي او دکار سړي بلل کېږي.
 هو! دا ټول کارونه دي، مګر د ټولو اهميت يو راز نه دى ځينې کارونه به وي، چې خولې په کې نه تويېږي، غړي به پکې ډېرنه ستړې کېږي، مګر قدر او قيمت به يې ډېر وي، دغسې دنيا کې سره او سپين جوار او غنم خر مُهرې او نعلونه تفاوت لري، د انسانانو کارونه هم جګ او ټيټ قيمتونه لري او ټولې چارې يو له بله برابرې نه دي.
هغه کارونه چې پوهه او فکر په کې خرڅېږي له پنډونو چلولو او کاڼو ماتولو نه زيات اهميت لري، کوم کار چې هرڅوک يې کولى شي او هغه کار چې ډېره موده تعليم غواړي هېڅکله نه برابرېږي.
د کارونو د قيمت دپاره دوه اصلي معياره موجود دي، يو ضرورت او احتياج بل دکار کوونکو ندرت او لږوالى.
 ضرورت او احتياج په يوه ملک کې فرق کوي کوم خلک چې له علم او معنىٰ سره ښه نه وي اشنا شوي او عرفاني ذوق نه وي پيدا کړى هغوى علم و معرفت ته خپل ضرورت او احتياج پوره نه حس کوي او عرفاني رجال په کې ډېر قدر نه شي پيدا کولى، هغه جوامع چې د وضعيت په قيمت نه وي پوه شوي هلته د نفيسو صناېعو خاوندان له نورونه څه زيات امتياز نه لري.
په يوه محيط کې چې هر څوک په مادياتو افتخار کوي هلته د فضيلت خاوندان حقېر وي، ځکه چې احتياج ورته نه ليدل کېږي که څه هم انسان په هر وخت کې ورته احتياج لري، نو که د ضرورت او احتياج په ځاى د ضرورت او احتياج احساس او ليدل معيار کړو بهتره به وه، ځکه چې بې احساسه احتياج هېڅ تاثير نه لري. په ځينو ځايو کې چې خلک ديوه مکتب معلم ته خپل ضرورت او احتياج نه ويني او په دې نه پوهېږي چې علم او پوهې ته شديد ضرورت موجود دى هغوى تعليم او ښوونه کوم قيمتي او مهم کارنه ګڼي او په اصلي کارونوکې يې نه حسابوي.
سړى چې ديوه مملکت علمي، ادبي، اداري او عملي کارونه په نظر کې ونيسي او د هر کار په قيمت او اهميت کې غور وکړي هغه پوهېږي، چې په محيط کې کوم ډول کارونه اصلي ګڼل کېږي او کوم فرعي دي. اداره مهمه ده که علم؟ ادب ډېر قدر لري که معرفت؟ نو په دغو چارو کې چې هر کار مهم او اهميت يې هم زيات وي. له همدې لامله هغه څوک چې په غرونو کې د رمو اداره کوي له هغه چانه زيات اهميت لري چې په کور کې مېږې او رمې ساتي. په کوم محيط کې چې خلک د کامل تهذيب او صحيح تربيت خاوندان وي هلته د يوې قوي ارادې خاوند ته دومره احتياج نه وي، لکه په غير مدني اقوامو کې چې وي، همدغه سبب دى چې په علمي دوايرو کې اداره خپل قيمت کموي او علمي اقتدار زيات اهميت پيدا کوي.
همدغه شان په کومو هېوادونو کې چې ادب په علم او احساس تعقل غالب وي هلته ادب له علم نه زيات اهميت لري او ادبي رجال له علماو نه بر کښېني، يعنې لکه چې په يوه مکتب او مدرسه کې ديوه عالم او معلم وينا قيمت لري په يوه باغ کې د بلبلو نارې قدر لري او د محل ومحيط کارونه لوړېږي او ټيټيږي. څومره چې په يوه سيند او درياب کې موجونه او طوفانونه زيات وي هغومره د کښتۍ او کښتيبان اهميت زيات وي، مګر په وچه ځمکه کې ورته هغه قدر نه پاته کېږي؟(١)


وده او تکامل
 
بابه جانه! هغه وخت چې زه نه وم ته وې، مګر د چا پلار او بابا نه وې.
هو، ته هماغه وخت بابا او دادا شوې چې مونږ راغلو او ستا شاو خوا راټول شوو، خلک وايي چې بې اولاده هم څوک پلار کېداى نه شي او نه څوک بې لمسيانو بابا کېدى شي. رښتيا چې په اجتماعي دنيا کې يوازې توب هېڅ مانانه لري او مشرهم کشر ته زښت ډېر محتاج دى. هغه وخت چې تا کور او کډه زامن او لمسيان نه درلودل ته دغه څوک نه وې، چې نن يې، ته په هغه  وخت کې يو زړى وې، مګر نن سمسور باغ شوې او خوندورې خوږې ميوې لرې.
ته اوس د بلبلو کور او ستا په ګلزار کې د ژوندانه شور او غوغا پيدا شوه، مګر پخوا لکه يو مړ جسد په خاورو کې پروت خورا کوچنى وي.
څنګه چې پخواله مانه پلار او بابا نه وې دغسې د کوچنيتوب په وخت کې ځلمى او د نطفه توب په وخت کې ژوندى نه بلل کېږي.
که دغه څانګه او شاخونه له تانه لرې شي بيا هم تاته څوک ونه، نه وايي او ستاپه حيات کې هېڅ برګ و بار نه پاته کېږي ته بيا د پسرلي له فضانه څه برخه لرې او نه د هوا مرغان دغسې سر پرېکړو ونو ته راښکته کېږي، په رښتيا چې ستا ژوند په مونږ باندې دى او بې له مونږ نه ژوند نه شې کولى، لکه چې مونږ بې له تانه خپله تازګي او حيات نه شوساتلى، که کله زه ستا د مهربانۍ شکريه کوم او ځان بېل ګڼم دا به زما لويه ناپوهي وي، ځکه چې زه له تانه هېڅ بېلتون نه لرم او په هېڅ راز نه شم بېلېدلى.
د دې  شينکې باغ ټولې ونې له همدغې ځمکې پيدا شوي له په همدغه خاورو کې وده کړې ده، مګر د دې  ځمکې ښايست او قدرهم په همدغو ونو پورې تړلى دى، که دغه نيالګى دلته نه واى روزل شوي، دې وچو او سپېرو خاورو به دا قيمت نه درلود، نو د دې ځمکې څه احسان په دې ونو نه شته، بلکې دا ځمکه له سوري لاندې ژوند کوي.
که کومه غټه ونه خپلو څانګو او ښاخونو ته وده (نشو ونما) قوت ورکوي نه په خپله غټوالى او لويوالى کې کوښښ کوي، هسې  نه چې له  کوم بل شي سره احسان کوي دغه راز مرسته، خو زړه هم له نورو غړو سره کوي، مګر څه احسان نه باروي، دې نه بايد فياضي ونه وايو، بلکې غټېدل او لويېدل يې تکامل بولي. د باغ خاوند په دې ښه پوهېږي چې دغه ونه د ښورې په ځاى سړي ته خوږې ميوې ورکوي، ځکه ورته انبارونه راچلوي او تربېه يې کوي.(١)
 
 
 
ماشومان
 
مونږ ناست وو. ماشومان زمونږ له څنګه نژدې په لوبو مشغول وو.
کله به يو له بله په هسې خبره ونښتل، چېغې به جګې شوې، ژړا انګولا به وه، کله به د خندا شور او زوږ دومره او چت شو، چې په عذاب  به يې کړو.
يوه به چې د بل د لوبو شيان ګډوډ کړه هغه به په قهر شو کنځلې به يې کولې او هرڅه به يې ويل.
زمونږ پام نه و يو راپاڅېده د بل مخ يې شوکارې کړ د هغه پر مخ ويني روانې شوې او له مستۍ نه جنګ جوړ شو.
مونږ ويل خېر دې واړه دي نه پوهېږي.
هو! ماشومان واړه دي، مګر دومره واړه نه لکه مونږ چې د لوى خداى په حضور کې کوچنيان يو، د ماشومانو پوهه له مونږ نه لږه ده، مګر زمونږ پوهه د هغه په نسبت ډېره لږه ده زمونږ لوبې هم د وړو غوندې دي زمونږ خندا او ژړا هماغسې ده، ماشومان پوهېږي چې دوى واړه دي، مګر مونږ په خپل کوچنيتوب هم نه پوهېږو په رښتيا چې مونږ له ماشومانو نه واړه يو او زمونږ خداى ډېر لوى دى.
مونږ بايد خوشحاله اوسو، ځکه چې خوشحالي د ماشومانو مال دى.(١)
 
 
 
 
ريا کاران
 
د کاغذ په ګل بلبلې نه ټولېږي
بې مېوې دى باغ وبڼ د ريا کار


 

ريا کار يوازې هغه نه دى چې په ډېرو نفلونوځان ستړى کړي او بې له دې نه چې خلکو ته ځان وښيي په کې يې د عبادت سره هېڅ مينه نه وي، هغه څوک چې له خپل کار او وظيفې سره اصلي علاقه نه لري او يوازې د خپل امر يا ځينو نورو کسانو د غولولو دپاره خپل ځان د کار شين ټاکو ښيې داهم ريا کاري ده، خو دومره خبره ده چې هغه له خداى سره او دى له خلکوسره په خپل ګمان چل او ټگي کوي، ډېر کسان شته، چې په مجلسونو کې له ډېر کار نه شکايتونه کوي او ځان داسې ښيي چې ټول کارونه همدى کوي او دنيا د ده په ښکر ولاړه ده، دغه راز خلک هم اکثراً ريا کار وي او په حقيقت کې هېڅ نه کوي. ځينې نور دا راز اشخاص هم شته هر ځاى په يو مخصوص وضعيت چې يو عالم درد او تاثير ورسره ملګرى وي اجتماعي بحثونه شروع کړي او دا څرګندوي، چې يوازې همدې د وطن خواهۍ او وظيفه شناسۍ او پاکنفسۍ غوره نمونه ده او بس.  هر څوك ګمان کوي چې که دغسې صحيح اشخاص او باحرارته ځلميان زيات شي ټول کارونه به ښه شي او هر څه به ترسره شي، مګر خداى خوخبر دى چې د ده په زړه کې بې دځان له مينې نور هېڅ نه وي او غير له شخصي اغراضو او مطالبو نور څه نه پېژني دا هم رياکاران دي او د دې  اصل ريا کاري همدغه شى دى.
په هر وخت کې يو ملت او مملکت ځينې شيان ښه ګڼي او په ښه سترګه ورته ګوري.
هغه وخت کې فضايل ګڼل کېږي نور هرڅوک چې فضيلتونه لري يا ورسره علاقه لري جامعه هغو اشخاصو ته په ښه نظر ګوري او روزي يې دا راز فضايل او ښېګڼې چې جامعه يې له اشخاصو څخه غواړي ارومرو لږ څه مشکل کار هم وي او هرڅوک يې نه شي کولى، نو له يو خوا دغه اشخاص او له بل خوا دغه ديوې اجتماعي ترغيب او د ريا کارۍ او منافقت فکر پيداکړى او ځينې کسان مجبور شي چې ځان په هماغه رنګ جمعيت او ټولنې ته وښيي چې هغوى يې خوښوي او په شعر ورته ګوري.
دا کار تر يوې اندازې پورې اسان هم ايسي او چلند هم لري، ځکه چې انسان سره له ډېر عميق او دقيق فکر ظاهر بين هم دى يو ډول سادګي هم په کې شته په جمعيت کې د دقيق او عميق فکر خاوندان هم ډېر لږ وي، نو اکثريت د هغو کسانو وي چې هر چا او هرشي ته له ورا او له لرې وګوري.
د دې  ټولو خبرو په اثر کې  نتيجه دا شې چې اشخاص او هغه کسان چې د عقيدې له مخې اجتماعي فضايل پېژني ډېر لږ او نادر وي، مګر ريا کاران زښت ډېر پيدا شي او مظاهره کوونکي مخلصينو ځاى ونيسي دغه راز کسان چې ميدان ته راوځي (ځايونه) ونيسي هلته کارونه په حقيقي ډول نه اجراکېږي او هر څه يو نمايشي صورت لري، په دغسې ځايونو کې جديت او فعاليت هم دا معنىٰ نه لري چې سړى ډېر کار وکړي يا يو کار په ښه ډول اجرا کړي، بلکې هغه څوک جدي او فعال ايسي چې په مظاهراتو او ريا کارۍ کې مېړنى وي. دا راز کسان چې لکه اوپښتې په توره شپه کې الوزي او خلک د اور د شجرې ګمان پرې کوي يوازې همدومره رڼا لري، چې خپل ځان خلکو ته وښيي او بس، يعنې هېڅکله داسې نه کېږي چې کومه تياره خونه رڼا کړي يا څوک ورځنې خپله ډيوه ولګوي.
دا حال ترهغه پورې په يو مملکت کې دوام کوي چې دهغوى توره شپه سبا شي او اجتماعي شعور خپلې سترګې ښې پوره وغړوي، يعنې خلک لکه هلکان په تشو خبرو  ونه غولېږي او هر چاته يا هر شي ته په اني او سرسري نظر ونه ګوري.
دغه د رياکارۍ دوره چې په کوم وطن راشي او حقايق لاښه نه وي پېژندل شوي سړى غل او کارواني نه پېژني او له لاسو پښو، دماغ او نورو اعضاو څخه ژبه ډېر کار کوي. سړى چې په ځينو ادارو يا لارو او کوڅو کې ګرځي او په ريا کارانو پسې سترګې غړوي ډېرې عجيبې نمونې ويني او داسې ايسي، چې دا مرض د مني له ريزش نه هم عام دى. ډېر خلک دي چې په خپلو کوروکې له خپلو ملګرو او اشنايانو دوستانو او خپلوانو سره د دروغو کيسې کوي او په دغو کيسو کې خپل ځان هغوى ته داسې ښکاره کوي چې د هېواد لوى لوى خلک ده ته په درنه سترګه ګوري او دى په هغوى کې مخصوص مقام لري، دغه راز کسان که دغسې خبرې ونکړي او ځان په بل ډول چاته ښکارنه کاندي څوک يې بيا سلام هم نه عليک کوي او هېڅ قدر ورته نه پاتي کېږي، ډېر زامن شته چې په لارو او کوڅو کې له خپلو ملګرو او همزولو سره دغه ډول اوسي، مګر د پلار په مخ کې بيخي بل څوک وي او بل  شان خوي لري، ځکه چې د ځينو کسانو حضور کې ځان ډېر مطبع او مخلص ښکاره کوي، مګر پسې شا به ورپسې سل خبرې کوي، نو که ووايو چې د انسان فطرت ځان بل راز ښيي څه ډېره مبالغه به نه وي، ځکه چې انسان په اصل خلقت کې داسې پيدا شوى چې هم ځينې ټيټ خواهشات او حيواني شهوات لري هم يو شعور خداى ورکړى، چې ښه  او بد پرې پېژني او د خپلو نقايصو احساس کوي، نو دى مجبور دي چې خپل مصايب پټ کړي او ځان بل شان وښيي علاوه په دې دا اجتماعي مخلوق له يوې ټولنې سره ژوندون او معامله لري، نو بايد خپل ځان ټولنې ته ښه معرفي کړي او په دغسې ځان ښودنه ورځنې ښه استفاده وکړي. د دغسې ملا د خطابو په اثر کې سړى ويلى شي، چې انسان له ريا نه بيخي ځان خلاص کاندي. ډېر ځلې داسې پېښېږي چې په يوه مجلس کې يو شى بدګڼل کېږي او هغه ښه وي. سړى دا نشي کولى چې هغوى پوه کړي او عقيده يې وګرځوي دى خپله عقيده بل راز ښکاره کړي او مخالفت وکړي ډېر ضرر وينې په دغسې واقعوکې خپل مخالفت پټول او چپوالي سره خپل ځان موافق ښودل دي، مګر دا بده نه ده خپل فضايل او مميزات ښودل او ښکاره کول هم په يو ښه صورت وي جايز څه، بلکې ښه مغيرکار دى. که يو معلم يا عالم د تعليم او تدريس په ذريعه خپل علمي اقتدار او لياقت خلکو ته ښيي، دغه راز اظهار او ښودنه که څه هم د لغوي معنىٰ په لحاظ ريا بلل کېږي، مګر ريا نه ده، همدارنګه هغه ملت خواهان او وطن غوښتونکي چې عملاً دغه عالي  عشق او مينه دخدمت او ايثار او فدايت په رڼا کې خلکو ته ښيي دغه راز حقيقي او واقعي مظاهرات ډېر ښه او د تقدير وړ دي. کومه ريا چې حقيقت بلل کېږي  او زيان لري هغه عبارت دى له هغو مظاهراتو او ځان ښودنې څخه چې د خلکو غولونې او سترګې تړل په کې مقتدر وي، لکه چې ځينې ډېر خلک يې په خپلو صحنو کې کوي او ديو ه جمعيت په سترګو کې خاورې اچوي.
په ډېرو مجالسو کې ګورو چې هماغه کسان خيانت او خيانت کارانو ته ډېر بد وايي چې په خپله په کې هر چانه ډېره برخه لري همدغه راز بډې او رشوت هم هماغه اشخاص ډېر بد بولي، چې په خپله يې خوري له منافقت نه هم هماغه څوک ډېرسر ټکوي چې په دغه مرض په خپله اخته وي، يعنې اکثراً داسې پيښېږي چې هر څوک هماغه عيب ډېر ګڼي چې دى يې په پخله لري او هماغه صفت ستايي او دعوا يې کوي چې دى يې نه لري.
دلته زه هم په ځان ويرېږم، چې د ريا په موضوع کې ليکل ريا کاري نه شي او همدغه شى باعث شوى نه وي، له  دغسې قومي او لساني ريا کارۍ نه چې واوړو د عمل په ساحه کې هم په څو ډوله ريا او ډېر ريا کاران ليدلى شو، چې څوک په يو راز او څوک په بل راز خپل ځان جدي او کارګير ښکاره کوي، مګر د کار هېڅ پته نه معلومېږي. تاسې به ځينې ناراحته مزدوران ليدلي وي، چې د نګران سترګو ته ګوري او په هماغه شېبه کار کوي، چې څوک ورته ګوري، دغسې چې په دغه طايفه کې د چا ليدنه او کتل تاثير لري په نورو طبقو کې هم له ډېرو خلکو سره د کار کولو فکر دومره نشته لکه د کار ښودنې ورسره دي، لکه چې په ځينو مواردو کې ځينې مامورين او کاتبان ټوله ورځ په کيسو او خبرو تيروي، مګر په هم هغه وخت کې چې يو امر په دواړو وګرزي، نو خپل سر په کار باندې دومره ټيټ کړي، چې که هغه څو دقيقې د ده د ميز په منځ کې ودرېږي هم دې يې نه ويني او نه ورته ګوري.
د دغسې ريا کارۍ اصلي علت دا دى چې دغه  راز امران او کار غوښتونکي خپل لاس لاندې مامور ته ګوري، چې په کار بوخت دي او که نه، نوکه چېرې د ميز په سر يو کاتب چې شخصي خط يا د رخصتۍ رقعه ليکي هغه هم په کار کې حسابيږي او د ده جديت ښيي، مګر که سړى کار ګوري چې  شوى او که نه؟ او د چا کار چې د کولو په وخت کې چانه وې ليدلى پټ پاتې نشي څوک دغسې ريا کارۍ ته نه مجبورېږي او نه دغسې چمونه کوي، نو د دې  مرض اساسي چاره دا ده چې يوازې حرکتونه ونه ګورو، بلکې نتيجې، د کار کم وکيف ته وګورو، ځکه چې څوک هر  څه وينې او هرڅه خوښوي خلک هماغه ور ښيي او په څه چې نظر جلبېږي هماغه شى ميدان ته راوزي.
مونږ ښايي دغسې ډېر امراض ولرو، چې بايد اساسي علاج يې وشي او علتونو ته يې متوجه شو، ډېر نقايص به وي چې مونږ يې په نورو کې ګورو او هغه په حقيقت کې مونږ ته عايدوي. که مونږ او تاسې ظاهربين نشو څوک ريا کاري نشي کولى او نه يې کوي، نو ريا په حقيقت کې زما د ظاهر بينۍ عکس دى چې په بل کې يې ګورم او بد ورته وايم. که څوک غواړي چې يو سړى په بل رنګ ونه ويني رنګه عينکې دې له سترګو لرې کړي او هرڅه دې په خپلو سترګو وګوري.(١)
 
 
 
 


د شپنو کېږدۍ
 
د غره په لمن کې په جګه غونډۍ توره کېږدۍ ولاړه ده يو لور ته يې په نښترو او څېړيو پټ هسک غر ښکاري او بل لور ته يې شين بڼ د سړي ترسترګو کېږي. د غونډۍ په خوا كې يو لوى ځوړ دى او سپينې اوبه، چې د غره له يوه جګ ځايه راتوېيږي کږي وږې پکې بهېږي او له ځان سره څه وايي.
دکېږدۍ څښتن يو کنډک وزې لري، چې يو زوى يې وزي او بل ورغمي هر ورځ د څړ دپاره بيايي، مازيګر مهال چې وزې راشي او د ورغمو سترګو پرې ونښلي يو بل ته داسې نارې وهي، چې د ميندو او بچو مينه ترې له ورايه څرګنديږي.
کله کله، چې ځول او ورېځې وي د كېږدۍ څښتن څه نور پيڅولونه له کېږدۍ سره ونښلوي او خپلې وزې ترې لاندې پنډې کړي.
دا کېږدۍ چې د دې  سړي او د وزو دپاره يو ښه سبب دى د همدې وزو له وزغمو جوړه شوې ده.
 هو! دا کېږدۍ د همدغو وزو له وزغمو څخه جوړه شوې ده، خو وزغمي د وزو په شا باندې نورې هم شته چې د کېږدۍ کار ورځنې نه اخيستل کېږي او نه د ږلۍ د ګاټو مخه نيواى شي.
کوم وخت چې دې سړي د وريو له شاد او زغنې پرې کولې زه په دې نه پوهيدم، چې دا به يوه ورځ د همدغو وزو په ښه راشي مابه ويل چې دا سړى د دې  وزو په پيسو او وزغنو دواړو باندې خپله ښه کوي او په وزو باندې هېڅ زړه سوى نه لري، خو داسې نه ده دى خپلې وزې ډېرې ښې روزې، ده هېڅکله د خپلو وزو  غوښو ته زړه  نه کېږي، يوازې پۍ ورځنۍ اخلي او خپل ښه پرې کوي، پۍ هم ټولې نه ترې اخلي  د وزو په غولانځو کې دومره څه پرېږدي، چې بچي يې ورباندې ښه ماړه شي. دا پۍ هم  دى وړيا نه خوري، دى ترڅو وزې ښې مړې نه کړي دپيو اسره نه کوي، نو سړى ويلاى شي چې پۍ هم دى د وزو په غولانځو کې اچوي چې د ورغمو ښه هم ورسره کېږي. دى پخپلو وزو دومره زهير دى چې يا يې پخپلو زامنو پيايى يا ورته داسې سړى نيسي، چې هغه لکه لېوه د وړو وينو ته تږى نه وي او ډېر زړه سوانده وي چې ټوله شپه په ويښه تېروي او لېوان  د وزو داړلو ته نه پرېږ دي. دى ډېر پام کوي چې  وزې يې داسې بوټي ونه خوري، چې هغه ورته ښه نه وي او نه يې په داسې لاره بيايي چې ګړنګونه او پاڼې نه وي او د لويدلو ډار پکې وي.
وګورئ! د وزو خاوند له خپلو وزو ځنې څنګه ښه ګټه کوله او څومره ښه يې ورسره کول، د يوه قام پياوړي او پوه مشران هم له خپل قام سره همداسې کوي، نو دغسې زړه سوانده مشرته به ولې سړى خپل ځان نه سپاري، بې له دغه راز مشرانو خو د يو قام ژوندون هم ډېرګران دى په تېره بيا په دې وخت کې چې ويښو او پياوړو مشرانو ته ډېر اړولي ليدل کېږي..(1[4])


 
 
د قضاوت شعور
 
ځينې کسان دي چې په خپله پړه نه شي پوهېدلى او تل نور خلک په خپل حق کې ملامت بولي، دوى هرڅه کولى شي مګر په ځان باندې د ملامتۍ حکم نشي کولي او خپله ګناه ورته د نورو له سوابه ښه ښکاري، دوى  په خپل ځان او په خپلو کړو کې هېڅ قصور نه ويني او داسې معلومېږي، لکه چې د دوى سترګې د ځان د ليدو دپاره نه وي د دوى تر ډيوې لاندې همېشه تياره موجوده وي او هغه څه چې بايد په ځان کې وګوري په جهان کې يې ويني، دوى چې په خپل ګريوان کې سرښکته کړي او ځانته متوجه شي يوه وړه ملامتي نه شي ليدلاى، مګر چې بل ته متوجه شي ډېر واړه شيان په نظر کې غټ ورځي او په لړمانه کې هډوکي پيدا کوي، د دغسې اشخاصو انساني شعور  ډېر کمزورى دى او د وجدا ن سترګې يې ړندې وي، دا راز خلک د انصاف او عدالت په پوله هم کله نه وي تېر شوي او بل آس له خپل ټټو سره هېڅکله نه برابروي، دغسې انسانان چې د خپل عيب او قصور له ليدلو عاجز دي او دغه توان نه لري چې د خپل سهوه او خپل نقسان اعتراف وکړي، د خپل ځان اصلاح هېڅکله نه شي کولى او خپل عيب ورته هنر معلومېږي.
د هغه قضاوت شعور چې په حيوان کې نشته او په انسان کې شته سړى مجبوروي، چې خپل ښه او بد وسنجوي او هغه وخت چې د ده معامله له نورو سره پيدا شي ځان ته ترخځونه وهي او ډېره ښه منصفي وکړي، هغه وخت چې انسان د ځان او د بل حق کې حکميت کوي او ځانته د قضاوت په حق قايلېږي. بايد خود خواهي او خود غرضي پرېږدي، د ځان مينه له زړه نه وباسي، د خپل او پردي فرق ونه کړي، د حق په ستوني پښې کېږدي او له حق څخه تېر نشي، عدالت او حقانيت له انسان نه همدغه تقاضا لري او د قضاوت شعور دا غواړي چې انسان به له ځانه سترګې نه پټوي او په خپل قصور به اعتراف کوي.
زه دا نه وايم چې څوک په هېڅکله کوم بد يا ناوړه کار نه کوي، هېڅکله به د چا په حق کې ګرم او ملامت نه وي او نه به د نفس او شيطان په لار درومي، ځکه چې  زه په دنيا کې د يوه معصوم انسان انتظار نه لرم او د انسانانو په هېواد کې پرښتې نه غواړم. زما ارزو يوازې همدغه ده چې انسان يو اصلاحي احساس او د تفاوت صحيح شعور ولري، چې خپل نفس محاکمه کړى شي او په خپله ګناه اعتراف وکړي. کله چې انسان له ځانه سره يوازې کېږي او په خپل ګرايون کې سرښکته کوي بايد خپل عيبونه خپل نقصانونه وليداى شي او ندامت وکړي. همدغه پښيماني او ندامت انسان اصلاح کوي او پاک خداى پرې خوشاحالېږي.
انسانان هم هغه انسانان ډېرښه ګڼي چې په حق اعتراف کوي او خپله پړه مني، هغه څوک چې ګناه کوي او ځان ګناهکار نه بولي ورته په قهر او نفرت ګوري او د خداى د رحم او مهربانۍ مستحق نه ګڼل کېږي. د انسان او شيطان فرق همدغه دى چې يو په خپل قصور او پخپله ګناه اقرار کوي او مغفرت غواړي هغه بل د خپلې سرکشۍ او نافرمانۍ دپاره دلايل پيدا کوي اوځان ګرم نه بولي.
د عصيان او بغاوت فرق هم همدغه دى او هغه شى چې له ګناه نه لوى جرم بلل کېږي، په خپله ګناه نه قايدل او خپله پړه نه منل دي.(١[5])
 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery