مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کابل مجله



بختوره
 
دا ښځه څلوېښت کلنه ده، مګر په خواره جامه کې اوسي او خوراک يې هم خوار دى، ځکه له خپل عمر نه زياته پخه معلومېږي.
دا غريبه په خوارۍ او مزدورۍ شپې ورځې تېر وي او خپل بچي په هلوځلو، د يوه او بل په مزدورۍ ساتي، مګر په همدغه حال کې يې خپل يو زوى په مکتب کې اچولى او د اولاد تعليم ته يې هم توجه شته.
زه د دې  ښځې له حاله ډېرخبر نه يم که څه هم دواړه د يوه کلي يو او يو وخت مو کورونه ډېر نږدې وو، ځکه چې زه ډېره موده پخوا دغه کلي نه ښار ته راغلم او د کلي ژوند مې پريښود سربيره پردې په مونږ کې دا خوى هم شته، چې که څوک لږ غوندې معتبر شي هغه بيا د مځکې خلک نه ويني او د خوارو غريب په حال ړوند او کوڼ شي.
مګر بيا هم په ړندو کې د يوې سترګې خاوند پاچا دى او دغه راز پاچايي زما په برخه رسېدلې ده، زه تر ډېره حده زيار کاږم، چې د کونډو رنډو او خواروغريب له زړه نه خبر شم، د همدې له امله د دغې ښځې حال راته لږ غوندې معلوم دى او دومره خبر يم چې د دې  يو مېړه مړ شو، نو هماغه کلي کې د هغه تربره پرې نکاح وتړله، چې له دېنه ډېر مشر و او خپل عمر يې خوړلى و.
دغه بوډا شازلمى اوه کاله پس په حق ورسېده او دا بختوره ښځه بيا کونډه شوه، يوه ځوانه يا نيمزالې ښځه، چې د زاړه بوډا له قيد خلاصه شي ستاسو خوښه چې بختوره يې ګڼئ او که نه؟ زه خو ورته بختوره وايم (که څه هم اصلي نوم يې بل دى).
هو! بختوره دوهم ځل بيا کونډه شوله او دغه نيک بخته يا بدبخته کونډه يوه ورځ سرماتې او لاس ماتې محلي حکومت ته راغله او دخپل مظلوميت عرض و داد يې کاوه، دا کيسه ډېره اوږده ده زه يې له نورو برخو تېرېږم، مګر يوه خبره نشم هېرولى، هغه دا چې هغې وويل: زه کونډه يم، ځکه مې خلک سرماتوي.
د بختورې شپږکلن زوى هلته ولاړ او مورته يې وويل: ولې (لالى) دې ميړه نه دى؟ قاضي صيب خو د ماشوم خبره وانه وريده، ځکه چې د ماشومانو شاهدي نه ده قبوله او په همدغه وجه مشران د کشرانو خبرې نه اوري، مګر په ماکې دومره لرې نه و، چې ماشوم غږ مې غوږ ته ورسيږي. ما د ماشوم خبره بې څه ونه ګڼله، ځکه د حقيقت په لټون کې شوم او دا راته معلومه شوه، چې د بختورې دوهم مېړه چې مړشو، نو د هغه تربرونو بختورې ته وويل:
د پښتنو کونډه، مېړوښه ده.
ته بايد له دې ځايه بل ځاى ته په خوارۍ او غريبۍ پسې لاړه نه شې، نه چې ته له بل قامه کوم مېړه وکړې او مونږ ته سپکه را واړوې.
بختورې وويل: زه هېڅ کله بل مېړه نه کوم هر چېرته چې يم کونډه به يم زما زړه له ميړه نه داسې تور دى، چې بل ميړه ته به هېڅكله زړه ښه نه کړم.
تاسې ما ازاده پرېږدئ، چې خپلو بچو ته نفقه او جامه پيداکړم.
 تربرونو دا خبره ونه منله او پخپله خبره ټينګ وو، اخره کې بختورې د هغوى په کورنۍ کې د لسو ورځو په هلک (لالي) غږ وکړ، چې لالى زما مېړه دى زه به د ده په نامه ناسته يم.
تربرونه په دې قانع شوه او پوه شول، چې دا اوس بل مېړه نشي کولاى، ځکه يې ازاده پرېښوده.
 وګورئ! يوه څلوېښت کلنه ښځه هم د لس ورځې هلک ميرمن کېداى شي چې د لسو ورځو هلک قبول کړي او په دغه ډول د خپل تېر عمر تلافي وکړي. اوس بختوره پوره ازادي لري او په خوارۍ مزدورۍ پسې، له خپل مېړه او بې د هغه له اجازې لرې ځايو ته مسافرت کولاى شي د عصرې ژوند يوه کامله نمونه ده.
په همدغه وجه زه دغې ښځې ته بختوره وايم او په همدغه نامه يې معرفي کوم. (١)
 
 
 
 
 
ځان ساتل
 
يوه ورځې سحر ووې په خندان کې
دا قانون مدام جاري دى په دنيا کې
چې ضعيف د زورور خواکې ورکېږي
لکه ورکه  چې سپوږمۍ شوه د لمر خوا کې


 

هو! سپوږمۍ چې هرو خت دا خپل نيمګړى استقلال له لاسه ورکړى او د لمر په خواکې ځاى ونيسي، خو خپل موجوديت بايلي او د لمر په پلوشو کې ورکه شي، لکه ضعيفان چې د قوي او زورورو په خواکې ورکېږي او محوه کيږي يا لکه هغه قوم چې د بل قوم لاس لاندې وي او د هغوى د علم وعرفان په رڼا کې د دوى ذات او جمال ترې نيسي (علم و عرفان که څه هم د بشريت مشترک مال دى، مګر يو قوم يې د خپلې ژبې په واسطه خپلولى شي )).
خير دا بل بحث دى مونږ بيرته خپلې موضوع ته راګرزو او دقوت په ټکي رڼا اچوو.
دا خو طبيعي قانون دى چې د حيات ماشين يې د ضعيفانو له خوږو په بل شي نه چليږي او ترڅو يو مړنشي بل نه مړيږي.
وګوره! مرغومى او تنکى ورى....په شنه ګياه چاغ او تيار شي او بيا د يوه قوي جنس د پاره غوړه او خوندوره مړۍ جوړه شي. بزګر هم چې پخپل کښت کې للون کوي ضعيف بوټي باسي او قوي پرېږدي، لکه چې ضعيفان په دنيا کې هېڅ حق د بقا نلري. زور او قوت تل ليوانو ته په رمو کې برخه او د درياب کبانو ته په چنجيو باندې د رزق حواله ورکوي؟
هو! دا د طبيعت کرشمه ده چې له يوې خوا داړونکي ليوان او له بلې خوا د مظلوميت نمايندګان لکه پسونه او نور بې وسلې حيوانات پيدا کړي، ترڅو چې د ځمکې مخ په وينو سور او رنګين شي، نو ويلى شو چې د ځمکې مخ د خونرېزۍ صحنه او د زور ازميلو ميدان دى.
نه يوازې ځمکه، د اسمان لمنې هم کله کله لکه کربلاپه وينو رنګينېږي او فضاهم د جګړو او کار زار دپاره مستعده ګرزي، زور او قوت تل خپل څښتن ته دضعيفانو وينې لکه اب حيات ښکاره کوي او مجبوروي يې چې يا د چا اوښکې تويې کړي او يا يې ويني وبهوي، ځکه چې وقوت باغ او بڼ يې له وينو په بل شي وده نکوي او بايد د قصاب غولى او د لېوه پنچې دواړه په وينو سره وي دا ځکه چې له غوښو نورشيان لکه: غنم، وريجې، خوږې ميوې، شودې او داسې نور د انسان متلون ذوق او هوس نشي قانع کولى او نه د لېوانو غذا کيداى شي، نو انسان به ترينه دمدنيت په مرسته مړۍ جوړوي او پس له ډېرو تحولاتو او څو رازه تغيراتو به يې خوري او لېوه به يې د خپلو پنجو په فطري زور ترخولې کوي.
نو انسان ته خداى د غوښو خوراک روا کړى دى او ليوه هم چا ندى منع کړى که نه دا څېرونکې پنجې به يې نه درلودلې.
نو دا څرګنده خبره ده او هر څوک يې منلى شي، چې زور او قوت ژوندون وقايه او د حيات د بڼ دپاره يوښه پسرلى دى او داهېڅ ممکنه نه ده چې د هر چا حيات بې د بل له استهلاک ځنې محفوظ وساتل شي، ځکه چې نباتات هم يو قسم د حيات اوبه نشوې نمايي قوت لري، چې استهلاک يې د انسان اوحيوان د بقا دپاره ضرور دي، نو لازمه ده چې بعضې د بعضو دپاره قربان شي.
په حيواناتو کې خو طبعاً همدغه قانون دى چې ضعيفان قربانېږي او قوي باقي پاتې کېږي. انسانان که څه هم لدې قانونه بيخې نشي خلاصيدلى، مګر لکه سپي په خپلو مينځوکې يو په بل ښکاره خولې نه لګوي او غوښې يې نه خوري اګر که اکثره حيوانات هم د خپلې نوعې د غوښو نه پرهېز دي او دا کار يوازې په انسانانو پورې خاص ندى، مګر صحيح انسانان برسيره پدې چې د خپلو هم نوعانو غوښې نه خوري او ابرو يې نه تويوي، يو له بله سره مرسته او ملګرتيا هم کوي چې دا خوي د حيات د ساتلو دپاره ډېر ضرور دي او همدغسې قوم بايد باقي پاتې شي.
خير د انسان د فضليت دلايل خو زښت ډېر دى، مګر څه شى چې د ده د بقا د ضرورت دليل کېداى شي هغه دا دى، چې ټول موجودات د ځمکې حاصل او کښت بلل کېږي، نو هرڅوک چې د ځمکې د ابادۍ وړ او د کره ارض معمار او ابادوونکي باله شي هغه حق لري، چې بعضې موجودات خپل بقا دپاره قربان کړي او دا خو نه يوازې انسان دى چې له وچو ميرو نه شنه باغونه او لوى لوى ښارونه جوړوي او د ځمکې مخ په هر راز بوټو او کوکيو ښايسته کوي.
هو! دا يوازې د انسان لاس دى چې د دنيا بازار ته يې رنګ و روغن ورکړى او د تمدن په نقش ونګار يې ښايسته کړى دى.
بلبل او بورا يې په ګلو خوشحاله کړى او پتنګ ته يې لکه شمع با حرارته معشوقه پيدا کړېده، زراعت او فلاحت خو د ده په توجه دومره ترقي کوي، چې د مرغانو خولې يې په باغو کې په هر راز ميوو خوږې کړې او حيوانات يې په شنه او تنکۍ ګياه ماړه کړي دي.
طوطيان د شنو  ونو په سروکې د ده شکريه ادا کوي. عندليب او قمري د ده د سعې او کوشش ثنا او صفت کوي چرګان د ده د دسترخوان پوټې خوري، مېږيان او نور حشرات هم د ده غلې له امباره بېنوا نه ځي. انسان دى چې د زراعت او فلا په هنداره کې د کال څلور فصلونه د فلمونو په صورت ښيي او دنيا لکه يوه سينما د ساعت تېرۍ ځاى ښکاره کوي که نه په سپيره ځمکه او وچ ډګر بهار او خزان هېڅ فرق نه لري او نه زمانه بې شپو او ورځو نور رنګونه پيدا کولى شي، نو زمان او مکان د ده مرهون دى او مدنيت وعرفان د ده د فکري قوت او استعداد مظاهر ه بلل کېږي.
ښه! نو دغسې يوه شريفه نوعه چې وجود ته يې دنيا ډېر احتياج او ضرورت لري او پخپل زيار او کوښښ مړه او سپيره ځمکه ويښوي او دومره څه پکې پيدا کوي، چې د حيواناتو ښه هم ورسره کېږي ايا هغه ته عقل او شريعت د ځمکې په پيداوار کې دومره حق نه ورکوي، چې خپل حيات پرې محافظه کړي.
ايا هغه پسه چې انسان د هغه حيات اداره کړى دى دابه ورته ښه وي، چې په غوښو او وينو يې يو ليوه موړشي او د نورو پسونو څېرولو او داړلو ته لاقوت پيداکړي او که دا چې د انسان په وجود کې تحليل شي او د يوه شريف مخلوق جز وګرزي؟ نو د انسان اصلاحي او تعميري قوت ده ته په حيواناتو کې د تصرف حق ورکوي او د ده د بادارۍ جغ د نورو په غاړه ږدي که دانه وي انسان او ليوه څه فرق نه لري دواړه د پسه ورمېږ ماتوي او غوښې يې خوري، ليوه يې لا اومه خوري او دى يې په اور هم کړوي.(١)


 
 
کټورى
 
هغه څوک چې هېڅ نه لري هم څوک مېلمه کوي؟ هو! يوه ورځ زه يوه داسې سړي کره ميلمه وم چې پوله او پټې يې هېڅ نه درلود په لو او لور يې خپلې شپې تېرولې او د کاله ټول خڅوړي يې دومره نه و، چې د يوه بډاى او شته من سړي د غاړې کالي پوره کړي. پدې کاله کې بې له سپوږمۍ بله ډيوه نه وه او د هر چا سروېږدى  خپل لاس و.
دې سړي په دغه ورځ برسيره پدې چې خپل زوى (کټوري) ته يوه سدرۍ او يوه سره خولۍ اخستې کورته يې هم څه غوښه راوړې وه کټوري چې وروسته له ډېرو وختونوې خولۍ موندلې او نوې سدرۍ يې اغوستې ده له هلکانو سره لوبې کوي او داسې منډې وهي لکه چې نور هلکان پلى او دى سپور وي، کله چې کاله ته راشي او د غوښو کټو په نغري باندې وويني په منډه بيرته ځي او نور هلکان خبروي، نه زيرى پرې کوي، نورو هلکانو که څه هم پدغه ورځ لا څه چې ډېرې ورځې يې غوښه په سترګو نه ده ليدلې، خوپښتانه دي او ورته ښه نه ښکاري چې د دوى له کاله د بل په کور کې ښه څه پاخه شوي وي. هو! هېڅکله دوى دانشي زغملى چې بل څوک له دوى نه پورته او لوړ وي، نو هر يوه چا لړمون او چالرې او کلمې ښودلې يوه يوه به لا ويل چې مونږ غلمينه ډوډۍ او چرګ پوخ کړى دى، دا خبرې دوى په داسې خوند کولې لکه چې لګياوي خوري يې، نه خداېږو په خوړلو کې يې لا دومره خوند نشته، کټورى يوازې له هلکانو سره دا خوږې خبرې نه کوي مورې يې هم د ښځو په ډله کې ناسته ده او وايي: وئ! لاړه شم چې د غوښو کټو مې ونه سوزي، غوښه خو نه سوزي، ځکه چې کټو تر خولې له اوبو ډکه ده هغه تر سبا هم نه وچېږي، خو دا غواړي چې نورې ښځې خبرې کړي.
د کټوري پلار هم چې خپل ګلالى زوى په ښو کاليو کې ويني من من غوښه اخلي او په کاليو کې نه ځايږي، خو له بلې خوا چې د خپلې ښځې زاړه ټيکرې او شکيدلي کميس ته ګوري سور او تور ټول په زړه کې ګرزي، خو داسې څوک نشته چې د ده زړه پرې ورشي او څه پور تري وغواړي، سره له دې تر اوسه پورې ما دغسې خوښې په ډېرو لويو او شتمنو کورونو کې ونه لېدله، ځکه چې د شتمنو او بډايانو زړونه هغه څه غواړي چې هېڅکله يې لاس نه ور رسيږي د دوى خوښې دومره وړيا نه ده، چې  په دومره وړو وړو خبرو لاس ته راشي، د دوى ستركې په ټوله نړۍ هم نه مړېږي. د لويو کورو لوى لاڅه چې وړو ته يې هم ډېر خوندور څېزونه بې خونده او وريښمينې ټوټې، لکه بيستۍ داسې ښکاري، د دوى نرۍ وريجې که هر څومره غوړې او غوښې پکې ډېرې وي د نورو د تناره له تک سور سکړک او شيدو سبو يا شړومبو ځنې په خوند کې بېرته پاتې کېږي نه پوهېږي چې دا ولې؟ سپين پګړى خو وايي چې د دوى په نګولي کې پرښتې خوند ږدي پرښتې دي چې دوى سره خو دومره ښه کوي.
نه ښه دى که ښه څېزونه د نورو په مخکې ايښي وي خوند  د دوى په برخه رسېدلى دى، ښه چې خوند د دوى په برخه رسېدلى او خوښي هم د دوى په کور کې ډېره ده، نو دوى نور څه غواړي.
دوى خو دومره ډېر ناروغه کېږي هم نه، چې لکه بډايان په لوړو  وريجو او لږ کلکو غوښو نس خوږى شي، دوى خو بې ترو څيزونو ښايسته ډېره ډوډۍ خوړلى شي او که نور څه ونه مومي د غره شنې موماڼې، نانګه، پرګي او نور هم خوړلى شي، ځکه چې دوى لا د پستو او خوندورو څيزونو خوند نه دى ليدلى، دوى په لږ څه ډېر خوښيږي او د چا ښه هېڅکله نه هېروي، نور ښه خو لاڅه کوې دوى د يوه سړي په تشه خبره دومره خوښيږي ته به وايي چې ټوله نړۍ د همدوى شوه، دوى له هغو لويو سړيو چې دوى سره کله کله په خلاصه ټنده خبرې کوي ککرۍ هم نه سپموي، وش (وۍ) د دوى ککرۍ څومره وړيا دي ښايي، چې دوى په لږ څه دومره خوښيږي او بډايان په ډېر څه هم نه خوښېږي، نو ولې څوک له دوى سره ښه نه کوي.(١)
 
 
 
 
 
 
د شاعر مقام
 
اى د سوي زړګي خاونده! ته د دنيا هغه قلندر يې: چې  د دوهۍ په غاړه د سطانۍ خوبونه وينې او د اسمان په ستورو حکمونه او نازونه کوې ته، هغه څوک يې چې زړه دې د ښکلو او نازولو پښو لاندې دى، مګر د ماغ دې په اسمانو کې لوبې کوي.
هو! ستا زړه او دماغ يو له بله ډېرلېرې دي او ته هر وخت په دوه نړيو کې ژوند کوې، ته لکه يو بې پروا پادشاه له ډېرو شتو سره دې نيمګړي بازار ته راغلې، مګر ستا شته دلته هېڅ قيمت نه لري او پدې بازار کې نه چلېږي، دلته څوک د نستر نوزر په دوه پيسونه اخلي او نه هغه سرې اوښکې، چې شاعر يې  د ياقوتو و مهماني بولي څه بها لري.
ته رښتيا وايې:
 
که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم
که مې څوک په اميرۍ شمېري اميريم
د کاملې عقيدې له برکته
 د دوهۍ په غاړه ناست شاه جهان يم
گداى ميکده کيست وقت مستي بين
که ناز بر فلک وحکم برستاره کنم
د ماغ برفلک ودل بزير پاى بتان
زه سبا چه ميطلبي دل کجا دماغ کجاست
نقد شاعر در خور بازار نيست
نان به سيم نسترن نتوان خريد


 

ستا پېغامونه بيا راغله او ستا د سرو اوښکو مهماني راورسيده ته وايې څومره به ښه و که زما سريندې د  ندافانو د ډانډس کار کولى شواى يا د بلبلو د نغمو قدرکيدلى.
دا سندره تاپه ډېر خوند وويله او ستا د رباب خواږه غږ ته د هوا مرغان هم راښکته شو، مګر هغه اوښان چې پرې خپل بار وړي د دې نغمو په خوند نه پوهېږي او بې له وښو نه نور څه نه پېژني. تاله ما نه پوښتنه کړې، چې د شاعر مقام چېر ته دى؟ زه نه پوهېږم چې ته پدې پوښتنه کې د څه راز جواب ارزو لرې؟ که غواړې چې خپل مقام د خلکو په نظر او هغه ځاى کې وپېژنې، چې ته په کې ژوند کوې او خلک په کې په ځايونو او مقامونو جګړې کوي، نو راشه!! چې در ويې ښيم:
په هغه شپه چې مونږ او تاسې وويل چې سبا به ته...بجو...ځاى ته ځو.
سبا زه او ته راغلو خو هغه دوه نور...لا نه وو راغلي، موټروان ته مو ډېر وويل چې دمخه ځاى راکړي، خو هغه ته د ... مديرصاحب او د... سرکاتب ويلي و، چې سبا مونږ...ځاى ته ځو د موټر په مخکې به بل څوک نه کښينوې.
هغوى هم څه شېبه وروسته راغلل او معلومه شوه چې زمونږ ملګري وو، دوى مونږ ته ډېر وويل چې راځئ تاسې دمخه کښينئ، مګر مونږ ته موټرووان په کوز سرکې ځايونه تعين کړي وو.
مونږ هغه وخت پدې نه پوهيدو، چې بر ځايونه خداى د ډېرو خلکو دپاره پيدا کړي دي او نه زمونږ په نظرکې دې خبرې څه معنىٰ درلوده، چې يو ملګرى به له بله نه په پټه د ځاى په نيولو کې کوښښونه کوي يا به موټروانان په پټه ګوري.
څه ساعت وروسته د موټر خلک پوره شوه او موټر وخوځيده -  د لارې ګردونه په خير تېر شوه، مونږ هم يوه کلي ته ورسيدو چې هلته بايد شپه تېره کړو، هلته هم زمونږ د ناستې کوټه له موټر نه کمه نه وه او بر سر و کوز سر يې هماغه مثال درلود.
دا شپه هم په خير تېره شوه او سبا د سيل و تفريح اصلي ځاى ته ورسيدو، د هغه ځاى مشر او د واک خاوند خپل کور ته وبللو، چې د دغه ځاى طبيعي ښايست او ښکلو مناظرو مونږ غوندې څو تنه نور هم رابللي وو او په همدې کور کې ميلمانه وو.
دا دوه ډولې که څه هم بيل بيل راز خلک وو، خو بيا يې هم له ليرې څه نه څه اشنايي لرله او په نومونو يې يو له بله پېژندل.
که چېرې په دنيا کې دروغ ويل رواج نه وي او ظاهري خبرې اعتبار ولري، نو ويلى شم چې نصب العين او ايده ال يې هم يو او مشترک و، چې د وطن لوړتيا او د ملک سعادت يې بولي. پدې کور کې هم زمونږ د موټر وړاندې ناست ملګري د هغه رسمي ارتباط په اثر کې چې له کوربه سره يې درلود ښايسته نمانځل کېده او هغو نورو هم د خپل اعتبار او معتبرۍ په اندازه ځايونه نيولي و، چا چې لوړو مقاماتو ته زياته لاره درلوده او ډېر صاحبان يې پېژندل هغه له ټولو نه وړاندې ناست و او غټوغټو بالښتونو ته يې اړخ لګولى و په خبرو کې بې هم غټ خلک زيات يادول او هرساعت به يې د هغوى د صحبتو خبرې اترې کولې، تابه ويلې چې ټول عمر يې له همدوى سره تېر شوى دى او هېڅ کله يې له کوم خوارو غريب سره د خداى په جات هم کومه خبره نه ده کړې.
زما شاعره وروره! په  دغه شپه ماته هغه شپه راپه يادشوه چې زه او ته ماښام له بېړۍ نه ښکته شوو او د بېړۍ له نورو ملګرو سره يو ځاى د خان هجرې ته ولاړو، مونږ د خپلې بېړۍ ملګري نه و پېژندلي، چې څوک دي او څه کار لري؟ مګر  د خان په حجره کې مو وپېژندل چې د سور ځنډي لونګۍ خاوند د...ځاى خان او د خان په حجره کې يې ډېر قدر او عزت کېده هغه بل هم، چې د علاقه دار ميرزا و ډېره نمانځنه يې کيدله او له نورو ملايانونه يې ډېر فرق درلود.
هغه بل موړ سوداګر، چې ببر پوستين يې اغوستى و  او هرساعت به يې د پوزې نسوار کول هر چابه ورته څنګ وڅټ واهه او په ښو ښو نومونو به يې ياداوه.
ستا به هم په ياد وي، چې زه او ته څنګه ايسيدو؟ او په کوم ځاى کې ناست وو؟ له ما او تا نه چې پوښتنه وشوه مونږ څه وويل چې څوک يو او څه کار لرو؟؟
زه تاته د لوى خداى په بې نيازۍ سوګند خورم، چې ما ستا په معرفۍ کې ستا د تحقير اراده نه درلوده او دا راته نه وه معلومه، چې شاعر به په دې حجره کې د سازنده معنىٰ لري او موسيقي ته به په سپک نظر کتل کېږي، ځکه چې پدې تحقير کې زه هم درسره شريک وم.
سحر چې زه او ته له کلي راووتو او خپل ځانونه مو د خلکو په نظر کې وليدل ډېرخپه وو.
تاته په همدغه شپه دا سودا پيدا شوه چې له خپل ذهني او خيالي اسمانه راښکته شې او همدغو خلکو غوندې شې، مګر د دې  دنيا دا عادت دى، چې که سړى د ځان لوړتيا دپاره کوښښ کوي پچه ورته پيچومى کېږي او که له ګړنګه ځان غورځوي په ډېر زيار يې هم نه مومي ته به هرڅه شې، مګر د هغه ميرزا ځاى به ونه نيسي.
تا ما ته وويل په کوم هېواد کې چې انسان په دبانديني وضعيت پېژندل کېږي او د غټو خلکو پېژندنه او اشنايي پکې اکسير وي هلته بايد سړى په معنوي فضايلو او پټو ښېګڼو پسې ونه ګرزي او نه خپل عمر د نفس په تزکيه او تربيه کې تيرکړي.
دا مطلب  تا په ډېرو جذابو پيرايو کې ونغښت او ودې ويل هغه څوک چې نه يو وږي مړولى شي او نه يو بربنډ پټولى شي، نه يې وهل او ټکول له لاسه پوره وي او نه د چا د لښتې په مخکې سپرکيدى شي د هغه به څه قدر او څه قيمت وي؟؟
تالکه يو هوښيار زړه سواندې ماته د دې دنيا د استوګنې لارې ښودلي او ويلي دي:
څه کېږي که څوک يوه داسې سړي ته غاړه ټيټه کړي، چې په سلو ځايو او حجرو کې ورته سرونه ټيټېږي او هر څوک ورته په ښه سترګه ګوري.
پدې تجارت کې، خو هېڅ تاوان نشته او په هرحساب يې ګټه تر زيانه ډېره ده، ماهم دا خبره له تاسره ومنله او په تاپسې روان شوم چې ناڅاپه د شعر جذبه راغله او شاعرانه تخيلاتو له تانه بيل کړم، زه نه يم خبر چې کوم ځاى ته ولاړم او چېرته ورسېدم؟
خو دومره پوهېږم چې هلته د دې ټيټو خلکو دود  او دستور هېڅ نه و او نه دا فکرونه او خيالات پکې چليدل.
هلته هېڅ انسان د بل په کمـال نه شو تېريدلى او نه د يوه سړي غټوالى په بل کې حلول کولى شو. د هر چا قدر او قيمت د نفسي او ذاتي موجوديت په لحاظ و او هېڅوک د چا په ښو ګڼلو او بد کتلو نه بل راز کيده.
زما په زړه کې د دغسې شهرتونو او اعتباراتو احساس او شعور مړ شو او لکه يو ګنهکار بنده خدايي محکمې ته وړاندې شوم، چې هلته بې له خدايه د بل چابندګي ډېره بده ايسيدله او د نورو ثنا ويل لويه ګناه وه، ځکه زما په اراده ډېر لغتونه وويل شوه او وپوهېدم چې سړى تل د خان په حجره کې نه اوسېږي او نه په هر کور کې د دغسې مېلمنو قدرت زيات وي.
ماته بې له الفاظو دا وويل شوه چې دځمکې او اسمانوخاوند بې د انسان له نفسي حقيقت او اعمالو نه بل شي ته نه ګوري او د حق په حضور کې دغه باطل رنګونه او اعتبارات نه پاته کېږي. (١)
 
 


څنګه ژوند کوو؟؟
 
هغه ورځ په کور کې ناست وم، چې دروازه وټکيدله او ورپسې متصل د زنځير شرنګهار پورته شو، په بيړه له کوره راووتم او له خپل يوه دوست سره مخامخ شوم وروسته تر يوه مختصر روغبړ څخه معلومه شوه، چې د ده د زوى واده دى او زه بايد خپل اشنا دکاندار ته ورسره ولاړشم، چې ټوکري ورباندې ګران خرڅ نکړي او په سودا کې يې ونه غولوي.
د دوستانو خبره سړى په ډاګ نشي غور ځولى، نو بې له کومې بانې او پلمې ورسره وخوځيدم په دکان کې مو لا سودا نه وه تمامه کړې، چې کټورى راپيدا شو او ډېر وارخطا معلوميده له هغه نه مو چې پوښتنه وکړه پخپل کورو کلي کې يې له چاسره خپړې لګولې وې، چې  د ده له لاسه عريضې ته تللى و او پخپل سر يې خاورې باد کړې وې.
له کټوري سره تګ لا ډېر ضرور، چې له وهلو ټکولو نه خلاص شي او څوک ورسره ګوتې ماتې نکړي، که زه ورسره نه يم خدايزده چې څه به ورسره وشي او څومره به زيانمن شي، زه بايد په غم او خوشحالۍ کې له خپلو دوستانو سره مرسته وکړم او ورسره وځغلم، هغه څوک چې پنځه تنه يې پېژني او اشنايان پيدا کړي د هر چامخ ور اوړي او هر څوک ورځنې يو ځاى او بل ځاى ته تګ غواړي.
څنګه چې مود ده کار خلاص کړ او بيرته را وګرزيدو په لاره کې راته زلمى ولاړ و، چې بايد ډاکتر ورته وګورم چې کور ته ورسره و لاړشي او د زوى علاج يې په ښه شان وکړي.
دا کار هم بې زما د لحاظ خرڅولو نه نه کيده او واسطې ته پکې ډېر ضرورت ليدل کېده له ناکامه بيا بېرته وګرزيدو او د ډاکتر کوټې ته ورغلو هغه خپل تګ که څه هم ډېرګران خرڅاوه، خو زمونږ خبره يې ځمکې ته ونه غورځوله او راسره روان شو په دغه وخت کې نه پوهېږم څه پيښ شوي و، چې ګاډي وانان په سلو روپو هم نه راضي کيدل، خو ښه و چې کلي ته ننوتو ګورو چې د ميراجان په کور خړې اوښتې وې.
د کلي کور خلکو ته مو وويل، چې خداى دې انصاف درکړي، ولې په يوه سړي باندې په نا حقه ګوتې لګوئ او بد ورته وايئ، اخرمسلماني ده او د قيامت ورځ مو په مخکې ده، خپل خداى ته به سبا څه جواب ورکوئ، يو مسلمان په ناحقه ځورول څومره بد کار دى.
هغوى وويل مونږ څه وکړو؟
ګلاجان د يوه او بل په کاله ننوت، چې تاسې به ضرور بد پرې وايئ او ګوتې به پرې لګوئ. هغه بله ورځ چې علاقه دار غوښتې وو هغه هم وويل زه يې  پېژنم، چې بد سړى دى او تاسې يې پرده کوئ که  چاپه تحقيق کې چشم پوشي وکړه زه به ورسره ګورم.
نو مونږ څه وکړو ګلاجان هلته هم خپله خبره پخه کړې وه او مونږ ته يې هم ځينې خبرې وکړې، چې که تاسې پرې بد ونه وايئ سبا ورځ تاسې ته بدېږي او جرم درباندې راځي. په دغه وخت کې زه لږ څه د حيات او ژوندانه کيف او ډول ته ملتفت شوم چې مونږ څنګه ژوند کوو؟ او په ژوندون کې څه شى ته ډېرمحتاج يو؟ که کله يوه ډاکټر ته ورځو او علاج ته مو ضرورت پيښ شي، نو هم به اشنايان ور ولو او که په يوه دکان کې سودا کوو يا يوه ځاى ته په ګاډۍ کې ځو هلته هم اشنايۍ او پېژندګلوۍ ته ضرورت ليدل کېږي.
په تحقيقاتي او جزايي امورو کې هم اشنايي دومره اغيزه لري چې ښه بد کړي او بد ښه کاندي، ځکه چې دوستي او اشنايي په ټولو حقايقو غلبه لري او د طلا په نرخ خرڅېږي. همدغه سبب دى چې مونږ په اشنايۍ او پيژندګلوۍ، پسې لکه باښه لوړې ژورې لټوو او سرونه پرې ماتو، د يوه سړي کمال او لياقت شخصيت او لويوالى په همدغه معيار سنجوو، چې څومره او څنګه خلک يې پېژني او د اشنايۍ په برکت څه کارونه  کولى شي.
غوښې د هر چا خوښې دي، مګر د پيشکې ورپسې زېړى دى، اشنايي په هر ملک کې ښه ده، مګر په دې ځاى کې د کيميا بوټى دى کوم کارونه چې دلته په اشنايۍ کېږي. هېچرې نه کېږي او په هېڅ شي نه کېږي  د همدې له امله وايي:
يارمې هندو زه مسلمان يم       د يار دپاره درمسال جاروکومه
يار د يار دپاره خوري د غويي غوښې
هر کله چې د يارۍ او اشنايۍ دپاره هندو د مسلمان او مسلمان د هندو چمونه کوي او ناحق د حقو ځاي نيسي، ته ووايه! چې سړى به دبدو خلکو په اشنايۍ کې له څومره ګناهونو سره اشنا کېږي او د هغوى د خواهشاتو دپاره  به څه څه کارونه کوي.
 ځينې کسان وي چې له خپلو دوستانو او اشنايانو کله کله داسې کارونه هم غواړي، چې نه په عقل برابرېږي، نه له شريعت او قانون سره موافقت لري، په ځينو وختوکې بايد يو اشنا له بل اشناسره په ناحقو دعوا او جګړو کې داسې ملګرى شي، چې هم به ورسره منډې رامنډې وهي او هم به په سلو دروازو او سلو کوڅو ورسره ګرزي، ځکه چې دغسې وسايلو او وسايطو ته هرڅوک محتاج دي او هرسړى مجبورېږي، چې خپل اکثر کارونه په دغسې وسيلو اجرا کړي.
ټول کارونه او ټول شيان لکه د نان واى ډوډۍ داسې نه دي، چې په يوه معين نرخ او معين مقدار د هر چالاس ته ورشي او کومې واسطې ته پکې ضرورت نه وي يا لکه د جمعې لمونځ هر څوک يې بې د ملا امام له اشنايۍ وکړى شي، ځکه چې زمونږ اکثر اجتماعي کارونه چې په يوه او بل اړه لري د اشخاصو په کيفي وضيعت او اني حالتونو موقوف وي، که کله د يوه سړي طبيعت ښه او پام يې په نيکو وي غرونه د سړي په مخکې اواروي، مګر که په چپ اړخ را پاڅيدلى وي، نو بيا يې هېڅوک لارې ته نشي راوستلى او سړي ته پچه پېچومى کوي، د همدې له امله افراد هم پخپلو کارو کې په ځان اعتماد نشي کولى او نه د محض معقوليت او حقيقت په ډاډ کوم کار ته وړاندې کېدى شي، هره ورځ  د يوې ورځې دپاره د يوه او بل معقول او نامعقول مراعاتونه کوي او د دې  دپاره چې بل څوک د ده بيځايه لحاظونه وکړي، دى هم د هر چا لحاظ کوي او په همدغه مراعات او لحاظ کې خپل پېشرفت او خپل تجارت هم ګوري، همدغه شى ده  ته دور انديشې او عاقبت سنجي معلومېږي، نو ځکه د ضرورت په وخت کې هر راز بې قانونه او بې لارې کارونه کوي، مګر لحاظ او مراعات په هېڅ حال کې نه پرېږدي، که کله کوم سړى په يوه ښه نيت او پاک فکر له دغسې مراعاتونو او لحاظونو سره مبارزه او جګړه شروع کړي خلک ورپسې سل خبرې کوي او په سلو نومو يې ستايي، هر څوک يې ملامتوي او د هر چا په نظر کې بد ايسي، هېڅوک ورته په ښه سترګه نه ګوري او د ټولو د سترګو اغزې شي.
که څوک غواړي چې هرعيب يې پټ وي او ډېر دوستان ولري بايد د دوست او اشنا مراعات ولري او هرڅه چې هغه ووايي دى يې ومني که ديوه دوست خواهش په قانون برابر وي او که نه، ګناه وي او که خيانت ګران وي او که اسان سړى بايد پکې نه ونه وايي او د يار دپاره درمسالونه جارو کړي.
مونږ له خدايه هېڅ کله په دعا کې دا نه غواړو، چې يا له اسمانه پخه ډوډۍ راته را ولېږي يا د الوتلو وزرونه راکړه چې مونږ وروخيژو، مګر د يوه دوست او اشنا څخه په ځينې کارونو کې دغسې مرسته او معاونت هم غواړو او د غرو قدر بارونه ورباندې ږدو.
زمونږ په مدني کار او اجتماعي حيات کې دا خبره ډېره ضرور ايسي، چې د دغسې اشنايۍ لمن ټنډه کړو او خلکو ته دا وښيو، چې رسمي او اجتماعي امور د يوه قانوني او وظيفوي شعور په اثر په يوه مثبت ډول او مقرر صورت اجراکېږي، چې هېڅوک او هېڅ شي پکې متاثر نشي او هېڅ راز اشنايي يا مخالفت او موافقت پکې تغير نشي پيښولى.
که مونږ پدې موفق شو، چې د قضاوت او حکمت په وخت کې پخپل  ورور باندې رحم او په دښمن قهر ونکړو بايد په دې پوه شوو چې اشنايي په شخصي او اخلاقي امورو کې تاثير لري او له خپلو حدودو نه هغه خوا حقوقي مسايلو ته تجاوز نشي کولى بيا به هېڅکله دغسې چمونه نه کو او نه به په واسطو او وسيلو پسې ګرځو، نو څه به کوو؟ د احتياج په وخت کې به ورته قرض يا بخشش  پيسې لېږو، مګر د هغه دپاره به د دروغو شاهدان کېږو نه او نه به له حق او حقيقت سره جنګ او جګړه کوو، له خپل ملګري سره به په لور، يوو او غاښورو کې مرسته کوو، مګر پردۍ پولې به ورته نه وهو.
زمونږ ارواحو له لوى خداى سره عهد کړى، چې په نيکۍ او تقوىٰ کې به له نورو سره مرسته کوو، مګر په ظلم وګناه کې به د چا نه ملګري کېږو (١)
 
 
 
 
کورنۍ
 
په باغ کې بعضې ونې او بوټې زاړه او ورک شي او بعضې نوي پيدا شي، کله پرې ږلۍ وشي ميوه يې خرابه کړي او کله پرې سختې سيلۍ راوالوزي لوى لوى ښاخونه پکې مات کړي، کله يې پاڼې زيړې، کله بيخي نه وي، ډېرخزانونه پرې راځي او تېرېږي، مګر باغ لاهماغه شان ځاى پر ځاى وي، ونې بدلې شي، ميوې بعضې ورکې او بعضې نوې پيدا شي، خو د باغ نوم نه وركېږي، نو څوك چې په دغه راز پوهېدلې وي، هغه لکه باغوان د باغ خدمت کوي او په يوه بوټي يا يوې ونې پورې زړه نه تړي. کورنۍ هم همدغه شان بهار او خزان زړښت او ځواني لري هر راز طوفانونه او مصيبتونه پرې راځي، مګر نوم يې باقي وي، خلک يې بيخي بدل شي، خو اصليت يې نه بدلېږي.
وګورئ! د پښتنو په کورنۍ کې اوس هغه پخواني پښتانه يو هم نشته سره لدې پښتانه يادېږي، داځکه چې دا پښتانه هم د هماغو  ونو نيلې دي، چې اوس ونې شوې دي، د دې  ونو ميوه که څه هم پخوانى خوند نه لري او نه پکې هغه غټوالى شته، مګر نوعيت يې نه دى بدل شوى.
دا د باغ خاصيت دى چې د ونو له نيلو نور نيالګي پيدا کېږي او له هغه څخه نور، خو په ميوو کې يې هغه مزه نه پاتې کېږي.
 هو! د باغ د ميوو خوند ساتل ډېر مهارت غواړي که يو باغ د چا د ودانۍ د سيوري لاندې شي هم ميوه يې بيخونده کېږي، نو لکه څنګه چې يوه کورنۍ د علم و عرفان  رڼا ته احتياج لري همدا رنګه باغ  هم د لمر او سپوږمۍ رڼا ته ضرورت لري.
که په باغ کې بعضې ونې دومره جګې شي چې له نورو ونو نه د لمر او سپوږمۍ تاثير ايسار کړي، د ټيټو ونو په ميوو کې مزه نه پاتې کېږي او لکه هغه کورنۍ چې د بل چا سيوري لاندې شي او يا پخپل منځ کې يو په بل دومره لوړ شي چې طبيعي فيوضات يو له بله منع کړي هرومرو پکې هغه پخوانى خوند نه پاتې کېږي، نو څرګنده ده چې نباتي او انساني حيات ډېر نږدې او ټينګ مناسبت سره لري. څنګه چې غټې غټې ونې د ضعيفو چينجيو له لاسه خرابېږي همدغه شان د کورنيو او ملتوحال هم دى.
بعضې داسې چينجي شته چې په سترګو نه ليدل کېږي او د لويو کورنيو سټه له بيخه باسي، دا چينجي هغه کيسې او اوهام دي چې خلک د سعې او عمل له ميدانه راګرزوي او د مايوست خواته يې بيايي، داسې کيسې خپله نه پيدا کېږي، زورور قومونه يې په راز راز وسايلو په ضعيفو قومونو کې نشروي او د هغوى مخه  د ارتقا او کاميابۍ له لوري راګرزوي.
کوم قوم چې د وهم پرستۍ په مرض ګرفتار شي او بې اساسه خيالات پکې ځاى ونيسي هغه که څه هم په ظاهر روغ رمټ  معلومېږي، مګر لکه چينجنه ونه پکې هېڅ نه وي پاتې، داسې قوم د جدوجهد په اثر هېڅ نه وي قايل. په هر کار کې شګوم نيسي او هر څه د تصادف نتيجه بولي، په بعضې ورځو کې ورته سفر لوى خطر ښکاري او د چرګ بې وخته اذان يا د سپي انګولل، د مصيبت پيغام او د بدې پېښې قاصد ګڼي. دوى تل خپل حاجتونه د قبرو له مړو او جنډو څخه غواړي، زيار او کوشش ته هېڅکله مراجعت نه کوي، نو دغسې يو قوم چې جدوجهد ورته حرص اوعدم قناعت معرفي شوى وي، سعيه ورته شنډه ونه او بېهوده شى ښکاري، ضرور بايد لکه خس و خاشاک ځانونه د زمانې شديد طوفان او تند باد ته وسپاري، چې هر لور ته يې ويسي او ځمکې له مخ يې ورک کړي دا راز افکار، چې د قوم د ورکوالي سببونه دي او يو قوم د بدبختۍ په ميدان کې لاس تر زنې کښينوي اول د هغه  قوم په ادبياتو کې او وروسته د خلکو  په ذهنيت کې ځاى نيسي، هو! په شعر کې دا تاثير شته، چې يو فکر هم د خلکو په نظر کې ښه او ښايسته  ښکاره کړي، شعر دا اقتدار لري چې بودائيت، مسيحيت د تصوف په نامه په اسلام کې داخل کړي.
خداى پاک وايي چې انسان هر څه د خپلې سعي په اثرکې مومي، مګر شعر وايي:
(سعى خود نتوان برد پى بگو هر مقصود
 خيـال باشد کنى کار بى حواله برايد)


 

شردى چې خلک انزوا او ګوشه نشينۍ ته رابولي او وايي:
( به بر زخلق  و زعنقا  قباس کار بگير
 که صيت گوشه نشينان زقاف تا قافست)

((جدا ورکه گذر گاه عافيت تنگست ))
هر څوک  چې دا لانديني بيتونه واوري:
(غم دنيائى چند خورى باده  بخور
 حيف باشد دل دانا که مشوش باشد)
(ازين رباط دو درچون ضرور است رحيل
رواق طاق معشيت چه سر بلند وچه پست
 (به هست ونيست مرنجان ضمير و خوش مباش
که نيستى است انجام هر کمـال که هست)

هغه که دنيا سره هر څومره علاقه او دلچسپي لري بايد بې علاقې شي او په بد نظر ورته وګوري، ښه ده رحمان بابا خو په دې موضوع کې د نورو په لارنه دى تللى او دنيا يې پدې شان معرفي کړې ده:
( ښه ده ښه ده  دا دنيا              چې توښه ده دعقبىٰ )
خوشحال خان هم باالعکس د نورو شعراو په څېر د سعې او عمل طرفداري کړيده او خلکو ته يې داسې درس ورکړى:
(که غوټې پسې وهې په لاس  به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهرنشته)



نه يوازې خوشال، حميد هم د تنبلۍ په اړه  پدې ډول پرېكړه کوي او وايي:
(دهمه بلاووسرتن اسايي ده      خرڅاوه شي لټ غويى پرقصابانو)
نو د نننيو اديبانو او ليکوالو کار دى چې خلکو ته يوه داسې ادبي دنيا پيدا کړي، چې اساس يې عزم  وهمت، جدوجهد، سعيه  او عمل وي او هغه کسان چې له ډېرې مودې د هماى د سيوري په انتظار شل او شوټ ناست دي راپاڅوي، د زيار او کوشش لمن  په لاس کې ورکړي، دغه اوهام ترېنه هېر کړي، هو! دا اوهام د ادبياتو له لارې راغلي او په همدغه لار بايد بېرته ووزي.
د دې  بيت اثر:
(مصلحت ديد من آنست که ياران همه کار
 بگذارند وخم طره يارى گيرند)
بايد پدې راز بيتونو كې:
(وختو اسمان ته په وزر د ازادۍ بشر
ته لابند په زلفو يې دا خيال خوشې عبث دى )
(خادم)
له دماغونو وزي او ورک شي، دغه شان نوې نغمې که دخلکو غوږو ته ورسېږي ژر به انشاالله دمقصد لارمونده کړي او ور روان به شي، ادبيان او ليکونکي کولى شي چې هماغه  د شمعې سوزېدل او د فرهاد او شيرينې نوم دخلکو غوږونوته پدې شان ورسوي:
 
 
لکه شمع که ځان وسيزې په اور ته
نوبه هله کړې رڼا مينه او کور ته
که فرهاد غوندې دې غرونه سوري نکړه
د شېرين وطن په عشق کې يې نام تور ته
اوس بايد د دې  ډول بيتونو په غرض:
(په ګلګو نه چهره څاڅکي دخولو چې ترنظر شي
د شبنم په رنګ کې وينم دګلابو طوفان کله )
خلکو ته داسې وويل شي:
(په خولو يې د تندې که ابيارې کړي
د وطن د ګلو باغ  به کړې سمسور ته)


اوسني ليکونکي بايد د دې  وخت ضروريات په نظرکې ونيسي او د خلکو رهبري وکړي، لکه څنګه چې يو د زمانې نبض شناس شاعر وايي:
(هره ورځ د زمانې احوال بدلېږي
هره شپه نوي خوبونه نوى تعبير )

همدغه شان بايد د شعرا نغمې هم بدلې او په شعري او ادبي دنيا کې نوي افکار ځاى ونيسي داسې نوي هم نه چې له محيط سره هېڅ نه تطبيقېږي، ځکه دا خو له بارانه پاڅېدل او ناوې ته کښيناستل دي او شاعر بايد خپل کام ته د امن ځاى وښيي او پخپلو دردونو يې خبر کړي، د شاعر دا وظيفه ده چې دکام په غم وژاړي او هغوى هم  وژړوي هسې نه چې خزان ورته پسرلى ښکاره کړي يا په غم کې ورته سريندې ووهي.(١)
 
 

فکرونه هم تغيرمومي
 
غټ او واړه شيان څه چې په دنيا کې دي بعضې ډېر ژر او بعضې څه موده وروسته تغير مومي. انسان هم سره له ډېرو صفاتو د همدغه تعبير په لار کې واقع دى، عقل، ذوق او هر څه يې تغير کوي او په نورو شيانو کې هم تغير پېښوي، که سړى دتاريخ پاڼو او موزيم خانو ته مراجعت وکړي او دانسان مختلف حالات او اثار تر نظر لاندې ونيسي پدې به پوه شي، چې انسان هېڅکله په يوه حال نشي قانع کېدلى او همېشه  پخپل حـال کې تحول او تلون غواړي، د انسان همدغه تحول غوښتونکى طبيعت چې په هېڅ حـال نه قانع کېږي، کله د خپل کاله په نقشه کې تغير پېښوي او کله پخپل لباس کې تحول پېدا کوي. د دنيا د ابادۍ او د انسان د ټولو پيشرفتونو لوى سبب، نو انسان طبعاً د تجدد خواته مايل دى او همۍشه زاړه شيان په نوو بدلوي او يو ډول تر اخره پورې نه پالي، که سړى يوازې  د انسان لباس په نظرکې ونيسي او په مختلفو اقسامو يې غور وکړي پوه به شي چې خياطانو دتن په جامو کې څومره تحولات او تغيرات کړي دي او لا کوي يې.
د خياط لياقت پوهه او ښه والى همدغه دى چې هر وخت د خلکو خواهش ته وګوري او هغسې جامه جوړه کړي، يعنې د محيط په خوښه کار وکړي، هسې نه چې خلک يو څه غواړي او دى نور څه کوي.
د انسان فکر هم لکه د خياط ماشين داسې دى، چې بايد هر وخت داسې کار وکړي، چې خلک يې غواړي او خوښوي يې، د انسان قابليت هم دېته وايي، چې خپل فکر د خلکو او محيط له تقاضا سره تطبيق کړى شي، همدغه شي ته ذکاوت او هوښاري هم ويل کېږي او د يوه سړي د قابليت پوره سند کېدلى شي.
هر څوک چې له خپل فکره داسې کارنشي اخيستلى، چې د خلکو له احتياجاتو او د محيط له مقتضې سره سم وي هغه هېڅکله په دنيا کې د خوشحالۍ ژوندون او ښه زيست نشي کولى او نه په اجتماعي حيات کې څه برخه لري، څومره انسانان  چې په يوه مملکت کې اوسيږي او يو ملت ورته ويل کېږي، دوى ټول د يوه لوى ماشين په ډول دي چې واړه واړه څرخونه او مختلقې پرزې لري، چې بايد ټول د يو مقصد دپاره حرکت او کار وکړي او خپله وظيفه اجرا کړي، پدې څرخو کې که هر څرخ له عمومي ارادې سره سم کارنشي کولى، نو هغه  بېکاره او خراب ګڼل کېږي، بلکې نور هم له کاره باسي.
نو دا هم  معلومه شوه چې ښه والى او هوښياري په حقيقت کې همدغه شى دى، چې سړى خپل افکار له محيط سره تطبيق کړى شي او له عمومي ارادې سره سم د مشترك مفاد دپاره کار وکړي، هر څوک چې خپل افکار له محيط  سره نشي تطبيقولى هغه، لکه يو بې خبره دهقان داسې دى، چې  د زراعت وخت او موسم  ورته نه دى معلوم او بې وخته پخپل پټي کي څه کري، چې هغه هېڅکله نه شنه کېږي او تخم هم ضايع کېږي.
د دې  سړي کار که څه هم په اصل او په خپل وخت کې ډېر ښه کار دى، مګر دى ورځنې هېڅ نتيجه نشي اخيستلى او خلكو ته خپل لېونتوب ښيي.
څوك، چې يوازې د خپل فكر په محيط كې ګرځي او عمومي نظر نه لري، يعنې خپل افكار يې له محيط سره نه وي تطبيق کړي د هغه فکر په هر ځاى او د هر چاپه نظر کې صحيح نه وي.
يو وخت يو ظريف سړى چې په سره رود کې اوسېده بازار ته روان و، چا ورته وويل چې ماته يوه ټوټه راوړه چې ابي رنګ يې وي او ساده وي هغه، چې له بازاره راغى، نو سره شېرچايي ټوټه يې ورته راوړه او وريې کړه د ټوټې خاوند ورته وويل، چې ما خو ابې ټوټه غوښتې وه او تا سره بخنه ټوټه راوړه، ظريف ورته په خندا شو چې د سره رود او به خو همدغه شان رنګ لري.
څوک چې عمومي نظر نه لري او يوازې د خپل فکر په غولي کې خاپوړې کوي، يعنې خپل افکار يې له عام محيط سره نه وي تطبيق کړي، چې د خپل کاله د اوبو رنګ ابي رنګ ګڼي او نور ځايونه په نظر کې نه نيسي، نو هر څوک که غواړي چې حقيقت ته ورسېږي او افکار يې په هرځاى کې صحيح وګڼل شي هغه بايد خپلو افکارو ته وسعت ورکړي، دې خبرې ته بايد ادبيان او ليکونکي زيات ملتفت شي او ډېره توجه ورته وکړي، ځکه چې دوى له خپل محيط سره زيات فکري ارتباط لري او تل خپل نظريات خلکو ته واړندې کوي، نوکه د دوى افکار له محيط سره موافق نه وي او څوک ورته خپل احتياج نه حس کوي هېڅوک يې نه قبلوي او شنډ پاتې کېږي، نو دوى هم بايد لکه نور کسبګر د خلکو د ذوق او ډول رعايت وکړي، يعنې ښه شيان په ښه لباس کې خلکو ته وړاندې کړي او محيطي احتياجات په نظر کې ونيسي، څه چې ليکي بايد پخواله ليکلو څخه سترګې ښې وغړوي او په خلاصوسترګو څه وليکي، نو د ده افکار هرو مرو عمومي رواج پيدا کوي او خلک يې ښه قبلوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery