مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اصلاح ورځپاڼه


ملي ناموس
 
نن دهرملت په نظر کې خپل ملي استقلال د يوه ډېرلوى ناموس حيثيت لري او له دېنه لوى افتخار بل نه شته.
د دغه مقصد لپاره خلک سرونه ورکوي، مالونه او اولادونه قربانوي او بې استقلاله ژوند ډېرلوى ذلت ګڼي.
که چېرې ملي احساس او ملي شعور په ډېرقوت موجود نه واى داستقلال قيمت به ډېرلږ او د دنيا لويې امپراتورۍ به نه ړنګېدې، استعماربه دغسې بد ه قيافه نه درلوده او يو ملت به دبل ملت ترسيوري لاندې خوشحال و.
دغه ملي جشنونه چې هرمستقل ملت يې دخپل استقلال په ياد کوي او په ډېرقدر ورته ګوري دمليت تجليل او احترام پکې پروت دى او همدغه معنى لري چې يوملت دبل ملت حاکميت په ځان نه شي منلى.
موږ بايد پدې خبره ډېرفکر وکړو چې ملي استقلال دملي احساس او شعور محصول دى.
هره څومره چې دغه حس قوي وي هغومره به زموږ استقلال هم قوي وي.
د استقلال ساتنه دملت قوي جذبې ته ډېر شديد ضرورت لري که دغه احساس په يوه ملت کې کمزوري شي هغه داستقلال په قدر او قيمت نشي پوهېدلى او د همدغسې ناپوهۍ په وجه دغه لوى نعمت ساتلى هم نه شي.
موږ بايد خپل امتيازات ملي شعور او ملي احساس ډېرټينګ وساتو او دخپل استقلال تقويه ور پورې مربوطه ګڼو.(١)
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery